شاته

حامد کرزي او طالبانو د شهباز شریف هغه خبرې رد کړي چې ګواکې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه لري

واشنګټن – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو حکومت د ملګروملتونو په جنرل اسامبلۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه خبرې له حقیقت څخه لېرې او غلطې بللي چې ګواکې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري.

ښاغلي کرزي د خالي یا شنبې په ورځ په خپلې ټوېټر پاڼې باندې په یو شمېر پرلپسې ټویټونو کې لیکلي، د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې، چې د مسلې حقیقت په بشپړه توګه برعکس دی.

کرزي ویلي، "افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهیسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت د مستقیم ملاتړ لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالېږي."

ښاغلي کرزي وړاندې لیکلي، "د پاکستان حکومت ته نصیحت کوي، چې د افغانستان پر خلاف له ناسمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې ددغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي او د طالبانو د ویاند زبیح الله مجاهد په ټویټر پاڼو هم خپرې شوي ویلي: "د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په شمول ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښودله، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی."

په دغه بیان کې وړاندې راغلي چې اسلامي امارت دا اندېښنې ردوي ځکه "پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي" بلکه طالبانو ویلي، دا مهال په افغانستان کې کوم وسلوال ګروپ نشته او د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپلې وینا کې، هغه په افغانستان کې د ممکنه مېشتو ترهګرو ډلو، داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده او د شرقي ترکستان تحریک نومونه واخېستل او هغه وویل چې د ترهګرۍ پر ضد ګامونه دې واخېستل شي.

د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په اړه نه یواځې حامد کرزي او د طالبانو حکومت بلکه ګڼو پخوانیو چارواکو او افغانانو هم توند غبرګوننه څرګند کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور پخواني‌ وزیر او د پښتو ژبې نامتو لیکوال او ادیب عبدالباري جهاني هغه په ټویټر د ښاغلي کرزي د دریځ په کلکه دفاع کړې ده.

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په ټویټر لیکلي، زه پاکستان ته په دې کریډیټ ورکوم چې په تېرو لسیزو کې یې د یو شمېر هېوادونو د احمق کېدو هنر ډېر ښه کړی.

ښاغلي صالح زیاته کړې،

"داسې ښکاري چې راولپېنډۍ د ټولو ترهګرو په ساتلو او ملاتړ کې د طالبانو له حده زیاتو کړنو باندې خوښه نه ده. کېدای شي د هغوی دنده د ځینو ملاتړ وو د ټولو نه. خو وزیر اعظم شریف پرې وغږېده. د ترهګرو د سپانسر او خپله ترهګرو ترمنځ ناندرې په زړه پورې دي."

خو ښاغلي صالح زیاته کړې، چې یو شی چې روښانه دي، هغه دا دي چې پاکستان د افغانستان د حالاتو یا د طالبانو د پروژې په کابو کولو کې پاتې راغلی.

د افغانستان په تېرو جمهوري دورو کې د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل په یو ټویټ کې لیکلي،

"هغه چې لومړي وزیر شهباز شریف د ملګروملتونو په جنرل اسامبلۍ کې وویل او افغانستان یې د ترهګرۍ مرکز وباله، دا د پاکستان هغه کېسه ده چې د کلونو راهیسې ورته کار کوي. یو وخت د پاکستان جنرال حمید ګل ویلي وو چې "نه یواځې مونږ د امریکا په مرسته شوروي اتحاد مات کړ بلکه امریکا ته مو هم خپله د امریکا په ملاتړ ماته ورکړه."

ښاغلی نبیل زیاتوي، "دا ځل پاکستان غواړي چې له دې نرېټیف څخه نور سټراټېژیک اهداف ترلاسه کړي او منځني ختیځ ته د طالبانو (استعمالېدونکو احمقانو) په لاس ترهګري واستوي، پداسې حال کې چې د ترهګرۍ او د پاکستان د ژورو اړیکو مسله هیچانه هم پټه نه ده."

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لخوا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مرکزونو خبره په داسې حال کې کېږي چې د افغان چارواکو په اند د افغانستان د تېرې شل کلنې جمهوري دورې پرضد جنګېدونکي وسلوال طالبان او مشران یې په پاکستان کې اوسېدل، روزل کېدل، هملته یې کورونه، مرکزونه او شوراګانې وې، چې د کوټې او پېښور د شورا ګانو په نامه یادېدې او او بیا له هماغه ځایه یې روزل شوي ترهګر د بریدونو لپاره افغانستان ته استول چې د تېر ملي امنیت په وینا په اکثرو پېښو کې به یې د جګړې قومانده د پاکستان له خاورې ورکول کېدله خو پاکستان دا ادعاوې نه منلې.

د دې ترڅنګ امریکایانو د لویې ترهګرې شبکې القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې یوې پوځي چوڼۍ ته څېرمه له منځه یوړه او د طالبانو د ډلې مخکینی مشر ملا منصور هم د پاکستان په خاوره کې وژل شوی وو.

په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو د قبضې راهیسې هم له طالبانو سره تر ټولو نېږدې اړیکې د پاکستان دي.