شاته

پاکستان: ټي ټي پي سره خبرو کې نه پوځ د قبايلي سيمې نه ویستل کيږي او نه فاټا بحالېږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله ویلي، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي دي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.

رانا ثنا الله دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د تحريک طالبان پاکستان سرچينو ويلي د پاکستان حکومت سره يې روانې خبرې ودرېدلي دي، څيړونکي وايي خبرې د قبايلي ضلعو، پخواني حالت ته واپس کولو، د غوښتنې په سر ودريدلې دي.

د ټي ټي پي سرچينو ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کولو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره روانې خبرې ودرېدلي دي.

د پاکستان د يو شخصي ټيلي ويژن [سما] سره په پروګرام کې کوم چې تېره شپه [په 23 جون په ټي وي خپور شوی] رانا ثنا الله ويلي، پرون يعنې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې د ټي ټي پي سره په خبرو بحث شوی دی، خو داسې کوم تجويز نه دی وړاندې شوی چې دا کېدل پکار دي او دا نه دي کېدل پکار، بيا د نورو ګوندونو سره خبره شوې او د پيپلز پارټۍ پورې ګوندونو ويلي چې خبرې کېدل پکار دي. خو پوځ به د قبايلي سيمې څخه نه ويستل کيږي، خبرې به د ايین لاندې کيږي او نه به قبايلي سيمه د فاټا حيثيت ته بوتلل کيږي.

رانا ثناالله وويل، د ټولو سلا په دې ده چې خبرې کيږي هغه به د ايين لاندې کیږي په داسې هيڅ قسمه غوښتنه خبره نه ده پکار چې هغه د ايين نه لرې وي، او کله چې دا خبرې کيږي او کومې نتيجې ته رسي نو په دې به اول په پارلیمنټ کې بحث کيږي ځکه چې کومه فېصله کيږي چې د پارلیمان په مالکيت کې وشي هغه به بيا خلکو ته قبول وي.

هغه زیاته کړه، که طالبان واپس راځي نو اوله خبره دا ده چې هغوی به د ايين او قانون تابع وي.

د رانا ثنا الله د خبرو په اړه په سمدستي ډول د ټي ټي پي کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

د رانا ثنا الله نه پوښتنه شوې چې ټي ټي پي د شرعي قونان، پخوانۍ فاټا نه د پوځ ويستل، او د هغو د نیول شوو خلکو خوشي کول؟ په ځواب کې نوموړي وويل په دې هيڅ خبرې نه دي شوي ځکه چې دا د ايين نه لرې خبرې دي.

هغه وويل نه د پوځ د قبايلي سيمې نه په بيرته ستنولو خبره نه ده شوې، نه د ايين پاکستان نه لرې په کومه غوښتنه به خبره کیږي او نه به فاټا بيرته بحالولی شي، او د نيول شوو کسانو قضيو ته به کتل کيږي، او که څوک بيرته راځي نو وسله به ږدي او راځي او د قانون لاندې به ژوند کوي.

هغه زیاته کړه دا وخت د ټي ټي پي د 4000 نه تر 5000 پورې کسان دي، چې پکې يې کورنۍ يې هم دي خو په دوی کې د پېښور په ارمي پبلک بريد کې ککړ کسان پرېښودل ګران دي ځکه چې په ټولنه کې به ترې خفګان جوړيږي.

رانا ثنا الله وويل، ډز بندي موثره ده او تر هغې پورې به روانه وي چې څو پورې يوه خبره نه وي شوي، په مياشتو کې دا خبره يو لور ته کېدی شي، او چې څوک وسله نه ږدي د هغو سره به هيڅ خبره نه کيږي، پوځ او سياسي حکومت په دې خبره سلا دی چې وسله به په هيڅ صورت نه راوړل کيږي او که دا خبره نه منل کيږي بيا به جګړه کيږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روانې مياشت جون په سر کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د 50 پورې مشران چې افغانستان ته تللي او د دوه ورځو د خبرو وروسته په درېم جون بيرته راغلي وو.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف چې د دغه جرګې برخه وو، هغه ويلي د ټي ټي پي سره شوي مذاکرات په حکومتي کچه نه بلکې د صوبې علاقايي مشرانو کړي او هغه [بېرسټر سېف] د دغه جرګې مرستیال وو.

د ټي ټي پي سرچينو ویلي وو، کابل ته تللې جرګې ته يې يو ليک ورکړی او په دغه لیک کې د نورو خبرو سره ويل شوي، چې دوی د قبايلي سیمې پخوانی ازاد حیثيت غواړي.

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په درېم جون ویلي وو،"د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي او په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي".

هغې ويلي وو د ټي ټي پي لخوا د ډز بندۍ غځولو هر کلی کوي او زياته کړې يې وه دا ټولې خبرې د ايين په دايره کې کيږي، او کله چې دا خبرې پای ته رسي حکومت به يې منظوري ورکوي.

تير کال د اکتوبر په میاشت کې مخکني وزيراعظم عمران خان د ټي ټي پي د ځينو ډلو سره د خبرو کولو ويلي وو، او بيا د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د يوې میاشتې ډز بندي شوې وه، او د دغې وروسته بيا د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ډز بندۍ ختمېدو او د وسله والو پرضد د عملیاتو کولو ويلي وو.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​