ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان:دپیغمبر دسپکاوي مخنیوي دپاره دټولو اسلامي ملکونو په ملتیا کمپاین پیلوؤم

دپاکستان وزیراعظم عمران وایي دپاکستان دننه ځېنې دیني اؤ سیاسي ګوندونه داسلام دنوم نه ناسمه استفاده کوي اؤ په اړي ګړي کولو خپل هیواد ته زیان رسوي.

19.04.2021 ډیوه

سوختوک برېښنا بند کې درز؛ چارواکي وایي د نړېدو خطر یې نشته

د افغانستان د دایکندي مرستیال والي محمد علي روزګاني خواله رسنیو کې دا رپوټونه ردوي چې دغه ولایت کې سوختوک برېښنا بند د درز له امله له نړېدو سره مخ دی. سوختوک برېښنا بند د روانې اپرېل میاشتې پر اتمه ګټې ته وسپارل شو، خو لا یې رسمي پرانیسته نه ده شوې. خو له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې دا خبره لاس په لاس کېږي چې سوختوک بند کې له رسمي پرانیستې مخکې درز پیدا شوی او د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

19.04.2021 BBC

امریکا کې له ۱۸ کلونو پورته نږدې ۱۳۰ ملیونه کسانو د کرونا ضد یو دوز واکسین لګولی

د امریکا په متحده ایالاتو کې نیمايي لویان، نږدې ۱۳۰ ملیونه هغه کسان د کرونا پر ضد لږترلږه یو ځل واکسین شوي چې له ۱۸ کلونو پورته عمرونه لري. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز پرون (د اپرېل په ۱۸مه) راپور ورکړ چې دا د لویانو د نفوس ۵۰،۴ فیصده برخه جوړوي.  دې ډله کې کابو ۸۴ ملیونه کسانو ته چې د نفوس یو پر درېیمه برخه جوړوي، بشپړ واکسین ورکول شوی دی.  دغه هېواد کې چې کرونا تر ټولو زیات ځپلی د واکسین چارې ګړندۍ شوي او په ورځ کې څه باندې درې ملیونه کسانو ته تزریقېږي. له دې سره هم‌مهاله داسې اندېښنې شته چې د واکسینېدونکو کسانو شمېر ممکن امریکا کې کم شي، ځکه یوې سروې موندلې چې په هرو پنځو امریکایانو کې یو تن لېواله نه‌دی چې ځان واکسین کړي. د امریکا ترڅنګ په اسرائیلو کې هم څه باندې نیمایي وګړي په بشپړ ډول د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي دي.  دغلته پرون له یوه کال وروسته په لومړي ځل له سرپټو ځایونو بهر د ماسکونو د تړلو حکم لیرې شو.  اسرائیل د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې خپل ډېر وګړي یې واکسین کړي او دغلته اوس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی او دې ته زمینه برابره شوې چې ښوونځي، رستورانتونه، میخانې او نور کاروبارونه خلاص شي.  د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، راتلونکي کې واکسین ته نوره اړتیا هم پیښېږي، ځکه په خبره‌یې ویروس بېرته ورګرځېدلی شي.  امریکا او اسرائیل که د کرونا په برخه کې ښه خبرونه لري، خو داسې هېوادونه شته چې همدا اوس په‌کې په ورځني ډول د کرونا بې‌ساري شمېر مثبتې پېښې ثبتېږي.  هند، پاکستان او ترکیه د دې ډول هېوادونو په سر کې دي. په هند کې د روغتونونو بسترونه ډک شوي او د عاجلو ناروغانو لپاره د اکسیجن له کمي سره هم مخامخ شوي دي.  په اروپا کې بیا جرمني د دغې وبا له کبله د خپلو نږدې ۸۰ زره کسانو پر مړینه د ویر مراسم ترسره کړي او د دغې لویې وچې ځیني نور هېوادونه د ویروس له درېیمې څپې سره مخامخ دي.  فرانسې تازه خپلې خاورې ته له ارجنتاین، چيلي، جنوبي افریقا او برازیل څخه د کسانو په ورتګ محدودیتونه لګولي دي.

19.04.2021 ازادي راډیو

شیخ رشید:حکومت تحریک لبیک سره مذاکرات پیل کړي اؤ پولیس پشا تللي

پاکستان کې دناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دخبرو نه انکاري دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي حکومت دتحریک لبیک پاکستان سره خبرې اترې پیل کړي چې په کامیابۍ سره پرمخ روانې دي.

19.04.2021 ډیوه

افغانستان کې جګړه؛ شپږو ورځو کې ۷۹ ملکیان مړه او ټپیان شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د روان ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له ۲۲ نه بیا د همدې میاشتې تر ۲۶ مې ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

19.04.2021 امریکا غږ

مولانا فضل الرحمن پي ټي اېم ترهګره ډله بللې، محسن داوړ یې جواب ورکړی

مولانا فضل الرحمن وایي پي ټي اېم یوه قوم پرسته، سخت دريځه او ترهګره ډله ده. محسن داوړ دا خبرې ډېرې شرمناکې بللي او ویلي یې دي: «جمعیت العلمأ اسلام، د پښتونخوا وطن په سینه باندې د ترهګرۍ د خونکاره فصل په کرلو کې مخکښ پاته شوی دی.»

19.04.2021 ډیوه

سپینه ماڼۍ: د افغانستان د راتلونکې ضمانت هیڅوک نشي کولی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وایي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هیڅوک د افغانستان د راتلونکې ضمانت نشي کولی

19.04.2021 امریکا غږ

د پولیسو او تحریک لبیک احتجاج کوونکو ترمنځ تشدد کې د مرګ ژوبلې رپوټونه

د ټي اېل پي ویاند شفیق امیني وایي تر هغو چې حکومت د فرانس سفیر د ملک پرېښودو ته نه وي مجبوره کړی، تحریک لبیک به خپل مړي دفن نکړي.

19.04.2021 ډیوه

وایټ هاوس: د عسکرو له انخلا وروسته، د افغانستان آينده دپاره هیڅ تضمین نشته

وایټ هاوس وایي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو نه پس، هېڅوک هم د هغه هېواد د آینده تضمین نشي کولی.

18.04.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

18.04.2021 امریکا غږ

جرمني خپل محلي کارکوونکي له افغانستان څخه وباسي

پداسې حال کې چې جرمني له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ایستلو ته تیاری نیسي ددې هیواد د دفاع وزیرې ویلي چې غواړي خپل یو شمیر افغان کارکوونکي هم جرمني ته انتقال کړي. 

18.04.2021 امریکا غږ

نورستانیان د څارویو له وړیو او وژغنو څه ډول دودیزې جامې جوړوي؟ 

په نورستان کې لا هم خلک د څارویو له وړیو او وژغنو جامې جوړوي، دا چې دوی په واورینو او سړو سیمو کې ژوند کوي، نو په خبره یې په کورونو کې د څارویو له وړیو جوړېدونکي جامې ګرمې دي. دوی وايي، غواړي دغه لرغونی دود ژوندی وساتي او د وړیو څخه په معاصر ډول مصنوعات جوړ کړي خو په ټکو یې دې برخه کې د دولت مرستې ته اړ دي . د نورستان خلک له پخوا راهېسې له وړیو څخه په خپل لاس د جوړو شوېو جامو په اغوستلو مشهور دي. دا غرنی ولایت چې سوړ ژمی لري، د اوسیدونکو په وینا یې د وړیو جامې دوی په سړه هوا کې تاوده ساتي. یو مهال د نورستان لېرې پرتو سیمو ته د تګ راتګ برخه کې شته ستونزې د دې لامل شوې وې چې خلکو ته یې له بازارونو معاصر مصنوعات ونه رسېږي. هغه مهال د دې غرنیو سیمو اوسیدونکو تر ډېره خوراک او پوښاک برخه کې له خپلو ځايي وسایلو په دودیز ډول کار اخېست.  اوس که څه هم د نورستان تر لېرې- لېرې سیمو تګ راتګ نسبتاً اسانه شوی او خلک یې د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي، خو دوی کې ګڼو یې  ځینې پخواني دودونه لکه له وړیو جامې جوړول په یو ډول وساتي. د نوروستان یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل، د څارویو له وړیو او وژغنو د جامو جوړول ورته له نیکونو پاتې‎ او غواړي دا دود وپالي، خو د څارویو له وړیو او وژغنو نورستانیان په څه ډول دودیزې جامې جوړوي؟  د دې ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحکیم سجاد یې په اړه وايي: " د سرطان میاشت په ګرمۍ کې وړۍ او ویختان په څارویو غټ شوي وي، په هغوی هم ګرمې بده اغېزه کوي، نو چوپانان ترې ویښتان قینچي کوي، هغه په پاک ټوکر کې راټولوي، بیا يي په صابن پاکوي، وروسته يې په ویرانچي (ډانډس )باندې دانه دانه کوي. بیا ترې غونډاري جوړوي، له غونډارو څخه په چاتر (څرخې )تار جوړوي. په څرخه نري او پلن تارونه جوړیږي، نری تار د واسکټ،پکول او څادر لپاره کارېږي او غټ تار د اوټ (پرتوګ) لپاره  کارول کېږي."        د سجاد په خبره چې ژمي کې سړي د څارویو له څرولو او ښځې د پټو له کارونو وزګارې شوې وي، نو په ګډه په کورونو کې له برابرو کړو تارونو  پکولونه، چپنې، جامې، څادرونه او نور توکي جوړوي.  له وژغنو او وړیو د جامو جوړول یوازې په مرکزي نورستان کې دود نه دي، بلکې د ختیځ او لویدیځ نورستان اوسیدونکي هم د ژمي پر مهال د یادو توکو په جوړولو بوخت وي . د لویدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی صاحب داد همدرد وايي، له وژغنو او وړیو د جامو جوړول ډېر ستونزمن دي، خو خلک اړ دي چې په واورو او یخنۍ کې د ځان ګرم ساتلو لپاره دغه لباسونه جوړ کړي: "خلک د حیواناتو له وړیو او وژغنو ګرمې جامې جوړوي،لکه ویټ ورته وايي لنډ پرتوګ دی، همداسې چپن، پېتاوې او نور شیان ترې جوړوي. غرنۍ ساحه ده، ډېره واوره کېږي، په ژمي کې له دې جامو استفاده کېږي،کله چې له غرونو څارویو ته څېړۍ راوړي هم ترې ګټه اخلي او یا هم په غرونو او واورو کې څوک ګرځي هم دا جامې اغوندي. " نورستانیان وايي، له ډېرو کلونو دوی وړېنې او د وژغنو جامې، پکولونه، چپنې او څادرونه جوړوي، خو اوس د دوی دودېز لباس د نورو ځایونو په نومونو یاديږي . د پارون قومي شورا غړی او د ولایتي شورا منشي مولوي زینت الله ازادي راډیو وویل: "کوم دود چې دلته د کمېس، پرتوګ او خولۍ جوړولو دی، اوس يې هم خلک جوړوي، پکول زموږ رواج دی، خلک ورته چترالي وايي. چپن ،پرتوګ او واسکټ جوړول او استعمال يې دلته لرغونی دود دی." مولوي زینت الله وايي، په دغو جامو کې د ګلونو جوړولو لپاره شنه،سره  او نور رنګارنګ تارونه هم کارول کېږي. نورستانیان وايي، پخوا ټولو خلکو همدا له وژغنو او وړیو جوړیدونکي جامې کارولې، خو توپېر په دې کې و چې د چا به مالداري او پانګه زیاته وه، هغوی به د کال څو جوړه جامې کولې او څوک به چې کمزوري و، نو یوه جوړه به يې ډېر وخت کوله . دوی له حکومته ګېله کوي چې تر اوسه یې د نورستانیانو د ملي لباس د ساتلو او ورته د ودې ورکولو لپاره هېڅ نه دي کړي او په وینا یې که ورسره مرسته وشي، له وړیو دودیزې جامې په ښه بڼه په معاصرو ماشیني وسایلو جوړیدلی شي. چارواکي بیا وایي، هڅې يې پیل کړي چې په نورستان کې لاسي صنایعو ته پراختیا ورکړي او بازار ورته پیدا کړي . د نورستان والي ویاند محمد سعید مومند ازادي راډیو ته وویل: "د نورستان اداره په دې هڅه کې ده چې دلته جوړېدونکو توکو ته ښه بازار پیدا کړي. هغه ورونه او خويندې چې دغه ډول لباسونه جوړوي، هغوی نور هم وهڅوي څو خپلو کارونو ته دوام ورکړي، موږ یو شمېر هغو موسساتو سره خبرې کړي چې څوک د کورني اقتصاد د پياوړتیا برخه کې کار کوي، څو دا برخه نوره هم ځواکمنه او پراخه کړي." نورستانیان په داسې حال کې له وړېو او وژغنو د جوړېدونکو شیانو بازار موندنې غوښتنه کوي چې هېواد ته ډېری توکرونه او نور شیان له بهرنیو هېوادونو وارديږي او هر کال يې په بدل کې په میلیونونه ډالر له افغانستانه وځي. خلک وايي، که د هېواد دننه د ټوکرانو جوړولو فابرېکې جوړې شي نو له یوې خوا به په زرګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمېنه برابره شي او له بل لوري به بهر ته تلونکي پېسې هم کور کې پاتې شي .

18.04.2021 ازادي راډیو

په پاکستان کې اعتراض کوونکو امنیتي منسوبین یرغمل کړي 

پاکستاني مقامات وایي چې د یوې اسلامي سخت دریځې ډلې ملاتړو نن د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) لږ تر لږه اوه امنیتي منسوبین یرغمل کړي دي. 

18.04.2021 امریکا غږ

د روزګار درندو بارونو اړ کړې راحله لاس ګاډی ګرځوي او خپله لور ښوونځي ته لېږي

د مالونو د لېږدولو لپاره د لاس ګاډو یا ګراچیو ګرځول معولاً د نارینه‌وو کار دی، خو په ځیني حالاتو کې ښځې هم اړې شوي چې دا کار وکړي. له دغو ښځو څخه یوه هم ۴۳ کلنه راحله ده چې د روزګار درندو بارونو اړ کړې چې د کابل ښار په واټونو کې څلور ټایره لاس ګاډی وګرځوي او په دې توګه خپلې کورنۍ ته خرڅ راوړي. مېړه‌یې شااوخوا نهه کاله مخکې په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شو او په یوازې ځان ورته د کور د خرڅ ګټل ور تر غاړې شول. دا اووه کاله کېږي په داسې ټولنه کې چې ډېری ښځې یې په کورونو کې ناستې دي او د کوره بهر ورته کار کول شرم ښکاري، پر لاس ګاډي ځیني توکي خرڅوي. راحله وايي: "سهار راځم او په همدې څلورلارې کې کېنم. تر ۱۰-۱۱ بجو پورې ځای جارو کوم، بیا کاغذي دستمالونه راباسم، قرانشریف لولم، بیا حرکت کوم د عبدالله تر سرکه، بیا تایمني، کلوله پشتې، مارکېټ او لیرې ځایونو ته ځم، کار نه‌شته، خو بیا هم شکر دی، په ورځ سل یو نیم سل ګټم داسې ورځ هم راځي هېڅ کار نه‌وي." د راحلې په خبره له ډېرو ستونزو سره مخ ده. دا چې په افشارو کې په کرایي کور کې اوسېږي وايي، د مزدورۍ په لږې ګتې له ستونزو سره مخ ده. خو راحله له دې امله خوشحاله ده چې د خپل کور او خپلې لور ته چې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده، لګښتونه پوره کوي. دا وايي، ښځې هم کولای شي د ژوند څرخ تاو کړي: "څلورنیم زره مې د کور کرایه ده، درې میاشتې راباندې پاتې دي. ۲۰ زره پوروړې یم. کله خرما کله کاغذي دستمالونه په دغه لاس ګاډي پلورم. ډېرې پیسې نه‌لرم چې مال پرې واخلم. خو له خپل کاره خوښه یم." که څه هم په افغانستان کې ډېرې ښځې شته چې د کور د خرڅ ګټندوی نه‌لري، خو دودیزې ټولنې یې د کار مخه نیولې او کار کول‌یې عیب ګڼي. سره له دې چې راحلې ته هم د داسې کار کول ګران دي او هره ورځ له ډېرو نامناسبه چلندونو سره مخ کېږي، خو وايي دغه غبرګونونه‌یې د خوارۍ مزدورۍ مخه نه‌شي نیولی. دا یوازې راحله نه‌ده چې د ژوند ناخوالو ځورولې، بلکې د دې په شان ډېری ښځې شته چې جګړو زیانمنې کړې دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان له ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ زرو پورې بې‌سرپرسته ښځې شته چې د کورنیو نارینه‌یې په جګړو کې وژل شوي دي. د افغانستان ښځو په جګړو کې په مستقیمه توګه هم زیان لیدلی دی. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال په درې لومړیو میاشتو کې ۴۴ ښځې وژل شوي او ۹۸ ټپیانې شوې دي. د دغه کمیسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ښځې هم د ټولنې د نورو افرادو په څېر له جګړو څخه خوندي نه‌دي، یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۳۳۰ ښځې وژل شوي، ۵۱۷ ټپیانې او په تېرو ۱۲ کلونو کې ټولې ۲،۸۰۱ وژل شوې دي." ښاغلی فرهنګ تمه لري چې د بشري حقونو نړیوال اصول مراعت او تاوتریخوالی ودرېږي. که څه هم بېلابېلو بنسټونو په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ملکي خلکو او په تېره ښځو ته دې زیان نه‌رسوي، خو دا چاره لا هم روانه ده.

18.04.2021 ازادي راډیو

عمران خان: لویدیځ حکومتونه دې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی جرم وبولي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د لویدیځو هیوادونو د حکومتونو نه غواړي چې د اسلام پیغمبر، حضرت محمد ص په هکله هر ډول د سپکاوۍ څرګندونې دې جرم وبولي.

18.04.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more