ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شهباز شریف م.م ته ویلي پاکستان کې سېلابونو ۱۱ میلینه خلک غربت ته ورغورځولي دي

واشنګټن - د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ملګرو ملتونو (م.م) ته په خپله وینا کې ویلي، سېلابونو ۳۳ میلینه خلک ځپلي، ۱۱ میلینه یې د غربت (بې وزلۍ) تر کرښې لاندې کړي او د ناروغیو لړۍ یې پېل کړې ده. ښاغلي شریف وویل، پاکستان د چاپیریال د بدلون او تودوخې قرباني دی خو خپله چاپیریال ته پاکستان د نشت برابر کاربن ګیس ورکوي. نوموړي وویل، د چاپیریال بدلون د پاکستان په غرونو واورې ویلي کړي او تودوخه ځنګلونه سوځوي او په هیواد کې د تودوخې درجه 53 سنټي ګریډه ته رسیدلې ده. هغه د نړیوالو نه نېغ په نېغه د مالي مرستو غوښتنه ونکړه خو د پاکستان لپاره د م.م د ۱۶۰ میلینه اعلان شوو مرستو ته یې د ځواب ورکولو لپاره غږ وکړو. د وینا وړاندې شهبازشریف امریکايي ټي وي بلومبرګ ته ویلي وو چې شتمنه هیوادونو نه به غوښتنه کوي چې د قرضو بیرته ورکولو کې ورته ځنډ ورکړي. خو دغه خبره يي (م م و) ته په وینا کې تکرار نه کړه. په پاکستان کې نزدې 138 بېلیونه ډالره پور دی او ښاغلي شریف ویلي راتلونکو دوو میاشتو کې د قرضو ځيني برخې ورکولو ته ژمن دی. د خپلې وینا په اوله برخه کې ده وویل، پاکستان کې سیلاب 33 میلیونه خلک د صحت لويي خطر سره مخ کړي،56000 حامله ښځو خپل بچي د سیلاب له کبله په بی کورۍ کې زیږولي،1500 کسانو ژوند د لاسه ورکړی چې پکې 400 ماشومان هم دي. وزیراعظم شهبازشریف وویل، د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیوګوټیریش خپله د سیلاب له کبله بدحالي لیدلې او له نړۍ څخه يي ددغه سیلاب ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې او باید چې نړۍ دغه غوښتنې زرترزره ځواب کړي. ښاغلي شهبازشریف وویل په هیواد کې يي سیلابونو 13000 کیلومټره سړکونه وړي، یو میلیون کورونه په مکمله توګه ویجاړ شوي او میلیون نورو ته جزوي زیان رسیدلی دی. ده وویل 4 میلیونه ایکړه ځمکه باندې ولاړ فصلونه اوبو لاهو کړي دي. د پاکستان وزیر اعظم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان لپاره د کنګل شویو پنګو بېرته افغانستان ته د ورکول د افغان بانکي سیسټم د فعاله ساتلو لپاره مهم وبلل خو طالبانو نه یې داسې کومه غوښتنه ونکړه چې په هېواد کې دې ښځو ته د تعلیم او روزګار اجازه ورکړي.هغه البته وویل طالبان دې د نړۍ غوښتنې ومني. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې هغه افغانستان کې د ممکنه مېشتو ترهګرو ډلو، داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده او د شرقي ترکستان تحریک نامې واخېستې او وې ویل د دوی او ترهګرۍ پر ضد ګامونه دې واخېستل شي. لکه د بل هر پاکستاني مشر په شان، ښاغلي شریف په ننۍ وینا کې هم د کشمیر موضوع او هلته د هغه په وینا د هند د زور زیاتي یادونه وکړه. نوموړي تور ولګوو چې په 5اګست 2019 هند په خپل ائين کې د کشمیر په اړه لوۍ بدلونونه وکړل او هلته يي تر نهه لکو پورې پوځ پرځائ کړی. ده تور پورې کړو چې هند په کشمیر کې د هیواد نورو برخو نه خلکو ته د اوسیدلو اجازه ورکړې او هلته يي جائيدادونه واخېستل.

23.09.2022 ډیوه

کرملین: پوتین او د سعودي عربستان ولیعهد د بندیانو په تبادلې رضایت څرګند کړ 

کرملين د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۳مه (تلې لومړۍ نیټه) وويل چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په ټليفون خبرې وکړې او د مسکو او کيف ترمنځ د بنديانو د تبادلې په اړه يې چې د رياض په منځګړيتوب شوې، خوښي څرګنده کړه.

23.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

23.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

23.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

23.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

23.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

23.09.2022 امریکا غږ

د ایران په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۶ ته ورسید 

په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۳ مه (تلې لومړۍ نېټه) وویل چې د ایران په ګوټ ګوټ کې د پولیسو په زور زیاتي کې ۳۶ تنه وژل شوي دي.

23.09.2022 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

23.09.2022 امریکا غږ

په ایران کې د حجاب په سر احتجاجونو کې حکومتي ټي وي د 26 کسانو د وژل کېدو امکان څرګند کړی

د ايران صدر ابراهيم ريسي د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په څنډه کې ويلي، په چټکتيا سره د مړينې د دغه پېښې پلټنې کولی شي. هغه پوښتنه را ولاړه کړې چې په امریکا کې د امنيتي ځواکونو د لاسه امریکايان وژل کيږي. هغه ویلي په ګرده نړۍ کې دې یو ډول معيار وساتل شي

23.09.2022 ډیوه

کابل کې د نجونو ښوونځيو د بندېدو په اعتراض کې د 'تاوتريخوالي' په نوم نندارتون جوړ شو

په کابل کې د "حاشیې" په نوم د یوې هنرې ډلې له‌خوا د "تاوتریخوالي" تر عنوان لاندې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اعتراض کې لومړنی نندارتون جوړ شو. په کابل کې په دې نندارتون کې راټولې شوې یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، دا نندارتون د افغان نجونو او ښځو د زړه ‌غږ دی. د دې نندارتون جوړونکی هادي هدایت بیا وايي، غواړي په دې کار سره خلکو ته وښيي، داسې مهال چې ښځې ښووونیزو مرکزونو ته کم‌لاس رسی لري، ولې بیا هم خلاق کارونه کولای شي او ترڅنګ یې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه خپل اعتراض ښودلای شي. د دې ډلې یوې غړې او په دې نندارتون کې ګډون کوونکې فرشتې فرحان ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانيستل شي. نوموړې وايي: "نجونې له هر ځای دلته راټولې شوې وې، څو خپلې نقاشۍ او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي. موږ کولای شو په دې تابلوګانو کې خپل احساسات خلکو ته وښېیو. له اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې زموږ هیله دا ده چې هر څه ژر د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو موږ وشو کولای زده‌کړې وکړو او د دې ځای په پرتله ډېر کار وکړو." د دې نندارتون یوې بلې ګډون‌والې زهره رضايي چې هغې هم په دې نندارتون کې خپله انځورګري نندارې ته اېښې ازادي راډیو ته وویل، په دې کار سره غواړي د افغانستان نجونو او ښځو ته یوه هیله ورکړي. اغلې رضايي وايي: "زه یوه له هغو کسانو یم چې دلته مې خپل اثار نندارې ته اېښي. د بېلګې په توګه یوه تابلو مې دلته اېښي چې د افغانستان نقشه ده او په‌کې یوه افغانه مېرمن د زندان تر شاه لیدل کېږي چې د افغان ښځو او نجونو د فعالیتونو د محدودېدو په معنا دي." د اغلې رضایي په خبره، دا نندارتون د افغان نجونو او ښځو د زړه غږ دی. په ورته وخت کې د نندارتون جوړونکي هادي هدایت ازادي راډیو ته د دې نندارتون د جوړېدو د هدف په اړه وویل: "زموږ هدف په یوه ډول فرهنګي مقاومت دی، په اوسني وضعیت کې له تاوتریخوالي پرته یو مقاومت چې د فرهنګ ساتنې په معنا دی. دا موږ لپاره ډېره معنا لرونکې ده چې په دې برخه کې کار کوو." ښاغلی هادي زیاتوي، اوسني وضعیت په هنري پروګرامونو بد اغېز کړی دی. په کابل کې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اعتراض دا هنري نندارتون داسې مهال پرانيستل کېږي چې له یوه کال زیات وخت وشو چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانيستل کېدو په اړه هیڅ هیله‌ نه‌شته. له طالبانو مو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانيستو په اړه وپوښتل، خو د پوهنې وزارت ویاند عزیزالله ریان او طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. خو له دې وړاندې یې ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د دوی د مشر ملا هبت‌الله په امر تړل شوي دي.

23.09.2022 ازادي راډیو

څېړونکي:پښتونخوا کې د وسله والو بیا راپورته کېدو سېلګرۍ اؤ سرمایه کارۍ ته ګواښونه راولاړ کړي دي

تحریک طالبان پاکستان دغه زمه وارۍ په داسې حال کې په سر اخېستي چې يادې ډلې د مې د میاشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده

23.09.2022 ډیوه

اوکراین کې "جنګي جنایتونه" شوي - د ملګرو ملتونو پلټونکې ډله

د ملګرو ملتونو پلټونکو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې اول) وویل چې د اوکراین په جګړه کې جنګي جرمونه شوي چې په ملکي سیمو د روسیې بمبارۍ، زیات شمیر اعدامونه، شکنجه او وحشتناک جنسي تیري په کې شامل دي.

23.09.2022 امریکا غږ

دپښتونخوا لکي مروت اؤ دبلوچستان خضدار کې څلور ترهګر وژل شوي

دپوليسو وينا ده چې دلکي مروت دره تنګ غرونو کې پوليسو او دامنيتي ځواکونو له لوري دتيرې ورځې راهسې عمليات روان وؤ چې پکې دوه ترهه ګر وژل شوي او دهغوي دقبضې څخه وسله او چاودیدونکی مواد هم ترلاسه شوي دي

23.09.2022 ډیوه

پاکستان اسرایل ته د پلاوي دسفر په هکله رپورټونه په کلکه رد کړي

د څیړونکو وینا ده پاکستان په څرکنده د فلسطین په اړه پخپل دریځ ولاړ دی، څه خلک د اسرایل سره د ښو اړیکو په هځه کې هم دي البته دغه هځې په ډیرې ښکته کچه کیږې چې نه ګڼې نزدیو کې به څه پايلې ولري

23.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more