ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

29.12.2022 امریکا غږ

څېړونکي: د ترهګرۍ د مخنيوي دپارہ به پاکستان ته د ښو او بدو طالبانو فرق ختمول وي

څېړونکي وايي د ترهګرۍ د مخنيوي دپارہ به د پاکستان رياست ته د ښه او بدو طالبانو فرق ختمول وي او ورسرہ به په ګاونډې هېواد افغانستان کې د خپل لاسپوسي حکومت د ملاتړ لپاره وضع کړل شوې د سټراټېجي ژورتيا په تګلاره يا سټرېتيجيک ډپت پالېسۍکې هم بدلون راوستل وي.

29.12.2022 ډیوه

د وزیرستان د امن، مینې او یووالي نخښه او مشهور ډول وهونکی زارې استاد مړ شو

ډېره اسماعیل خان ــــ له تېرو شلو کلونو راهیسې د جنګ او ترهګرۍ ځپلي وزیرستان د امن، مینې، کلتور او یووالي نخښه او مشهور ډول وهونکی زارې خان استاد له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه زوی حضرت عمر وایي پلار یې درې ورځې وړاندې ناڅاپه د زړه دورې له امله ساه ورکړه او اته ماشومان چې پکې څلور لوڼه، څلور زامن او یوه مېرمن یې تر شا پرېښوول. زارې استاد څوک وو؟  نیزدې 60 کلن زارې استاد د بره جنوبي وزیرستان د مکین اوسېدوکی او مشهور ډول وهونکی وو او د علاقې د نورو کلتوري غونډو ترڅنګ په لښکر، چیغه، جرګه، مرکه او قامي ټینګو سره د ځوانانو په اتڼیزو محفلونو کې به سره د ډول موجود وو. زارې مسید که څه هم د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی وو خو د کال 2009م د «راه نجات» پوځي عملیاتو له امله د نورو ځایي خلکو سره هغه هم خپل کور او کلی پرېیښی وو او په ډېره اسماعیل خان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه. هغه به هلته د علاقې په جرګو مرکو کې د ګډون تر څنګ په احتجاحونو کې د ډول سره برخه اخیسته او انڼیزو غونډو ته به یې دوام ورکولو او په خپله به یې د ډول سره زمزمې هم کولې.  د مرګ نه درې ورځې وړاندې د ډېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون کې د زده کوونکو په یو اتڼي غونډه کې د ډول وهلو سره په دې سندره ویلو لیدل کیږي  چې "و مکینه پوتې [پاتې] شوې". د هغه زوی حضرت عمر وایي تر کډوالۍ وروسته له سختو حالاتو سره مخ وو خو هغه چرته د ډول پرېښوولو خبره ونه کړه. هغه وایي دوی د پاره دا ویاړ دی چې نن ټوله کورنۍ د هغه په وجه پېژندل کېږي او د هغه په مړینه د علاقې زیات خلک ویرجن دي. د علاقې یو بل مخور مشر او په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند فعال خان ولي مسید وایي هغه د وزیرستان د "امن مینې او یووالي" سیمبول وو: "نه یواځې یو ډول وهونکی بلکې هغه د پښتون په کلتور دود او رواج هم پوره وو او له مېلمه پالنې سره هر وخت په سر پګړۍ، په تن جامې او واسکټ او په پښو څپلۍ اچولې لیدل کېدلې". ښاغلي خان ولي وویل نوموړی قامي اتل وو او د مسید قام په هر غم او خوشي کې شریک وو او د وزیرستان کلتور یې ژوندی ساتلو سره د جنګ دې سیمې نه امن ږغ پورته کاوه: "زه یې له کال 2000 نه پېژنم او هغه وخت د نامنۍ راتلو سره زیات هنرمندان فن پرېښولو ته مجبور شول خو زارې نه ټیټ شه او نه یې فن پرېښودو او په خپل فن تر دې حده مین وو چې د ژوند ګواښونو سره مخ وو خو هنر ته یې بیا دوام ورکولو او د جنګ په دې ماحول کې د امن او ډول ږغ ژوندی ساتلی وو". سندرغاړی شوکت عزیز وایي د هغه د ډول وهلو یو ځانګړی انداز وو چې د هر عمر کسانو تر څنګ مذهبي خلک بلکې طالبان به یې د اتڼ په کولو مجبور کړل. شوکت عزیر وایي ډول د دوزیرستان په کلتور کې یو مهم کردار لري: "هغه که مذهبي اړخ ته وګورې نو پېشمني کې خلک د ډول د لارې پاڅول کیږي، جرګه مرکه ته خلک راغوښتل بل لښکر او چیغه د ډول پرته نیمګړي وي، چې د کومې غونډې اغاز په تلاوت کیږي اختیام یې بیا په ډول سره په اتڼ وي". خان ولي وایي په وزیرستان کې نه یواځې خلک په ډول قامي پرېکړو ته راغونډېږي، د دوی احتجاج او ښادۍ هم د ډول سره اتڼ نه پرته نیمګړې وي، وایي  په دې پرمختللې زمانه کې د هیواد په ګوت ګوټ کې اوس هم د وزیرستان د ځوانانو په سندریزو غونډو او علمي دستورو کې ډول شامل وي: "د ډول دا یو ځانګړی انداز دی چې چې خلک دومره جذباتي کړي چې د مرمیو له پروا پرته د ډول په زور پښتانه د دښمن په مورچل زغل کوي".  په ټولنیزو رسنیو خلکو د زارې مسید په ناڅاپه مړینه د غم اظهار کړی دی. د عوامي نیشنل ګوند د کلتور صوبایي سیکرټر خادم حسین په ټویټر لیکلي: "زارې مسید هغه هنرمند وو چې د وزیرستان په وینه وینه ماحول او غمځپلي چاپېریال کې یې هم د ساز او سندرې غږ ژوندی ساتلی وو. نوي زارې به زېږون کوي خو دا زارې د هېرېدو نه دی". خبریال فاروق مسید وایي د علاقې د پاره د هغه خدمات نه هیرېدونکي دي او هغه په کډوالۍ کې په قامي ستونځو احتجاج وو او که به جرګه مرکه وه زارې استاد به سره د ډول پکې شریک وو.

29.12.2022 ډیوه

روس نن بیا د اوکراین د کیف په ګډون په ځینو ښارونو شاوخوا 120 میزایل حملې کړې دي

واشنګټن ـــــ روس د اوکراین په پایتخت کیف، خارکیف او ځینو نورو ښارونو باندې بیا تازه د میزایلو بریدونه کړي دي، چې پکې ځینې کسان ټپیان شوي دي. اوکراین وایي روس په لسګونو توغندي نن سهار وختي ور ویشتلي وو، چې زیات یې دوی را وغورځول. د اوکراین چارواکي وایي روس د پنجشنبې- زیارت په ورځ سهار وختي پر اوکراین لسګونه توغندي وتوغول، چې وایي د پایتخت کیف په ګډون یې شمال ختیځ ښار خارکیف او نور ښارونه په پراخو هوايي بمباریو کې په نخښه کړل چې له کبله یې بجلۍ لاړه او خلکو خوندي ځایونو ته پناه یووړه. د اوکراین د ولسمشر مرستیال میخایلو پوډولیک په یوه ټویټ کې دعوه کړې چې روس لږ تر لږه 120 توغندي ور ویشتلي دي چې د ده په وینا مقصد یې مهمې ودانۍ ویجاړول او په ډله ییزه توګه د عامو خلکو وژل دي. چارواکي وایي دغو بریدونو سمدستي په ټول هیواد کې د هوایي بریدونو سایرنونه یا زنګونه وغږول، وایي په نتیجه کې یې د هوایي دفاع سیسټمونه وتوانېدل چې د روس له خوا راتلونکي 54 توغندي په نخښه کړي او را ویې غورځوي. د خارکیف مېر یا ښاروال ایهور تیریخوف په خپل ښار کې د چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چارواکي یې پلټنه کوي چې چاته څه ځاني یا مالي زیانونه اوښتي دي که نه، خو په کیف کې د درو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا پر ټویټر د روس تازه بریدونه "بې حسه وحشت" بللی او لیکلي یې دي: "دا یواځې هغه ټکي دي چې ذهن ته راځي چې روس تر نوي کال مخکې د اوکراین پر سوله ییزو ښارونو یو ځل بیا توغندي ویشتلي دي". د روان کال په فرورۍ کې چې دا جګړه پیل شوې د رپوټونو له مخې روس پرله پسې د اوکراین د ښارونو په نخښه کولو لپاره میزایل کارولي او داسې بریدونه یې هم کړي چې مهمې سرکاري ودانۍ یې ویشتلې او تباه کړې دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د لسو مادو د پلان ملاتړ کړی چې پکې یې له روسه غوښتي د اوکراین خاوره دې په رسمیت وپېژني او خپل پوځیان دې وباسي. خو روس د چارشنبې- شورو په ورځ دا وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې خپل دریځ تکرار کړ چې اوکراین دې د روس هغه انضمام ومني چې په ستمبر میاشت کې تر ریفرنډم وروسته اوکراین او نورو هیوادونو رد کړی وو. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د اوکراین لپاره د سولې هیڅ پلان تر هغه وخته نه شي عملي‌ کېدی چې د روس د خاورې په اړه د نن ورځې حقیقتونه په پام کې ونه نیسي. صدر زلنسکي د چارشنبې- شورو په ورځ د تړلو دروازو په غونډه کې د اوکراین پارلمان ته وینا وکړه او د پارلمان له غړو یې وغوښتل چې د روس د یرغل په خلاف سره متحد پاته شي. ولسمشر زلنسکي وویل اوکراین لس میاشتې وړاندې د روس له یرغل راهیسې 1456 جنګي بندیان خوشي کړي دي، بل لور ته روس هم وایي د اوکراین زرګونه جنګي بندیان ورسره دي خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

29.12.2022 ډیوه

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي د سيند صوبې په جېلونو کې 1568 افغانان بندي دي

د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، دا وخت د کراچۍ او حېدر اباد په جېلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 1568 افغانان بندي دي.

29.12.2022 ډیوه

روسیې په کیف او د اوکراین په څو نورو ښارونو توغندي ویشتلي

پر اوکراین باندې د روسیې د توغندیو په تازه بریدونو کې په پلازمینه کیف کې لږترلږه درې تنه ژوبل شوي، په دغه ښار او د هېواد په لویدیځه برخه کې د ډیرو سیمو برېښنا پرې شوې ده.

29.12.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه او پاکستان به په پاکستان د موسمي بدلون د اثراتو په موضوع نړیواله غونډه کوي

په پاکستان کې د موسمي بدلون د اثراتو په موضوع به ملګري ملتونه د جنورۍ په نهمه نېټه په جېنېوا کې غونډه کوي چې پکې به د سېلابونو وروسته د پاکستان په بيا ودانۍ او د نورو قدرتي افتونو په وخت د انتظام په قوي کولو خبرې کېږي

29.12.2022 ډیوه

د کتابونو له خښولو د تحصيلي اسنادو تر سوځولو؛ د نجونو د تحصيل او کار پر ځنډولو د اعتراضونو ډېرېدل

د طالبانو له‌‌خوا د نجونو د تحصيل او د کار د بنديز په اړه د ډېرو اعتراضونو شاهدان وو. ځينو په واټونو کې لاريونونه ترسره کړل، يو شمېر د پوهنتون استادانو استعفا ورکړه، ځينو خپل کتابونه او تحصيلي اسناد خښ کړل او ځينو نورو په مختلفو لارو خپل مخالفت د طالبانو له دې پرېکړې سره ښکاره کړ.

29.12.2022 ازادي راډیو

باجوړ: په وسله وال بريد کې د مذهبي تنظيم ځايي مشر وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د مذهبي تنظيم [اشاعت وتوحيد والسنه] ځايي مشر په ډزو وژل شوی دی، پوليس پېښه تاييدوي او وايي يو نامعلومه تن راغلی په خار بازار کې يې د مولانا عزيزالله طاهري په نوم تن وژلی دی.

29.12.2022 ډیوه

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: خوښ يو چې نجونې مو زده‌کړې کوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري ورځ تر بلې په ښځو او نجونو محدودیتونه زیاتيږي پاکستان ته یو شمېر تللې افغانې کورنۍ وايي، که څه په دې هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي خو د دوی په خبره په خپلو لوڼو او خویندو يې زده کړې پېل کړې دي او له دې امله خوښ دي. د درېیو لورګانو مور زینب چې اوس مهال د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل، چې تازه يې خپلې درې لوڼې په ښوونځيو کې داخلې کړې دي. نوموړې وايي: "دلته افغان کډوال زیاتې ستونزې لري، د ویزې ستونزه، اقتصادي ستونزې، او په ټوله کې کډوالي ډېرې ستونزې لري، خو د یوې مور په توګه په دې خاطر خوشحاله یم چې لوڼې مې دلته زده کړې کوي او خپل راتلونکی جوړوي." خو ټول بیا داسې نه‌دي، یو شمېر کورنۍ وايي، ښوونځی شته، خو په یاد هېواد کې هم په لوڼو د لوړو اقتصادي لګښتونو له امله زده کړې نه‌شي کولای. مریم چې په افغانستان کې يې په یوه دولتي اداره کې دنده درلوده او د خپلې کورنۍ نفقه یې ګټله اوس په پېښور کې مېشته ده. نوموړې وايي ډېره هڅه يې وکړه چې د دوه خویندو د زده‌کړو لګښتونو ته اوږه ورکړي خو اقتصاد يې کمزوری دی او نه‌شي کولای. اغلې مريم وايي: "موږ له افغانستانه په دې خاطر کډوال شو چې دلته به مو خویندې زده‌کړې وکړي، خو له بده مرغه دلته باید په خصوصي ښوونځيو کې داخله واخلو او زموږ اقتصادي وضعیت کمزوری دی، نو اوس دلته هم زده کړو ته پوره لاس‌رسی نه‌لرو." نوموړې وايي، له نړيوالې ټولنې غواړو، چې په دې برخه کې له افغانو کورنیو سره مرسته وکړي او په ګاونډيو هېوادونو کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده‌کړو بندیز لګېدلی دی. که څه هم طالبانو په وار وار ژمنې وکړې چې د دوی د تعریف پر بنسټ د یو خوندي چاپيریال له رامنځته کولو وروسته به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي خو نه یوازې دا چې دا کار ونه شو بلکې د طالبانو حکومت د روانې ډیسمبر میاشتې په شلمه نېټه تر بل امر پورې د ښځو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. په افغانستان کې مېشتو یو شمېر افغانو کورنیو ازادي راډيو ته ویلي، د خپلو کورنیو د نجونو د زده‌کړو د دوام په خاطر به ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شي، خو دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د پاسپورتونو وېش درولی، ګاونډیو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو اخیستل ستونزمن شوي او هغوي چې له قاچاقي لارو سفر کړی له بند، شکنجې او د ځورونې له نورو بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي.

29.12.2022 ازادي راډیو

چین کې دکرونا سېوا کېدونکې پېښې، ایا نړۍ د کرونا وبا دنوي څپې سره مخ کېدونکې ده؟

چین روانه میاشت د کرونا وایرس دقابو کولو لپاره دخپلې پالیسۍ ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د نوي کال په دویمه اوونۍ کې به دغیرملکي مسافرو چین ته په راتلو د قرنظین شرط ختمولی شي

29.12.2022 ډیوه

متحده قومونه وايي په ښځینه امدادي کارکونکو دبندیز له امله يې افغانستان کې ځينې کارونه ودرول

اقوام متحده او نورو امدادي ادارو په خپل بیان کې وویل چې هېڅ یو ملک دا خبره نشي برداشت کولی چې د خپلې ابادۍ نیمه برخه ټولنې د خدمت نه بهر کړي. دغه بیان د متحده قومونو د ماشومانو د خېر  ښېګړي تنظیم یونېسېف، ورلډ فوډ پروګرام، ورلډ هېلت ارګنایزېشن، یو اېن ډوېلېپمنټ او یو اېن اېچ سي ار دسختط کړی دی

29.12.2022 ډیوه

يو شمېر پانګه‌وال: د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړو او کار پر ادارو هم طالبانو بنديز لګولی

د یو شمېر تحصیلي او کاري موسسو پانګه‌وال وایي، دوی چې د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړې او کار زمینه هم برابره کړې، د طالبانو حکومت یې تر بل امر پورې په فعالیت بندیز لګولی دی. کابل کې د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز مؤسس او پانګه‌وال ډاکټر عزيزالله امير وايي: "هیڅ اسلامي نظام به داسې مرکز په اینده دېرش څلوېښت کاله کې جوړ نه‌شي کړای، چې ټول خدمات د ښځو له‌پاره ښځو ته وي، زه خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي." نوموړي د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدلو په تړاو خواشیني څرګنده کړه. ښاغلي امير ازادي راډیو ته وویل، چې په مورا پوهنتون کې له رئیسې څخه نیولې تر بڼوالې او نلدوانې پورې ټولې کارکوونکې ښځینه دي. نوموړی وايي: "د خویندو له‌خوا څخه داسې خدمتونه چې هغه ټول په یوه محرم، شرعي او افغاني ماحول کې و ،بندېز ورباندې ولګېده، د دوی خدمتونو په ټوله نړۍ کې ساری نه‌ درلود، زه ډېر زیات خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي. په دې مرکز کې هیڅ ډول شرعي مشکل نه و، موږ حاضر یو چې هر چا ته چلنج ورکړو چې که یې له دې نه ښه شریعي او اسلامي مرکز جوړ کړای شوی، موږ به دغه خپل تعلمي او تحصلي مرکز په ډالۍ کې ورکړو." نوموړی وایي، چې مورا تعليمي او تحصيلي مرکز شپږ کاله مخکې، د وړکتون، ښوونځي، د لوړو زده‌کړو د انستيتيوت او پوهنتون په درلودلو سره د ښځینه زده‌کوونکو او محصلینو پرمخ پرانیستل شو. په ورته وخت کې د کابل په شهرنو سیمه کې د غزنيوال فیشن په نوم د افغاني جامو جوړولو مؤسسې بنسټ ایښودونکې سعیده غزنیواله هم وایي، په داسې حال کې، چې د تولیدې مؤسسې تولې کارکونکې یې ښځې وې د طالبانو حکومت له‌خوا په‌کې ښځینه کارکوونکو ته په ورتګ بندیز لګول شوی دی. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې دې ښځو په خپل کار سره خپلو کورنیو ته نفقه برابروله. اغلې غزنيواله وايي: "ښځینه کارکونکې مې ګمارلې وې او هغه کونډې چې په کور کې وې او د بچو د ساتنې له وجې له کور نه بهر کار کول ورته سخت و، هغو ته مې کورونو ته خام مواد ورلېږل چې لاسي ګنډل وکړي. بیا مې بله مېرمن ورلېږله چې ورنه رایې‌وړي، کار ډېر ښه روان و او ډاډه وم چې زموږ کار به همداسې روان وي، ځکه د ښځو له‌خوا ښځو ته کار و او ټولو حجاب هم کاوه. خو له بده مرغه یو په یو فضا بدله شوه، پرته له کوم دلیله په موږ باندې بندېزونه ولګېدل، زه یې هم له کار څخه راوشړلم او دوکانونه یې هم بند کړل، چې دا حالت زما له پاره ډېر زیات ځورونکی دی." وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ویاند عبدالرحمن حبیب نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدلو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو بیا ازادي راډیو مخکې په وار وار د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ویاند حافظ ضیا الله هاشمي سره د خبرو هڅه کړې وه خو ځواب یې نه و تر لاسه کړی. د طالبانو حکومت د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ښځینه محصلانو پر مخ تر بل امر پورې پوهنتونونه وتړل او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یې بیا په یو بل اعلان کې په ټولو نا دولتي او کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار هم منع کړ. تر دې وړاندې بیا له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو او پارکونو، ورزشي کلبونو او ښاري حمامونو ته هم د ښځو په تګ بندیز لګېدلی و. دغه شان حجاب پرې اجباری شوی او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نه‌لري. د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو دې محدودیتونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه‌دي بدلې کړي.

29.12.2022 ازادي راډیو

رانا ثناالله: تحریک طالبان پاکستان ډله د اوو او لس زرو ترمنځ وسله وال لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د غړو د شمیر په اړه په یوه مرکه کې ویلي چې د دغې وسله والې ډلې د غړو شمیر د اوو او لس زرو ترمنځ دی، چې د هغوی د کورنیو ۲۵ زره غړي هم ورسره اوسیږي.

29.12.2022 امریکا غږ

امريکا او يو شمېر هېوادونه د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز پر پرېکړه اندېښمن دي

په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نا دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکونکو په کار د بندیز په پرېکړه د نړیوالو غبرګونونو دوام. د متحده ایالاتو په ګډون ګڼو اروپايي او امریکايي هېوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او ویلي دي، چې دوی د طالبانو پر دې پرېکړه اندېښمن دي. د متحده ایالاتو، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویزرلنډ، هالنډ او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي پلاوي په دې ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دي، د طالبانو په دې کار سره د میلیونونو هغه افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي چې ژوند يې په بشري مرستو بورې تړلی دی. په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي. په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: "ښځې د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاو په رسولو کې بنسټیز رول لري، که هغوی په افغانستان کې د مرستو په رسولو کې برخه وانه‌خلي نو موسسې به ونه‌شي کړای چې په دې هېواد کې اړمنو کسانو ته خواړه، دارو درمل، ژمني توکي او د ژوند اړوند خدمتونه ورسوي." په دغه ګډه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې راغلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو رسولو چارې هم اغېزمنې کړي، ځکه د اعلامیې په ټکو نړیواله ټولنه د مرستو رسولو په چارو کې پر همدغه موسسو تکیه کوي. په اعلامیه کې راغلي دي، چې طالبانو د افغانانو په ځانکړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، ازادیو او هوساینې نقضولو ته دوام ورکړی او له نړیوالې ټولنې سره يې د اړیکو عادي کولو ته لېوالتیا نه‌ده ښودلې. د متحده ایالاتو په ګډون د بېلابېلو هیوادونو په دې ګډه اعلامیه کې د افغانانو د هغه غوښتنې ملاتړ شوی چې له‌مخې يې باید نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ستنې شي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان دې د افغان نجونو او ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي. طالبانو د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په دوام په د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۴مه په ټولو غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندیز ولګاوه. له دې وړاندې بیا دوی تر بل امر پورې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. له شپږم ټولګي پورته ښوونځي خو د دوی له بیاځلي واکمنېدو راهیسې د نجونو پر مخ تړل شوي دي. د طالبانو دغه پرېکړو په کور دننه او بهر پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي او دوی له افغان مېرمنو سره د ژمنو په ماتېدو تورن ګنل شوي. تازه په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر مهال يوه ډله له افغان مېرمنو سره د زده‌کړو او کار ژمنې کوي. په دې ویډیو کې د طالبانو د دوحې د مذاکراتي ټیم غړی شهاب الدین دلاور چې اوس د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر دی، وایي له لومړي ټولګي د دوکتورا تر کچې زده کړې د نجونو حق دی. نوموړی وايي: "د اسلامي احکامو او افغاني عنعناتو سره سم د زده‌کړو حق، دا اوس په دې اړه خویندو مانه پوښتنه وکړه، زده‌کړه د ښځو حق ده، له لومړي ټولګي نیولي، له بغدادۍ قاعدې نیولې تر بخاري شریف او تر دوکتورا پورې، بله موضوع د ښځو د کار ده، زموږ خویندې په دې اړه اندېښنه لري، ښځې حق لري چې د اسلامي احکامو په رڼا کې او افغاني دودونو له‌مخې د هېواد د پرمختګ او خپلې کورنۍ د هوساینې لپاره کار وکړي." خو اوس طالبانو نه یوازې دا چې د زده‌کړو او کار په برخه کې خپلې دغه ژمنې نه‌دي عملي کړې، بلکې مېرمنې یې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته یې د دوی په لرې واټن سفر هم بندیز لګولی دی.

29.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more