ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کابل پوهنتون محصلانې: طالبانو پرون پوهنتون ته د ننوتو اجازه رانه کړه

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ ورته طالبانو پوهنتون ته ځکه د داخلېدو اجازه ورنه کړه، چې د تور حجاب سره يې تور ټیکري نه وو په سر کړي. په ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده. د دې پوهنتون یو شمېر محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ طالبانو هغه نجونو محصلانو ته پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله چې له تور حجاب سره يې رنګه ټیکري په سر کړی و. د دې پوهنتون یوه محصله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل: "د پوهنتون د دروازې مخته د طالبانو وسله وال ولاړ وو او هغه نجونو ته چې رنګه ټیکري يې په سر کړي وو پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله، نجونې سختې وېرېدلې وې، ځکه طالبانو پرې چیغې وهلې او نږدې وه چې لښتې واخلي او دا نجونې پرې ووهې، دوی حیرانې وې چې څنګه له ځایه وتښتي." دا ادعا کوي چې د طالبانو له لوري په بیلابیلو پلمو له زده کړو د نجونو د راګرځولو هڅه کېږي، هغه تور چې طالبان يې ردوي. دغه نجونې محصلانې وايي، له حجاب سره ستونزه نه لري خو له تور حجاب سره د تور ټیکري په سر کول سخت بندیز دی او که حالات دغسې دوام وکړي نو ښايي ډېری ښځینه محصلینې پوهنتونونه پرېږدي. په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې هم ښکاري، چې د پوهنتون مخته د نجونو ګڼې ګوڼې ته یو نارینه خبرې کوي او دوی ته وايي چې باید له تور حجاب سره تور ټېکري په سر او مخونه پټ کړئ. خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي بیا وايي، ښځینه محصلینو ته یوازې توصیه شوې ده. هغه وویل: "ټولې محصلینې پوهنتون ته داخل شوې البته د پوهنتون په داخل کې د پوهنتون د رییس له خوا هغه مصحلینو ته چې مشخص یونیفورم يې نه وو مراعت کړی توصیه وشوه او وروسته ټولو ته اجازه ورکول شوه چې خپلو ټولګیو ته لاړې شي او درسونه يې وویل." که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، چې له حجاب سره د ټیکري د رنګ په انتخاب کې ښځې د خپلې خوښې مالکانې دي خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي، د پوهنتون د ښځینه محصلینو لپاره له تور حجاب سره تور ټکري په سر کول د پوهنتون ځانګړی لباس دی چې له دې وروسته باید مراعت شي. د یادونې ده، چې د پوهنتون محصلانو پخوا کوم ځانګړی یونیفورم نه درلود. په همدې حال کې د طالبانو د حج اوقافو وزارت له لوري د کابل د ټولو جوماتو ملا امامانو ته د جمعې د لمانځه لپاره تیاره خطبه استول شوې او په کې د حجاب په مراعت کولو ټینګار شوی دی. د ځینو جوماتونو ملا امامان وايي، دغه خطبه ورته رسېدلې او سبا د جمعې په ورځ به يې په ممبر خلکو ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ثور په اولسمه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لارې د خپل مشرتابه هغه فرمان خپور کړ چې د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو په اړ دی. د طالبانو د ځانګړی تعریف له مخې کومې مېرمنې چې حجاب نه مراعتوي کور به يې په نښه او وروسته به یې د کورنۍ مشر ان امنیتي حوزې ته غوښتل او سزا به ورکول کېږي.

19.05.2022 ازادي راډیو

 په پېښور کې د شاپور پوليس تاڼې مشر د وسله والو په حمله کې وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د شاپور تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) وژل شوی دی.

19.05.2022 ډیوه

پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ ښځينه وياندويانو مخ پټ کار پيل کړ

نن په افغانستان څومره چې لیدل شوي، د تلوېزیوني خپرونو ښځينه چلونکو تر سترګو پورې خپل مخونه هم پت کړي دي. د کابل د یوې خصوصي تلوېزیون یوه ویانده چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې تېره ورځ د دوی دفتر ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکي ورغلي او سپارښتنه يې ورته کړې، چې له دې وروسته باید ښځینه ویاندویانې په خپرونو کې تر سترګو پورې خپل مخونه هم پټ کړي. د طلوع خصوصي تلوېزیون د سهارنۍ خپرونې ویاندې یلدا علي هم پرون په دې اړه په خپل انسټاګرام کې لیکلي و او نن یې په خپرونه کې مخ تر سترګو پټ و. نوموړې لیکلي و: "دا زه یم یلدا علي، یوه ښځه د حذفېدلو په حالت کې، د امر به معروف د دستور له مخې ټاکل شوې تر دې وروسته په دې ډول ظاهر شئ." طلوع نیوز نن په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو حکومت د دوی په ګډون د موبي ګروپ له ټولو تصویري شبکو غوښتي، چې وروسته له دې یې باید د خپرونو د ښځینه چلوونکو مخونه پټ وي. طلوع نیوز په خپل توېټر کې دا هم لیکلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا امر قطعي او د نه بحث وړ ګڼلی دی. دغې خصوصي رسنۍ لیکلي، د کومو اطلاعاتو له مخې چې دوی ته رسېدلي، دا دستور په افغانستان کې نورو فعالو رسنیو ته هم ورکړل شوی دی. په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هم تاييدوي، چې د تلوېزیونونو مسوولینو ته په خپرونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخنونو د پټولو سپارښتنه شوې ده. د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډيو ته وویل: "رسنۍ کولای شي د ممبر رول ادا کړي په همدې خاطر دوی ته سپارښتنه وشوه چې باید ښځینه يې په خپرونو کې حجاب مراعت کړي تر تر څو عام هېوادوال وپوهېږي چې دا حجاب دی." د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په ټوله کې په رسنیو او په ځانګړي ډول په ښځو محدودیتونه لګېدلي و، چې دا ډول یې بیخي نادر ګڼل کېږي.

19.05.2022 ازادي راډیو

امریکا په کیف کې خپل سفارت بیرته پرانیست

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) وویل چې د اوکراین په پلازمینه کیف کې یې خپل سفارت له درې میاشتو ځنډ وروسته بیرته پرانیست. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوې بیاینه کې ویلي:"د اوکراین خلکو زموږ د امنیتي مرستو په کمک وکړای شول د روسیې د بیځایه یرغل په وړاندې د خپلې خاورې دفاع وکړي او زموږ بیرغ یو ځل بیا پر سفارت ورپیږي." بلینکن زیاته کړه، د اوکراین د حکومت او خلکو ملاتړ ته به دوام ورکړي ځکه هغوی د کرملن د وحشي جګړې په وړاندې د خپل هیواد دفاع کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبروري په ۱۴ نیټه په کیف کې خپل سفارت وتاړه خو امریکایي دیپلوماتانو غرب طرف له پراته ښار لفیف څخه خدمات وړاندې کول او د شپې له خوا به د امنیتي‌ اندیښنو له امله ګاونډي هیواد پولنډ ته تلل. په کیف کې د امریکا سفارت څو اوونۍ وروسته له هغه پرانیستل کیږي چې اوکرایني ځواکونو ددغه هیواد د شمالي برخو او د پلازمینې کیف د نیولو لپاره د روسي ځواکونو مخه ونیوله. په اوکراین کې جګړه اوس د هغه هیواد په ختیځو او جنوبي برخو کې متمرکزه ده. بلخوا د امریکا سنا مجلس د چهار شنبې په ماښام ناوخته، میرمن برجیټ برنک په اوکراین کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه تائید کړه. وروسته له هغه چې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخوانۍ سفیره ماري یووانوویچ له خپلې دندې ګوښه کړه، امریکا د ۲۰۱۹ کال راهیسې په اوکراین کې داسې یوه استازې یا استازی نه درلود چې د سنا له خوا تائید شوی وي. د امریکا د سنا مجلس د اړیکو د کمیتې دیموکرات مشر باب مننډز پر یو ټویټ ولیکل چې ویاړي چې د سنا په یوې بیړنۍ غونډه کې یې میرمن برنک په اوکراین کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه تائید کړه. میرمن برنک څو اوونۍ وړاندې د جمهور رئیس جوبایډڼ له خوا معرفي شوې وه.

19.05.2022 امریکا غږ

موزمبيق کې د پوليو ښکاره شوې پېښه د پاکستان سره تړل شوې ده

په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې وو.

19.05.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: د خوراکي موادو د کموالي‌کړکیچ به کلونه پاتې شي

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) خبرداری ورکړ د اقدام د نه کیدو په صورت کې به په نړۍ کې د خوراکي‌ موادو د کموالي کړکیچ د کلونو لپاره پاتې شي. ملګري ملتونه په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي چې نړیوال بانک په نړۍ کې د خوراکي توکو د کړکیچ د ناوړه تاثیراتو سره د مبارزې لپاره ۱۲ میلیارده ډالره اضافه بودیجه اعلان کړه. د تودښې د درجې لوړیدل، کرونا ویروس او پر اوکراین د روسیې برید په نړۍ کې د غله جاتو او کیمیاوي سرې د شدید کموالي لامل شوي او له امله یې په نړۍ کې د خوراکي موادو امنیت له ستونزو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په نیویارک کې د نړۍ د خوراکي توکو د تامین په یوې لویه غونډه کې وویل، جګړې په لس ګونه میلیونه انسانان د خوراکي‌ توکو د کموالي له تهدید سره مخ کړي‌ دي. نوموړي وویل له دغه کړکیچ وروسته ممکن خوارځواکي، لوږه او پراخه قحطي د کلونو لپاره پاتې شي. ګوتیریش او نورو چارواکو له روسیې وغوښتل چې د اوکراین د غله جاتو صادراتو ته اجازه ورکړي. روسیه او اوکراین یوازې د نړۍ ۳۰ سلنه غنم تولیدوي. پر اوکراین د روسیې برید او په ځواب کې پر هغه هیواد د نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونه ددې لامل شول چې د دواړو هیوادونو د غنمو، کیمیاوي سرې او نورو موادو د صادراتو په جریان کې خنډ رامنځ ته شي. دغه تحولات همدارنګه د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د خوراکي‌ توکو او تیلو د قیمتونو د لوړیدو لامل شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل:" راځۍ ښکاره ووایو، د خوړو د کړکیچ د هواري لپاره د حل هیڅ موثره لاره نشته مګر دا چې د اوکراین د خوړو تولید له سره پیل شي." ګوتیریش زیاته کړه، روسیه باید د اوکراین په سرحداتو کې موجودو غله جاتو ته د صادریدو خوندي اجازه ورکړي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن چې ددې غونډې مشري کوله د ګوتیرش په څرګندونو ټینګار وکړ. ښاغلي بلینکن پر یو ټویټ لیکلي:" جمهور رئیس پوتین د اوکراین د غله جاتو او خوراکي توکو د صادریدو مخه نیوله ده. موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره د غذایي موادو د یوه همه شمول، ثابت او ګړندي سیستم په جوړیدو کار کوو څو په نړۍ کې د غذایي موادو امنیت ښه کړو." د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیویډ بسلي هم د بلینکن او ګوتیریش د خبرو په تائید وویل:" نړۍ کې اور بل شوی، موږ حل لارې لرو. موږ باید اقدام وکړو او موږ باید همدا اوس اقدام وکړو." روسیه چې اوس د نړۍ له سختو بندیزونو سره مخ ده هم د مهمو غله جاتو او ګازو ستر صادرونکی هیواد دی. په نړۍ کې د خوراکي توکو تامین حتی پر اوکراین د مسکو له برید مخکې زیات شوی وو، مسکو نن چهار شنبې د ملګرو ملتونو غونډې ته نه وو بلل شوی. د ملګرو ملتونو په وینا، په تیرو دوو کلونو کې د هغو کسانو شمیر دوه برابره شوی چې د خوراکي‌ توکو له کموالی سره مخ دي، له کرونا څخه مخکې ۱۳۵ میلیونه کسان د خوراکي‌ توکو له کموالي سره مخ وو خو نن ورځ ۲۷۶ میلیونو ته رسیدلي‌ دي. د نړیوال بانک اعلان به په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې د پروژو لپاره د موجودې بودیجې کچه ۳۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

19.05.2022 امریکا غږ

اوکراین کې جنګي جرایم؛ یو روسي سرتیري د یو ملکي اوکرایني په وژلو اعتراف وکړ

یو روسي سرتیري د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) اعتراف وکړ چې یو ملکي اوکراینی یې په ډزو وژلی دی. دا لومړی جنګي مورد دی چې کیف یې پر هغه هیواد د روسیې له نظامي برید وروسته علني کوي. روسي خوردضابط وادیم شیشیمارین چې یو ۶۲ کلن بودا اوکراینی وژلی د عمري قید له سزا سره مخ دی. دې روسي پوځي په کیف کې په یوې لنډه ویډیو کې محکمې ته ویلي دي، پر اوکراین د روسیې له برید څو ورځو وروسته کله چې له یوه کلي څخه وتل، یو بوډا یې ولید چې پر بایسکل سپور وو او په ټلفون یې خبري‌ کولې او کله چې ورته د یاد کس د وژلو امر وشو هغه یې په سر وویشت. شیشیمارین ونه ویل چې د ډزو امر چا ورته کړی وو خو زیاته یې کړه ویره یې درلوده چې دا کس به اوکرایني ځواکونو ته د هغوی د موقعیت په اړه خبر ورکړي. د اوکراین لوی څارنوال آریانا وینیدیکتورا له دې وړاندې ویلي وو چې دفتر یې د ۴۱ روسي پوځيانو د جنګي جرایمو قضیې چمتو کوي چې د ملکي بنسټونو په بم ایښودنو، د ملکي کسانو په وژلو، جنسي تیریو او غلاوو کې لاس لري. تر اوسه معلومه نده چې څومره روسي پوځيان د اوکراین سره په بند کې دي او څومره به یې په غیاب کې محاکمه کیږي. د اوکراین لویي څارنوالۍ ویلي دا خوردضابط د هغو روسي سرتیري په ډله کې وو چې د فبروي په ۲۸ نیټه د کیف په ۳۲۰ کیلومتري کې د چوپاخیفکا په یوه کلي کې د اوکرایني ځواکونو تر رسیدو وروسته د تیښتې په حال کې وو. د اوکراین د لوی څارنوالۍ دفتر ویلي دي چې د جنګي جرایمو په څه باندې لس زره و ۷۰۰ احتمالي قضایاوو تحقیق کوي چې پکې د روسي پوځیانو او دولتي مقاماتو په ګډون څه باندې ۶۰۰ شکمن کسان دخیل دي. دا په داسې حال کې ده چې د جرایمو نړیوالې محکمې تیره ورځ اوکراین ته د یو ستر تحقیقاتي ټیم د استولو خبر ورکړ داسې یو ټیم چې ددې محکمې په تاریخ کې ساری نلري. یادې محکمې ویلي دي چې په دې ۴۲ کسیز ټیم کې د عدلي طب متخصصین، حمایوي کارکوونکي، څیړونکي شامل دي چې له اوکرایني چارواکو سره به کار وکړي. خو کرملن وایي‌ چې په دې وژنو کې لاس نلري او شواهد او مدارک یې جعلي او ساخته ګي بللي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روسیې د نظامي برید د پیل راهیسې په اوکراین کې ۲۷۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

19.05.2022 امریکا غږ

بایډن: ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوو

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د ترلاسه کیدو  بشپړ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د روسیې د تهدید په وړاندې به ددغو هیوادونو ترڅنګ ودریږي. جوبایډن څو ساعته وروسته له هغه چې سویډن او فنلنډ ناټو ته د غړیتوب وړاندیزونه وړاندې کړل، وویل چې له دې پریکړې هرکلی کوي او د ناټو له نورو غړو او د امریکا له کانګرس سره به کار وکړي چې دې بهیر ته چټکتیا ورکړي. ټاکل شویده بایډن د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د فنلنډ له جمهور رئیس مي با سایولي نینیستو او د سویډن له صدراعظمې ماګدلینا ناندریرسن سره وګوري. په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن نن چهار شنبې په واشنګټن کې له خپل سویډني سیال پیاتر هولتکویست سره ولیدل. د متحدو ایالتونو دفاع وزیر وویل چې په ناټو کې د سویډن همکارۍ ته سترګې په لار دی. ښاغلي هولتکویست وویل:" هغه وخت رارسیدلی چې د روسیې د ښکاره تیریو په وړاندې د اروپا او شمالي ‌امریکا د دیموکراسۍ لپاره د یو بل تر څنګ ودریږو." یو دفاعي امریکایي چارواکي وویل، آسټن په ښکاره ویلي دي چې امریکا د سویډن له اردو سره ارامه ده او خوښ دی د هغه هیواد د امنیت او وړتیاوو په اړه چې نوموړي هیواد ممکن ضرورت ورته ولري، بحث وکړي. روسیې د سویډن او فنلنډ له دغه اقدام سره مخالفت کړی او هغه یې "تیروتنه"  بللې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې غرب باید داسې فکر ونکړي چې ګواکې مسکو به سویډن او فنلنډ ته د ناټو غځیدل په سادګۍ تحمل کړي. روسیې پر اوکراین له نظامي برید مخکې له امریکا او ناټو غوښتي وو چې اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورنکړي او د روسیې په ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پوځیان ډیر نکړي. د روسیې تر څنګ ترکیې هم له ناټو سره د فنلنډ او سویډن له یوځای کیدو سره مخالفت کړی دی. دا هیواد د ناټو د غړي هیواد په توګه د ویتو حق هم لري. د ناټو د غړو هیوادونو استازي د چهار شنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه د خبرو د پیل په اړه هوکړې ته ورسیږي. ترکیې یاد هیوادونه په ځانګړي ډول سویډن د کردستان د کارګر ګوند غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړی دی، هغه ډله چې انقره او غربي متحدین یې ترهګره ډله بولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن چهار شنبې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د ناټو د غړو هیوادونو او شریکانو په توګه د همکاریو د ګړندیتوب په اړه خبري وکړې. خو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جک سلوان ویلي دي چې د بایډن حکومت ډاډمن دی د ترکیې اندیښنو ته به رسیدګي وشي او سویډن او فنلنډ به له ناټو سره یوځای شي. د فنلنډ اردو د څه باندې ۷۵ کلونو راهیسې غیر منسلک وو او دا اقدام د هغه هیواد په نظامي سیاست کې بې ساری بدلون ښکاره کوي. سویډن چې هم د څه باندې ۲۰۰ کلونو راهیسې خپلواک اردو لري ،پریکړه کړې چې د ناټو غړی هیواد شي.      

19.05.2022 امریکا غږ

روسیه: په ماریوپول کې ۹۵۹ اوکرایني سرتېري تسلیم شوي

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په همدې اونۍ کې په محاصره شوي ښار ماریوپول کې ۹۵۹ اوکرایني سرتېري ورته تسلیم شوي دي.

18.05.2022 امریکا غږ

کرکټ: افغان لوبغاړی نوین الحق بې وزلو لوبغاړو سره د مرستو لړۍ پیلوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي لوبغاړي نوین الحق په افغانستان کې د کرکټ له بې وزلو لوبغاړو سره د وسایلو د مرستو د یوې لړۍ [#NUH78 [Cricket Gear Scholarshipد پيلولو اعلان وکړ.

18.05.2022 امریکا غږ

امریکا: طالبان ممکن په القاعده باندې محدودیتونه راکم کړي

د امريکايي پوځ تازه څيړونو په افغانستان کې د القاعده  بيا راوچتېدلو په صورت کې  د طالبانو په هغه ژمنو پوښتنې راپورته کړي چې د تېر کال د فرورۍ په مياشت کې يې  د دوحه په کانفرنس کې د نړۍ سره کړي وې،‌ چې ګواکي خپله خاوره به د القاعده په شمول يوې ترهګرې ډلې ته هم د کوم بل هېواد په ضد استعمالولو ته نه پرېږدي. د دغې تړون په نتيجه کې امريکا ته د  افغانستان نه د وتلو لاره هواره شوې وه، خو اوس د امريکا د پوځ د مرکزي کمانډ او په مينځني ختیځ کې د امريکا پوځي چارواکو د دفاع وزارت انسپکټر جنرل ته داسې معلومات وکړي چې پکې د  طالبانو په دغه ژمنو شکونه را ولاړيږي. بلخواد امريکايي پوځونو د معلوماتو په اساس  د نهې په ورځ‌ د دفاع وزارت انسپکټر جنرل په خپل رپوټ کې ويلي،داسې ښکاري چې طالبان به په راتلونکو دوو کلونو کې د القاعده ډلې په ضد بنديزونه کم کړي او هغوي به بيا د دې جوګه شي چې په ازاد ډول به په نړۍ کې ګرځي او وسله والو ته به تربيت ورکوي،‌ او کېدلی شي چې يوځل بيا په نړيواله کچه د بريدونو توان تر لاسه کړي. د امريکا د مرکزي کمانډ په معلوماتو کې دا تفصيل نشته چې ولې به طالبان په کال دوو کې په القاعده بنديزونه نرم کړي خو د انسپکټر جنرل په رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې ده چې په هندوستان کې د القاعده څانګه غواړي چې په امريکا او امريکايي‌ اهدافو بريدونه وکړي. که څه هم د القاعده د قابو کولو په اړه امريکايي پوځونه  د طالبانو په ارادو شک کوي خو وايي‌ د افغانستان نه د امريکايي پوځونو د وتلو وروسته هم القاعده ډېره کمزورې ده. د ډي آيي ای ډاېرکټر لفټنټ جنرل سکارټ‌ بېرير په ۱۰ مه کانګرېس ته ويلي‌ وو، " القاعده د بيا جوړښت او مشرتابه د ستونزو سره مخ ده ، او زما په اند طالبان د هغوي په قابو کولو کې د نړۍ سره پخپله خبره تر څه حده ولاړ دي." نوموړي ويلي دوي د دې خبرې ډېر د نزدې نه څارنه کوي او القاعده به د یو کال نه ډېر وخت اخلي چې بيا د بريدونو توان ترلاسه کړي. د امريکې او نورې نړۍ استخباراتي معلومات وايي، ‌په افغانستان کې د القاعده د پلويانو شمېره په سونو کې ده، ‌خو د فرورۍ په مياشت کې د ملګرو ملتونو په يو رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې وه چې د طالبانو په موجوده حکومت کې د القاعده غړو ته لوړې چوکۍ ورکړل شوي دي. که څه هم په افغانستان کې  د القاعده د بيا راوچتېدلو اندېښنې خورې شوي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقی د نهې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن ته ډاډ ورکړو چې د القاعده خراسان ډله يې له مينځه وړې ده. استخباراتي چارواکو د پېنټا ګون انسپکټر جنرل ته ويلي داعش خراسان ډلې سره  به په افغانستان کې ۲۰۰۰ وسله وال دي او که وغواړي نو په کال نيم کې په غربي نړۍ کې بريدونه ترسره کولی شي. که څه هم استخباراتي معلومات ښيي‌ ترهګر ډلې په افغانستان کې بيا سر راوچتولی شي خو د امريکا د پوځي مرکز پېنټاګان پرېس سېکټري جان کربي ويلي، دوي افغانستان کې په ترهګر ډلو د نزدې نه نظر ساتي. "مونږه هسې نه يو ناست، مونږه خپل پوره کوشش کوو چې د هوايي بريدونو  د لارې د ترهګرۍ د مخنيوې چارې عملي کړو، خو لا د د ې خبرې حاجت نشته" د انسپکټر جنرل دغه رپورټ د پېنټا ګان د مالي چارو د مشرانو په حواله ليکلي چې امريکا به د خپل دوحه د پوځي مرکز نه په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره  په روان کال کې نزدې ۲۰ اربه ډالر مصرفوي.

18.05.2022 ډیوه

رنګه څادر؛ طالبانو د پوهنتون محصلانو مخه ونیوله

طالبانو نن د تعلیم او تربیې د پوهنتون محصلانوته چی رنګه ټیکري یې پر سر ول د ننوتلو اجازه ورنکړه. په یوه تازه فرمان کې طالبانو د ښځو لپاره حجاب اجباري کړی خو د حجاب د رنګ په اړه یې څه نه دي ویلي.

18.05.2022 ازادي راډیو

پاکستاني طالبانو سره دشوي تړون نه پارلیمان اؤ ولس بې خبره ساتل شوي،دڅېړونکو نیوکې

د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان تر منځه اور بند د روانې میاشتې ترپائ یعنې 30مې نیټې پورې غځول شوی او طالبانو منلې چې د سوات او وزیرستان د مختلفو جرګو سره یې خبرې شوې دي خو څېړونکو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو بیا په دې مذاکراتو پوښتنې هم راولاړې کړې دي. په پیښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاذ پروفیسر ډاکټر عرفان اشرف وي او اې ډیوه ته وایي داسې څرګندیږي چې دا مذاکرات د پوځ او طالبانو تر منځه کیږي ځکه چې د پاکستان پارلیمان او ولس ددې څخه بې خبره ساتل شوی دی. هغه وایي پارلیمان اؤ ولس ته هیڅ نه دي ویل شوي چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات روان دي؟ د ډاکټر عرفان اشرف په وینا تر دې وړاندې هم د پاکستان دپوځ او تحریک طالبان تر منځه پټ مذاکرات شوي او د لوظنامو وروسته هغه نه دي کامیاب شوي. دنوموړي په وینا د لاقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان غوښتنې سختې دي او دا چې د ټي ټي پي ترڅنګ نورې هم وسله والې ډلې هم ددې نه ګټې ترلاسه کولی شي او وسله والې ډلې مخالفې ډلې داعش  یا دولت اسلامیه خراسان ته هم تللی شي او نقصان به یې زیات وي.  "وړومبۍ خبره داده چې ټي ټي پې په دې سیمه کې اختیار غواړي او بله دا چې ټي ټي پي کې مسید قبایل دي، دهغوي‌د افغانستان پولی ته لاس رسی نشته، هغوی پولې ته لاس رسی غواړي او دریمه دا چې په دې کې د پارلیمان نمایندګي نشته مونږه ته به څنګه پته لګي چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږي" دمیډیا رپورټونه وایي چی دپاکستان د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي پخوانی مشر او د پیښور د پوځ کور کمانډر جنرال فیض حمید په کابل کې دی او د پاکستان د پلاوي مشري کوی خو د پاکستان دپوځ له لوري په رسمی ډول ددې پخلی نه دی شوی . د افغانستان حکومت هم دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ د خبرو اترو او اور بند پخلی کړی اؤ د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر د لارې وایي د اسلامی امارت په منځګړتوب د پاکستان او تحریک طالبانو تر منځ په کابل کې مذاکرات شوي او په اړونده موضوعاتو د خبرو نه ترڅنګ په لنډ مهاله اوربند هم سلا شوي دي. هغه پخپل ټویټ کې ددغو مذاکراتو کامیابیدو ته هیله مندي ښودلې ده. د سوشل میډیا د لارې هم په دغه مذاکراتو غبرګون ښودل کیږي  اؤ څیړونکي پروفیسر خادم حسین په ټویټر  لیکلي د حکومت له خوا څوک د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوی؟ هغه پوښتنه کړې چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږې او په دې اړه د پاکستان پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی که نه؟ د پاکستان دملي غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ قامی اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي د مذاکراتو خبرې کیږي او دا هم په اوریدو کې راځي چې د تحریک طالبان دوه مرکزي غړي خوشې کړی شوي دي او داسې پلان هم روان دی چی دغه خوشی کړل شوؤ کسانو ته د پاکستان د صدر له خوا معافي هم ورکړی شي او بيا ددې نه د پاکستان پارلیمان خبر هم نه دی چې په کومو شرطونو دغه مذاکرات کیږي. وتلی خبریال مشتاق يوسفزی وایې  دا اوربند د پاکستانی طالبانو دپاره هم یو چیلنج دی ځکه چی یو اړخ ته اور بند شوی او بل لوري ته په مختلفو سیمو کۍ  تشدد او هدفي وژنې هم روانې دي او د پوځ له خوا عملیات هم کیږي. "د پاکستانی طالبانو دپاره دا یو امتحان دی ،دوي وړاندې هم جنګ بندي کړې وه خو تیره ورځ په شمالي وزیرستان میر علي  کې ځانمرګي برید شوی او د پوځ درې ځوانان پکی وژل شوي، په پولیس هم حملې کیږي" هغه وایي وړاندې به چې اور بند وشو نو هر ځائ کې به هغه عملي کیدو خو اوس ځائ په ځائ حملې روانې دي او پاکستاني ځواکونه هم عملیات کوي او د ترهګرو د نیولو دعوې یې هم کړې دي. د پاکستان حکومت طالبانو سره  په تیرو وختونو کی هم امن لوظ نامې کړي دي ،په کال 2004م کې د وسله والو مشر نیک محمد سره پوځ لوطنامه کړې وه ، په کال 2005م کې د بیت الله محسود سره معاهده شوې وه خو په کال 2007م کې دغه لوظنامه ماته شوې وه  . په کال 2007م د حافط ګل بهادر، او په کال 2009م کې د مولوي فضل الله سره هم معاهدې شوی وې .

18.05.2022 ډیوه

افغان سیاستوالو په طالبانو د فشار راوړلو لپاره ترکیه کې غونده کړې

د افغانستان شاوخوا ۴۰ سیاسي او مخکښو څېرو د ترکیې په مرکز انقره کې د «مارشال عبدالرشید دوستم» په کور کې غونډه کړې او د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت الي شورا» په تشکیل یې بحثونه کړي دي.

18.05.2022 امریکا غږ

ویغور مسلمانان په جلاوطنۍ کې هم د چین نه ویرېږي

امانيسا عبدالله د خپل خاوند په غير موجودګۍ کې خپل د نهه کالو او څلورو کالو بچي لويوي او دغه 34 کلنه ويغوره مېرمن وايي چې خاوند احمد طالب يې څلور کاله وړاندې د متحده عرب امارات نه د چين په غوښتنه بيرته وړل شوی. اغلې عبدالله وايي “انټرپول د فېبرورۍ په 27 کال 2018 ماته زنګ وواهو او راته يې وويل چې زما خاوند يې د ملک نه ويستلی دی”. وايي خاوند چې په اماراتو کې يې روزګار کولو هيڅ جرم نه و کړی خو ډيپورټ کړل شو. د چين په اړه خيال کيږي چې په سلګونو نور ويغور هم په تېرو څو کلونو کې په داسې طريقو بوولي دي او يو نوی رپورټ د تحقيق کونکو د وينا مطابق ښايي د چين مشکل نظام بيجينګ ته دا اختيار ورکوي چې خپلې ځورونکې پاليسيانې په بهر ملکونو کې هم عملي کړي. د څېړنيزې ادارې ووډرو وېلسن سنټر کارمند او د ګريټ وال اف سټيل: چايناز ګلوبل کمپين ټو سپرېس د ويغورز رپورټ ليکونکی بريډلي جارډاين وايي “چين په نړۍ کې په 44 هېوادونو کې دا جال لري.” په رپورټ کې د هغه ويغوريانو تفصيل ورکړل شوی چې د چين نه تښتېدلي او ياد هېواد ورپسې په بهر دنيا کې هم لګيا دی چې بيرته يې بوځي. په رپورټ کې وېل شوي چې د کال 1997 نه په دې خوا چين د 44 هېوادونو سره په خپل منځ کې د ملکي وګړو د تبادلې په دې ځورول کېدونکي عمل کې اخته دی. د کال 2022 د جنورۍ نه تر اوسه 1574 داسې کيسونه رپورټ شوي چې لا پکې ويغور نيولي شوي او لا بيرته چين ته سپارل شوي چرته چې هغوی په جېل کې اچول کيږي لا د پوليسو لخوا ورسره وهل ټکول کيږي. د رپورټ تر مخه 5532 نور داسې کيسونه شوي چې د چين حکومت په بهر نړۍ کې ويغور په نخښه کړي چې هم يې ځورولي او هم يې يرولي چې خپلې خلې چپې وساتي. جارډاين وايي د انټرپول لخوا د سره پيغامونو ورکولو سره په نړيواله کچه د بې درکه او په خطرناکو جرمونو کې د ککړو خلکو په اړه د نورو معلوماتو په ترڅ کې خبرداری ورکړی چې چين هره ورځ دا حربې په سينکيانګ کې د ديجيټل دړکو او نورو لارو نه داسې استعمالوي چې د ويغورو خپل خپلوان پرې ويروي. ښاغلي جارډاين زياته کړه چين په دې عمل کې په داسې هېوادونو کې ډېر بوخت دی چرته چې قانون کمزوری او د انصاف نيشتوالی موندل کيږي. هغه وايي “که هر څو چين د داسې هېوادونو سره د وګړو يو بل ته د حواله کولو قراردادونه لري خو د چين خبره منونکي ملکونه تر ډېره حده ويغوريان د وېزې د خلاف ورزۍ په تور لا د ايميګريشن په اړه د دروغو ويلو په بنياد د ملک نه اوباسي چې يو خو پکې لږ سرکاري مداخلت ښودل کيږي او بله دا چې ډېر لږ نړيوال پام ورته راګرځي.” په امريکا کې د چين د سفارت وياند ليو پينګيو وي او ای ته په يو ايميل ځواب کې ليکلي چې هغه د ياد رپورټ نه بې خبره دی چې ويغور او قازق وګړي په بهر نړۍ کې نيول کيږي او زورول کيږي او زياته يې کړه سينکيانګ د چين کورنۍ مسله ده. ليو وويل “مونږ ډاډه يو چې خپله ملي ازادي، امنيت او د ترقۍ په لور په مخ تګ روان وساتو. مونږ غواړو هغه چاته دا په ګوته کړو چې ګنګوسې خوروي چې د دوی دروغ اوس راښکاره شوي او نور کار نه کوي. دوی به کله هم ونه توانيږي چې د سينکيانګ ترقي، ثبات او سوکالي ودروي. دوی به ناکامه پاتې کيږي.” د وېلسن سنټر د رپورټ په اړه ليو وويل “مونږ څېړنيزو ادارو او پوهانو ته هم وايو چې ګنګوسې دې نه خوروي او د خلکو د غلطولو نه دې قلار شي.”

18.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more