شاته

په ایران کې د حجاب په سر احتجاجونو کې حکومتي ټي وي د 26 کسانو د وژل کېدو امکان څرګند کړی

د حجاب په سر د پوليس په ولقه کې د کرد مېرمنې مهسا اميني په وژنه راپورته شوي احتجاجونه د ايران يو شمېر لويو او وړو ښارونو ته غځېدلي دي او د پوليسو او د مظاهرچيانو په نښتو کې سرکاري ټېلې وژن د 26 کسانو د وژل کېدو امکان څرګند کړی خو نور تفصيل یې نه دی ورکړی.

د سرکاري ټېلي وژن يو کوربه ويلي چې ډېر زر به حکومت د دغو وژنو تفصیل ورکړي خو وړاندې هم د دغسې وژنو تفصيل چرې په حکومتي‌کچه نه دی ورکړل شوی.

په ټول ايران کې د موجوده اجتجاجونو پوره تفصيل مخې ته نه دی راغلی خو داسې ښکاري چې د کال ۲۰۱۹وروسته دا په ايران کې ترټولو درانې مظاهرې دي.

د انټرنېټ د څار ادارې نېټ بلاک ترمخه ايران د بهرنړۍ سره خپله د انټرنېټ رابطه هم بنده کړې ده او په هېواد دننه يې د يو شمېر ټولنيزې رسنیو انټرنيټي پاڼې لکه وټس اېپ ، انسټاګرام او فېس بک هم تړلي‌ کوم چې د مظاهرچيانو په راغونډېدلو کې مرستې کولی شي.

په سوشل مېډيا خورې شوې ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې په تهران او مشهد ښارونو کې قهرېدلي مظاهرچيان د پوليسو ګاډو ته اورونه اچوي ا ود پوليسو ځينې ګاډي يې اړولي هم دي.

بلخوا يوشمېر ښځې خپلې لوپټې يا ټېکري په هوا کې وچتوي او اورونه ورته لګوي.

په اجتجاجونو کې اورېدل کېږي چې مظاهرچيان د حکومت په ضد د مرده باد نعرې وهي او وايي " مليان دې لاړ دي" او " ډېکټېټر مرده باد".

په ایران کې دغې مظاهرې د تېرې جمې د ورځې نه د ۲۲ کلنې مهسا اميني د وژل کېدلو وروسته پېل شوي.

مهسا اميني د کرد کم شمېره ټولنې سره تړاو لرلو او د ایران د کردستان صوبې د شمال غربي ښار سقيض سره يې تعلق وو.

د امیني د کورنۍ غړو ويلي د امنیت اخلاقي پوليسو د ستمبر په 13م نېټه هغه تهران ته د سفر په وخت نیولې چې امیني سم حجاب نه وو کړی او بيا یې د ځان سره بوتللې وه.

د امیني کورنۍ تور لګوي چې د پوليس په ولکه کې دا په جسماني توګه ځورول شوې وه او د پوسټ مارټم د نتیجو د شریکولو نه بغېر يې په تادۍ کې د دې د جنازې انتظام کړی.

امنیتي ‌چارواکي د امیني سره د ناوړه سلوک تورونه ردوي او وايي چې هغه د زړه د دورې نه مړه شوې وه خو د کورنۍ غړي يې وايي هغې ته د زړه مسله کله هم نه وه شوې.

امریکې، يورپي يونين او ملګرو ملتونو د مهسا اميني د مړينې پېښه غندلې ده.

د امریکې حکومت د ايران په اخلاقي پوليسو او امنيتي ادارو په مشرانو بندیز لګولی او ويلي يې دي دوی پرله پسې په پرامنه مظاهره چيانو تشدد کوي.

د ايران صدر ابراهيم ريسي د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په څنډه کې ويلي، په چټکتيا سره د مړينې د دغه پېښې پلټنې کولی شي. هغه پوښتنه را ولاړه کړې چې په امریکا کې د امنيتي ځواکونو د لاسه امریکايان وژل کيږي. هغه ویلي په ګرده نړۍ کې دې یو ډول معيار وساتل شي.

هغه ويلي د اميني د پېښې وروسته يې سمدست د هغې د کورنۍ سره تماس نيولی او د پلټنو باور يې ورکړی چې تر ټولو مهمه د هر وګړي د حقونو ساتنه ده

په ايران کې د امريکا د بنديزونو لکبله اقتصادي کړکېچ ورځ تربلې زياتيږي او د ايران کرنسي د ډالر په مقابله کې ډېره غورځېدلې چې ورسره په ملک کې ګراني نوره زياته شوې ده.

په کال ۲۰۱۹م کې هم په ايران کې د تېلو د ګرانۍ په ضد درنې مظاهرې شوې وې.

هر څه که په سوشل مېډيا د پوليس لخوا په اولس د تشدد ډکې ويډيوګانې خورېږي خو د ايران حکومت وايي، د دوي ځينې سياسي مخالفين او بهرني هېوادونه په ايران کې راپورته شوي احتجانو له بې ځايه هوا ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي