BBC
 شاته

د افغانستان لوی څارنوالۍ د هرات ولایتي شورا رییس دنده ځنډولې

Image copyright ARG
Image caption د افغانستان لوی څارنوالي وایي، ښاغلي علیزي تېره ورځ په خپل سر د هرات له څارنوالۍ په فساد تورن سړی ویستی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان لوی څارنوالۍ د هرات د ولایتي شورا د ریس کامران علیزي دنده ځنډولې ده، خو نوموړی وایي چې خپل کار ته به دوام ورکوي.

لوی څارنوالۍ ویلي، ښاغلي علیزي له کومې همغږۍ پرته د هرات له څارنوالۍ نه په فساد یو تورن له څارنوالۍ ویستی نو ځکه یې دده دنده ځنډولې او له هېواده د هغه پر وتلو یې بندیز لګولی.

هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده په خپل رپوټ کې کاږي چې ستونزه د هرات د فواید عامې ریاست پر یوه کارکونکي د سړک جوړونی یوه شرکت لخوا د اداری فساد تور لګولو وروسته راپورته شوه.

په اداري فساد تورن انجینر وایي، ددې پرځای چې دده حیثیت اعاده شي، څارنوالۍ دی د پلټنو لپاره نیولی.

د هرات د ولایتي شورا رییس نیول شوی انجنیر "بې ګناه" بولي او وایي چې "په ناحقه" نیول شوی و.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د ښاغلي علیزي لخوا له څارنوالۍ ددغه کس تر ویستلو څو ساعته وروسته، یوه رسمي مکتوب په صادرولو دده د دندې ځنډولو او له هېواده د هغه د نه وتلو حکم کړی.

خو د هرات د ولایتي شورا رییس نن (اسد/زمري ۲۸مه) په هرات کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د څارنوالۍ پرېکړه ورته د منلو نه ده او دی به خپل کار ته دوام ورکوي.

ښاغلي علیزي وویل، څارنوالي "حق نه لري" چې دی له دندې ګوښه کړي او دا پرېکړه یوازې هغه څوک کولی شي چې دی یې پردې څوکۍ کېنولی دی.

لوی څارنوالۍ په خپل مکتوب کې د هرات له امنیتي ادارو غوښتي چې ددغې قضیې تورن ونیسي. ښاغلی علیزی وایي چې ده د یوه "مظلوم دفاع کړې" او دې کار ته به دوام ورکوي.