شاته

په ترکیه کې دوو چاودنو شپږ تنه وژلي او ٢١٩ ټپیان کړي

په ترکیه کې په دوه گونو چاودنو کې چې د پولیسو مرکزونه یې په نښه کړي وو د هغه هیواد د مقاماتو په وینا شپږ تنه وژل شوي او ۲۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

د ترکیې په ختیځ کې د وان ښار د پولیسو پر مرکز باندې د چارشنبې د شپې په موټر بمي چاودنه کې د پولیسو یو منصبدار او دوه ملکي کسان ووژل شول. په دې پیښه کې لږ تر لږه ۷۳ نور کسان چې ۵۳ یې ملکیان او ٢٠ تنه یې د پولیسو منسوبین وو ټپیان شوي دي.

ترکي مقاماتو ددې پیښې مسؤلیت د کردستان د کارگر گوند یا پی کی کی په غاړه اچولی دی. تیره اونۍ د کردستان د کارگر گوند یو مشر جمیل باییک گواښ کړی و چې پر پولیسو باندې ددې گوند بریدونه به د ترکیې په ټولو ښارونو کې زیات شي.

ددې پیښې پسې د پنجشنبې د ورځې په لومړیو شیبو کې یوه بله موټر بمي چاودنه د ایلازیگ په ښار کې چې د پولیسو پر مرکز وشوه درې پولیس په کې ووژل شول او ۱۴۶ نور کسان ټپیان شول.

د ایلازیگ ښار یو محلي چارواکي مراد زورل اوغلو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې د ١۴ ټپيانو روغتیایي حالت خراب دی.

مقاماتو ویلي دي چې دا چاودنه د پولیسو د مرکز په انگړ کې شوی ده چې هلته ټولو ولاړو موټرو اور اخیستی او تخریب شوي دي.

د ترکیې د امنیتي ځواکونو او د کردستان د کارگرانو د گوند ترمنځ جگړه تیر کال هغه وخت بیرته پیل شوه چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې معامله ناکامه شوه. له هغه وخت راهیسې د ترکیې څه دپاسه ٦٠٠ امنیتي منسوبین او د کردستان د کارگر گوند په زرگونو یاغیان او په سلگونو ملکي وگړي په شخړو کې وژل شوي دي.