شاته

مولانا فضل الرحمن پي ټي اېم ترهګره ډله بللې، محسن داوړ یې جواب ورکړی

د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن پخپل یو تازه بیان کې چې د تحریک لبیک پاکستان د وروستیو احتجاجونو په ملاتړ یې ورکړی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو سخت دریځه او ترهګره ډله بللې ده. مولانا پخپل بیان کې د مذهبي تندروه ډلې ټي اېل پي احتجاجونه پر ځای بولي او د هغې ډلې سره د حکومت رویې باندې نیوکه کوي. د پاکستان حکومت په ټي اېل پي یا تحریک لبیک پاکستان پابندي لګولې او مشران یې ورته ګرفتاره کړي دي.

مولانا فضل الرحمن د تحریک لبیک ډلې په ننګه کې بیان ورکړی او په یوه برخه کې یې ویلي: «که په یو ملک کې دننه د پي ټي اېم په شان قوم پرست، سخت دریځه او ترهګر تنظیم وده کولی شي، نو بیا یوې مذهبي ډلې دپاره ولې ګنجایش نشته؟»

د مولانا فضل الرحمن د دې بیان نه پس، په سوشل میډیا باندې سمدستي غبرګونونه راوپارېدل. په دې منځ کې یو هم د قامي اسمبلې د غړي محسن داوړ غبرګون و چې پخپله یې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر شمېرل کیږي.

محسن داوړ پخپل یو ټویټ کې ویلي چې د دوی تحریک (پي ټي اېم) هېڅکله تشدد ندی کړی بلکې دا مولانا فضل الرحمن دی چې د پښتنو د خونریزۍ او وژل کېدو نه یې مفادات حاصله کړي دي.

داوړ د مولانا وروستي بیان ته په اشاره کې لیکلي: «دا بېشرمي په الفاظو کې نه ځائیږي. پي ټي اېم د خړقمر قتل عام، د علي وزیر د بندیوان کېدو او نورو پېښو باوجود هم تشدد ته مخه نده کړې. مولانا باید وضاحت ورکړي چې ولې د ده په جلسه کې د طالبانو جنډې اوچتې وي؟ هغه د پي ټي اېم نه کرکه لري، ځکه مونږ به یې پرېنږدو چې د پښتنو وینه بیا خرڅه کړي.»

محسن داوړ په یو بل ټویټ کې مولانا فضل الرحمن په دې تورن کړی چې د پښتنو له وینو یې ځان ته ګټې اخیستي دي. داوړ لیکلي: «جمعیت العلمأ اسلام، د پښتونخوا وطن په سینه باندې د ترهګرۍ د خونکاره فصل په کرلو کې مخکښ پاته شوی دی او مولانا صاحب له دې خونریزۍ نه ذاتي او سیاسي ګټه حاصله کړې ده.»

سیاسي څېړونکي ډاکټر محمد تقي پخپل ټویټ کې حیرانتیا ښودلې چې پي ټي اېم ته مولانا ولې دهشتگرد لفظ کارولی.

ډاکټر تقي زیاته کړې: «دا پي ټي اېم نه بلکې د جمعیت علما اسلام مدرسې وې چې د طالبانو دهشتګردۍ ته یې مرسته برابره کړه. په پي ډي اېم (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) کې شامل نورو کسانو ته په کار ده چې د دې غیرذمه وارانه او د غندلو وړ بیان نه ځان جدا کړي.»

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې پي ټي اېم په ترهګرۍ او سخت دریځۍ تورن کړی چې د فرانس سره د تعلقاتو په سر د سخت دریځه ډلو او حکومت ترمنځ لانجې زیاتې شوي او په تېرو څو ورځو کې هم پولیس او هم احتجاج کوونکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د ځایي چارواکو په وینا، د تحریک لبیک احتجاج کوونکو په لاهور کې په پولیسو حملې کړي، تهاڼه یې کلابنده کړې، پولیس یې اغوا کړي، او په تیلو بار یو ټینکر یې هم غلا کړی دی. داخله وزیر شیخ رشید څو ګینټې مخکې وویل چې احتجاج کوونکو یوولس (۱۱) تنه پولیس چې برمته کړي یې و، د مقدماتي مذاکراتو وروسته راخوشې کړي دي.

بل پلو په سوشل مېډیا باندې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلویان دا خبرې یادوي چې د دوی مظاهرې تل پر امنه وي، او چې پولیسو په دوی ډزې کړي، وژلي یا زخمي کړي یې دي، لا هم پي ټي اېم د عدم تشدد تګلاره نده پرې ایښې او د قانون او آئین بالادستي یې غوښتې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.