ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

18.05.2022 امریکا غږ

سیګار: د دوحې تړون او د ځواکونو اېستل د افغان پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی لاملونه وو

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی مفتش (سیګار) وايي چې د افغانستان د مخکني حکومت د ځواکونو د ختمېدو او ړنګېدو لوی علت د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون و.

18.05.2022 امریکا غږ

ټی ټی پي د افغان طالبانو په منځګړتوب حکومت سره اوربند وکړ

د طالبانو حکومت تایید کړه چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو کوربه توب کړی دی. د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د مذاکراتو په جریان کې پر اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو. د پاکستان د تحریک طالبان ډلې یا ټي ټي پي له ۲۰۰۷ کال د خپل تاسیس راهیسې په پاکستان کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی. د مشال راډیو خبریال عبدالحی کاکړ نور حال راکوي

18.05.2022 ازادي راډیو

دپور پروګرام دبحالۍ لپاره دپاکستان اؤ ایي ایم ایف خبرې پیل شوې

د پور پروګرام د بحالې لپاره د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف ترمنځ خبرې  د شورو، چهارشنبې، په  ورځ د قطر په سرښار دوحه کې پېل شوې دي. د پاکستان د خزانې وزارت په يو ټويټ کې ويلي دغه خبرې به د مئ تر 25 نېټې دوام ولري. د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف دا خبرې په داسې حال کې شروع شوي چې د امريکايي ډالر په مقابل کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېږي او نن د شورو په ورځ په خلاص مارکیټ کې يو ډالر په 200 روپو خرڅ شوی دی. ددې ترڅنګ د پاکستان د مرکزي بینک د غېر ملکي زرمبادلې ذخيره هم 10.31 بېلېنه ډالرو ته راکوزه شوې ده. ورځپاڼې ډان د امریکا د خارجه چارو دمحکمې د ویاند له قوله ویلي چې امریکا پاکستان ته د اقتصاد د بيا رغونې لپاره د خپلې بشپړې همکارۍ باور ورکړی دی. د پاکستان د خزانې د وزارت لخوا په يو ټويټ کې ويل شوي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف سره په دغه خبرو کې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل، د خزانې د مملکت وزیره عایشه غوث بخش، د مالي چارو سکرټري حميد ېعقوب، د مرکزى بنک مرستيال ګورنر او دپاکستان د محصولاتو د مرکزي ادارې ايف بي ار چارواکي شامل دي. مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان او ايي ایم اېف ترمنځ د روانو خبرو مهمو ټکو کې په تېلو او بجلۍ ورکړل کېدونکي درانه رعاېتونه ختمول شامل دي خو د خزانې وزیر وايي دوي غواړي چې دواړه خواوې په دې اړه دمينځومانې لاره ولټوي. د اقتصادي چارو پوهان د پاکستان دځپلي اقتصاد په خپلو خپو د ودرولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې سره لوظنامه کيدل او د پور پروګرام بيا بحالى اړين ګرځوي. مطبوعاتي رپورټونه وايي چې ايي ایم ایف د پاکستان څخه په تېلو او بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه ختمول او د 1100 اربو روپو د اضافي ټېکسونه راغونډولو غوښتنه کوي. دپاکستان شخصي ټيلي ویژن جيو نيوز پاکستان کې د نړيوالې مالياتي ادارې د نماېنده ايستهر پيرزريز له خولې ویلي چې د اقتصادي استحکام لپاره ضروري ده چې پاکستان د ايي ایم ایف په تګلارو عمل وکړي. د اسلام اباد انټرنېشنل اسلامک پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد ډاکټر معراج الحق ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصاد چې اوس مهال په کوم حال کې دی ددې بحالي د ايي اېم اېف د لوظنامې پرته نه شي ممکن کېدای. نوموړی وايي که نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره لوظنامه وشوه نو پاکستان ته په مختلفو شکلونو کې د ډالر بهير سېوا کېدای شي. دهغه په وینا بيا ډالرې د سعودي عرب ،متحده عرب اماراتو او نورو ملکونو څخه راتلی شي. ښاغلي معراج الحق وویل چې ډالر راتلل پېل شى نو ورسره به په روپۍ او دغېر ملکي زرمبادلې په ذخیرو دباؤ کمېدای شي. په دې وروستیو کې د پاکستان مرکزي بینک وېلي وؤ چې د بزنک دغېر ملکي زرمبادلې ذخيره 290 میلینه ډالره راکمه شوې ده او دا 10.31 بېلينه ډالرو ته ښکته شوې ده. هم دا شان د پاکستان د خزانې وزارت وايي د روان مالي کال په لسو میاشتو کې تجارتي خساره هم 39.2 اربو ډالرو ته رسېدلې ده او حکومت وايي چې د روان مالي کال په لسو میاشتو کې د پاکستان برآمدات هم 26.2 اربو ډالرو ته رسېدلې دي. په عېن حال کې مطبوعات د سرچينو د قوله وايي چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د لکژرى او غېر ضروري څېزونه په درامد کولو هم بنديز لګولی دی چې پکې لګژري ګاډي او د ډول سينګار څيزونه شامل دي. څېړونکي وايي که پاکستان ددغو شیانو په برامد بندېز عملي کړي نو د کال 6 ارب ډالره بچ کولی شی. د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره به دا خبرې ډېرې سختې وي. هغه وايي د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخيرې په تېزې سره کمېږي او په تيرو اتوؤ اوونیو کې دا 6 اربه ډالره لاندې راغلي دي او هم دا وجه ده چې د ډالر په مقابله کې په روپۍ ورځ تربلې فشار سېوا کېږي. نوموړي ډيوه سره خبرو کې ویلي چې دوست هېوادونو هم پاکستان سره مالي ملاتړ د ايي اېم اېف د لوظنامې او قرض پروګرام د بحالۍ سره تړلی دی. هغه وايي که پاکستان ځان د دېواليه کيدو څخه ژغورل غواړي نو د ايي اېم اېف پرته بله لاره نشته. نوموړی زیاتوي پاکستان له به په تېلو سبسډي ختمول وي او ورسره به ورله پرله پسې د بجلۍ او ګېس قېمتونه سېوا کول وي.

18.05.2022 ډیوه

سيګار: افغانستان نه د وتلو امریکايي فېصله د افغان امنیتي ځواکونو د نسکورېدو تر ټولو لوی علت دی

په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څار حکومتي ادارې سيګار په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي افغانستان نه د وتلو د امریکې فېصله د افغانستان د امنیتي ځواکونو د نسکورېدو تر ټولو لوی علت دی. سيګار وویل د افغان امنیتي ځواکونو د ختمیدو یوازنی لوی علت طالبانو سره د امریکې د امن معاهدې د دلاندې افغانستان نه د امریکايي پوځي ځواکونو او د قراردادیانو (ټېکېدارانو) راویستل دي. سيګار وویل د دې نه بس بیا د صدر جوبایډن دا فېصله وه چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ د اپرېل په میاشت کې د افغانستان نه را وېستل شي. د سيګار رپورټ، چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپور شو د افغان ځواکونه د ړنګېدو څه رنګوالي ته یې کتنه کړې ده. په دې موضوع دا د امریکې حکومت لومړی رپورټ ښکاري. سيګار د طالبانو نه وړاندې په افغان حکومتونو هم پړه اچولې چې د هېواد په امنیتي ادارو کې موجود مسلې نه یې نشوې حل کولې چې له امله یې د امنیتي ځواکونو د جنګېدو عزم ټیټ شوی و. د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او د طالبانو امن معاهدې او افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او ټېکېدارانو انخلا د افغان امنیتي ځواکونو مورال یا حوصله ټیټه کړه، سيګار وویل. سيګار وویل کمې تنخاګانې (معاشونه)، د خوراک، اوبو او د ګوله بارود کمی او د افغان کمانډرانو اداري فساد چې د خوراک او تېلو په ټېکو کې نه به يې ګټې ترلاسه کولې هغه مسلې وې چې افغان حکومت یې په حل کولو کې ناکامه شوی و او لېرې کړی شوی افغان صدر د دغو مسلو نه خبر و. د افغانستان د دفاع وزارت یو پخواني چارواکي سیګار ته وویل چې اشرف غني او د هغه نژدو همکارانو افغانستان نه د خارجي ځواکونوانخلا د امریکې سازش ګڼلو. د تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه په وړاندې شلو کلونو کې او د بېلینونو ډالرو په لګښت، امریکې د افغان امنيتي ځواکونو تربیه کړې وه او وسله او نور الات یې ورکړي وو خو د وي او ای رپورټ وايي کله چې طالبانو کابل نیولو نو افغان ځواکونه بغیر د څه مزاحمت ختم شول. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو یو پخواني کمانډر سيګار ته وویل " مونږ داسې پوځ جوړ کړو چې د قراردیانو په ملاتړ به چلیږي. د دې بغیر نشي چلېدلی" او که د کانټرېکټر ملاتړ نه وي نو د کمانډر په قول "لوبه ختمه." پخواني افغان جرنېلانو سيګار ته وویل چې د امریکايي قراردادیانو د انخلا وروسته د یو اېچ بلېک هاک نومې امریکايي هېلې کاپټرو زیاتره برخه د مرمت د نشتوالي له امله بې کاره شوي وه. د هېلې کاپټرو د بې کاره کېدو په نتیجه کې سيګار په خپل رپورټ کې وویل چې په لېرې پرتو مرکزونو کې افغان عسکرو ته د بنیادي ضرورت شیان زر نشول رسوول کېدی او له امله یې عسکر د ګوله بارود د کمي سره مخامخ کېدل شروع شول او د افغان عسکرو مړینه زیاته شوه ځکه چې په وخت درملنې دپاره نشول منتقل کېدی. سيګار وویل د امریکې او د طالبانو د امن معاهده او د دې وروسته افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا اعلان چې ځینو افغان امنيتي چارواکو یې غندنه کړې وه، د افغان امنیتي ځواکونو د "سقوط" لاره هواره کړه.  

18.05.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د بشري وضعیت معلومولو لپاره افغانستان ته تللی

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه راپورنو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت چارواکي وايي، «په دغه هیواد کې عدالت تامین شوی» دی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي څخه یې غوښتي چې پر «حقایقو ولاړ مستند» راپور وړاندي کړي٠

18.05.2022 امریکا غږ

د حجاب د طرحې تطبيق؛ ښځې: کورونو کې له تاوتريخوالي سره مخ يو

د طالبانو له‌خوا د جبري حجاب فرمان له صادرولو وروسته، په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، په کور دننه ورسره تاوتریخوالی زیات شوی. یو شمېر افغان نجونې او ښځې ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا د حجاب د جبري کېدو وروسته، نارینه اجازه نه ورکوي چې له کوره د باندې ولاړې شي. د دوی په خبره، نارینه یې له دې وېره لري چې د ښځو له‌خوا یې د حجاب د نه مراعتولو پر مهال کور په نښه او بیا حوزې ته غوښتل کېږي. یوه مېرمن چې کابل کې اوسېږي نه او نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا کار د دې لامل شوی چې په کور کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی. نوموړې ويلي: "له هغه وخته چې طالبانو ویلي ښځې دې بې‌حجابه نه ګرځي، کله چې د اړین کار لپاره هم بهر ځم، د کورنۍ نارینه راسره ډېر بد چلند کوي. حق او ناحق بهانې غواړي. وایي که تاسې ووځئ، موږ ته سر خوږی جوړوئ. طالب مو کور په نښه کوي بیا موږ حوزې ته غواړي." یوه بله مېرمن چې دا هم نه غواړي د محدودیتونو له امله يې نوم خپور شي وايي، د حجاب د جبري کېدو وروسته، د دوی په کارونو او تګ راتګ محدودیت او کورنی فشار یو په څو چنده زیات شوی دی. نوموړې ويلي: "په افغانستان کې هسې هم له مېرمنو سره زور زیاتی کېده، خو اوس چې طالبانو د حجاب او محرم خبره رابرسېره کړې، په ښځو یې بېخي د ګرځېدو ساحه تنګه کړې. وخت ناوخته د کورنۍ له‌خوا تند او تېز چلند سره مخ کېږو." خو د نجیب په نوم یو ځوان وايي، له دې امله چې د طالبانو له‌خوا له کومې ستونزې سره مخ نه‌شي، باید په کور دننه دا ډول محدودیتونه وضع کړي. ښاغلی نجيب وايي: "موږ له دې امله چې طالبان مو حوزې ته یو نه‌سي او نور سرخوږی را ته جوړ نه کړي، مجبور یو چې ښځې د پخوا په څېر ډېر تګ راتګ ته پرې نه‌ ږدو. که څه هم موږ پوهېږو چې دا دوی د حق پر وړاندې تېری دی، خو موږ مجبور یوو." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ په کور دننه د نارینه‌وو او له کوره د باندې له ښځو سره د طالبانو چلند او پر دوی وضع کړي محدودیتونه د اندېښنې وړ او د بشري حقونو نقض بولي. آغلې بارکزۍ وايي: "له بدمرغه په څو تېرو اوونیو کې افغان مېرمنو خپل ټول حقونه له لاسه ورکړل. څومره چې مېرمنې له کوره بهر ځورول کېږي، په همغه اندازه په کورکې دننه هم له بد حالت سره مخ دي. نه څوک شته چې غږ یې واوري او نه یې هم څوک ستونزې حلوي. زه له ټولو کورنیو غواړم چې مېرمنو سره بد چلند مه کوئ دا تورې شپې اخر تېرېدونکي دي." دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ثور په اولسمه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لارې د خپل مشرتابه هغه فرمان خپور کړ چې د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو په اړ دی. د طالبانو د ځانګړی تعریف له مخې کومې مېرمنې چې حجاب نه مراعت کوي کور به يې په نښه او وروسته به یې د کورنۍ مشر ان امنیتي حوزې ته غوښتل او سزا به ورکول کېږي. طالبانو دغه شان په ښځو بې له محرمه د اوږد سفر بندیز لګېدلی، ډېری له کار کولو منع شوي، په دولتي رسنیو کې ونډه صفر شوې او له شپږم ټولګي پورته له زد‌‌کړو هم منع شوي دي.

18.05.2022 ازادي راډیو

اروپايي ټولنه د بشري حقونو د کمېسیون لغو کېدل د طالبانو «تېروتنه» بولي

د طالبانو حکومت لخوا د بشري حقونو کمېسیون په ګډون د څو نورو دولتي بنسټونو لغو کېدو ته اروپايي ټولنې او جرمني غبرګون ښودلی او هغه یې د طالبانو یوه «تېروتنه» بللې ده.

18.05.2022 امریکا غږ

د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و

د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب تائید کړ.

18.05.2022 امریکا غږ

دپښتونخوا حکومت احساس راشن پروګرام نه د وتلو اؤ د"خوراک کارډ"پروګرام پیل کولو پرېکړه وکړه

د خېبر پښتونخوا حکومت د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام لاندې د مرکزي حکومت د احساس راشن پروګرام نه د وتلو او په صوبه کې د خوراک کارډ پروګرام پېل کولو پريکړه کړې ده۔ دغه پريکړه په ۱۷م مئ د کابينې په غونډه کې شوې ده، څيړونکي وايي د احساس راشن پروګرام د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام يوه برخه وه او د وفاق سره چې د بي ایي ايس پي کوم پروګرامونه تړلي دي هغه به هم هغسې روان وي۔ د خېبرپښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار محمد علي سیف په پېښور کې خبري غونډې ته خپله وینا کې ويلي د خوراک کارډ پروګرام لاندې به د صوبې يو ميلين کورنیو ته ګټه رسيږي او په دې پروګرام به کلیز لګښت نزدې ۲۶ بيلينه روپۍ راځي۔ محمد علي سېف وويل د خوراک کارډ پسر به يوې کورنۍ ته د مياشتې دوه ويشت سوه روپۍ ورکړل کيږي او په هغې بيا دوي کولی شي چې ځان ته پرې خوراکي څيزونه واخلي۔ نوموړي وويل دا پروګرام به هغو کورنیو ته د استمعال وړ وي چې د مياشتې امدن يې د شپاړلسو زرو نه واخله تر شپږويشت زرو روپیو پورې وي او د جولایي د مياشتې نه به دا پروګرام پېل کيږي۔ خبري غونډې ته محمد علي سیف وويل دخېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا وفاقي حکومت ته خط ليکلی چې د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام لاندې د احساس راشن پروګرام نه صوبائي حکومت د وتلو پريکړه کړې ده ۔ خبريال لحاظ علي وي او اې ډيوه ته وويل احساس راشن پروګرام د خېبر پښتونخوا حکومت او د وفاقي حکومت د بي ایي ايس پي پروګرام لاندې شريک پروګرام وو او ددې ختمولو سره صوبایي حکومت يوازې دغه يو پروګرام نه وتلی دی. نوموړي وويل د بي ایي ايس پي لاندې نور پروګرامونه، لکه کونډو ته پېسې ورکول او نورې وظيفې ورکول د وفاق برخه ده او دغه پروګرام به هم دغسې روان وي. په مردان کې د يو دوکان مالک چې د احساس راشن پروګرام لاندې به يې خلکو ته په رعايتي نرخونو خوراکي مواد ورکول ډيوه ته ويل ددغه پروګرام لاندې يوه کورنۍ کولی شو چې د مياشتي په اوړو، غوړو او دالونو د زرو روپو رعايت ترلاسه کړي۔ خبريال تېمور خان ډيوه ته وويل صوبایي حکومت که يوخوا د زرو روپیو د مياشتې د پروګرام نه د وتلو اعلان کړې خو بلخوا يې د دوه ويشتو سوو روپیو د خوراک کارډ د ورکولو اعلان وکړو، نو يوې کورنۍ نه که د احساس راشن پسر د زرو روپو رعايت واخیستل شو نو بلخوا د دوه ويشتو سوؤ روپیو رعايت ورکړل کيږي۔ نو موړي ويل ددې نه ښکاري چې صوبایي حکومت د خوراک پروګرام نه سياسي ګټې پورته کول غواړي . محمد علي سیف ويل په بې نظير اېنکم سپورټ کې ډير داسي خلک وؤ چې د دغه مرستو د اخیستو مستحق نه وؤ او دې پروګرام نه يې ګټه پورته کوله او د دوي حکومت دغه نومونه د یاد پروګرام نه ويستلي وو خو د دوي د اطلاع ترمخه هغه خلک په دې پروګرام کې بيا شاملیږي نو ځکه د وفاقي حکومت د بې نظير اېنکم سپورټ پروګرام د احساس راشن پروګرام نه يې د وتلو پرېکړه کړې ده. د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا وفاقي حکومت نه غوښتنه کړې چې هغه پېسې دې صوبې ته واپس کړل شي کومې چې لا هم نه دي مصرف شوي.

18.05.2022 ډیوه

پاکستان کې یو ډالر 200 روپو ته ورسیدو

پاکستان کې یو ډالر 200 روپو ته ورسیدو پاکستان کې د ډالر نرخ پرله پسې په بره روان دی اؤ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د درېوؤ روپو اؤ۲۶ پیسو د اضافې سره د بینکونو دننه یو ډالر په ۱۹۹ روپۍ تبادله شوی خو بیا په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ تر ۲۰۰ روپو هم اوښتی دی. د څېړونکو وینا ده ترڅو چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د پاکستان معاملې نه وي ترسره شوي د روپۍ په ارزښت کې به د کمي دا لړۍ تم نه شي. د ډالرو په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په داسې حال کې پرله پسې بې قدره کيږي، چې په پاکستان کې اقتصادي کار پوهان وايي، په ملک کې اقتصادي او غېر يقيني صورتحال روان دی او د زر مبادلې ذخیرو کې د کمي او درامدي بيل کې د ریکارډ اضافې په څېر د عواملو له امله تاریخ کې په وړومبي ځل ډالر قابو دوؤ سوؤ روپو ته رسیدلي دي. تیره ورځ د کاروبار په پائ کې د ډالر نرخ یوه روپۍ او ۵۶پیسې سیوا شوی ؤ اؤ یو ډالر په ۱۹۵ روپۍ اؤ۷۴پیسو پلورل شوی ؤ. د پاکستان د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د پاکستان درامدي بل سېوا دی، تجارتي خساره سېوا کيږي او حکومت ته يې سپارښتنه کړې چې هغه څيزونه چې ضروري نه دي د بهر نه راغوښتل دې ودرول شي. وړمه ورځ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي وؤ، وزيراعظم ته يې ويلي چې د لګژري څيزونو راغوښتل دې ودروي. د هغه په وېنا هغه څيزونه لکه ګاډي او ورسره نور څيزونه چې ضروري نه دي، او د هغې په سر شپږ اربه ډالره ورکول وي نو که دغه څيزونه ودرول شي، دا شپږ اربه ډالره به بچ شي. د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې نه وي شوي په هېواد کې به بې ثباته حالت روان وي. د اقتصادي چارو کار پوهه سلمان شاه وايي، په روان وخت کې د ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې ضروري دي، پکار ده چې پاکستان خپلې مسلې د نړيوالې ادارې سره شريکې کړي او اداره چې کومې خبرې تجويز کړي نو په هغې عمل هم پکار دی. هغه وویل که د ايي اېم اېف سره خبرې نه کيږي نو دغه غېريقيني صورتحال به روان وي. د پور د پروګرام بحالۍ لپاره د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ مهمې خبرې د چهارشنبې د ورځې څخه د قطر په سرښار دوحه کې پېل شوي دي. د پاکستان د خزانې وزارت په يو ټويټ کې ويلي دا خبرې به د مې د 25 نېټې پورې جاري وي. د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې شروع شوي چې د امريکايي ډالرو په مقابله کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په تېزۍ سره غورځېږي او د پاکستان د مرکزي بینک د غېر ملکي زرمبادلې ذخيره هم 10.31 بېلېنه ډالرو ته راکښته شوې ده.  

18.05.2022 ډیوه

تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د ډزبندۍ غځولو اعلان کړی

لاقانونه ګرځول شوې تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) حکومت سره کړې ډز بندي د روانې مۍ میاشتې تر پایه غځولې ده. په عین حال کې د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د شمالي وزيرستان په میر علي خدوي علاقه کې یې ترهګرو سره نښته شوې او د تحریک طالبان پاکستان دوه ترهګر یې وژلي دي. بل لوري ته د شمالي وزیرستان مير علي سیمه کې د یو ځایي تن مړی ترلاسه شوی او یو ډاکټر نامالومه کسانو تښتولی دی. د ټي ټي پي لخوا د مطبوعاتو سره په شريک شوي بيان کې په رسمي توګه منل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه مذاکرات روان دي. بل لور د طالبانو په بیان کې ویل شوي چې د مسیدو او ملاکنډ ډوېژن مشرانو د حکومت په وینا دوي سره د مې میاشتې په 13مه او 14مه نېټه لېدلي او د دواړو خواو نه یې غوښتي چې تر څو مذاکرات پېل وي د دواړو خواو نه دې د ډز بندۍ اعلان وشي. د همدې له امله دواړو خواو د دوي غوښتنې ومنلې او د مې تر 30مې پورې د اوربند اعلان کوي. د ټي ټي پي دغه بيان ته د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی. بل لور ته وي او ای ډیوه ته د سیمې نه امنیتي سرچینو ویلي د میر علي تحصیل په خدوي سيمه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځته نښته شوې او په نښته کې د تحریک طالبان پاکستان الطاف نومې ترهګر سره د یو بل پلوي وژل شوی دی. سرچینو ویلي د وژل شوو ترهګرو څخه وسله ترلاسه شوې او هغه په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی. د علاقې خلک وایي د دې عملیاتو پرمهال سیمه کې د هیلي کاپټرو نه ګولۍ هم ورول شوي دي. په سیمه کې د (یوت اف) وزیرستان فعال وقار داوړ وي او اې ډیوه ته وویل دتیرې ورځې نه د میر علي خدوي، عیدک او ټوچي پار سیمو کې جګړه روانه ده او د جګړې پرمهال د هیلي کاپټرو نه ډزې کیږي. هغه وویل دا علاقې تړل شوي او د سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي او د نقصان په اړه یې مالومات نه دي تر لاسه کړي. خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط ډیوه ته وویل په میر علي خدوي سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو د موجودیت کره استخباراتي مالومات ترلاسه کړي وو چې د تحریک طالبان پاکستان کسان د ترهګري منصوبه جوړوي . هغه وویل د عملیاتو پرمهال ځینې وسله وال تښتیدلي او د هغوي پرضد عملیات روان دي او د عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته هوايي ملاتړ هم ترلاسه دی. پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وو، د شمالي وزیرستان په بويه علاقه کې يې د تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوب دوه ترهګر وژلي دي. د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی و. پوځ په دغه پېښه کې د درېوو پوځيانو او درېوو ماشومانو د وژل کېدو پخلی کړی وو.د دغه ځانمرګي بريد زمه واري چا نه وه منلې. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو چې د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلي. هم دې سره تیره ورځ په میرعلي کې د یو ځايي تن مړی په داسې حال کې موندل شوی چې تشدد پرې شوی. د میر علي تاڼې چارواکي وایي دغه تن د میر علي ځایي اوسیدونکی و او څو ورځې وړاندې د کور نه تښتول شوی و.د پولیسو په خبره د میر علي حیدر خېل کلي نه یو ډاکټر نامالومه کسانو تښتولی دی. د دوي په وېنا دغه ډاکټر زیشان نومیږي چې د سوات سره تړاو لري او هلته د پولیو ناروغۍ پرضد په ځانګړې ډیوټۍ مامور. پولیس زیاتوي د دغه پیښې پرضد یې د لټون عملیات پیل کړي دي. بل پلو د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي د دوو ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مسيدو د جرګې د لارې خبرې روانې دي، او جرګې ويلي دي چې دواړو خواو دوي ته د خبرو باور ورکړی دی.  

18.05.2022 ډیوه

کراچۍ: د علي وزير د ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړی شوه

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير پرضد د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي دوېم نمبر عدالت د ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړه، او تر 26 مې پورې دغه قضيه وځنډول شوه.

18.05.2022 ډیوه

خېبرپښتونخوا: په سکولونو کې د دویم وخت کلاسونه شروع شوي

د تعلیم په مد کې د مرستندویه ادارو سره د همکارۍ دپاره د صوبايي حکومت د کمېټۍ مشر عمر اورکزی وايي په لسګونو سکولونو کې د دویمې مرحلې د کلاسونو لړۍ پېل کړی شوي ده او د دې ترڅنګ په شخصي سکولونو کې د هغو ماشومانو داخلې شروع شوي دي چې دا مهال د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي.

18.05.2022 ډیوه

د بلاول د امریکا سفر:د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې به ورسره ښې شي؟

څيړونکي وايي، د بلاول بټو زرداري د امریکا دوره لوی اهميت لري خو پوښتنه بيا هم دا ده چې ايا د پاکستان خارجه وزير دومره واک لري چې د امريکا سره د اړيکو ښه کولو پرېکړې وکړي؟.

18.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more