شاته

څېړونکي:پښتونخوا کې د وسله والو بیا راپورته کېدو سېلګرۍ اؤ سرمایه کارۍ ته ګواښونه راولاړ کړي دي

داقتصادي چارو پوهان وايي د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن او قبايلي سيمو کې که چرې د نا امنۍ د پېښو مخنيوی ونه کړل شو نو په صوبه کې به کاروباري هلې ځلې يو ځل بيا اغيزمنې شي۔

دوی وايي په سيمه کې د وسله والو شتون او د هغوی فعاليتونه په شمالي علاقو کې دسيلګرۍ او په نورو ضلعو کې د سرمايه کارۍ لپاره يو لویې ګواښ دی۔

په پېښور پوهنتون کې د امن او د شخړو د مطالعې د څانګې استاد او د سي پېک پروژې څېړونکی ډاکټر محمد اسفنديار مروت وي او ای ډيوه ته وايي د امن وضعيت خرابېدل په صوبه کې روزګار او سرمايه کاري نيغ په نېغه متاثره کوي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل "حکومت چې کوم کوششونه کوي او سرمايه کاري کوي د اکنامک زونز يا صنعتي ساحو جوړولو لپاره چې خلک پکې کاروبارونه شروع کړي نو چې دغه شان خراب حالات وي نو اول خو زمونږه خپل خلک پکې سرمايه کاري نه کوي"

هغه وايي چې امن نه وي نو د ملک د نورو صوبو او بهرنيو ملکونو څخه خلک به و نه غواړي چې دلته پېسې ولګوي او کاروبار شروع کړي۔

پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په 2400 کارخانو کې 1200 کارخانې د بد امنۍ څخه د اغېزمنه کیدو له وجې بندې شوې دي۔

روانه میاشت په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اتوؤ کسانو وژل شوی او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی وو۔

ددې ددواړو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه۔

تحریک طالبان پاکستان دغه زمه وارۍ په داسې حال کې په سر اخېستي چې يادې ډلې د مې د میاشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده۔

په خېبر پښتونخوا کې د کلتوري ورثې د کونسل عمومي سېکتر شکيل وحيد الله خان وي او ای ډېوه ته وايي په ملاکنډ ډويژن کې د امنیتي وضعې خرابېدو سره مذهبي او عمومي سېلګري د ګواښ سره مخ ده۔

هغه وایي په تېرو ورځو کې لږ ډېر که حالات ښه شوي وو نو دمختلفو مذهبي مشرانو او سکالرانو په سوات کې د بدها حوالې سره راتګ ډېر زيات شوی و او دغه شان د سېلګرۍ لپاره ډېر انګريزان راغلي وو چې په اقتصاد يې مثبت اثرات پريوتي وو۔

د هغه وېنا وه اوس چې کوم صورت حال جوړ شوی نو دې هر څه بدل کړل او يو ځل بيا د خلکو په راتګ کې کافي مشکلات پېدا شول او د دې اثر نه يوازې د هېواد په اقتصاد پرېوتو بلکې سېلګرۍ ته يې هم ډېر زيان ورسولو۔

په سوات کې د هوټولونو د اتحاديي نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د تېرو څو مياشتو په مهال په دغه سيمه کې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته د هوټلو مالکانو او نورو اړونده کاروبار کوونکو ته خوا وشا دولس اربه روپۍ زيان اوړېدلی دی۔

اتحاديه وايي د کال 2007 نه تر 2009 پورې د نا امنۍ له وجې د هوټولو مالکانو ته نزدې 7،5 اربه روپۍ او په مجموعي توګه کاروبار کوونکو ته د يو کهرب نه سېوا زيان رسېدلی و۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.