د اولمپيک سياليو ۱۲ ورځ: د برازیل فوټبال او د ۲۰۰ متره ځغاسته
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپیک سياليو په ۱۲مه ورځ د فوټبال سياليو په نيمه پایلوبه کې برازيل هنډورس ته شپږ صفر ماته ورکړه او پایلوبې ته يې ځان ورساوه چې هلته به بيا له جرمني سره سيالي کوي.
د برازيل له خوا نيمار یوازې په ۱۴ ثانيو کې ګول وکړ چې په دغه سیالیو کې ساری نه شته.
د اولمپيک سياليو د مډالونو بشپړ جدول دلته موندلی شئ.د اولمپيک سياليو د ۲۰۰ متره سيالۍ په پايلوبه کې د نړۍ تر ټولو چټک انسان يوسين بولټ ټاکل شوی واټن په ۱۹،۷۸ ثانيو کې بشړ کړ او پايلوبې ته يې لار ومونده.
خو د نوموړي يو پخوانی سيال جسټن کيلټن پايلوبې ته په لار موندلو بریالی نه شو.
څو ورځې وړاندې د جميکا يوسېن بولټ د ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال ګټلي و چې دا یې درېیم پرلپسې د سرو زرو مډال دي.
اوس غواړي چې د ۲۰۰ متره واټن ځغاسته کې هم خپل بخت وازمويي او د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.
د ښځينه وو د ځغاستې سياليو کې د جميکا ايلان ټامسن د هالنډ نړيوال ريکارډ جوړونکي ډيفين سکايپرز ته د ۲۰۰ مترو ځغاسته کې ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګاټه.
ټامسن ټاکلی واټن په ۲۱،۷۸ ثانيو کې بشپړ کړ.
د ښځينه وو د هاکي سياليو کې د بريتانيا لوبډلې نيوزيلنډ ته په نيمه پايلوبه کې درې صفر ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې پايلوبې ته لار وموندله.
د اولمپيک د سياليو پر ۱۲ مه ورځ چين لا د مډالونو په جدول کې پر درېيم نمبر دی.
دغه هېواد د نارينه وو د ټېبل ټېنس په پایلوبه کې جاپان ته ماته ورکړه او د ريو اولمپيک سياليو کې يې د سرو زرو یو بل مډال وګاټه.
بلخوا جاپان د ښځينه وو د ۴۸، ۵۸ او ۶۹ کيلوګرام وزن د غېږنيونې سيالیو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.
تر دې مهاله د مډالونو په جدول کې امريکا د سرو زرو ۳۰ مډالونو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده ورپسې بريتانيا او چين دی.
امريکا او بريتانيا د باسکټبال سيالیو نيمه پايلوبې ته لار موندلې، فرانسې او ارجنټاين ماته وخوړه او له دغو سيالو ووتل.
پر دې سربېره په وروستيو څلور لوبډلو کې يوه د اسټراليا او د سربيا ده چې په دغو سياليو کې يې غوره لاسته راوړنې لرلې.
د اولمپيک سياليو پر ۱۳ ورځ به د سرو زرو ۱۱ مډالونو لپاره سيالۍ ترسره کېږي چې په هغو کې ځغاسته، بډمېنټن، سوک وهنه، غوټه وهنه، هاکي ټېکوانډو، واليبال او ځينې نورې لوبې شاملې دي.