ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

24.09.2022 امریکا غږ

روسیې یوه ورځ کې څه باندې ۷۳۰ مظاهره کوونکي نیولي

د بشري حقونو د څار یوه ډله وایي د شنبې په ورځ سپټمبر ۲۴ (تلي دویمه) په ټوله روسیه کې څه باندې ۷۳۰ کسان د روسیې د دولت له خوا احتیاطي ځواکونو د تیار سئ تر امر وروسته، د اعتراضونو پرمهال نیول شوي دي.

24.09.2022 امریکا غږ

حامد کرزي او طالبانو د شهباز شریف هغه خبرې رد کړي چې ګواکې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه لري

واشنګټن – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو حکومت د ملګروملتونو په جنرل اسامبلۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه خبرې له حقیقت څخه لېرې او غلطې بللي چې ګواکې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري. ښاغلي کرزي د خالي یا شنبې په ورځ په خپلې ټوېټر پاڼې باندې په یو شمېر پرلپسې ټویټونو کې لیکلي، د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې، چې د مسلې حقیقت په بشپړه توګه برعکس دی. کرزي ویلي، "افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهیسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت د مستقیم ملاتړ لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالېږي." ښاغلي کرزي وړاندې لیکلي، "د پاکستان حکومت ته نصیحت کوي، چې د افغانستان پر خلاف له ناسمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي." د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې ددغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي او د طالبانو د ویاند زبیح الله مجاهد په ټویټر پاڼو هم خپرې شوي ویلي: "د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په شمول ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښودله، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی." په دغه بیان کې وړاندې راغلي چې اسلامي امارت دا اندېښنې ردوي ځکه "پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي" بلکه طالبانو ویلي، دا مهال په افغانستان کې کوم وسلوال ګروپ نشته او د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپلې وینا کې، هغه په افغانستان کې د ممکنه مېشتو ترهګرو ډلو، داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده او د شرقي ترکستان تحریک نومونه واخېستل او هغه وویل چې د ترهګرۍ پر ضد ګامونه دې واخېستل شي. د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په اړه نه یواځې حامد کرزي او د طالبانو حکومت بلکه ګڼو پخوانیو چارواکو او افغانانو هم توند غبرګوننه څرګند کړي. د افغانستان د اطلاعاتو کلتور پخواني‌ وزیر او د پښتو ژبې نامتو لیکوال او ادیب عبدالباري جهاني هغه په ټویټر د ښاغلي کرزي د دریځ په کلکه دفاع کړې ده. د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په ټویټر لیکلي، زه پاکستان ته په دې کریډیټ ورکوم چې په تېرو لسیزو کې یې د یو شمېر هېوادونو د احمق کېدو هنر ډېر ښه کړی. ښاغلي صالح زیاته کړې، "داسې ښکاري چې راولپېنډۍ د ټولو ترهګرو په ساتلو او ملاتړ کې د طالبانو له حده زیاتو کړنو باندې خوښه نه ده. کېدای شي د هغوی دنده د ځینو ملاتړ وو د ټولو نه. خو وزیر اعظم شریف پرې وغږېده. د ترهګرو د سپانسر او خپله ترهګرو ترمنځ ناندرې په زړه پورې دي." خو ښاغلي صالح زیاته کړې، چې یو شی چې روښانه دي، هغه دا دي چې پاکستان د افغانستان د حالاتو یا د طالبانو د پروژې په کابو کولو کې پاتې راغلی. د افغانستان په تېرو جمهوري دورو کې د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل په یو ټویټ کې لیکلي، "هغه چې لومړي وزیر شهباز شریف د ملګروملتونو په جنرل اسامبلۍ کې وویل او افغانستان یې د ترهګرۍ مرکز وباله، دا د پاکستان هغه کېسه ده چې د کلونو راهیسې ورته کار کوي. یو وخت د پاکستان جنرال حمید ګل ویلي وو چې "نه یواځې مونږ د امریکا په مرسته شوروي اتحاد مات کړ بلکه امریکا ته مو هم خپله د امریکا په ملاتړ ماته ورکړه." ښاغلی نبیل زیاتوي، "دا ځل پاکستان غواړي چې له دې نرېټیف څخه نور سټراټېژیک اهداف ترلاسه کړي او منځني ختیځ ته د طالبانو (استعمالېدونکو احمقانو) په لاس ترهګري واستوي، پداسې حال کې چې د ترهګرۍ او د پاکستان د ژورو اړیکو مسله هیچانه هم پټه نه ده." د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لخوا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مرکزونو خبره په داسې حال کې کېږي چې د افغان چارواکو په اند د افغانستان د تېرې شل کلنې جمهوري دورې پرضد جنګېدونکي وسلوال طالبان او مشران یې په پاکستان کې اوسېدل، روزل کېدل، هملته یې کورونه، مرکزونه او شوراګانې وې، چې د کوټې او پېښور د شورا ګانو په نامه یادېدې او او بیا له هماغه ځایه یې روزل شوي ترهګر د بریدونو لپاره افغانستان ته استول چې د تېر ملي امنیت په وینا په اکثرو پېښو کې به یې د جګړې قومانده د پاکستان له خاورې ورکول کېدله خو پاکستان دا ادعاوې نه منلې. د دې ترڅنګ امریکایانو د لویې ترهګرې شبکې القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې یوې پوځي چوڼۍ ته څېرمه له منځه یوړه او د طالبانو د ډلې مخکینی مشر ملا منصور هم د پاکستان په خاوره کې وژل شوی وو. په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو د قبضې راهیسې هم له طالبانو سره تر ټولو نېږدې اړیکې د پاکستان دي.

24.09.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

24.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

24.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

24.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

24.09.2022 امریکا غږ

بلینکن له خپل چینایي سیال سره په خبرو کې د تایوان په اړه د ارامتیا غوښتنه وکړه

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۳ (تلي لومړۍ) له خپل چینایي سیال سره د لیدنې پرمهال د تایوان په اړه د ارامتیا غوښتنه وکړه.

24.09.2022 امریکا غږ

ایران کې د مظاهرو د ځپلو دوام؛ د وژل شویو شمیر دوه برابره شوی

په ایران کې د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهرو د ځپلو په لړ کې د وژلو شویو شمیر کابو دوه برابره شوی او ۳۵ کسانو ته رسیدلی دی.

24.09.2022 امریکا غږ

چين نه دمنځنۍ اسيا دلارې په سوداګريزو شيانو بار لومړی اور ګاډی 11 ورځو کې افغانستان ته ورسېدلو

په افغانستان کې د ريل محکمې چارواکي وايي د چين څخه د منځنۍ اسيا د لارې په سوداګريزو شيانو بار لومړی اور ګاډی یا ریل په 11 ورځو کې د بلخ ولایت حيرتان سيمې ته رارسېدلی دی۔  چارواکي وايي په دې نوې اقتصادي راهدارۍ به راتلونکو څو مياشتو کې د چينايې توکيو د درې نيم زرو نه تر پنځه زره کنټېنره مال افغانستان ته راوړل کېږي۔ افغان تجاران خوشبينه دي چې د نوې اقتصادي راهدارۍ فعاله کېدو له وجې به د افغانستان تجارت نوره هم وده وکړي او چين ته د افغاني صادراتو کچه به لوړه شي۔ افغان چارواکي وايي په تجارتي سامان بار دغه اور ګاډی د چين، قرغيزستان ازبکستان او د افغانستان په نوې اقتصادي راهدارۍ د نورو لارو په پرتله په کم وخت کې مالونه رارسولي دي۔  په دې هکله د افغانستان د ريل دمحکمې  مشر بختوالرحمان شرافت وي او ای ډيوه ته وايي په دغه کارګو کې د سامان ډکې کنټېنرې وې چې د چين نه افغانستان ته راوړلی شول۔ نوموړي زياته کړه د کراچۍ بندر ګوادر د لارې دسامانانو راوړلو په پرتله دا کارګو په کم وخت کې راورسېدله۔ وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل" مونږه اټکل کړی و چې مالونه به په 15 يا 16 ورځو کې د چين څخه افغانستان ته راورسيږې خو هغه زمونږ د اټکل نه په ډېر لږ وخت کې يعنې په 11 ورځو کې حيرتان ته راورسېدل" افغان سوداګر وايي د چين او افغانستان ترمنځه کلیز تجارت نزدې 1،5 بيلينه ډالره ريکارډ شوی، دوی وايي د نوې راهدارۍ سره به دا تجارت نوره هم  وده وکړي۔  وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال دپاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر دمشر خان جان الکوزي وېنا وه چې دوي خوشبينه دي چې دغې راهدرۍ سره به د افغانستان صادرات سېوا شي۔ نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل: " مونږ شوکاڼی د کراچۍ له لارې چين ته لېږو نو اکثره ډېر وخت واخلي، او هم دا رانګه مرمر، چلغوزي او نور معدنيات به هم زمونږ اوس ددغې لارې نه چين ته ځي، او هر څومره چې لارې ډېرېږي نو هغه هومره به اقتصاد ته ګټه رسي"  هغه زياته کړه ددې راهدرۍ په مرستې سره تجارت کولو کې به د نورو لارو په پرتله د سوداګرو کمه خرچه کېږي۔ د ښاغلي الکوزي وېنا وه " دا لاره د بهر د لارو نه داسې 20 نه تر25 فيصده پورې ارزانه ده او وخت پرې هم کم لګي، مونږه دا نه غواړو چې د يوې لارې نه استفاده وکړو بلکې مونږ به ددې لارې نه هم او د بهر لارې نه هم استفاده کوو"   د افغانستان د ريل دمحکمې د مشر ترمخه راتلونکو درې مياشتو کې به د چين څخه په دغه راهدارۍ د 3500 نه تر 5000 کنټېنره مال افغانستان ته راوړل کېږي۔  هغه وايي د روان کال تر پای په راهدارۍ د تجارت د کاميابۍ له جاج اخستو وروسته به دغه څلور هېوادونه په دې اړه يو اوږد مهاله تړون لاس ليک کړي۔

24.09.2022 ډیوه

 ‎د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل د ايران د ولسمشر سره په بشري حقونو خبرې کړي

واشنګټن- د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل انټونيو ګوټرېس وياند ويلي، مشر يې د ايران د ولسمشر ابراهيم ريسي سره د جمعې په ورځ په نيويارک کې ليدلي او په ايران کې د احتجاج کونکو خلاف د امنيتي ځواکونو د سلوک او بشري حقونو په اړه يې ورسره خبرې کړي. وياند سټيفن دوجارېک ميډيا ته ويلي ګوټرېس د ايراني ولسمشر سره په ناسته کې يو شمېر مسلې راپورته کړي چې يوه پکې د بشري حقونو په اړه هم ده. دوجارېک ويلي “سيکرټري جنرل د روان پرامن احتجاجونو خلاف د زور په استعمال انديښمن دی چې پکې په درځنونو خلکو ته مرګ ژوبله اوړېدلې. هغه په ايراني امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د غير ضروري او نامناسبه زور د استعمال نه دې ډډه وکړي او د مظاهره کونکو سره دې د زغم نه کار واخلي”. د ايران د سرکاري ټيليويژن د شمېرو تر مخه لږ نه لږ 35 احتجاج کونکي وژل شوي چې د يوې اوونۍ نه په سړکونو دي او د وژل شوې بشري حقونو فعالې مهسا اميني د پاره انصاف غواړي چې د مذهبي پوليس په ولقه کې مړه شوې ده. وياندې زياته کړه ملګري ملتونه په ايران غږ کوي چې د ازادۍ د اظهار او بشري حقونو احترام وکړي او د نړيوال قوانينو سره سم دې د پرامن احتجاج کونکو او د ښځو او جينکو د حقونو خيال وساتي. دوجارېک يو ځل بيا د مهسا اميني د مرګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هايي کمشنر لخوا د بې پلوه پلټنو غوښتنه تکرار کړه. بلخوا د مهسا مرګ د تهران دوه مخونه راڅرګند کړي يو د هغه ښځو چې په تورو برقو کې پټې دي او د سختې پردې پلويانې دي او بل د هغه ښځو چې د دې مذهبي اخلاقي پوليسو د زورګېرۍ خلاف دي او وايي هيڅوک دا حق نه لري دوی ته حکم وکړي چې څنګه لباس واغوندي. په سوشل ميډيا د خواره کړل شوو ويډيوګانو نه معلوميږي ځينې ايرانيانې ښځې د مذهبي زبردستۍ په غبرګون کې په سړکونو خپلې لوپټې او څادرونه سيزي چې په ضد يې امنيتي ځواکونو زور استمال کړی. مهسا اميني په دې نيول شوې وه چې لباس يې د مذهبي پوليسو د وينا مطابق اسلامي نه و چې وروستو د پوليسو په ولقه کې مړه شوې وه.

24.09.2022 ډیوه

ملاله یوسفزۍ:شهباز شریف ته مې ویلي چې زمونږ خلک نوره ترهګري اؤ بې کوري نه شي زغملی

دامن نوبیل نړیوالې جائزې ګټوونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د پاکستان دوزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ هغه یې په سوات اؤ‌ دخېبر پښتونخوا  نورو سیمو کې یو وارې بیا دطالبانو د راپورته کېدو په اړه دخپلو اندېښنو نه خبر کړی دی. ملالې یوسفزۍ وزیراعظم شهباز شریف ته ویلي "زمونږ خلک نوره ترهګري اؤ دبې کوري نه شي زغملی اؤ هغوئ تحفظ ته اړتیا لري" د وزیراعظم شهباز شریف اؤ ملالې یوسفزۍ ترمنځ دا لیدنه دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ دغونډې په مهال شوې ده. دلیدنې په مهال وزیراعظم شهباز شریف دجینکو دتعلیم اؤ ټولنیزو ستونزو په اړه دملاله یوسفزۍ خدمات ستایلي اؤ هغې سره یې دچاپېریال دبدلونونو نه د شوؤ زیانونو په اړه خبرې هم کړې دي. تر لیدنې وروسته ملالې یوسفزۍ پخپله ټویټر پاڼه لیکلي "ما خپل پلرني ښار سوات اؤ دخېبر پښتونخوا صوبې نورو برخو کې دطالبانو دبیا راڅرګندیدو په اړه وزیراعظم ته خپلې اندېښنې مخې ته کېښودې" دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتو  په دې وروستیو کې دخیېر پښتونخوا،سوات،دیر،ملاکنډ،خېبر،بونیر،وزیرستان اؤ ګڼو نورو سیمو کې دطالب وسله والو دبیا راپورته کېدو رپورټه ورکړي دي اؤ دصوبې بیلابیلو برخو کې دطالبانو دبیا راپورته کېدو اؤ دامن په پلوۍ لاریونونه اؤ جلسې هم شوې دي دپاکستاني حکومتي اؤ امنیتي چارواکي دطالبانو دبیا راپورته کېدو رپورټونو سره اتفاق نه کوي اؤ وایي په کومه محدوده شمیره چې دطالبانو فعالیتونه لیدل شوي ،دهغې مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه چمتو دي. ملاله یوسفزۍ وایي وزیراعظم شهباز شریف ته یې ویلي دي چې هغه باید په افغان طالبانو فشار راوړي چې افغاني نجونو ته ښوونځیو ته دتګ اؤ مېرمنو ته دکار کولو اجازه ورکړي. ملالې یوسفزۍ زیاته کړې ده دا مهال افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد چې نجونه پکې منځنیو ښوونځیو ته دتګ اؤ مېرمنې پکې د کار کولو اجازه نه لري. هغه وایي پاکستان ته دښځو د حقونو اؤ دجینکو دتعلیم لپاره ودریدل پکار دي. هغې په نړیواله ټولنه هم غږ کړی دی چې پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله داغېزمنو خلکو مرستو ته باید خپل پام وګرځوي اؤ په دغه هیواد دې دپورونو ستنولو فشارونه کم کړي.

24.09.2022 ډیوه

اروپایي اتحاد پاکستان نه دبشري حقونو دخلاف ورزیو دمخنیوي غوښتنه کړې ده

د يورپي اتحاد د پارليمان د بشري حقونو دکمېټۍ غړو د پاکستان د حکومت څخه د بشري حقونو په ستونزو د کوټلو ګامونه پورته کولو او ددې ترڅنګ په هېواد کې د تشدد او په ځانګړي ډول په جبري توګه د لا درکيو خلاف دقانون جوړولو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې د 19 څخه تر 21،نېټې پورې د بشري حقونو لپاره د يورپي يونين د پارليمان د ذيلي کمېټۍ درې کسيزه ډلې د پاکستان سفر کړی او په دې مهال یې د پاکستان د پارليمان غړو، دبشري حقونو تنظيمونو او د مېډيا سره دتړلو ادارو استازو سره ليدل کتل کړي وؤ. د يورپي کمېشن لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ددې ياد سفر مقصد د کال 2023 لپاره د جي اېىس پي پلس سکيم لاندې د يورپي يونين مارکېټ ته د پاکستان په ترجيحي بنياد د تجارتي لاس رسې څارنه کول او راتونکي کې د ياد سکيم لپاره د پاکستان د خواست جاج اخستل وو. د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د يورپي اتحاد د پارليمان د بشري حقونو ددې درې کسيزه کمېټۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې د یادې کمېټۍ غړو د پاکستان په حکومت غږ کړی چې په هېواد کې د مذهب د سپکاوى دقانون دناسم استعمال مخه هم ونيسي. په بېان کې راغلي چې د يورپي پارلیمان غړو پاکستان ته د خپل سفر په مهال د بشري حقونو او قانون د وزيرانو، د بشري حقونو د قامي کمېشن چارواکو، دپارلیمان غړو، د مدني تنظيمونو، د ښځو د حقونو فعالينو او د مېډيا د کارمندانو سره ليدل کتل کړي او دوي سره خبرو کې هغوى د انصاف ،فوجداري نظام، تشدد، د مرګ دسزا، اقتصادي او ټولنیزو حقونو ترڅنګ د کورني تشدد دمخنيوي، د مذهب او عقيدې د ازاديایو او د اظهار د ازادۍ په اړه خبرې کړې دي. د يورپي پارلیمان غړو  د تشدد او په جبري توګه د خلکو د لا درکيو خلاف د قانون جوړولو عمل ګړندي کولو او د مرګ دسزا وړ جرمونو شمېرې کمولو او د رحم د اپيلونو په اړه د نوي طريقه کار د لاګو کولو یا تطبیق لپاره د پرعزمه او کوټلو ګامونه پورته کولو غوښتنه کړې ده. يورپي اتحاد د پاکستان د برامداتو لپاره تر ټولو مهم مارکيټ دی او پاکستان کال 2014م کې د يورپي يونين لخوا ورکړې شوي جي اېىس پي پلس د ترجيجي تجارتي سکيم اسانۍ لاندې بې له کوم ټېکس خپل مصنوعات برامد کوي. پاکستان د بشري حقونو، مزدورانو او لږکیو د حقونو په اړه د 27 نړیوال کنونشنونو لاسلیک کولو لوظ کړې او د جي اېىس پي پلس سکيم د کال 2033 پورې د بيا نوې کولو لپاره کارپوهان د يورپي اتحاد په شرطونو چټک او غوڅ عمل کول اړين ګرځوي. قانون پوهه او په عدالتونو کې د لا درکه تنانو د قضيو پېروي کوونکي وکيل کرنل ريټايرډ انعام الرحيم ډيوه سره خبرو کې وويل د جبري لا درکیو دعمل دجرم ګرځولو قانون دا مهال د پاکستان د سینیټ د قانون په کمېټۍ کې د بحث لپاره وړاندې کړی شوی دی او وزیر اعظم شهباز شريف هم په دې وروستیو کې اسلام اباد هایکورټ ته ویلي چي ددې عمل دجرم ګرځولو قانون جوړوي. نوموړي وويل مونږ ته اوس هم روزانه د خلکو د ورکېدو رپورټونه رسېږي. دا ډېر خطرناک عمل دی، ودرېدل یې پکار دي او باید چې قانون هم زر جوړ شي. انعام الرحيم وايي پاکستان کې يو جمهوري حکومت دی او هغه ددې عمل دجرم ګرځولو لوظ کړی دی، ددې عمل له کبله د پاکستان په نړيواله کچه نوم بدنامېږي او اسلام اباد سره په نړيوال کچ ددې ځواب نشته ځکه چې په دې جرم کې يوشمېر حکومتي ادارې ککړې دي. پاکستان کې د خلکو په زوره د لا درکۍ ستونزه شل کاله زړه ده او د لادرکه تنانو کورنۍ او د بشري حقونو فعالين د خلکو په جبري توګه لا درکۍ تور د هېواد د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي. د پاکستان حکومت کال 2011م کې په جبري توګه د لادرکه تنانو د قضيو د څېړنو لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی چې وايي تر اوسه پورې د اتوؤ زرو څخه زيات خلک لا درکه دي خو د بشري حقونو فعالين او په جبري توګه د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو تنظيمونه دا شمېر په زرګونو کې ښایي. د يورپي يونين کمېشن په بېان کې ویل شوي چې پاکستان دې د صحافيانو دتحفظ قانون او مدني ټولنې د تنظيمونو د کار په لاره کي پراته خنډونه هم ختم کړي. د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال طاهر امين ډيوه ته وايي د جي اېىس پي پلس تجارتي سکيم کال 2014 کې منظور شوی چې موده یې کال 2023 کې سرته رسېږي. هغه وايي دا سکيم د پاکستان د برامداتو لپاره خورا اهمیت او ګټه لري، زياتوي ددې لاندې پاکستان نزدې 70 فيصدى برآمدات په صفر ټېکس د يورپي اتحاد مارکیټ ته لېږي. هغه وايي وېل کېږي ددې اسانۍ سره د پاکستان په مجموعي برامداتو کې نزدې د 5 اربو ډالرو اضافه شوې ده. ښاغلې طاهر امين وايي ددې سکيم له امله د پاکستان د صنعتي څانګې دوباره احيا شوې ده، له دې مخکې په پاکستان کې د ترهګرۍ له کبله به صنعتونه بنګله دېش ته انتقال کېدل خو اوس دا  عمل ودرېدلی دی. وايي کله چې کال 2014 کې پاکستان ته د جي اېىس پي پلس اساني ورکړی شوه نو هېواد ته يو خلاص مارکېټ او د شېانو په برامد کولو باندې لېږدونکي ډيوټۍ او ټېکسونه معاف کړی شول او ددې سره د پاکستان برامدي توکي د مقابلې جوګه شول. د يورپي پارلیمان د بشري حقونو د کمېټې غړو ددې ترڅنګ په پاکستان کې د کورني تشدد، د ماشومانو څخه د مشقت اخستو او د ماشومانو په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي لپاره هم د غوڅو اقداماتو غوښتنې کړي دي.

24.09.2022 ډیوه

متقي: د دنیا 'مغرضې' کړۍ غواړي افغانستان د تروریزم مرکز معرفي کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، د نړۍ «مغرضې کړۍ» او استخبارات غواړي چې افغانستان نړیوالو ته د تروریزم مرکز معرفي کړي.

24.09.2022 امریکا غږ

څېړونکي:دتحریک انصاف اؤ ای این پي لفظي شخړو کې دپښتونخوا مهمې ستونزې شاته پاتې کېږي

په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند او پاکستان تحريک انصاف ترمېنځه لفظي شخړې زياتې شوي دي اؤ د دواړو خواؤ مشران په ټولنیزو رسنیو اؤ جلسو کې یو بل په سپکو نومونو مخاطب کوي. څيړونکي وايي کله نه چي عوامي نېشنل ګوند په صوبایي حکومت د قلنګونو اخستو او د وسله والو پرضد په غلي پاتې کېدو نيوکې زياتې کړې دي، نو ورسره په عوامي نېشنل ګوند لفظي حملي هم زياتې شوې دي۔  په اوولسم ستمبر د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزير اعظم عمران خان د عوامي نېشنل ګوند دصوبایي مشر ايمل ولي خان په ضدچارسده کې یوې جلسې ته د وینا په مهال سپورې ستغې ويلي وې. هم دغسې د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه او تېره ورځ د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف هم هغه الفاظ بيا تکرار کړي دي چې په جواب کې يې ايمل ولي خان ويلي د بدو الفاظو کارولو په ځاي  هغو پوښتنو ته باید جواب ورکړل شي کومې چې ده راپورته کړې دي۔  دایمل ولي خان په وینا"د جنرل فېض په مشرۍ کې چې کومې معاهدې شوي هغه دې د قام مخې ته راوړل شي، د جرګو په نتيجه کې لويې ترهګر د جيلونو نه خوشې کړی شوي دي، او وزيران، ګورنر او نور غړې يې د بهتې په شکل کې وسله والو ته فنډونه ورکوي" څيړونکي وايي دمهمو سیاسي ګوندونو له لوري په يو بل دلفظي ګزارونو له امله د صوبې مهمې مسلي د پامه غورځېدلې دي. دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې په خېبر پښتونخوا کي د روزانه په حساب د وسله والو لخوا بريدونه کيږي۔ ويل کيږي چې وسله وال سوات، دير، ډيره اسماعيل خان، لکي مروت، بونېر او قبايلي ضلعو کې ليدل شوي او عمليات يې زيات کړي دي۔ د دوېم ستمبر نه راپدېخوا په خېبر پښتونخوا کې تحريک طالبان پاکستان نزدې د ديرشو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده،د صوبایي او وفاقي حکومت او عسکري چارواکي وايي په سوات او نورو سيمو کې د وسله والو د افواه په شکل کې د دوي شمیر د اندازې نه زيات ښودل کيږي۔ څيړونکي وايي په داسې حال کې بيا د مهمو سياسي ګوندونو لفظي شخړې د ترهګرۍ په څېر دمسلو نه پام اړوي۔ دپېښور  خبريالې فرزانه علي ډيوه ته وويل که يو خوا د تحريک انصاف د غړو لخوا سپورې ستغې ويل کيږي نو په جواب کې يې د عوامي نېشنل ګوند د غړو لخوا هم دغسې خبرې مخې ته راځي چې دا د خېبر پښتونخوا د سياسي رواياتو خلاف دي. هغه وایي "دې سياست کې د يو بل د احترام روايات وو هغه ختم شوې دې، دا لړۍ د تېرو څو کالو نه راوانه شوې ده، د الفاظو غلط استعمال د تحريک انصاف لخوا شروع شوی دی" فرزانه علي وايي  وړومبی دپاکستان تحريک انصاف د سياسي مشرانو لخوا دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد د سپورو ستغو استعمال شروع شوی دی، او بیا یې په جواب کې جميعت علماء اسلام او عوامي نېشنل ګوند هم هغسې الفاط کاروي چې له امله يې  مهمې ولسي مسلې د بحث نه شاته پاتې شي۔ دپاکستان په سیاست کې په یو بل تورونه لګول کومه نوې خبره نه ده اؤ زیاتره وخت پاکستاني سیاستدانان په یو بل د تورونو لګول کیدو پرضد عدالتونو ته هم ځي خو دا چې اوس خبره دسیاسي تورونو نه کنځلو اؤ سپکو سپورو ته تللې ده، څیړونکي وایي دا عمل دقام په عمومي اخلاقیاتو هم غوره اغېزې نه لري

24.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more