شاته

دپښتونخوا لکي مروت اؤ دبلوچستان خضدار کې څلور ترهګر وژل شوي

امنتي چارواکو دخېبرپښتونخوا صوبې په لکي مروت اؤ دبلوچستان په خضدار ضلعه کې وسله والو سره نښتو کې دڅلورو ترهګرو د وژلو دعوې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې ترهګرو د بریدونو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

دجمعې په ورځ پاکستاني رسنیو دپولیسو دسرچینو له خولې ویلي دخیبر پښتونخوا دلکي مروت ضلعې په غرونو کې دپوليسو او امنيتي ځواکونو له لوري دترهه ګرو په ضد ګډ عمليات ترسره شوي دي چې پکې دوه ترهه ګر وژل شوي او يو مشکوک تن نيول شوی هم دى.

دپوليسو وينا ده چې دلکي مروت دره تنګ غرونو کې پوليسو او دامنيتي ځواکونو له لوري دتيرې ورځې راهسې عمليات روان وؤ چې پکې دوه ترهه ګر وژل شوي او دهغوي دقبضې څخه وسله او چاودیدونکی مواد هم ترلاسه شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د زیارت په ورځ هم دخېبرپښتونخوا په کوهاټ سیمه کې دتحريک انصاف ديو وتلي مشر او پخواني مزکي وزير شهريار افريدي په کور دلاسي بم حمله شوې وه او هم په کوهاټ کې وسله والو په يوه حمله کې يو پوليس عسکر وژلى و.

همدغه شان په خېبر ضلع کې هم وسله والو يو پوليس وژلى و.

په عین حال کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو سي ټي دي ویلي دبلوچستان په خضدار سیمه کې یې دیو ناچله ګرځول شوي وسله وال تنظیم پرضد عملیات کړي چې پکې ددغه تنظیم دوه وسله وال وژل شوي دي.

پولیس وایي ددغه عملیاتو پر مهال د دوؤ ترهګرو د وژل کیدو تر څنګ د هغوئ درې نور ملګري تښتېدلي دي.

دخېبرپښتونخوا سوات، پېښور، خېبر، کرمه، شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، ډي ايي خان، بنو، لکي مروت، ټانک، دير، کوهاټ، چارسده او نورو سيمو کې دتيرو څو مياشتو راهسې دترهه ګرو لخوا په پوليسو، پوځ او دايف سي په ځوانانو ګڼ خونړي بريدونه ترسره شويدي.

دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان په داسې حال کې پغاړه اخستې ده چې دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ اوربند هم روان دی.

په دې وروستیو کې چې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې څېړونکي دا بریدونه دحکومت اؤ امنیتي ادارو ناکامي ګرځوي .

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر( بریګیډیر ) اؤ دفاعي څیړن کار محمد سعد په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې د تندلارو چټک شوي بریدونه یوه لویه امنیتي بې غوري بللې ده اؤ وایي چې دا کومه نوې خبره هم نه ده ځکه چې د کله نه افغان طالبانو په کابل کښی دوباره واک تر لاسه کړی نو د پاکستان د پاره یو خطر جوړ شوی ځکه چې ټي‌ ټي پي اؤ افغان طالبان د یو بل نه جدا نه دي البته د دوئ هیوادونه مختلف دي.

د محمد سعد په وینا "په افغان جنګ کښې پاکستان د امریکې اؤ TTP د افغان طالبانو ملګري وؤ اؤ تر څو چې ټي ټي پي د پاره په افغانستان کښی د څارنې یو ځائ موجود وي, پاکستان ته به تر هغې خطر وي"

په پیښور کښی د ډان ورځپاڼې مشر اسماعیل خان هم د ډيوه خبریال ابراهیم شینواري سره خبرو کې چې موجوده امنیتي وضعه د پاکستان حکومت د پاره یو ستر چیلنج دی .

هغه ویلي په دې وروستیو کې د طالبانو اؤ نورو نامعلومه وسله والا ډلو له اړخه په بریدونو کښې اضافه راغلې ده اؤ هم دغه وجه ده چې د عمومي امنیتي وضعې خرابیدو په اړه پوښتنې رااوچتولی شي.

خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله څو ورځې وړاندې دریځ خپل کړی ؤ چې هره ورځ د ترهګرو ضد عمليات کيږي او ترهګر چې د ملک امن خرابوي هغه وژل کيږي۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي