'ګوګل ډوو' د سکایپ او مسینجر سیال کاریال
د انټرنېټي لټون ګوګل شرکت د 'ګوګل ډوو' یو کاریال (اپلېکېشن) جوړ کړی چې د روغبړ 'چټ' سربېره د غږیز او وېډیو روغبړ اسانتیا هم لري. دغه کاریال ته ګوګل ډوو' نوم ورکړل شوی.
د اولمپیک سیالیو ۱۱ ورځ
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.
بشري حقونو څار اداره: ښوونځي د پوځي اهدافو لپاره کارول کیږي
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، بغلان کې افغان پوځيان له ښوونځيو نه د نظامي اډو په څېر کار اخلي، خو د دفاع وزارت یوازې له تړلو ښوونځيو څخه موقتي ګټه اخیستنه مني.
د 'اسلامي دولت' په ملاتړ تورن انجم چودري څوک دی؟
په بریتانیا کې یو بریتانیایی مذهبي مشر انجم چودري د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ ته د نورو خلکو په بللو تورن شوی دی.
د تخار درقد کې د دولتي سرتېرو وضعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه
د افغانستان شمال کې دامو سیند درقد ټاپو کې د محلي پولیسو قومندان ویلي، له درېیو ورځو راهیسې هلته له ۳۰۰ ډېر امنیتي سرتېري طالبانو کلابند کړي. خو د تخار والي دفتر وایي، هلته سرتېري په وسلو سمبال دي او هغوی ته نژدې د طالبانو شتون د کلابندۍ په معنا نه ده.
'د مالیزیا په تېلو بار بېړۍ وتښتول شوه'
د مالیزیا سمندري چارواکي وايي، یوه مالیزیایي بېړۍ چې ۹۰۰ زره لیټره تېل یې لېږدول، تر تښتول کېدو وروسته د اندونیزیا اوبو ته وړل شوې. په بېړۍ کې د نژدې۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت تېل بار دي. تراوسه د تښتوونکو هویت نه دی څرګند شوی.
لویزیانا کې سېلابونه؛ ۸ کسان مړه او ۴۰ زره کورونه زیانمن شوي
په داسې حال کې چې د امریکا لویزیانا ایالت په سیل ځپلو سیمو کې د نورو اورښتونو اټکل کېږي، ددې سیمې اوسېدونکي په تدریجي ډول خپلو مېنو ته ستنېږي. ددغه ایالت والي ویلي، په سېلابونو کې د وژل شویو شمېره اتو کسانو ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات روان دي.
ولسمشر او اجرائیه رئیس نن دوه په دوه لیدنه کوي
پر ولسمشر غني د اجرائیه رئیس عبدالله له نیوکو وروسته ټاکل شوې چې نن دواړه مشران په ارګ کې دوه په دوه سره وویني او د اختلافاتو د لرې کولو پر سر خبرې وکړي.
نیویارک ټایمز: له طالبانو جلا شوې ډلې ځانته نوی مشر ټاکلی
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي، له طالبانو د يوې جلا شوې ډلې غړو ځانته نوى مشر ټاکلى. د ورځپاڼې په وينا تېره دوشنبه د افغانستان په سوېلي زابل ولايت کې ملا امداد الله چې د ملامنصور داد الله وراره دى، د "محاذ دادالله" د ډلې نوى مشر غوره شو.
د اولمپيک ۱۱ ورځ: د بریتانیا لورا تروت د سرو زرو ۲ مډاله وګټل
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی. د مېرمنو بایسکل ځغلونې لوبه کې هم بریتانیایۍ لورا تروت د سرو زرو مډال ګټلی دی.
هنډرسن: د افغان پوځي الوتکو لپاره به کافي پيلوټان وروزو
په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو د روزونکي ماموریت مشر وايي، د افغانستان د پوځي الوتکو لپاره به کافي شمېر پيلوټان او تخنیکي کارکوونکي وروزي. تروی هنډرسن پرون سې شنبې وویل، د الوتکو او نورو تخنیکي وسایلو اخېستل اسان کار دی خو ستره ستونزه د پیلوټانو پیداکول او د انساني "ځواک" روزنه ده. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تایید کړه چې د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو روزنه وخت او زیات مالي لګښت غواړي خو باید "ستره" ستونزه نه وي. دولت وزیري زیاته کړه: "دا ستونزه د حل لار لري. کله چې امریکا د الوتکو مرسته راسره کړې، افغان پیلوټان یې هم روزلي دي. دا کار زیاته پانګه غواړي خو موږ په بهرنیو هېوادونو کې پيلوټان روزو او مسلکي کار کوونکي ورته برابروو. " د افغانستان د هوايي ځواک ګڼ شمېر محصلین اوسمهال د امریکا په ګډون په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.
کلنټن ډیر چانس لري چې ټرمپ ته ماتې ورکړي
کارپوهان وایي د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن اتیا په سلو کې چانس لري چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړي.
د نیویارک د امام د قتل په تور مشکوک کس نیول شوی
د نیویارک په ښار کې پولیسو یو تن نیولی او دا تور پرې دی چې د شنبې په ورځ یې د جومات یو امام او د هغه ملګري وژلي دي.
توندلاری بریتانوی ملا 'داعش' لپاره پر ملاتړ جلبولو تورن شوی
یوې بریتانوۍ محکمې د دغه هېواد یو سخت دریځی روحاني کس انجم چودري له دې کبله پړ بللی، چې وايي 'اسلامي دولت' نومي ډلې لپاره یې ملاتړ تر لاسه کاوه. کېدای شي چودري او د ده ملګري ته د لس کلن زندان سزا ورکړل شي.
ايران کې د افغان کډوالو کړاو
له ایران نه د افغانستان هرات ولایت ته ستانه شوي کډوال شکايت کوي چې کوربه هېواد ښه چلند نه ورسره کاوه.