په جنت کې مسافر (شلمه برخه)
13.11.2010 08:59مصطفی ما نه لږ وروسته راغلی و، خو د صدیق بېخي لږ وخت شوی و چې د نوم ثبتولو مرکز ته راغلی و. ما ورته وویل "هالنډیانو سره دې کلیوالي پکار راغله، نوبت دې بېخي زر راغی." هغه ځواب راکړ "څه به مې بخت ښه و، او څه راسره د هغې ادارې مشر همکاري وکړه چې ما ورسره کار کاوه." د هغې ادارې مشر بیا د پولیسو دفتر ته هم راغی او مونږ ونه لیدو خو داسې معلومېده چې د هغه د قضیې او مشکل تصدیق یې کړی و. بیا مې مصطفی ته وویل "سهار خو په لیست کې د موسی نوم راغلی و، هغه ښايي چیرته ویده و، د هغه نوبت لکه چې تا وخوړ؟" هغه ځواب راکړ "زه خبر نه یم، زه خو دفتر ته ورغلی وم څه پوښتنه مې کوله، هغوی راته وویل راځه چې ګوتو له دې بوځو، زه ورسره راروان شوم."
اوس نو معلومه شوه چې کار هغسې نه و څنګه چې ما فکر کاوه، یا څنګه چې په رسمي کاغذونو کې لیکل شوي ول. زه خو په دې تمه وم چې منظم سیسټم دی، هر چاته به نوبت ورځي، د نوبت خبر به ورکول کېږي او بیا به دلته د ګوتو لپاره راځي. مګر اصلي کیسه داسې وه چې ځینو خلکو ته د هغوی د نوبت ویل کېدل، او ځینې یې همداسې سر په ټوله راوستل. نو خبره تر څه حده د نوبت هم وه خو تر ډېره د بخت او بېدارۍ وه. هر څوک چې سهار وختي پاڅېدل او د دفتر مخې ته ورتلل نو که په اوله ورځ نه و په دویمه ورځ خامخا بې نوبته بوتلل کېدل. هغوی چې په دې تمه ول چې نوبت به کوټې ته ورځي که بخت یې ښه و خو همداسې کېده، که نه و کرارې یې خوبونو ته اړولي ول. په دغې تمه په ما اوه ورځې تېرې شوې، په ځینو خلکو لس لس هم تېرې شوې وې.
د پولیسو یو افسر مصطفی ته هم پاڼه ورکړه چې خپل نوم او نور معلومات پرې ولیکي. وروسته ماته معلومه شوه چې دې پاڼې اساسي ارزښت درلود. په دې کې دې خپل نوم او نور معلومات په خپل لاس لیکل، او بیا د دې پاڼې نقلونه د وکیل نه نیولې تر ايي این ډي او هرې ادارې تلل. که بیا دې په هر ځای کې په کېس او معلوماتو کې څه غلطي راوتله نو دا پاڼه یې درته راخیستله او درته ویل یې "دا شی تا پخپله داسې لیکلی دی."
څرنګه چې مصطفی په اخري کسانو کې راغلی و نو د ګوتو لګولو او عکسونو لپاره د هغه نوبت هم د ماسپښین نه وروسته راغی. د هغه نه مخکې د هغو ټولو خلکو کارونه ختم شوي ول چې سهار مونږ سره یو ځای راغلي ول. د دومره خلکو په یو ځای راغونډول او ټوله ورځ یو تالار کې په انتظار کېنول کله کله ستونځې هم لري. خو خلک په خلکو پورې فرق کوي. که دا چیرې هالنډیان یا د بل کوم پرمختللي هېواد خلک وای، کېدای شي هیڅ ستونځه نه وای، ځکه دې خلکو کې د انتظار او صبر ماده ډېره ده. ما ځای په ځای لیدلي یو دوکان یا بل څه ته چې خلک د دوو نه زیات شي نو کتار جوړ کړي او خپل نوبت ته ارام انتظار کوي. د چا چې نوبت راغی هغه حق لري چې خپل کار په ارام خلاص کړي او بیا ځي. ورپسې تن که په بیړه کې هم وي ورته نشي ویلای چې زر کوه یا زما بیړه ده. په کوم ځای کې چې د یو کار لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار کول وي هلته هر تن سره په لاس کې کتاب یا مجله وي هغه لولي، یا تلویزیون ګوري، او یا په کمپیوټر څه کار کوي. نه شور نه غوغا، نه ټېل نه دیکې!
خو د پولیسو د دې دفتر په تالار کې چې کوم خلک راغونډ کړای شوي ول هغوی د هغو هېوادونو نه راغلي ول چیرته چې په کتاب لوستلو د خلکو زړونه تنګېږي او نفس یې ووځي، او چیرته چې تر ټولو زیاته بیړه د هغه چا وي چې هیڅ کار نه لري. انتظار او صبر هر چا ته مرګ غوندې ښکاري. نو یواځې هغې ایرانۍ انجلۍ ځان په یو کتاب بوخت کړی و، نورو ټولو په ځان اسمان راکښته کړی و. چا به ویل "یره زمونږ کار خو شوی دی، چې مونږ یې څه ته کېنولي یو!" یو ایراني ځوان به کله کله د پولیسو یو افسر ته وویل "مونږ خو څه جرم ندی کړی چې دلته دې ایسار کړي یو!" افسر به ورته موسکی شو، بیا به یې ورته وویل "که سګریټ څکې راځه چې بېرون دې بوځم." ما په زړه کې ویل دا ډېر ښه پولیس دي، که په همداسې (غیر قانوني) حالت کې په پاکستاني پولیسو واوښتې (او چې په دغه لهجه دې ورسره خبرې واړولې) نو بېرته دې اول خو مور او پلار نشي لیدلی، که دې بخت دومره ښه وي چې لیدل یې دې نصیب شي نو پېژندلی دې نشي.
هغه افریقايي ښځه چې ډېر ماشومان ورسره ول نه یواځې دا چې پخپله ډېره په عذاب کې وه بلکې پولیس یې هم ځان سره په پوره جنجال اړولي ول. یو به ترې منډه واخیسته په کوم مېز به وخوت او بېرته به نسکور راپرېوت. هغې چې به هغه راونیو نو بل به د تلویزیون مېز ته ورختلی و. هغه چې به یې راټینګ کړ نو بل به د کافي او چای د اتومات ماشین په بټنو ګوتې ورخښې کړې وې، شیدې او چاکلیټ به یې ترې داسې روان کړي ول لکه د کوم ګوجر لنګه مېښه چې بچي څو ورځې نه وي رودلې. ښځې خوارکۍ او دوه تنو پولیسو تمامه ورځ دغو ماشومانو سره دغسې په کبډۍ تېره کړه. هغه بله چینايي ډوله ښځه لا تر دې غټه تماشه وه. یوې ښځینه افسرې ترې د ژبې پوښتنه وکړه تر څو د ترجمان انتظام ورته وکړي. هغې هیڅ ځواب نه ورکاوه. افسرې ورته وویل "انګلش؟" هغې سر په نفي وخوځاوه.
"چاینیز؟" (یانې چینايي؟)
بیا یې سر په نفي وخوځاوه.
"کورین؟" (یانې کوریايي؟)
بیا نفي.
"تبتي؟"
نفي.
"کومه ژبه؟"
بیا نفي.
ښځینه افسرې اخوا دېخوا وکتل چې اوس څه وکړي. په راغلیو خلکو کې چې چا په کومه ژبه خبرې کولی شوې په هغې کې یې ترې پوښتنه وکړه خو د هغې سر نه خلاصېده. افسرې ورته په انګلیسي خبرداری ورکړ: "ګوره، یوه ژبه ووایه، هره ژبه چې وايې په هغې خبرې وکړه. که دغسې غلې ولاړه یې بېرته دې مرکز ته لېږو." هغې د ګوتې په اشاره وویل صبر وکړه. بیا یې د جېب نه موبایل راواخیست، یوه نومره یې ووهله، او چا سره یې اوږدې خبرې وکړې. چې خبرې یې ختمې کړې او تلیفون یې بند کړ نو افسرې ترې بیا پوښتنه وکړه: "ښه اوس وایه کومه ژبه؟" هغې بیا سر ښي او چپ طرف ته په نفي کې وخوځاوه. مصطفی ماته وویل "پوهېږې دا ښځه ولې داسې کوي؟ دې ته اجنټ ویلي چې هیڅ خبرې ونکړې." ما وویل کېدای شي همداسې وي ځکه مصطفی پخپله هم په غیر قانوني لارو راغلی و او دا کاروبار او اجنټان ورته ښه معلوم ول.
ماځیګر ته نږدې د ټولو خلکو د ګوتو او عکسونو چارې پای ته ورسېدې. مونږ بس دې ته منتظر وو چې پولیس هم خپل کارونه راغونډ کړي او مونږ د دې ځای نه وباسي. همدغه وخت یو ایرانی ځوان د چای او کافي ماشین ته ورغی، د ځان او خپلو ملګرو لپاره یې درې څلور ګیلاسونه ډک کړل او بېرته په داسې انداز راروان شو چې خوله یې په ایران کې وه، پښې یې کاناډا ته روانې وې، او لاسونه یې ته به وایې د پخوانۍ زمانې کښتۍ دي چې د اوسنیو غیر قانوني مهاجرو نه ډکې دي او د ترکیې نه یونان ته اوړي. د تورې کافي ګیلاسونه ترې ډز شي د تالار په سپین مېدان پرېوتل او هر څه یې پرې ولړل. په داسې حال کې چې نور خلک خفه شول، د هغه ملګرو هماغسې په ډق ډق خندل. هغه هم په ډېر متکبرانه انداز خپل لاسونه وڅنډل او لاړ په خپله چوکۍ کېناست. دوه تنه پولیس ورپسې د یو پنډ رختونو او کاغذونو سره راغلل او د هغه نه یې غوښتنه وکړه چې ځای بېرته پاک کړي. هغه سروپ انکار وکړ. وې ویل "ځایونه پاکول خو زما کار ندی." هغه ایرانۍ انجلۍ چې د هغوی نه ډېره لیرې ناسته وه او کتاب یې لوست، رامنډه کړه او رختونه کاغذونه یې واخیستل، وې ویل "زه یې پاکوم." دغه انجلۍ ما هلته په مرکز کې هم لیدلې وه چې هره ورځ به یې کله رستوران پاکاوه، کله به د نورو ځایونو په پاکولو بوخته وه. دوه هالنډۍ ښځې به سهار مهال د تشناب او حمامونو د پاکولو لپاره راتللې نو زیاتره وخت به یې هغوی سره هم همکاري کوله. خو یوې ښځینه افسرې ورته وویل "نه، ده باید دومره ډېر ګیلاسونه په لاس کې نه وی راخیستي، او بل دا چې که ما نه دلته چای واوړي دا زما مسوولیت دی چې باید زه یې پاک کړم. دی باید خپل مسوولیت وپېژني، دا هالنډ دی او دلته پاکوالی د اخلاقو برخه ده. او دا د هر چا مسوولیت دی." خو ایراني ځوان بیا هم انکار وکړ. بالاخر هغې یو چا ته زنګ وواهه، څو دقیقې وروسته دوه تنه غټو غټو وجودونو والا پولیس راغلل، هغه یې د دواړو لاسونو نه په زور یوې کوټې ته راښکلو، او څو دقیقې وروسته چې یې راوویست نو خدای خبر څه یې ورته ویلي ول خو رختونه او کاغذونه یې په لاس کې ول. بیا یې هم هغه ځای سم پاک نه کړ، رختونه او کاغذونه یې په ځمکه واچول او دپاسه یې پرې پښې راښکلې، نو پاک نه شو خو ښه یې مردار کړ. په پای کې مجبوراً هماغې ایرانۍ انجلۍ پاک کړ.
د دې ورځې رارسېدو ته مونږ ډېر زړه چوونکی انتظار کړی و، او بیا مو له سهاره تر ماځیګره په راښکلو راښکلو تېره کړې وه، خو دې پېښې مو ټول سور سار خراب کړ. لږ ساعت وروسته دوه تنو پولیسو مونږ د دفتر نه بېرون راوویستلو. هلته د مرکز هغه دوه تنه ولاړ ول چې مونږ یې سهار دلته راوستي وو. د هغوی په لارښوونه بېرته مرکز ته روان شو.
مرکز ته په رسېدو افسرانو وویل چې ټول ګوتو ته تللي کسان دې نیم ساعت وروسته دفتر ته ورشي. هماغلته د شاکر د خولې نه خبر شوم چې احسان الله او جعفر د "زوینار" په نامه کمپ ته لېږل شوي دي. هلته مې لږ ساعت وروسته موسی هم ولیدو. ورته ومې ویل "هلکه سهار دې په لیست کې نوم راغلی و. نن پاتې شوې خو سبا خامخا ورشه." هغه په داسې بې پروا انداز لکه چې هیڅ د دې خبرو په کیسه کې نه وي وویل "یره په خدای قسم چې بس اوده وم. سار (سهار) به ورشم، که ویل چې راځه ورسره ځم، که نه نو فرانسې ته ځم." ما ورته وویل فرانسه پرېږده، سهار دلته ورشه، نوبت دې راغلی دی، ستا په نوبت کې نن مصطفی تلی و. هغه وویل "مصطفی؟ کوم مصطفی؟ هغه نرښځی؟ په خدای قسم چې هغه خو راباندې ځان خرابيي!"
ما ورته ښه وخندل. بیا مې ورته وویل "ستا خبره خو ریښتیا وه. هغه سړی چې مونږ یې په موټر کې وړي وو هماغسې و څنګه چې تا ویل." هغه نه هېر شوي ول، خو چې ما ورته هر څه ټکي په ټکي بیا وویل، نو ډق ډق په خندا شو، وې ویل "ما خو درته ویلي وو چې دو نمبر دی. په خدای قسم لندن کې خلک د دې دو نمبریانو سره ښه کېسونه جوړیي. دلته به پې هم زبردست کېس جوړ شي."
ما ورته وویل "ښه سمه ده، ته ورسره کېس جوړ کړه، ماته یې ویلي وو چې وروسته دفتر ته راشه، زه ورځم چې څه وايي." هغه مې هلته پرېښود او د مرکز دفتر ته ورغلم. هلته یې ټولو ته دوه دوه پاڼې ورکړې. په یوه کې سبا د سینې د اکسری معلومات لیکل شوي ول او په بله کې هم سبا دې ځای نه بل کمپ ته د تللو امر و. زما په پاڼه د کمپ ادرس تراپل لیکل شوی و. د دې مطلب دا و چې زه به همدلته نږدې کوم کمپ ته ځم. ځینې کسان نورو ځایونو ته لېږل کېدل، خو ناوخته چې ما د صدیق او مصطفی پاڼې وکتلې نو په هغوی هم تراپل لیکل شوی و. مونږ ته تر دغه وخته هیڅ معلومه نه وه چې کوم کمپ ته سبا لېږل کېږو هغه به د دې مرکز نه څومره لیرې وي. خو دا راته معلومه شوې وه چې که کمپ هر چیرته وي، ازاد به وي، مونږ به نه یواځې دا چې بېرون په ازادۍ وتلی شو بلکې نورو ښارونو ته به هم تللی شو.
ما یو څه ساعت د ملګرو سره خبرې وکړې، او بیا ترې خپلې کوټې ته راغلم چې راته پاتې ژباړه بشپړه کړم. غوښتل مې چې دغه د ژباړې کار همدا نن خلاص کړم ځکه سبا معلومه نه وه چې پروسیجر تېزېږي که ورو کېږي.
د شپې ناوخته مې ژباړه خلاصه کړه او یو ځل مې بیا هم وکتله چې که کومه تېروتنه پکې وي نو چې سمه یې کړم. بیا مې لیپ ټاپ ګل کړ او ویده شوم.
د اومې ورځې پېل په دې بند مرکز کې زمونږ د بند اختتام و. سهار له سباناري وروسته ښه په ارام د سینې د اکسری لپاره لاړو. دا چاره بېخي د مرکز د یو ګوټ په څنګ کې ترسره کېده. یو افسر رانه مخکې شو او د مرکز نه بهر نږدې په یوه څنډه کې یې امبولانس ته ورته یو موټر مخې ته کتار ودرولو. یوې ډاکټرې د ټولو نه پاڼې غونډې کړې، بیا به یې دوه دوه درې درې تنه دننه بوتلل او هلته یو ډاکټر په څو دقیقو کې اکسری اخیستله. د ټولو خلکو کار په شاوخوا یو ساعت کې وشو. او بیا بېرته مرکز ته راننوتو.
بله کومه پاڼه چې یې راکړې وه په هغې کې یې د کمپ د ادرس تر څنګ لیکلي ول چې بس به په یوه بجه راځي، خو تر هغې وړاندې هر تن باید خپله کوټه او کټ پاک کړي، ورکړل شوی بالښت او خلطه بېرته په دفتر وسپاري، خپل سامانونه وتړي، او چمتو کېني. مونږ همداسې وکړل.
شاکر په دې ټولو کارونو کې ما سره د سهار نه ښه همکاري وکړه. د هغه پخوانی ملګری احسان الله بل کمپ ته تللی و، او ماته یې ویل "که زه او ته یو کمپ ته لاړ شو نو ډېر به ښه شي." ما ورته وویل "هره ورځ سهار وختي پاڅېږه او دفتر ته ورځه. کېدای شي د نوبت نه مخکې پولیسو ته د ورتګ موقع په لاس درشي. زه خو همدلته په تراپل کې یم، کله کله به دې پوښتنې له راځم. کېدای شي تا هم بیا هماغلته راولېږي."
د ټاکلي وخت (یوه بجه) نه څو دقیقې مخکې بس راغی او د دروازې مخې ته ودرېد. هغه خلک چې کمپونو ته لېږل کېدل د خپلو خپلو سامانونو او انډیوالانو سره د دروازې مخې ته جمع شول. لږ ساعت مخه ښې وشوې، بیا دروازه خلاصه شوه او بس ډک شو. کوم کسان چې د تراپل کمپ ته تلل د هغوی نه غوښتنه وشوه چې صبر وکړي تر څو بس لاړ شي. مونږ شاوخوا اوه نفر یوې څنډې ته ودرېدو. همدغلته ماته معلومه شوه چې هغه ایرانۍ انجلۍ هم د تراپل کمپ ته لېږل کېدله. د بس له تللو وروسته د تراپل اوه نفر یو افسر د ځان سره کړل او د سرک نه پورې غاړه نږدې یو کمپ ته یې وروستو. دغه کمپ مرکز ته بېخي مخامخ او نږدې و، نو مونږ ترې هره ورځ خلک په تګ راتګ لیدل. خو دا راته معلومه نه وه چې مونږ به هم دغلته ځو. د کمپ دفتر ته په وررسېدو افسر دننه لاړ او مونږ ته یې وویل چې باید یوې غاړې ته کېنو او د هغه د راوتلو انتظار وکړو. مونږ اوه واړه بېرون کېناستو. درې تنه – زه، صدیق او مصطفی – افغانان وو، هغه یوه انجلۍ ایرانۍ وه، او درې تنه افریقایان ول. دغه ښه ډېر د انتظار وخت و نو صدیق او مصطفی د ایرانۍ انجلۍ سره لومړی د پرونۍ پېښې خبرې پېل کړې او بیا یې ورسره خپلې زړې شجرې راوسپړلې (مصطفی د ایران په مشهد کې زېږېدلی و او اوس هم د هلته نه راغلی و، او صدیق څه موده د ایران په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کړی و). همدغه وخت چې مونږ دا خبرې کولې صدیق د سرک نه پورې غاړه یو سړی روان ولید چې ځان سره یې په زوره زوره خبرې کولې. مونږ ته یې وویل "هغه سړي ته وګورئ، د ځان سره خبرې کوي!" مونږ ورته ښه په غور غور وکاته نو ریښتیا هم د ځان سره لګیا و. ما ورته وویل "که دا پروسیجر همداسې د یو کمپ نه بل ته اوږدېده نو ډېر زر زمونږ انجام هم دغسې دی." ټولو وخندل، بیا صدیق وویل "دا خو شکر دی چې مونږ په دې نوي پروسیجر کې راغلي یو، که زوړ پروسیجر وای نو د قبولۍ تر اخیستلو به مو حالت د دغه سړي نه بدتر وای."
هغه افسر چې مونږ سره راغلی و د دفتر نه راووت، ورسره دوه تنه د همدغه دفتر کارکوونکي هم راووتل. دننه دفتر ته په اشاره کولو سره یې وویل "لومړی دې افغانستان راشي." زه، صدیق او مصطفی ورننوتو. هغوی یوه یوه پاڼه، او یوه یوه غټه خلطه چې د کمپلو، جانپاکونو، توشک پوښونو او نورو هماغسې شیانو نه ډکه وه چې په لومړي مرکز کې یې راکړې ول، راکړه. په پاڼو زمونږ نومونه، د تعمیر (په کمپ کې دننه شاوخوا پنځه تعمیرونه ول) او کوټې لمبر، د ډوډۍ وختونه او ځینې نور شیان لیکل شوي ول. ما چې درېواړه پاڼې وکتلې نو د تعمیر او کوټې لمبر پکې یو و. د دې مطلب دا و چې زه، صدیق او مصطفی به یوه کوټه کې اوسېدو. تندي ته مې ټق ورکړ، د کوم څه نه چې زه ډارېدم هماغه وشو. زه خو په هغه لومړي مرکز کې په جلا کوټه کې د مصطفی د بې شرمۍ او چُور چپاول نه دومره پوزې ته راغلی وم چې تېښتې ته یې راوستی وم، دلته راسره بیا په کمپ کې هم یو ځای شو، او په کوټه کې هم. خو هغه د خوشحالۍ نه من من غټ شو، وې ویل "اغا، کوټه مو یوه ده، خدای مې سوال قبول کړو، ما ویل که بل کمپ ته مې ولېږي بې سګریټو به مړ شم."
(ادامه لري)

