ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا تلویزیون د پنحشنبې د ورځې خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.

18.08.2016 امریکا غږ

ننګرهار کې د افغانستان خپلواکۍ ۹۷مې کلیزې نمانځل

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه د تېرو کلو په پرتله سږ کال په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه او ولسي رنګ یې درلود.

18.08.2016 BBC

د اولمپيک سياليو ۱۲ ورځ: د برازیل فوټبال او د ۲۰۰ متره ځغاسته

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپیک سياليو په ترڅ کې په ۱۲مه ورځ د فوټبال سياليو په نيمه پایلوبه کې برازيل هنډورس ته شپږ صفر ماته ورکړه او د نړس تر ټولو چټک انسان یوسېن بولډ د ۲۰۰ متره ځغاستې پایلوبې ته لاره وموندله.

18.08.2016 BBC

ترکیه کې چاودنې ۳ کسان وژلي، تر ۱۰۰ ډېر ټپیان کړي

د ترکیې چاواکي وایي، ددې هېواد په ختیځ الازیغ ښار کې د پولیسو ودانۍ ته څېرمه په موټربم چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان دي چې د ځینو وضعیت یې نازک دی. د ترکیې چارواکي د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) ته د دې برید ګوته نیسي.

18.08.2016 BBC

په ترکیه کې دوو چاودنو شپږ تنه وژلي او ٢١٩ ټپیان کړي

په ترکیه کې په دوه گونو چاودنو کې چې د پولیسو مرکزونه یې په نښه کړي وو د هغه هیواد د مقاماتو په وینا شپږ تنه وژل شوي او ۲۱۹ کسان ټپیان شوي دي. د ترکیې په ختیځ کې د وان ښار د پولیسو پر مرکز باندې د چارشنبې د شپې په موټر بمي چاودنه کې د پولیسو یو منصبدار او دوه ملکي کسان ووژل شول. په دې پیښه کې لږ تر لږه ۷۳ نور کسان چې ۵۳ یې ملکیان او ٢٠ تنه یې د پولیسو منسوبین وو ټپیان شوي دي. ترکي مقاماتو ددې پیښې مسؤلیت د کردستان د کارگر گوند یا پی کی کی په غاړه اچولی دی. تیره اونۍ د کردستان د کارگر گوند یو مشر جمیل باییک گواښ کړی و چې پر پولیسو باندې ددې گوند بریدونه به د ترکیې په ټولو ښارونو کې زیات شي. ددې پیښې پسې د پنجشنبې د ورځې په لومړیو شیبو کې یوه بله موټر بمي چاودنه د ایلازیگ په ښار کې چې د پولیسو پر مرکز وشوه درې پولیس په کې ووژل شول او ۱۴۶ نور کسان ټپیان شول. د ایلازیگ ښار یو محلي چارواکي مراد زورل اوغلو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې د ١۴ ټپيانو روغتیایي حالت خراب دی. مقاماتو ویلي دي چې دا چاودنه د پولیسو د مرکز په انگړ کې شوی ده چې هلته ټولو ولاړو موټرو اور اخیستی او تخریب شوي دي. د ترکیې د امنیتي ځواکونو او د کردستان د کارگرانو د گوند ترمنځ جگړه تیر کال هغه وخت بیرته پیل شوه چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې معامله ناکامه شوه. له هغه وخت راهیسې د ترکیې څه دپاسه ٦٠٠  امنیتي منسوبین او د کردستان د کارگر گوند په زرگونو یاغیان او په سلگونو ملکي وگړي په شخړو کې وژل شوي دي.

18.08.2016 امریکا غږ

روسیې لخوا د نوژې اډې کارول؛ امریکا د م.م پرېکړه لیک نقض ارزوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبي په ورځ وویل، د دغه وزارت حقوقي برخه د دې مسلې په ارزولو بوخته ده، چې د روسیې لخوا سوریه کي د عملیاتو لپاره د ایران له یوې هوايي اډې کار اخستل د ملګرو ملتو د امنیت شورا پرېکړه لیک نقض کوِي که نه.

18.08.2016 BBC

د افغانستان لوی څارنوالۍ د هرات ولایتي شورا رییس دنده ځنډولې

په داسې حال کې چې د افغانستان لوی څارنوالۍ د هرات د ولایتي شورا د ریس کامران علیزي دنده ځنډولې ده، خو نوموړی وایي چې خپل کار ته به دوام ورکوي. ښاغلي علیزي تېره ورځ په خپل سر د هرات له څارنوالۍ په فساد تورن سړی ویستی دی.

18.08.2016 BBC

د کونړ مرکز کې د توغندي لګېدو ۳ کسان وژلي، ۵۶ ټپیان کړي

د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې د توغندي لګېدو ۳ کسان وژلي او ۵۶ نور ټپیان کړي. توغندي په داسې مهال پرېوتی چې په ښار کې سلګونه کسان د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷ کلیزې نمانځلو لپاره په ښار کې راټول شوي و.

18.08.2016 BBC

افغانان د خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه لمانځي

ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل، د خپلواکۍ له ګټولو ۹۷ کاله وروسته بیاهم افغانان خپلې ازادۍ څخه د دفاع لپاره ژمنې ته اړتیا لري.

18.08.2016 امریکا غږ

غني: لا هم د خپلې ازادۍ دفاع لپاره د ژمنې تازه کولو ته اړتیا لرو

ولسمشر اشرف غني د افغانستان خپلواکۍ ۹۷مې کلیزې نمانځغونډې ته وویل، په داسې حال کې چې باید دا ورځ د تاریخي لاسته راوړنې په توګه ونمانځو، له بده مرغه لا هم له خپلې ازادۍ دفاع لپاره د ژمنې تازه کولو ته اړتیا لرو. ښاغلي غني د بهرني سیاست پر خپلواکۍ ټینګار وکړ

18.08.2016 BBC

کونړ کې د هاوان په ډزو دوه تنه وژل شوي او ۴۲نورټپیان شوي

د کونړ په اسداباد کې نن سهار د هاوان مرمو د لګیدلو له امله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوڅلویښت نورټپیان شوي.

18.08.2016 امریکا غږ

نیویارک ټایمز: حکومت پلوي پلار او طالب زوی سره روغه وکړه

نيويارک ټايمز د يوۀ افغان پلار او زوى د پخلاينې ډېره نادره کيسه را اخيستې. پلار او زوى دواړه په شمالي ولايت فارياب کې د لمانځنو په ترڅ کې سره غاړې وتل. کيسه د حکومتي مليشو د يوۀ قومندان عبدالبصير او د هغه د زوى سعيد محمد ده چې د طالبانو په ليکه کې و.

18.08.2016 BBC

د سوریې دولتي زندانونو کې نژدې ۱۸ زره کسان مړه شوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي؛ له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د سوریې په دولتي زندانونو کې د ربړونو له امله نژدې ۱۸ زره کسان مړه شوي. په دغو زندانونو کې د ربړونو او په تېره بیا پر ښځینه بندیانو د جنسي تېریو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

18.08.2016 BBC

په افغاني ټولنه کې د سفر د تګ فلکلوریک ارزښت

ایا کله مو سفر کړی؟ او که کړی مو وي، له کوره د وتلو پر وخت له څه ډول رواجونو سره مخ شوي یاست؟

18.08.2016 ازادي راډیو

د غټې څارنوالۍ د اداري فساد څو لارۍ دوسېې

د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی څو مهم خبرونه در اوروو لکه دغه خبر چې: وایي زیاتره افغانان د دې لپاره ترکېې ته کډه....

18.08.2016 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more