شاته

ملاله یوسفزۍ:شهباز شریف ته مې ویلي چې زمونږ خلک نوره ترهګري اؤ بې کوري نه شي زغملی

دامن نوبیل نړیوالې جائزې ګټوونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د پاکستان دوزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ هغه یې په سوات اؤ‌ دخېبر پښتونخوا نورو سیمو کې یو وارې بیا دطالبانو د راپورته کېدو په اړه دخپلو اندېښنو نه خبر کړی دی.

ملالې یوسفزۍ وزیراعظم شهباز شریف ته ویلي "زمونږ خلک نوره ترهګري اؤ دبې کوري نه شي زغملی اؤ هغوئ تحفظ ته اړتیا لري"

د وزیراعظم شهباز شریف اؤ ملالې یوسفزۍ ترمنځ دا لیدنه دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ دغونډې په مهال شوې ده.

دلیدنې په مهال وزیراعظم شهباز شریف دجینکو دتعلیم اؤ ټولنیزو ستونزو په اړه دملاله یوسفزۍ خدمات ستایلي اؤ هغې سره یې دچاپېریال دبدلونونو نه د شوؤ زیانونو په اړه خبرې هم کړې دي.

تر لیدنې وروسته ملالې یوسفزۍ پخپله ټویټر پاڼه لیکلي "ما خپل پلرني ښار سوات اؤ دخېبر پښتونخوا صوبې نورو برخو کې دطالبانو دبیا راڅرګندیدو په اړه وزیراعظم ته خپلې اندېښنې مخې ته کېښودې"

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتو په دې وروستیو کې دخیېر پښتونخوا،سوات،دیر،ملاکنډ،خېبر،بونیر،وزیرستان اؤ ګڼو نورو سیمو کې دطالب وسله والو دبیا راپورته کېدو رپورټه ورکړي دي اؤ دصوبې بیلابیلو برخو کې دطالبانو دبیا راپورته کېدو اؤ دامن په پلوۍ لاریونونه اؤ جلسې هم شوې دي

دپاکستاني حکومتي اؤ امنیتي چارواکي دطالبانو دبیا راپورته کېدو رپورټونو سره اتفاق نه کوي اؤ وایي په کومه محدوده شمیره چې دطالبانو فعالیتونه لیدل شوي ،دهغې مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه چمتو دي.

ملاله یوسفزۍ وایي وزیراعظم شهباز شریف ته یې ویلي دي چې هغه باید په افغان طالبانو فشار راوړي چې افغاني نجونو ته ښوونځیو ته دتګ اؤ مېرمنو ته دکار کولو اجازه ورکړي.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې ده دا مهال افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد چې نجونه پکې منځنیو ښوونځیو ته دتګ اؤ مېرمنې پکې د کار کولو اجازه نه لري.

هغه وایي پاکستان ته دښځو د حقونو اؤ دجینکو دتعلیم لپاره ودریدل پکار دي.

هغې په نړیواله ټولنه هم غږ کړی دی چې پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله داغېزمنو خلکو مرستو ته باید خپل پام وګرځوي اؤ په دغه هیواد دې دپورونو ستنولو فشارونه کم کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي