شاته

جرمني خپل محلي کارکوونکي له افغانستان څخه وباسي

پداسې حال کې چې جرمني له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ایستلو ته تیاری نیسي ددې هیواد د دفاع وزیرې ویلي چې غواړي خپل یو شمیر افغان کارکوونکي هم جرمني ته انتقال کړي.

جرمني د ناټو د تړون د نورو غړو هیوادونو او د امریکا د متحده ایالاتو تر څنګ د مۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان څخه خپلو ځواکونو په ایستلو پیل کوي.

اوسمهال څه دپاسه ۱۰۰۰ جرمني سرتیري په افغانستان کې میشت دي او ددې هیواد د پوځي ماموریت د محلي کارکوونکو شمیر شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسیږي.

د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرمپ کارنباور، د ډي بي ای اژانس ته ویلي دي چې ددغو محلي کارونکو یو شمیر یې د امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

میرمن کارنباور وویل: "خبره د هغو کسانو په هکله ده چې د کلونو راهیسې زمونږ په څنګ کې کار کوي او خپل امنیت له خطر سره مخامخ کړی، همداشان هغه کسان چې له مونږ سره یوځای جنګیدلي او خپله ونډه یې ادا کړې ده."

هغې زیاته کړه: " احساس کوم چې جرمني مکلف دی چې (له افغانستان) د وتلو پر وخت دغه کسان ځان ته پرینږدي."

له دې دمخه د جرمني یوې ورځپاڼې ددې هیواد د کورنیو چارو وزیر له خولې رپوټ ورکړی و چې ښایي په کابل او مزارشریف کې ددغو اشخاصو د مهاجرت اړوندو کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړي دفترونه جوړ شي.

له دې سربیره جرمني د افغانستان د مهاجرو د منلو پروګرام لرې چې ددې هیواد د پوځیانو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی او د رپوټونو له مخې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې تر اوسه څه دپاسه ۷۸۰ تنه په همدې اړوند جرمني ته استولي دي.

جرمني اعلان کړی دی چې په پام کې لري د اګست د میاشتې تر نیمایي پورې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.