د سایبر حملې په سر البانیه ایراني سفارتکارانو ته ملک نه د وتلو امر کړی
د ای پي د رپورټ ترمخه امریکې ویلي چې د ایران په ضد به ځوابي ګام اخلي خو په دې اړه یې وضاحت نه دی کړی. امریکې د ایران مبینه سایبر حمله د تشویش وړ مثال بللی دی
اسلام اباد هایکورټ دعدالت دسپکاوي مقدمه کې په عمران خان دفرد جرم لګولو پرېکړه وکړه
پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې داسلام اباد دیوې ځایي عدالت ښځینه قاضي ته ګواښ کړی ؤ چې دهغې سره به ګوري ، چې په دغه ګواښ اسلام اباد هایکورټ له خپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ عمران خان ته یې دعدالت دسپکاوي نوټس ورکړی ؤ
خېبر:دباړې امن لاریون په برخه والو مقدمې درج کړل شوي دي
څېړونکي اؤ قانون پوهان وایي دطالبانو د بیا راپورته کېدو په ضد په راپورته کېدونکو خلکو دپولیسو مقدمې ښایي چې ددې ریاست واکداران اؤ ځواکونه امن نه بلکې بدامني غواړي
هند او جاپان د اړیکو د لا ښه والي لپاره ګډ پوځي تمرینونه زیاتوي
د هند او جاپان چارواکو نن پنجشنبه سپتمبر اتمه (وږې۱۷) اعلان وکړ چې غواړي خپلې اړیکې نورې هم ژورې کړې او د دې کار لپاره ګډ پوځي تمرینونه زیاتوي چې د هوايي ځواکونو جنګي الوتکې به هم په کې وي.
ولسمشر بايډن دا غوښتنې رد کړې چې روس دې په ریاستي کچه د ترهګرۍ مرسته کونکی ملک وبلل شي
بايډن د ميډيا لخوا شوو پوښتنو ته چې د امريکا ولسمشر به روس داسې هېواد وګرځوي چې په رياستي کچه د ترهګرۍ ملاتړ کوي نو په ځواب کې يې فقط يو ټکی “نا” وکارولو. د دې غوڅې پرېکړې سره د مياشتو مياشتو راهسې روان هغه بحث هم ختم شو چې په کيپيټل هېل او نورو بهرني سرښارونو کې په دې اړه شروع شوی و
رپورټ: مختلفو کړکېچونو حالاتو په نړیواله کچه د ولس د پرمختګ مخه نیولې
د یو اېن ډي د بشري پرمختګ په مېعار کې په یو ملک کې د صحت د خېر ښېګړې اسانتیاو، تعلیم او د ژوند مېعار ته کتنه کېږي. د یو اېن ډي پي د سږ کال رپورټ څرګندوي چې که ځينې ملکونه په خپلو پښو ودرېږي خو ځينې لا اوس هم په کړکېچونو کې مبتلا دي
روغتیا نړیوال سازمان: تېره میاشت افغانستان کې د کرونا له کبله ۲۹ تنه مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کېدو او مړینې پېښې زیاتې شوي دي.
د معلولینو د حقونو افغانې مبارزې ته د بشريحقونو څار 'معتبر فیلوشیپ' ورکړل شوی
د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د معلولینو د حقوقو مدافع بنفشه یعقوبي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د معلولینو حقوقو د زړه وري رهبرۍ «مارکابریستو» سکالرشپ تر لاسه کړه.
د پاکستان د 'تعرفې لوړولو' له کبله افغان سوداګرو په تازه مېوو بار سلګونه موټر درولي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې افغان سوداګرو د پاکستان د تعرفي لوړولو له امله په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هیواد سره د چمن پوله کې درولي دي.
امریکې اوکراین سره د 675 مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان کړی
د تېرو څو هفتو راهسې ماسکو او کییف د یو بل په ځواکونو الزام لګوي چې په ژاپوريژیا بجلي ګر په بمبارۍ کې وولي. ژاپوريژیا د یورپ تر ټولو لوی اېټمي بجلي ګر دی او د بجلي ګر سره نژدې جګړې د دې د تحفظ او تابکارۍ د خپرېدو په اړه تشویش راپورته کړی دی
د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې ده
د نړیوالې مالیاتي ادارې [ایي اېم ايف] لخوا پاکستان ته د پور د پروګرام د بحالۍ باوجود پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره کمه شوې او په انټر بېنک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بیعه 225 روپو ته رسېدلې ده خو سوداګر وايي په پرانستي مارکیټ کې یو ډالر په 228 روپو خرڅیږي.
امريکې د پاکستان د اېف -16 الوتکو د بيا رغونې دپاره د 45 کروړه ډالرو تړون منظور کړی
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امريکې د پاکستان د اېف -16 جنګي الوتکو د بيا رغونې/ مرمت دپاره د 45 ډالرو د تړون منظوري ورکړې ده.
د افغانستان او پاکستان په کرکټ سيالۍ په ټولنيزو رسنیو تود بحث پېل شوی
تېره شپه چې د ايشيا کرکټ کپ په سيالۍ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ سيالي شوې، پاکستان ګټلې په دغه سيالۍ کې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو په مېدان کې شخړې او ځينې ويډیوز باندې په ټولنیزو رسنيو تود بحث پېل شوی دی.
ملګري ملتونه: معتبر تورونه شته چې اوکرایني ماشومان په زور روسیې ته لیږدول کیږي
ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) وویل معتبر تورونه شته چې ښکاره کوي مسکو په فرزندي د ماشومانو د اخیستلو او په زور د موقعیت د تغیر او شړلو په لوی کمپاین کې، ماشومان له اوکراین څخه روسیې ته لیږدوي.
پېښور: د پاکستان کرکټ لوبې ګټلو د خوشالۍ په ډزو کې دوه تنه وژل شوي
پاکستانۍ لوبډلې چې تېره شپه د افغانستان نه د کرکټ سيالي ګټلې، په دغه خوشالۍ کې د پېښور په متنو سيمه کې په يوه حجره کې ډزې شوي، پوليس وايي د يو تن په ډزو کې د هغه زوی او بل تن لګېدلي او مړه شوي دي.