ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د تېر حکومت په دولتي ادارو کې کارکوونکې مېرمنې له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کړېږي

يو شمېر مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال په دولتي ادارو کې کارکوونکې وې وايي، چې طالبانو له دندو لرې کړې دي، یا یې هم هغه ادارې لغوه اعلان کړي دي په کومو کې چې دوی مخکې کار کاوه. دا میرمنې له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې یو ځل دې بیا ورته د کار زمینه برابره کړي. صدف هغه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو څخه مخکې یې، په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه. صدف زیاتوي، طالبانو له دې او نورو ډېرو مېرمنو څخه د کار حق اخیستی، که څه هم نوموړې نه‌غواړي چې د خپلې ادارې نوم واخلي، خو دومره وایي چې طالبانو د دوی د ټولې ادارې فعالیت په ټپه درولی دی. د صدف په باور په افغانستان کې د بېکارۍ اواقتصادي ستونزو لوی لامل په خپله طالبان دي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ د کار بنسټ له منځه لاړ، دا یوازې زه نه یم چې له دندې څخه لرې شوې یم، زما په څېر نورې ډېرې ښځې هم بېکاره شوې، موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو." صدف چې له میاشتو را په دې خوا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده، له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې افغان ښځو ته په دولتي اداروکې د کار په برخه کې هڅې چټکې کړي. خو دا یوازې د صدف ستونزه نه ده،، شیما هم چې د څو لوڼو مور ده وایي، په تېرو شلو کلونو کې په یوې دولتي اداره کې ماموره وه. شیما وایي، په دا دومره وخت کې یې چې کار کاوه د خپلو اولادونو لګښتونه یې برابرول، خو اوس د ډوډۍ پیدا کولو اجازه هم نه‌لري. شیما هم د خپلې نیستۍ او بې وزلۍ لامل د طالبانو حکومت ګڼي، ځکه له دې څخه یې دنده اخیستې ده. دا چې د امنیتي ستونزو له وجې د خپلې ادارې نوم نه اخلي، ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ څه وکړو؟ بې سرپرسته یو، بې سرپناه یو، ژوند مو ښه نه دی، په کور کې نارینه نه‌لرو، موږ څه وکړو؟ څه وخورو؟ څه چاره لرو؟ په تېر نظام کې ښځو په دولتي ادارو او خصوصي سکتورونوکې کار کاوه، له مېرمنو څخه نورې ملاتړې ادارې هم وې، د کار زمینه یې برابروله، د موږ غږ یې تر یوه ځایه رساوه، خو اوس هیڅ نه‌شته." د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدلو څخه وروسته یو شمېر هغه ادارې وتړلې چې مېرمنو به پکې کار کاوه، د ښځو وزارت او د بشري حقونو کمېسيون هغه ځایونه و چې د مېرمنو له حقونو څخه به یې دفاع کوله. د دوو ادارو کارکونکې اوس په کور ناستې دي، یوې مېرمنې چې د ښځو چارو په وزارت کې دنده درلودله او اوس بېکاره شوې، د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د ښځینه مامورینو معاش کم شوی دی، فعالیت یې یوازې د حاضرۍ په امضا کولوپورې محدود دی او هغه کسان چې د کورنۍ ټول لګښتونه ور ترغاړې دي اوس هغه کم معاش هم نه‌لري. دغه مېرمن وايي، چې له دندو لرې شویو مېرمنو د خپلې کورنۍ د هوساینې له‌پاره بېلابېلې لارې کارولي، یو شمېر ښځې مجبوره شوې چې هېواد پرېږدې او ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي، خو په خبره یې، هلته هم اقتصادي ستونزو اړ ایستې، چې بېرته افغانستان ته راشي. د دې مېرمنې په وینا یو شمېر ښځو خپلې ټولې ستونزې په یوه لیک کې یونما ته ولیکلې، خو هیڅ ډول ځواب یې هم تر لاسه نه‌کړ. له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دولتي ادارو څخه د لرې شویو ښځو شمېر کم ګڼي، د نوموړي په وینا اوس هم د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې مېرمنې کار کوي. ښاغلي مجاهد  ازادي راډیو ته وویل: "د هغو مېرمنو شمېر چې بې دندې شوي، ډېر کم دی ، دوه یا درې فیصده به وي، هغه هم په هغو ادارو کې چې لغوه شوې دي، په کومو اداروکې چې مخکې ښځو کار کاوه، اوس یې هم کوي او خپل معاش اخلي، خو په ځینو اداروکې چې لا کاري چاپېریال برابر نه‌دی، دندې ته نه راځي خو معاش اخلي." طالبانو له بیا ځلې واکنمېدلو څخه وروسته په ډېری برخو کې پر ښځو محدویت ولګو، دوی یې له زده کړې او کار څخه منع کړې، مېرمنې له محرم د لرې واټن سفر نه‌شي کولی  او د جبري حجاب خبره یې هم وکړه؛ چې د طالبانو دې کړنو په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول، خو بیا هم د دوی په پرېکړو کې بدلون رانغی.

24.06.2022 ازادي راډیو

ايا اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې طالبان د نجونو ښوونځي بند وساتي؟

د طالبانو د عدلیې وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي ته، چې مشري یې د اسلامي فقې د نړیوالې اکاډیمۍ سرمنشي په غاړه لري، ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله نجونو ته جلا ښوونځي نه‌شي جوړولی ځکه چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړي دي. ده دا هم ویلي چې که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي، ډېرې ستونزې به حل شي. په دې موضوع عصمت څاروان د ښځو د حقونو له یوې فعالې ښایسته ساپۍ سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې ایا په رښتیا اقتصادي ستونزې د دې سبب شوي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بند وساتي؟

24.06.2022 ازادي راډیو

د یوناما مرستیال:  طالبان لا هم د مخکني حکومت غړي په نښه کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي دفتر [یوناما] مرستیال رامز الاکبروف وايي چې په افغانستان کې د بشري‌ حقونو وضعیت متزلزل دی او د طالبانو له لوري د «عمومي عفوې » له ادعاو سره سره دوی د قتل او بشري حقونو د سرغړونو قوي اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي.

24.06.2022 امریکا غږ

راشد خان زلزلې ځپلیو افغانانو ته مرستې ټولوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان له نړیوالو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د زلزلې ځپلیو سره مرستې وکړي.

24.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

24.06.2022 امریکا غږ

د میانمار پرځول شوې مشره انګ سان سوچي زندان ته واستول شوه

د میانمار مشره ان سان سوچي د دغه هېواد په مرکز کې یو زندان ته واستول شوه.

24.06.2022 امریکا غږ

د چینايي بېنکونو نه په قرض اخستو سره د پاکستاني روپۍ قدر ښه شوی

واشنګټن  - د پاکستان حکومت لخوا د چین بېنکونو نه د ۲.۳ اربه ډالر قرض لوظنامې اعلانولو وروسته، د روپۍ په قدر کې زیاتوالی راغلی او په تېرو دوه ورځو کې د پاکستاني کرنسۍ په مقابله کې یو امریکايي ډالر ۵ روپۍ کم شوی دی. د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د زیارت/پنجشنبې په ورځ مېډیا سره د خبرو په وخت وویل، د حکومت لخوا د پېټرولیم مصنوعاتو په سر ورکړل شویو حکومتي مراعاتو یا سبسېډیز بېرته اخستو له کبله ملک د دیوالیه کېدو نه بچ کړی شوی. یو خبري کانفرنس ته د وېنا په وخت د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وېلي حکومت ته د زیاتېدونکې ګرانۍ احساس دی خو دا چې د دوی سره د ملکي اقتصاد بچ کولو لپاره د حکومتي‌ مراعاتو بېرته اخستو نه سېوا بله کومه لاره نه وه. نوموړي زیاته کړې دا ځل به حکومت په مالداره خلکو نور ټېکسونه لګوي. د پاکستان د بهرنیو کرنسو بدلولو تنظیم یا فارېکس اېسوسي اېشن مشر ملک بوستان وي او ای ډیوه ته وېلي پاکستان لپاره د آی اېم اېف سره د قرض اخستو په سر تړون ډېر اهم دی او زیاته کړې یې ده چې د آی اېم آېف سره د یو ملک څه قسم تړون سره د نورو هیوادونو او مالیاتي ادارو هم په هغه هیواد باور پېدا شي. نوموړي‌ وېلي د چین بېنکونو هم آی اېم اېف سره د تړون سر ته رسېدو د خبرونو وروسته پاکستان ته د قرض ورکولو اعلان کړی دی. ملک بوستان وېلي د تحریک انصاف پخواني حکومت په ملک کې د خپلو ووټونو د زیاتولو لپاره د آی اېم اېف لخوا پټرولیم مصنوعاتو او بجلۍ نرخونو زیاتولو خبره نه وه منلې او زیاته کړې اوسني حکومت ته هم پکار وو چې د اولنۍ ورځ نه یې په ملک کې د پېټرولیم او بجلۍ په سر ورکړل شوو مراعاتو ختمولو په اړه د آی اېم اېف شرطونه منلي وای چې د ملک اقتصادي حالات دومره خراب شوي نه وو. د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وېلي د کال په سر د ۱۵ کروړو نه زیات آمدن پېدا کوونکو باندې به یو (۱) فیصد، د ۲۰ کروړ نه زیات آمدن پېدا کوونکو باندې دوه (۲) فیصد او د ۲۵ کروړ نه زیات آمدن پېدا کوونکو باندې به درې (۳) فیصد ټیکس زیات لګول کیږي. نوموړي وېلي حکومت به نور ټیکسونه هم لګوي خو ددې تفصیل به ورستو ورکوي. د خزانې وزیر د تحریک انصاف پخواني حکومت د پاکستان خراب اقتصادي حالاتو لپاره ذمه وار ګرځولی او زیاته کړې چې د تحریک انصاف غلط معاشې تګلارې او د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف سره د قرض په سر کړي تړون  نه په شا کېدو له وجې ملک د اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی.  مفتاح اسماعیل وېلي د عمران خان څلور کاله حکومت کښې د پاکستان بهرنیو قرضو کې ۸۰ فیصد زیاتوالی راغلی.‌ اسلام اباد کې یو په اقتصاد په پوهه خبریال مهتاب حېدر ډیوه ته وایې د آي اېم اېف سره معاهده پاکستان د پاره په اوسني حالاتو کښې ډیره ضروري ده.‌ نوموړي وېلي د چین ترڅنګ سعودي عرب هم په دې نظر ساتي چې کله به آي اېم اېف پاکستان ته د شپږ (۶) ارب ډالره تړون لاندې خواو شا یو (۱) ارب ډالره قرض ورکوي او زیاته کړې دوي طمع لري چې د آي اېم اېف لخوا پاکستان ته قرض پېسو ورکولو اعلان سره به سعودي‌ عرب هم پاکستان ته نورې قرض پېسې ور کړي.‌

24.06.2022 ډیوه

د څار ډله: داعش په سوریې کې نهه حکومت پلوه جنګیالي وژلي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دویمه) وویل چې د داعش ډلې د سوریې په ختیځ کې نهه حکومت پلوه جنګیالي وژلي دي.

24.06.2022 امریکا غږ

ایران د خپلو وژل شویو ساینس پوهانو کورنیو ته د امریکا څخه ۴ ملیارده ډالر غرامت غواړي

په ایران کې یوې محکمې پنجشنبه جون ۲۳ (چنګاښ۲) امر کړی چې واشنګټن باید د هغو ایراني ساینس پوهانو کورنیو ته ۴ ملیارده ډالر ورکړي چې پدې تیرو څو کالونو کې ترور شوي.

23.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

23.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

23.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

23.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

23.06.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

23.06.2022 امریکا غږ

د روسیې د خبرداري سربیره امریکا اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو سیستم ورکړ

سره لدې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی و که د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو سیستم اوکراین ته ورکړي، مسکو به په لویدیځ کې نوي اهداف په نښه کړي خو د اوکراین د دفاع وزارت نن پنجشنبه جون ۲۳ (چنګاښ۲) تائید کړه چې د امریکا لخوا ورته د توغندیو دا سیستمونه ورسیدل.

23.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more