ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان زلزله ځپلو سره د مرستو دوام؛ اروپايي ټولنې یو میلیون ایرو مرسته اعلان کړه

په افغانستان کې له وروستۍ زلزله ځپلو سره د مرستې په دوام اروپايي ټولنې له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

24.06.2022 امریکا غږ

د پاکستان ایین نه منو،که دښمن له مذاکراتو تېښته کوي مونږ به جګړه کوؤ،پاکستان ته د ټي‌ ټي پي جواب

پاکستاني طالبانو دحکومت اؤ پوځ هغه څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ ټي ټي پي سره به خبرې دپاکستان دایین په چوکاټ کې کولی شي. ټي ټي پي پخپل یو تازه بیان کې په زغرده اعلان کړی دی چې هیڅکله دپاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځیدلی اؤ‌ د انسانانو رایې پکې دقانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي. څېړونکي وایي دپاکستان دحکومت وروستیو څرګندونو ته که هرڅو دټي‌ټي پي غبرګون بیخي سخت دی خو باوجود ددې هم طالبانو پاکستان سره دخپل اوربند ماتولو په هکله څه نه دي ویلي اؤ که چرې دمذاکراتو لړۍ پر وړاندې وړل وي نو دې لپاره پاکستان اؤ‌ ټي ټي پي‌ دواړو ته به خپلو دریځونو کې نرمښت راوستل وي. تیره ورځ دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي وؤ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دملي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې دهیواد سیاسي اؤ پوځي مشرتابه پرېکړه کړې ده چې طالبانو سره به خبرې اترې یوازې دپاکستان دایین لاندې پرمخ وړل کیږي. د رانا ثناء الله دې بیان ته خپل غبرګون کې دتحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي چې حکومت په دغسې څرګندونو دمذاکراتو نه تېښته کول غواړي خو دهغه په وینا "که دښمن دبامقصده مذاکراتو نه تښته غواړي نو مونږ ته هیڅ پریشاني نشته، بلکې زمونږ مجاهدینو ته به په ګرد هیواد کې دجهاد موقعه په لاس ورشي" پاکستاني طالبانو پخپل بیان کې دپاکستان پوځ د دښمن په نوم یاد کړی اؤ ویلي یې دي مونږ ته دسولې دخبرو وړاندیز د دښمن پوځ له لوري شوی ؤ اؤ داسلامي شریعت له مخې هم دغه وړاندیز ته مثبت ځواب وویلو اؤ دخیرسګالۍ په اساس مو درې ځله اوربند اعلان کړو خو په دې دوران کې هم دښمن خپلې کارروایۍ دوامداره ساتلې وې. ټي ټي پي پخپل بیان کې زیاته کړې ده چې هیڅکله به وسله ونه غورځوي اؤ نه به سرونه د دښمن پر وړاندې ټيټ‌ کړي. د ټي ټي پي بیان کې دپاکستان دپوځ پر وړاندې جنګیدو ته هوډ څرګند کړل شوی اؤ ویل شوي" خپلواکي اؤ ازادي زمونږ حق دی اؤ مونږ به کله هم په دې حق ساز باز ونه کړو بلکې دخپلې مبارزې(چې هغوئ یې جهاد بولې) له لارې به ناپاک پوځ دخپلې زمکې نه وباسو" دپاکستان اؤ طالبانو ترمنځ دسولې په روانو خبرو ژور نظر لرونکی خبریال رفعت الله اورکزئ وایي هرڅو که دطالبانو دا تازه غبرګون ډير سخت دی خو بیا هم هغوئ (ټي ټي‌ پي ) پخپل بیان کې د اوربند ختمولو څه نه دي ویلي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رفعت الله اورکزي وویل تر اوسه دپاکستان د ریاست اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرې په ښه فضا کې ترسره شوي دي خو دواړو خواؤ چې کومې مطالبې ایښي دي هغه ډیرې سختې دي اؤ په هغې یو اتفاق ته رسیدل به دومره اسان کار نه وي. "طالبان دپاکستان جمهوري نظام ته کفري نظام وایي اؤ منلو ته یې تیار نه دي اؤ حکومت اعلان کړی چې دایین لاندې به خبرې په مخکې وړي نو دا یقیناُ چې یوه جنجالي نکته ده اؤ که دواړه خواوې دستونزې هواری غواړي نو پخپلو خپلو دریځونو کې به ورته لچک ښودل وي" دښاغلي اورکزي په خبره "دا مهال په اصل کې لویه ستونزه دپاکستان پوځ ته پېښه ده چې بریدونه پرې کیږي اؤ په مقابل کې طالبان ځان خوندي ګڼي ځکه چې هغوئ خو افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري بلکې داسې ګڼي لکه افغانستان کې چې دطالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته دهغوئ خپل حکومت رامنځته شوی وي" دا په داسې حال کې ده چې دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دملي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې دپاکستان پوځي مشرتابه دهیواد سیاسي اؤ حکومتي مشرانو ته طالبانو سره دسولې د روانو خبرو په اړه احوال تیر کړی ؤ اؤ په دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې ټي ټي پي سره به روانو خبرو کې دپاکستان پارلیمان هم اعتماد کې اخستی شي. په دې وروستیو کې دافغانستان دطالبانو دحکومت په منځګړتوب کابل کې دپاکستان اؤ ټي پي پي ترمنځ دسولې خبرې شوې چې دمطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې دسولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی ؤ چې اسلام اباد دې دافغانستان سره دپیوست قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځائ کړي . ټي ټي‌ پی دا غوښتنه هم کړې وه چې قبایلي ضلعو نه دې پوځ وویستل شي اؤ هلته دې اسلامي نظام نافذ کړل شي. له دغو مذاکراتو وروسته پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ،څېړونکو اؤ دپېښور‌ د ارمي پبلک اسکول په ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو ټي ټي پي سره دسولې په خبرو کلکې نیوکې کړې وې چې پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې کولو واک نه لري. دپاکستان په پوځ دا نیوکې هم کیږي چې طالبانو سره یې پخپل سر خبرې پیل کړي اؤ پارلیمان یې له دې خبرو ناخبره ساتلی دی خو تیره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټې په غونډه کې پوځي مشرانو دهیواد سیاسي قیادت ته ټي ټي پي سره دشوؤ مذاکراتو په اړه احوال تیر کړی . دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي چې تر دې وروسته به دپارلیمان یوه غونډه دبندو دروازو ترشا رابلل کیږي اؤ طالبانو سره دسولې په خبرو به دپارلیمان باور ترلاسه کولی شي. بلخوا پاکستاني چارواکو او د ټي ټي پي سرچینو ویلي د حکومت او د ټي ټي پي د مذاکراتو لړۍ ودرېدلي ده. د ټي ټي پي سرچينو وي او ای ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کېدو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره یې خبرې ودرېدلي دي.

24.06.2022 ډیوه

پکتیکا کې د زلزلې تازه ټکانونو پنځه کسان مړه کړي ۱۱ ټپيان دي

طالب چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د زلزلې تازه ټکانونو یو شمېر نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

24.06.2022 امریکا غږ

طالبانو له ګواتنامو زندانه د افغان بندي د خلاصېدو خبر ورکړ

د طالبانو حکومت د امریکا متحده ایالاتو لخوا له ګواتنامو زندان څخه د پاتې دوو تنو بندیانو له جملې څخه د یوه افغان بندي د را خوشي کېدو خبر ورکړ.

24.06.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو په طالبانو ټينګار کړی چې په بشري حقونو بندیزونه ختم کړي

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا [سيکيورټي کونسل] د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانانو سره په زلزله د خواخوږۍ څرګندونه کړې او په طالب چارواکو يې په ښځو د بندېزونو د لرې کولو او په هېواد کې د ثبات دپاره فشار دومداره ساتلی دی.

24.06.2022 ډیوه

امریکايي سپريم کورټ: خلک د خپلې دفاع دپاره ولسي ځایونو ته وسله وړلی شي

د امریکې سپريم کورټ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [23 جون]  خپله مهمه فېصله اورولې او ويلي يې دي امريکايانو ته دا حق حاصل دی چې د خپلې دفاع دپاره عامو ولسي ځايونو ته د ځان سره وسله وړلی شي.

24.06.2022 ډیوه

د احتجاج وروسته علي وزیر جېل ته منتقل شوی، د ضمانت فېصله يې بيا نه ده اورول شوې

د احتجاج وروسته د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [23 جون] د جناح روغتون نه جېل ته منتقل کړی شوی او بل لور ته د نوموړي د ضمانت په خواست محفوظ کړی شوې فېصله پرون نه ده اورول شوې، بله نېټه پکې 28 جون ورکړی شوې ده.

24.06.2022 ډیوه

پاکستان: ټي ټي پي سره خبرو کې نه پوځ د قبايلي سيمې نه ویستل کيږي او نه فاټا بحالېږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله ویلي، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي دي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.

24.06.2022 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ د کيسې پيل څنګه کېږي؟

د افغانستان کتابتونونه څنګه له کتابونو ډک شي؟ د کيسې د پيل په اړه له څو تنو ليکوالو سره بحث او د ارګ د تاريخ په اړه مالومات. د دې اوونۍ ازادي راډيويي مجله کې نور ادبي او فرهنګي مالومات هم اورېدلی شئ. دا خپرونه چې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کليک کولو يې اورېدلی شئ:

24.06.2022 ازادي راډیو

اوکراین ته اروپايي ټولنې کې د غړیتوب لپاره د 'کاندید حیثیت' ورکړل شو

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (چنګاښ دویمه) اوکراین ته په اروپايي ټولنې کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د کاندید حیثیت ورکړ او د کاندید کېدو په پلوۍ یې رایه ورکړه.

24.06.2022 امریکا غږ

د تېر حکومت په دولتي ادارو کې کارکوونکې مېرمنې له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کړېږي

يو شمېر مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال په دولتي ادارو کې کارکوونکې وې وايي، چې طالبانو له دندو لرې کړې دي، یا یې هم هغه ادارې لغوه اعلان کړي دي په کومو کې چې دوی مخکې کار کاوه. دا میرمنې له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې یو ځل دې بیا ورته د کار زمینه برابره کړي. صدف هغه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو څخه مخکې یې، په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه. صدف زیاتوي، طالبانو له دې او نورو ډېرو مېرمنو څخه د کار حق اخیستی، که څه هم نوموړې نه‌غواړي چې د خپلې ادارې نوم واخلي، خو دومره وایي چې طالبانو د دوی د ټولې ادارې فعالیت په ټپه درولی دی. د صدف په باور په افغانستان کې د بېکارۍ اواقتصادي ستونزو لوی لامل په خپله طالبان دي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ د کار بنسټ له منځه لاړ، دا یوازې زه نه یم چې له دندې څخه لرې شوې یم، زما په څېر نورې ډېرې ښځې هم بېکاره شوې، موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو." صدف چې له میاشتو را په دې خوا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده، له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې افغان ښځو ته په دولتي اداروکې د کار په برخه کې هڅې چټکې کړي. خو دا یوازې د صدف ستونزه نه ده،، شیما هم چې د څو لوڼو مور ده وایي، په تېرو شلو کلونو کې په یوې دولتي اداره کې ماموره وه. شیما وایي، په دا دومره وخت کې یې چې کار کاوه د خپلو اولادونو لګښتونه یې برابرول، خو اوس د ډوډۍ پیدا کولو اجازه هم نه‌لري. شیما هم د خپلې نیستۍ او بې وزلۍ لامل د طالبانو حکومت ګڼي، ځکه له دې څخه یې دنده اخیستې ده. دا چې د امنیتي ستونزو له وجې د خپلې ادارې نوم نه اخلي، ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ څه وکړو؟ بې سرپرسته یو، بې سرپناه یو، ژوند مو ښه نه دی، په کور کې نارینه نه‌لرو، موږ څه وکړو؟ څه وخورو؟ څه چاره لرو؟ په تېر نظام کې ښځو په دولتي ادارو او خصوصي سکتورونوکې کار کاوه، له مېرمنو څخه نورې ملاتړې ادارې هم وې، د کار زمینه یې برابروله، د موږ غږ یې تر یوه ځایه رساوه، خو اوس هیڅ نه‌شته." د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدلو څخه وروسته یو شمېر هغه ادارې وتړلې چې مېرمنو به پکې کار کاوه، د ښځو وزارت او د بشري حقونو کمېسيون هغه ځایونه و چې د مېرمنو له حقونو څخه به یې دفاع کوله. د دوو ادارو کارکونکې اوس په کور ناستې دي، یوې مېرمنې چې د ښځو چارو په وزارت کې دنده درلودله او اوس بېکاره شوې، د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د ښځینه مامورینو معاش کم شوی دی، فعالیت یې یوازې د حاضرۍ په امضا کولوپورې محدود دی او هغه کسان چې د کورنۍ ټول لګښتونه ور ترغاړې دي اوس هغه کم معاش هم نه‌لري. دغه مېرمن وايي، چې له دندو لرې شویو مېرمنو د خپلې کورنۍ د هوساینې له‌پاره بېلابېلې لارې کارولي، یو شمېر ښځې مجبوره شوې چې هېواد پرېږدې او ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي، خو په خبره یې، هلته هم اقتصادي ستونزو اړ ایستې، چې بېرته افغانستان ته راشي. د دې مېرمنې په وینا یو شمېر ښځو خپلې ټولې ستونزې په یوه لیک کې یونما ته ولیکلې، خو هیڅ ډول ځواب یې هم تر لاسه نه‌کړ. له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دولتي ادارو څخه د لرې شویو ښځو شمېر کم ګڼي، د نوموړي په وینا اوس هم د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې مېرمنې کار کوي. ښاغلي مجاهد  ازادي راډیو ته وویل: "د هغو مېرمنو شمېر چې بې دندې شوي، ډېر کم دی ، دوه یا درې فیصده به وي، هغه هم په هغو ادارو کې چې لغوه شوې دي، په کومو اداروکې چې مخکې ښځو کار کاوه، اوس یې هم کوي او خپل معاش اخلي، خو په ځینو اداروکې چې لا کاري چاپېریال برابر نه‌دی، دندې ته نه راځي خو معاش اخلي." طالبانو له بیا ځلې واکنمېدلو څخه وروسته په ډېری برخو کې پر ښځو محدویت ولګو، دوی یې له زده کړې او کار څخه منع کړې، مېرمنې له محرم د لرې واټن سفر نه‌شي کولی  او د جبري حجاب خبره یې هم وکړه؛ چې د طالبانو دې کړنو په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول، خو بیا هم د دوی په پرېکړو کې بدلون رانغی.

24.06.2022 ازادي راډیو

ايا اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې طالبان د نجونو ښوونځي بند وساتي؟

د طالبانو د عدلیې وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي ته، چې مشري یې د اسلامي فقې د نړیوالې اکاډیمۍ سرمنشي په غاړه لري، ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله نجونو ته جلا ښوونځي نه‌شي جوړولی ځکه چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړي دي. ده دا هم ویلي چې که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي، ډېرې ستونزې به حل شي. په دې موضوع عصمت څاروان د ښځو د حقونو له یوې فعالې ښایسته ساپۍ سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې ایا په رښتیا اقتصادي ستونزې د دې سبب شوي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بند وساتي؟

24.06.2022 ازادي راډیو

د یوناما مرستیال:  طالبان لا هم د مخکني حکومت غړي په نښه کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي دفتر [یوناما] مرستیال رامز الاکبروف وايي چې په افغانستان کې د بشري‌ حقونو وضعیت متزلزل دی او د طالبانو له لوري د «عمومي عفوې » له ادعاو سره سره دوی د قتل او بشري حقونو د سرغړونو قوي اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي.

24.06.2022 امریکا غږ

راشد خان زلزلې ځپلیو افغانانو ته مرستې ټولوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان له نړیوالو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د زلزلې ځپلیو سره مرستې وکړي.

24.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

24.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more