ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دپاکستان بجټ ته په رسنیو اؤ سوشل میډيا څنګه کتل شوي؟

په لسم جون په پاکستان کې وړاندې کړل شوي بجټ باندې په مېډيا او سوشل ميډيا بحثونه روان دي۔ په ميډيا که په تنخوا ګانو او پېنشن کې په زياتوالي، د بجټ په خساره او د قرضونو په واپسۍ او په هغې د سود په ورکولو تبصرې کيږي، ولې ټولنيزو رسنيو باندې په حکومت نيوکي کيږي چې عام ولس د پاره دې بجټ کې څه رعايتونه نه دي ورکړل شوي۔ وتلي خبريال مبشر زیدې په ټويټر ليکلي چې په کومه ورځ د تعليم او صحت بجټ د دفاعي بجټ د نيمې هم برابر شو په هغه ورځ به زمونږ هېواد د ترقۍ په لور روان شي۔ پېښور کې يوې بلې خبريالې فرزانه علي په ټويټرليکلي د اېن ايچ ای د پاره د ټولو نه زياتې يوسل اتلس اربه روپۍ د اعلا تعليم محکمې د پاره څلور څلويښت او صحت د پاره دولس اربه روپۍ اېښودل شوي دا زمونږ ترجيحات دي، پخواني وزير اعظم عمران خان ليکلي مونږ د امپورټډ حکومت دا بجټ مسترد کوو، دوي د ګرانۍ او د معاشي نمو اندازې په غېر حقيقي او د مفروضو په اساس وړاندې کړي دي، حکومت د ګرانۍ کچه يوولس اعشاريه پينځه ښودلې خو عمران خان وايي ګراني به د پينځويشتو نه د ديرشو فيصدو ترمينځه وي۔ عمران خان د دریوؤ کالو نه تر زیاتې مودې په واک کې له پاتې کيدو وروسته روان کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحريک د لارې د حکومت نه لرې کړس شوی ؤ۔ دعمران خان دغه ټويټ ته په ځواب کې ځېړونکي اؤ‌سیاسي فعال خادم حسېن طنزیه ليکلي ستاسو په حکومت کې د ګرانۍ کچه د نشت برابر شوې وه، او په لکونو خلکو ته روزګار ترلاسه شوي ؤ. د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلئ غړي او د خېبر پښتونخوا پخواني وزير اعلا امير حېدر خان هوتي په ټويټرليکلي تېر شوي حکومت ملک په اقتصادي توګه د تباهۍ سره مخ کړی دی، موجوده حکومت ته به عوام په پام کې نیول وي، هغه ویلي د پي ټي ایي حکومت د تلو په وخت اپوزيشن ته دام اېښی ؤ خو هغوي پاکستان او د پاکستان اقتصاد ګېر کړو۔ نوموړې زياته کړې اقتصادي خطرې اوس هم موجود دې او ملک به د ديواليه کيدو نه بچ کول وي۔ وزير اعظم شهباز شريف په ټويټر ليکلي د اعلا تعليم په بجټ کې مو د وعدې سره سم کمی نه دی راوستی او دهائير ايجوکېشن په ترقياتي بجټ کې اووه شپيته فيصده زياتوالی راوستل شوی دی، نوموړي ويلي دا بجټ د ملک د اقتصادي بحران نه راويستلو د پاره يوه نسخه ده۔ د سو شل ميډيا تر څنګ د اردو اؤ انګريزۍ ژبو ورځپاڼو او په ټيلي ويژن چېنلو هم د بجټ په اړه خبرونه ورکړل شوي او تبصرې پرې شوي دي، د اردو ژبې مشرق اخبار په اولنۍ پاڼه دوه لویو خبرونو ته ډير ځايې ورکړی دی چې يو په تنخواګانو کې د پينځلس فيصده اضافې په هکله او بل د بجټ څلور نيم زره اربه نه د زياتې خسارې په هکله دی۔ دغسې د اردو ژبې اج ورځپاڼې هم د تنخاګانو د اضافې او په ګاډو، سيګرټو او موبايلو د ټېکسونو خبرونه په اولنۍ پاڼه په سرخط کې ليکلي دي. د انګريزۍ ژبې ډان، دي نيوز او فرنټير پوست هم په اولنو پاڼو د لویو سرخطونو سره د بجټ په اړه خبرونه چاپ کړې دي، ډان ورځ پاڼې د خپل خبر په سرخط کې ليکلي "د راتلونکو سختو وختونو دپاره وړاندې کړل شوی بجټ" دغسي دي نيوز په سرخط کې ليکلي "لګول شوي ټيکسونه او په اخراجاتو کې کمی د ایي ايم نه د پيکیچ اخستو د پاره شوي دي" ډان ورځپاڼې د بجټ په اړه اداريه هم ليکلي ده، په اداريه کې ليکل شوي د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په دې غلی پاتې شوی خو په راتلونکې مياشت کې د بجلۍ، ګېس او د انرجۍ د استمعال د نورو څيزونو په بل کې د زياتوالي تاؤ به عام ولس محسوس کړي۔ اداریه کې لیکل شوي ښکاري چي دا بجټ د ایي ايم نه قرض اخستو د پاره ترتيب شوی وو۔

11.06.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان: پي‌ ټي ایم وایي، د امنیتي ځواکونو په ډزو څلور کسان وژل شوي

په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ  او ځایي خلک وایي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د علاقې څلور کسان وژل شوي دي. خو د امنیتي سرچینو وینا ده چې وژل شوؤ کسانو غوښتل په غیر قانوني طریقه په افغان پوله واوړي. پولیس دا پیښه تایدوي او وایي دا د جنوبي وزیرستان منتویي سیمه کې څو ورځې وړاندې شوې ده. د تیارزه تاڼې چارواکو په خبره تیرو درېوؤ ورځو کې علاقې ته د څلورو کسانو مړي راوړول شوي چې د  منتویۍ علاقې ځایي اوسدونکي دي خو پولیسو په دې اړه د نورو مالوماتو شریکولو نه ډډه وکړه چې دا چا لخوا او ولې وژل شوي دي؟ د علاقې خلک ددغو وژنو تور په علاقه کې په میشت امنیتي ځواکو پورې کوي او وايي د هغوي په ډزو وژل شوي دي. د پاکستان پوځ یا حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.   د دغه پیښې پرضد  نن د جنوبي وزیرستان په بیلا بیلو سیمو کې احتجاجي مظاهرې شوي او ویل شوي چې وژل شوي کسان د علاقې عام خلک دي. احتجاج کوونکو ددې پیښې دپلټونو او د وژل شوؤ کسانو ته د شهدا پیکیج غوښتنه کړې ده. د مانتویۍ سیمې یو مشر الله نور وویل ددغه علاقې خلک غریبانان دي او کار روزګار نه لري. هغه وویل دغه علاقه د امنیتي ځواکونو لخوا له پریښولو وروسته د سیمې خلک د هغوي مورچو نه د کباړ یا پاتې شوي سامانونه راغونډوي او بیا یې په بازارونو کې خرڅوي. هغه وویل دغه کسان ترهګر نه دي او د علاقې عام خلک دي چې د کباړ راټولو له تللي وه هلته وژل شوي دي. هغه وویل دوی ته د وژل شوؤ کسانو مړي په علاقه کې میشت امنیتي ځواکونو نه تر لاسه شوي خو دوی ته دا نه دي ویل شوي چې په څه جرم یې وژلي دي . سیف رحمان نومي تن وویل په وژل شوؤ کسانو کې د هغه یو ذتره زویې هم شامل دی. هغه وويل دتره زویې یې په کراچۍ کې مزدوري کوله او  څو ورځې مخکې کور ته راغلی ؤ. هغه زیاته کړه دوی پرامن خلک دي او د ترهګرو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري. هغه د انصاف غوښتنه وکړه او وئ ویل چې ددغه پیښې دې پلټنې وشي. بل لوري ته نن د جنوبي وزیرستان مکین، واڼه، انګور اډه او یو شمیر نورو سیمې کې ددې پیښې پرضد احتجاجي مظاهرې شوي چې پکې ددغه پیښې د پلټنو کولو غوښتنې شوي. د جنوبي وزیرستان د پي ټي ایم فعال رحمت شاه مسید وویل وژل شوي کسان ترهګر نه دې خو په دوی د ترهګرۍ ټپه لګول شوي ده . هغه وویل دوی دداسې ډول پیښو دمخنیوي ترڅنګ دې کسانو ته د شهدا پیکیج ورکولو او په ازاده کچه ددې دپلټنو غوښتنه کوي او هغو کسانو ته دې سزاګانې ورکړل شي چې دا کسان یې وژلي دي. وي او ای ډیوه په دې اړه د علاقې پولیس او انتظامیه مشرانو سره د تماس نیولو هڅه کړې او د پاکستان د پوځ نه یې دبریښنا لیک د لارې پوښتنه کړې خو تر دې مهاله یې څه ځواب ترلاسه نه کړو. په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل چې د دوی دمالوماتو له مخې وژل شوؤ کسانو په غیر قانوني یا په پټه توګه په افغان پوله د اوښتو هڅه کوله . سرچینو وویل دا نه شي ویلی چې وژل شوي کسان بې ګناه دي او که نه خو په پوله ازغن تار لګېدلی او چې څوک په غیر قانوني طریقه یا په پټه توګه په پوله اوړي دهغوي پرضد کاروایي کیږي.  

11.06.2022 ډیوه

اورپايي ټولنه کې غریتوب اوکراین ته د اروپايي کمیسیون د مشرې د سفر عمده موضوع ده

د اروپايي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین نن شنبه جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) د اوکراین پلازمینې کیف ته ولاړ‌ه څو د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره د هغه هیواد د بیارغونې او په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د یوځای کیدو په اړه په پرمختګونو خبري وکړي. میرمن لاین پر یو ټویټ لیکلي:"زه به د بیارغونې او اروپايي مسیر باندې د اوکراین د پرمختګ په اړه په مشترک اړین کار بحث وکړم." ولادمیر زیلنسکي چې د شنبې په ورځ په کیف کې له یو نامعلوم ځای څخه خبري کولې وویل هیواد به یې په «پریکنده ډول» په دې جګړه کې چې روسیې پیل کړې، بریالی شي. نوموړي چې په سینګاپور کې د اسیا د شانګري لا ډیالوګ په امنیتي غونډه کې خبري کولې وویل، اوکراین د جګړو او د روسیې د محاصرې له امله د نړۍ یو شمیر سیمو ته چې د خوراکي‌ موادو له شدید کموالي سره مخ دي د خوراکي موادو د تامین د دوام په برخه کې ستونزو سره مخ دی. بایډن: زیلنسکي نه غوښتل خبرداري واوري د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د جمعې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) وویل د امریکا استخباراتو هڅه وکړه چې د روسیې د قریب الوقع یرغل په اړه اوکراین ته خبرداری ورکړي، خو زیلنسکي نه غوښتل دې خبرداریو ته غوږ ونیسي. بایډن دا څرګندونې په لاس انجلس کې د بسپنې راټولولو په یوې غونډه کې د خبرو پرمهال وکړي، چیرې چې نوموړي د خپل کار او له اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې د یووالي په اړه وینا کوله. بایډن وویل: «له دویمې نړیوالې جګړې راپدیخوا داسې څه نه وو پيښ شوي. پوهیږم ډیرو خلکو فکر کاوه چې زه ممکن مبالغه کوم. خو زه پوهیدم، چې هغه "ولادمیر پوتین" غوښتل پولې له هغې غاړې داخل شي.» اوکراین کې د جګړو دوام د جمعې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د سیویرودونتسک ښار د نیولو لپاره د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه. اوکرایني‌ چارواکو یو ځل بیا د راکټي سیستم په ګډون له غرب څخه د ډیرو وسلو غوښتنه کړېده. د اوکراین د نظامي استخباراتو مرستیال وادیم سکیبیت سکای د بریټانیا له ګارډین ورځپانې سره په مرکه کې ویلي دي اوس جګړه د وسلو ده. نوموړي وویل اوس هر څه له اوکراین سره د غرب د مرستو پورې اړه لري.

11.06.2022 امریکا غږ

د بي جی پي د مشرانو د لانجمنو بیانونو پرضد هند کې قهرژنې مظاهرې، دوه کسان وژل شوي ګڼ‌ ژوبل

په هند کې د واکمن بهارتیا جنتا پارټي (BJP) د دوو ویاندویانو له خوا د اسلام د پیغمبر په اړه د جنجالي څرګندونو له امله د مظاهرو او تاوتریخوالي په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي دي. مظاهره چیانو د هند د جهارکنډ ایالت په رانچي ښار پولیس په کاڼو ویشتي اؤ پولیسو دهغوئ خورولو لپاره هوایي ډزې کړې دي. د رانچي د کلیوالو سیمو د پولیسو سپرنټنډنټ (کلیوال) نوشاد عالم رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په رانچي کې د لاریون پرمهال دوه لاریون کونکي وژل شوي. ویل کیږي چې دوئ د ډزو له امله مړ شوي او سربیره پر دې ګڼ شمیر ژوبل شوي کسان په روغتون کې د تر درملنې لاندې دي. نوشاد عالم وویل چې د پولیسو لوړ پوړی سپرنټنډنټ سریندر جاه هم د لاریون کوونکو لخوا د کاڼو په ویشتلو ټپي شوی دی. د کړکېچ له امله انتظاميې په متاثره سيمه کې دفعه 144 نافذه کړې ده. د هند د پولیسو د سرچینو په وینا، د اترپردیش په بېلابېلو سیمو کې د مظاهرو پر مهال ۱۳۶ کسان نیول شوی دی. په دوی کې 45 د سهارنپور څخه ، 37 د اله آباد څخه ، 23 د امبیډکر نگر څخه ، 20 د هاټرس څخه ، اووه د مراد آباد څخه او څلور د فیروز آباد څخه دي. پولیس وايي، په ځپل شویو سیمو کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي، خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی. دمغربي بنګال په هاوړه سیمه کې هم دخالي په سهار دمظاهره چیانو اؤ پولیسو ترمنځ نښتې شوې دي. دخبري شبکې ای این ایي له مخې پولیسو دمظاهره چیانو خورولو په خاطر په دوئ اوښکې بهیونکی ګیس کارولی دی اؤ په سیمه کې یې دفعه ۱۴۴ نافذ کړې ده دمغربي بنګال وزیراعلا ممتا نبرجي ویلي ځینې سیاسي ګوندونه فساد کول غواړي خو د دوئ فساد به هیڅکله ونه زغمل شي. هغه ویلي چې د بي جی بي د مبینه ګناه سزا دې ولس ته ولې ورکړل شي؟ په عین حال کې د آل انډیا مسلم پرسنل لا بورډ، چې د هند د مسلمانانو ګډ پلیټ فارم دی، یوه بیانیه خپره کړې، چې له ټولو اسلامي علماؤ او روڼ اندو یې غوښتي، چې په ټلویزیوني مناظرو کې دې برخه وانه خلي، ځکه د مناظرو هدف د اسلام او مسلمانانو سپکاوی دی. دا اپیل د بورډ لخوا د بي جي پي د دوؤ مشرانو ، نوپور شرما او نوین کمار جندال د متنازع بیانونو پر وړاندې د لاریون په جریان کې شوی دی. جماعت اسلامي هند، ال انډیا مسلم مجلس مشاورت اؤ جمعیت علماء هند په ګډون ګڼو اسلامي تنظیمونو اؤ ګوندونو دپرسنل لا بورډ د غوښتنې ملاتړ اعلان کړی دی. (د وي او ای اردو په مننه)

11.06.2022 ډیوه

 يورپين يونين د طالبانو لخوا د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنې ښودلي

 واشنګټن- د افغانستان د پاره د يورپين يونين خصوصي استازي تامس نېکلاسن ويلي په افغانستان کې د بشري حقونو صورتحال ډېر خراب دی او بيا په خصوصي توګه د ښځو، جينکو او د اقليتونو حقونه بېخي د پښو لاندې شوي. په خپل ټوېټر پاڼه نېکلاسن ليکلي طالبان د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي چې نه يې ټول شموله حکومت جوړ کړی، نه يې کومې کوټلې پاليسيانې جوړې کړي او نه يې ولس د ځان ملګری کړی. د افغانستان په صورتحال انديښمن ښاغلي نېکلاسن ويلي يورپين يونين ژمن دی چې د افغان ولس سره ودرېږي او خوښ دی چې په برسلز کې يې د يونين د اتحادي هېوادونو د افغانستان د پاره د نمايندګانو يوه غونډه راجوړه کړې ده چې پکې د بشري حقونو کارمندان او اقتصاد پوهانو هم ګډون وکړو. بلخوا د جینکو د تعلیم د حق مبارزې ملاله یوسفزۍ د یوګنډا د وینیسا ناکټی او د سويډن د ګریټا تهنبرګ څوک چې د موسمي بدلون په حقله کارکوي سره د سويډن د پارلمنټ مخې ته د جون په لسمه نېټه "فرائیڈے فار فیوچر" احتجاج کې ګډون کړی. نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ رایټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي د موسمي بدلون پرضد جنګ په اصل کې د جینکو د تعلیم د حق جنګ دی. د ملاله یوسفزۍ په وینا د موسمي بدلون له سوبه زیاتره جینکو ته سکولونو ته تګ ګران شي چې د هغوي تعلیم پرې اغیزمن کېدلی شي. نزدې لس مياشتې کيږي چې د جينکو په تعليم بندېز دی، ښځې د روزګار نه منع کړل شوي، د ښځو بې محرمه په بهر وتلو او يواځې سفر کولو بندېز دی او په ټيليويژن ښځو کارمندانو ته د داسې پردې حکم شوی چې په پټ مخ به د ټي وي په ښيښه راځي. طالبان د بشري حقونو د سر غړونې نه انکار کوي او وايي د جينکو د تعليم لارې به ژر پرانيزي. بلخوا د افغانستان د مقاومت جبهې یا نيشنل ريزېسټېنس فرنټ په خپله ټوېټر پاڼه د يورپين يونين د نماينده د بيان ستاينه کړې چې د طالبانو د بشري حقونو نه د سرغړونې ذکر يې کړی او زياته يې کړه د پنجشير سره سره طالبان په نور افغانستان کې هم بشري حقونه د پښو لاندې کوي. ملګرو ملتونو او امريکا هم د افغانستان په صورتحال انديښنې ښکاره کړي او وايي د بشري حقونو پايمالي او د ترهګرو ډلو د طالبانو په واک کې شتون د سيميز او نړيوال امن د پاره لوی ګواښ دی.  

11.06.2022 ډیوه

د قبایلي ضلعو هر ښار کې باید عصري پوهنتونونه جوړ کړل شي،د پارلیمان د غړو اؤ ماهرینو غوښتنه

د پارليمان غړو او د تعليمي چارو ماهرينو د وفاقي حکومت لخوا د کال 2022-23م په بجټ کې په شمالي وزيرستان کې د عصري پوهنتون د جوړښت لپاره د رقم ځانګړي کولو د اعلان هرکلی کړی خو وایي په قبایلي ضلعو کې اوس هم نزدې لس لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دى او بايد چې صوبايي او مرکزي حکومتونه دې ته پام وګرځوي. د ملى جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د مرکزي حکومت لخوا په شمالي وزیرستان کې د عصري پوهنتون د جوړښت لپاره د پنګو د ځانګړې کولو هرکلی کړی او ډيوه سره یې خبرو کې ویلي دا يو اغاز دی او باید چې دقبایلي ضلعو په هر ښار کې جديد پوهنتون جوړ کړی شى. نوموړي وويل ددې پوهنتون جوړولو لپاره یې له ډېر وخت راهیسې کار کولو او د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې ددې فزبيلټي لپاره پېسې هم ايښودل شوې خو له هغې وروسته ورباندې کار ونه شو. وايي چې وروسته د مسلم لیګ نون په مشرۍ کې د جوړ اتحادي حکومت د وزير اعظم شهباز شريف نه یې هم ددې پوهنتون د جوړولو غوښتنه کړې وه. محسن داوړ وايي دا ځل د پوهنتون د فزيبيلټي کار هم پوره شوی او ورسره مرکزي حکومت په راتلونکي بجټ کې پېسې هم مختص کړې دي. دا به د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ځپل شوو سیمو لپاره لومړنۍ پوهنتون وي. د پاکستان د تعلیم په مرکزي وزارت کې د تعلیم د تکنيکي چارو سلا کار او پوهان عمر اورکزي په شمالي وزیرستان میران شاه کې د پوهنتون لپاره په مرکزي بودیجه کې د پېسو ايښودل کيدو هرکلی کوي او ډيوه ته وايي دا به کافي نه وي. دې وايي دپوهنتون مثال د چهت وي خو چې کله بنياد نه وي نو تش چهت هېڅ ګټه نه ورکوي. دی وايي اوس په قبایلي ضلعو کې ټول لس لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي او په دې کې يوازې 75 فيصدي جینکۍ دي چې عمرونه یې د 5 او 16 کالو ترمنځ دى. د نړیوال بنک د يو رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو کې 78 فيصدي جینکۍ د پرایمرې د کچې د تعلیم وروسته د سکولونو څخه اوځي او عمر اورکزي ددې مهم علت دغلته د ښځینه استاذانو کمی، د پرایمرې د نه وروسته د مډل او هایر سکنډرى سکولونو نشتوالی ښایي. هم دا راز په وفاقي بجټ کې د 1 کروړ، 10 زرو طالب علمانو لپاره د وظيفو د پروګرام لاندې 45 ارب روپۍ ځانګړې کړی شوې دي او د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل پرون د جمعې په ورځ د بجټ وړاندې کولو په مهال قامي اسمبلۍ ته ویلي چې حکومت د تېر کال په مقابله کې د لوړو زده کړو د کمېشن په بجټ کې هم 67 فيصدى اضافه کړې ده. هغه ویلي د لوړو زده کړو د کمېشن په بجټ کې د بلوچستان او قبايلي ضلعو د محصلینو لپاره 5000 تعلیمي وظيفې هم شاملې دي خو د ملى جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ يو کروړ او لس زره طالب علمانو لپاره په اعلان شوؤ وظیفو کې د پخواني قبایلي ضلعو د محصلینو دپاره هم برخه غواړي او دا معامله یې د بېنظير انکم سپورټ د وزيرې شازيه مرى سره هم راپورته کړې ده. د پاکستان مرکزى حکومت د کال 2022-23م په بجټ کې د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره 50 اربه روپۍ ايښودلې دي خو د باجوړ څخه د سینیټ غړي هدایت الله ډيوه ته ویلي چي دقبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګدېدو په مهال لوظ شوی ؤ چې ددغه سيمو لپاره به هرکال نېزدې 100 اربه روپۍ ايښودل کېږي. وايي مونږ هغه وخت سل ارب روپو ته هم تېار وو خو اوس چې ګرانۍ ته وکتل شي نو50 اربه روپۍ د 24 اربه روپو ځائ نه نيسي. وايي دا معامله به د مرکزى حکومت سره راپورته کوي او زیاتوي قبایلي سیمه چې څومره شاته پاتې شوې ده نو دغه سيمې په 50 اربه روپو کې د هېواد د نورو سيمو سره په سل کاله کې نه برابرېږي. مطبوعاتي رپورټونه وايي چې اسټبلشمنټ ډويژن د علامه اقبال سکالرشپ پروګرام لاندې د افغان محصلینو لپاره د 3000 تعلیمي وظیفو د 1 بېلين روپو ترڅنګ نورې 70 مېليونه روپې هم مختص کړې دي.

11.06.2022 ډیوه

امریکا تایوان ته نږدې د چین په بې ثباته کوونکو نظامي فعالیتونو انتقاد وکړ

د متحده ایالتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) تایوان ته نږدې او همدارنګه په ختیځه او جنوبي آسیا او اوقیانوسیه کې د چین په «پارونکو او بې ثباته کوونکو» نظامي فعالیتونو انتقاد وکړ. ښاغلي آسټن د چین له دفاع وزیر سره تر خپلې مخامخ لیدنې یوه ورځ وروسته په سنګاپور کې د شانګري لا ډیالوګ په امنیتي غونډه کې د تایوان په اړه د بیجنګ په زیاتیدونکو فشارونو انتقاد وکړ. نوموړي هغې غونډې ته چې پکې د آسیایي هیوادونو او د نړۍ دفاع وزیرانو ګډون کړی و، وویل: «موږ تایوان ته نږدې د پارونکو او بې ثباته کوونکو نظامي فعالیتونو د زیاتیدو شاهدان یو.» ښاغلي آسټن زیاته کړه، چین همدارنګه په وروستیو میاشتو او حتي هره ورځ تایوان ته نږدې په بې سارې ډول نظامي پروازونه ترسره کړي دي. خو نوموړي د ناسمو محاسباتو د مخنیوي په هدف د چین له دفاعي مشرانو سره د اړیکو په بشپړو پرانیستو چینلونو هم ټینګار وکړ. د واشنګټن او بیجنیګ اړیکي د دیموکراتیک او خپل مختاره ټایوان پر سر مخ په خرابیدو دي، کوم چې چین فکر کوي د خاوري جز یې دی او څرګنده کړې یې ده که ضرورت وي په یوه ورځ کې به یې په زور ونیسي. بیجیګ د روان کال په ترځ کې د ټایوان په هوایي دفاعي زون کې په لس ګونه سرغړونې کړي دي. د چین دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن ته خبرداری ورکړ که ټایوان خپلواکي اعلان کړي چین چمتو دی چې جګړه پیل کړي. د تایوان په اړه تاوتریخوالي په دې وروستیو کې وروسته له هغه زیات شوي دي چې د یاد ټاپو په فضا کې د چین د نظامي الوتکو حضور ډیر شوی دی. د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت جاپان ته د سفر پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل که چین پر تایوان نظامي برید وکړي، واشنګټن به د تایوان له پوځ څخه دفاع وکړي.

11.06.2022 امریکا غږ

د طالبانو یو پلاوی د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍکار پیلېدو په اړه ایران ته ولاړ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د طالبانو حکومت یو لوړپوړی پلاوی د خواف ـ هرات دریمې برخې د ترمیم د پاتې چارو بیا پیل کېدو په اړه د بحثونو لپاره ایران ته ولاړ.

11.06.2022 امریکا غږ

مقاومت جبهې د بشري حقونو څار سازمان د راپور هرکلی او طالبانو رد کړ

په پنجشېر ولایت کې له مقاومت جبهې سره د تړوا په تور د طالبانو لخوا د ملکي خلکو ځورولو په اړه د بشري حقونو څار سازمان د راپور تر خپرېدو یوه ورځ وروسته د طالبانو خلاف مقامت جبهې د یاد راپور هر کلی کړی، خو طالبانو یاد راپور رد کړی او هغه یې بې اساسه بللی دی.

11.06.2022 امریکا غږ

عبدالله عبدالله بیرته افغانستان ته ستون شو

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن شنبه جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) له هند څخه بیرته افغانستان ته شتون شو.

11.06.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان: په بجټ کې د ټېکسونو زيات بوج په عامو خلکو اچول شوی

د پاکستان مرکزي حکومت د کال 2022-23 د مالي کال په بجټ/ بوديجې کې مرکزي د ماليې/ ټېکس ادارې اېف بي ار ته د 7000اربه روپو نه زيات د ماليې هدف ورکړی دی کوم چې د تېر مالي کال 2021-22 په مقابله کې 20.1  فيصده زيات دی.

11.06.2022 ډیوه

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي دي. د فراه د ښځو چارو ریاست وايي، د طالبانو له حکومت داسې یو مکتوب ور رسېدلی چې په کې لیکل شوي، دا ریاست د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په مرکز بدل شوی دی. د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مخکنۍ سرپرسته مرضیه نورزۍ وايي، طالبانو د ۱۴۰۱ کال له لومړیو دا موضوع تصویب کړې ده. اغلې نورزۍ زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې ولایت کې د ښځو د تخنیکي زده‌کړو د ادارې لپاره د یوه کال بودجه هم ور استولې ده. هغه د خپل کار ځای او څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه د اسلامي امارت له‌خوا زموږ ادارې ته کوم امر نه‌دی شوی، چې موږ خپل فعالیت وکړو. دفتر هم نه‌لرو. د ښځو د پیاوړتیا او اقتصادي پرمختګ لپاره له کوره فعالیت کړو. موسسو سره په اړیکه کې یوو. هغه موسسې چې کار کوي، له ښځو سره له کوره په اړیکه کې دي چې کار وکړي." د مېرمن نورزۍ په خبره، د دې ادارې تشکیلات تر اوسه د ښځو چارو د ریاست د پخوا په شان دي، خو د دې ریاست یو شمېر نارینه کارکوونکي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته جذب شوي او یو شمېر نور یې د خپل برخلیک په اړه د طالبانو امر ته په تمه دي. په ورته وخت کې د سرپل د ښځو چارو ریاست پخوانۍ رییسه وايي، تر اوسه یې داسې کوم مکتوب نه دی تر لاسه کړی. خو نبیلا حبیبي ازادي راډیو ته تایید کړه، چې دا ریاست د ښځو د تخنیکي زده‌کړو په مرکز بدل شوى دى.  هغې زیاته کړه، د دې ریاست ډېری کارکوونکې په کور ناستې دي، خو خپل معاشونه اخلي. د مېرمن حبیبي په خبره، د دې ریاست دوه تنه نارینه کارکوونکي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته جذب شوي دي.  ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر واخلوو، خو هغه ځواب را نه کړ. په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونو د ښځو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل وروسته، دا وزارت د امر باالمعروف او نهي‌عن المنکر په وزارت بدل کړ. د دې تر خوا طالبانو هغه ادارې چې د ښځو د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره یې کار کاوه، له‌منځه یوړې. تازه د طالبانو رژیم د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له‌منځه یوړ چې دا پرېکړه یې په کور دننه او له هېواد د باندې له پراخ منفي غبرګون سره مخ شوه. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو طالبان د ښځو د حقونو په نقض تورن کړي او ترې یې غوښتي چې له نړۍ سره د ښو اړیکو د پیدا کولو لپاره باید د ښځو حقونو ته احترام وکړي. طالبانو هم ویلي، چې په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي، خو لا یې په دې اړه پورته شویو ګامونو په کور دننه او د نړیوالو قناعت نه‌دی خپل کړی.

11.06.2022 ازادي راډیو

فعالان: د افغان ښځو د وژنو راپورونو خپرېدو وروسته اندېښنې زیاتې شوي

د طالبانو له بيا واکمنېدو تر ۹ میاشتو ډېره موده کېږي، چې په کې د ډېرو مېرمنو د وژنو راپورونه خپاره شوي خو تر اوسه هېڅ  کوم کورني یا بهرني بنسټ د دې پېښو کره ارقام نه دي وړاندې کړي. د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان وایي، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د نجونو او مېرمنو د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي خو د بشر حقونو د خپلواکو ادارو نشتوالي په دې هېواد کې د دې پېښو د شمېرو راټولول او څارل سخت کړي دي. دا فعالان وایي، د مېرمنو د دې ډول وژنو د راپورونو له خپرېدو وروسته د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي. د بشر حقونو دا فعالان نړیواله ټولنه او د ښځو او بشر حقونو ملاتړي بنسټونه د افغان مېرمنو د وضعیت په وړاندې په چوپتیا تورنوي. د بشر حقونو فعاله زرقا یفتلي وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک بنسټونه نه شته چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت او وژنې وڅاري. هغې ازادي راډیو ته وویل: "موږ په افغانستان کې له بېلابېلو ولایتونو څخه په تېرو څو اوونيو کې د مېرمنو د وژنو راپورونه واورېدل چې ډېری یې د طالبانو لخوا وژل شوې دي. وروسته له وژلو یې جسدونه د ښار په بېلابېلو ځایونو کې اېښودل کېږي چې خپلوان یې راشي او مړی یې یوسي. په دوی کې داسې مېرمنې هم وې چې د خپلو کورنیو لخوا د مختلفو دلايلو له امله وژل شوي دي." اغلې یفتلي همدارنګه وایي، داسې قضیې هم شته چې طالبانو مېرمنې وژلې دي خو کورنۍ یې دا حقیقت پټوي او د فاتحې او تدفین په مراسمو کې د دې مېرمنو د مړینې سبب ناروغۍ په ځانګړي ډول کرونا خلکو ته بیانوي. نوموړې همدارنګه ادعا کوي، چې د طالبانو د مشر لخوا د اجباري حجاب له فرمان وروسته چې د مېرمنو د کورنۍ نارینه هم د مېرمنو د نه حجاب له کبله مجازات کېږي؛ مېرمني له کورني تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او حتا د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي. خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولین دا ادعاوي ردوي. د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر د مېرمنو د قتلونو د راپورونو او د ښځو لپاره د اجباري حجاب د فرمان په اړه ازادي راډیو ته په یوه لنډ لیکلي پیغام کې ولیکل: "دا راپورونه هېڅ حقیقت نه لري." د ښځو د حقونو فعاله وږمه فروغ چې دا پېښې یې تعقیب کړې دي؛ په یوه اوونۍ کې د ۹مېرمنو د وژل کېدو ادعا کوي. د مدني ټولنې د دې غړې په خبره، دا وژنې تر هغو شمېرو خورا زیاتې دي چې خپرېږي. فروغ ازادي راډیو ته وویل: "موږ د مثال په ډول په یوه اوونۍ کې تر ۹ پورې د مېرمنو د وژنو راپورونه تر لاسه کړل، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دا پښې ثبت شوې دي. دا په دې معنی هم ده چې دا یوازې هغه پېښې دي چې راپورونه یې ورکړل شوی دی." وږمه فروغ په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د ښځو د وژنو یادونه کوي. اغلې فروغ وایي، د مېرمنو د وژنو په زیاتوالي کې اصلي عامل د طالبانو په حکومت کې د مېرمنو د ملاتړ بنسټونو نشتوالی دی. هغه زیاتوي: "په تېر حکومت کې د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي د منع قانون، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو چارو وزارت، ځانګړې څارنوالي، د مېرمنو په وړاندې د زور زیاتي د مخینوي محکمه، کورني محاکم، د ښځو ملاتړي بنسټونه او نورو قوانین او ادارې وې چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره لپاره یې مبارزه کوله، خو د طالبانو په حکومت دا قوانین او ادرسونه هېڅ درک نه لري." د مدني فعالانو او د بشر حقونو د فعالانو په خبره په تېرو ۹ میاشتو کې د ښځو د وژنو عوامل بېلابېل وو، دوی طالبان هم د ښځو په قتلونو کې ښکېل ګڼي. تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې د اسلام په دایره کې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او مراعتوي یې خو د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغان مېرمنو د وژنو راپورونه زیات شوي او په کار کولو، زده‌کړو او پوښاک یې بندیزونه او محدودیتونه لګېدلي دي. د ښځو د حقونو یوه فعاله چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي وایي، طالبانو د پخواني نظام هغه مېرمنې چې فعالیت یې درلود، ځینې یې وژلې او ځینې یې حتا تر اوسه نادرکه دي. د ښځو چارو دا فعاله د پولیسې عالیې عزیزي او نورو هغو مېرمنو چې په نظامي برخه کې یې کار کاوه او یا یې مدني فعالیت کاوه، د تري تم کېدو یادونه کوي. دا د افغان ښځو د وژنو او ورکېدو په وړاندې د نړیوالې ټولنې پر خاموشۍ نیوکه کوي. هغې ازادي راډیو ته وویل: "د مېرمن عالیې عزیزي په ډول چې تر اوسه معلومه نه ده ژوندۍ ده که وژل شوې، زرګونه نورې داسې مېرمنې وې چې په تېر نظام کې یې په نظامي برخه کې کاوه، قاضیانې وې، څارنوالانې وې او یا مدني فعالانې وې. دوی اوس هم ورکې دي او په اړه یې دقیق معلومات نشته. نړیواله ټولنه هم هیڅ پاملرنه او څارنه نه کوي." هغې همدارنګه په هرات ولایت کې د طالبانو پر چیک‌پاینټ د هغو نجونو وژنې ته اشاره وکړه، چې په خبره یې طالبانو ادعا کړې وه چې دوی ته یې موټر نه و درولی او ووژل شوې، خو دا وایي د هغو نجونو د قتل اصلي عامل د هغوی مدني حرکتونه او اعتراضونه وو. دا مېرمنه په مزار شریف ښار کې د هغو نجونو او مېرمنو قتلونو ته هم اشاره کوي، چې د وژنو دلیل يې معلوم نه دی او ځینې یې اوس هم ورکې دي. د طالبانو لخوا په ښځو د محدودېتونو له لګولو وروسته چې د ښځو لخوا اعتراضونه وشول، ويل کېږي په مزار شريف کې د د همدې ښځو له ډلې چې مدني فعالانې وې، د ځينو جسدونه پيدا شول، د دې ترڅنګ په دې ولايت کې د ښځينه پوليسو د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شول. ويل کېږي ځينې هغه نجونې چې د طالبانو له لوري نيول شوې وې، له خلاصېدو وروسته وژل شوي دي چې په دې اړه ډېر جزیيات له رسنيو سره نه دي شريک شوي. تېره اوونۍ د بلخ سيمه ييزو رسنيو د يوې ښځې د سر پرېکړي جسد په اړه هم خپور کړ چې د طالبانو د حکومت سيمه ييزو چارواکو وويل، څو تنه يې په دې قضيه کې د لاس لرلو په تور نيولي دي او د دې مېرمنې مېړه چې مخکېنی نظامي و، د نوموړې په وژلو يې تورن کړی دی. که څه هم په ټولنيزو شبکو او د بشري حقونو ادارو په ګروپونو کې په ولايتونو کې د ښځو د وژنو خبرونه خپرېږي خو د طالبانو حکومت ډېر کم دا خبرونه تايدوي او په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکوي. د ښځينه قربانيانو کورنۍ هم د طالبانو د حکومت په ۹ مياشتو کې ناپېژندل شوې پاتې دي او هغوی هم د خپلو خپلوانو د وژنو د څرنګوالي په اړه معلومات له رسنيو سره نه شريکوي. د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان وايي، د پلټونکو ادارو نه موجودېت، د کره شمېرو نشتوالی، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د رسنيو محدودول سبب شوي چې دا قضيې په سم ډول انعکاس و نه مومي. و مو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو د طالبانو د اړوندو ادارو وياندويانو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې. د ولايتي روغتونونو مسولانو او کارکوونکو چې د تېر حکومت په مهال يې د ښځو د قتلونو او ځانوژنو شمېرې له رسنيو سره شريکولې، ځينو يې له ازادي سره په خبرو کې د معلوماتو له شريکولو بخښنه وغوښته او ټينګار يې کاوه چې طالبانو په دې اړه د خبرو کولو اجازه نه ده ورکړې. له دې ټولو پټو او ښکاره پېښو سره په تېرو ۹ مياشتو کې د ښځو د وژنو په اړه د بشر حقونو او د ښځو حقونو د ملاتړ هېڅ ملي او بهرني بنسټ کره شمېرې نه دي وړاندې کړي او د دې قضيو په اړه يې خبرې نه دي کړي. په افغانستان کې د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان اندېښمن دي، چې د اوسني حالت په دوام سره ډېرې نجونې او ښځې قرباني کېدلای او وژل کېدای شي.

11.06.2022 ازادي راډیو

په آمو سیند جوړ شوی د چین او روسیې تر منځ لومړنی پول پرانیستل شو

پداسې حال چې روسیه په ګاونډی هیواد اوکراین د یرغل له کبله د لویدیځو هیوادونو سره په جنجال اخته ده خو ها خوا بیا چین او روسیې جمعه جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) د آمو په سیند جوړ شوی پول پرانیست چې دواړه هیوادونه د ځمکې د لارې نښلوي.

11.06.2022 امریکا غږ

روغتیا پالان: د روږدو مېرمنو شمېر مخ په زیاتېدو دی

د روږدو مېرمنو روغتیا پالان وايي، د روږدو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او په روغتیايي مرکزونه کې هم د دوی د درملنې لپاره لازم ظرفیت نه شته. عادلې په ۱۴ کلنۍ کې د خپلې خوښې پرته واده کړی. د عادلې د روږدې کېدو کیسې د ژوند د نورو ستختو ستونزو په څېر له هغې د تل لپاره خوښي اخیستې. هغه وايي: " کله مې چې خاوند له نشه یې توکو استفاده کوله ما هم غوښتل چې له هغه یو یو دود واخلم، یو ځلې دوه ځلې خو په دریم ځلې د تل لپاره روږدې شوم او دا دی اوس اته کاله کېږي چې زه نشه یې توکي استعمالوم." خو دا یوازې عادله نه ده، چې د کورنۍ غړي یې د روږدې کېدو اصلي عاملان دي، ښايي نور داسې کسان هم وي چې یا د خپل خاوند په وسیله او یا هم د نور خپلوانو له لارې نشه کولو ته تشویق شوي وي. د عادلې څلور اولادونه دي، مشره لور یې واده شوې خو درې پاتې نور اولادونه یې په غیر مستقیم ډول په نشه اخته شوي دي. نوموړې اوسمهال په فراه ولایت کې د ښځو او ماشومانو لپاره د مخدره موادو د درملنې په یو مرکز کې بستر ده. له دې سره هم مهاله روغتیا پالان په دغه مرکز کې د ناروغانو لپاره د کافي امکاناتو د نشتون خبره کوي. د فراه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالجبار شایق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زموږ اوسني بسترونه د ناروغانو لپاره اصلاً کافي نه دي، د دې لپاره چې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د زیاتو بسترونو لپاره اړتیا ده، زموږ د مرکز بسترونه باید د تقاضا په اساس ډېر شي." په کابل کې هم د ښځینه وو په روغتون کې ورته حالت دی. په کابل کې د ښځینو روږدو ناروغاونو د سل بستریز روغتون رییسه ډاکتر شایسته وايي، سره له دې چې په تېر حکومت کې د درملنې او همداراز د ډاکترانو د معاشونو په برخه کې ستونزې وي خو اوس دغه ستونزې زیاتې شوي. هغې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ خوراکي مواد کم شوي او ناروغانو هم سم نه مړېږي، جامې او تنضیفاتو په برخې کې هم کمښت راغلی، مخکې به موږ د ناورغ لپاره ترکاري درلوده او نور مواد خو اوس موږ د ګازو او نور سون توکو په برخه کې له ستونزې سره مخ یو، موږ ته سره له دې چې ژمنې راکړل شوي او ویل شوي چې امکاناتو مو درته ښه کوو." له بل پلوه بیا پروین طوفان په فراه ولایت کې مدنی فعاله ده. نوموړې وايي، د ښځینو روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او دغه چاره د دې لامل شوې چې په ټولنه او کورنیو کې تاوتریخوالی زیات شي. هغه زیاتوي: "د روږدو کسانو په برخه کې کم کارونه شوي او دا نه شي کولای چې د روږدو کسانو د زیاتېدو مخه ونیسي، دغه چاره د ټولو خواو لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده، کورنۍ اندېښمنې دي، په کورنیو کې تاوتریخوالي مخ په زیاتېدو دی دغه چاره په ټولنه کې د یو ډول بې نظمۍ سبب شوې." د ازادي راډیو له نشه یې توکو سره د مبارزې ځانګړې خپرونې (د زهرو کاروان) د راپورونو پر بنسټ، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول په نشه یې توکو د روږدو کسانو د ۸۴ مرکزونو څخه نیم هغه یې تړل شوي چې په هغه کې یوه برخه یې د مېرمنو هم ده. له دې سره خوا کې د طالبان مشر ملا هبت الله میاشت وړاندې د یو فرمان په صادرولو سره د نشه یې توکو کرکیله په ټول افغانستان کې منع وګرځوله خو بیا هم په یو شمېر ګرمیسره ولایتونو لکه هلمند کې کوکنار کرل او ټولېږي. سره له دې چې د ښځینه معتادینو د شمېر په اړه طالبانو حکومت تازه ارقام نه دي وړاندې کړې خو له دې وړاندې د تېر حکومت د نشه یي توکو د تقاضا د کمېدو ادارې ویلي و چې شاوخوا ۸۵۰ زره مېرمنې له نشه یې توکو استفاده کوي چې په کلني ډول شاوخوا ۲۸۰۰ یې تر درمنلې لاندې نیول کېږي.

11.06.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more