شاته

افغانستان کې جګړه؛ شپږو ورځو کې ۷۹ ملکیان مړه او ټپیان شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د روان ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له ۲۲ نه بیا د همدې میاشتې تر ۲۶ مې پورې ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون نن دوشنبه اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) ویلي چې له یادو ملکي وګړو څخه ۳۹ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د کمېسیون د معلوماتو په اساس په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو په اساس ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په کندهار، ننګرهار، فراه او پروان ولایتونو کې د چسپکي ماین او سرک غاړې ماین چاودنو او وسله والو بریدونو کې اوښتې ده.

کمېسیون وایي ددې مرګ ژوبلې لامل وسله وال طالبان او نا پيژندل شوي کسان دي، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او سولې ټینګېدو باندې ټینګار کړی دی.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا «یوناما» روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې په افغانستان کې د جګړو له امله ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دغه تازه شمېرې پر داسې مهال خپریږي چې په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو او تاوتریخوالي کمېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.