امریکا ته د روسیې خبرداری: اوکراین ته د پیټریټ میزایلو ورکول بې ځوابه نه پاتې کېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی که متحده ایالتونه اوکراین ته د «پیټریټ» په نامه د هوايي دفاع پرمختللي میزایل انتقال کړي، مسکو به دا یو «پاروونکی اقدام» وګڼي چې چټک عکس العمل به لرلای شي.
طالبان د افغانستان د 'چاریکار نوم بدلوي'
د طالبانو حکومت پلان لري چې د افغانستان د پروان ولایت د مرکز «چاریکار» نوم بدل کړي او د «امام اعظم» په نوم یې واړوي.
سپینې مانۍ له کانګرس وغوښتل د افغانانو د مېشتولو د طرحې په اړه اقدام وکړي
د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل چې د ښاغلي بایډن اداره امریکا ته د نویو راغلیو افغانانو د مېشتولو د طرحې کلکه ننګه کوي او هیله لري چې کانګرس دا طرحه ژر تصویب کړي.
بريتانيا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ادعاوو په اړه پلټنه پيلوي
د بريتانيا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) اعلان وکړ چې په افغانستان کې يوه لسيزه وړاندې د بریتانوي پوځيانو له خوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه خپلواکه پلټنه پیلوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
پخواني امریکايي دیپلوماتان: د افغانانو د مېشتېدو طرح باید د امریکا بودیجه کې شامله شي
افغانستان لپاره د امریکا د پخوانیو سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانون جوړوونکو غوښتي چې امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو د مېشتېدو طرح (Afghan Adjustment Act) باید د امریکا د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله شي.
د سپین بولدک-چمن په پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ نښته شوې
د طالبانو د حکومت چارواکو او سیمییزو مسولینو د سپین بولدک او پاکستان د چمن تر منځ په پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ د نښتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
سي پي جی: په نړیواله کچه 363 صحافیان په زندانونو کې دي
په مجموعي توګه د اېشیا په براعظم کې سږ کال د قېد شویو خبریالانو شمېره 119 ده چې د دنیا د نورو برخو نه ترټولو زیاته ده. د ایران نه پس چین په دویمه زیاته شمېره کې خبریالان قېد کړي چې تعداد یې 43 دی
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ملګرو ملتونو ایران د ښځو د چارو د کمیشن څخه ویستلو
په ایران کې د تېرو دریو میاشتو په مظاهرو کې د ۶۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵۰ مظاهره کوونکي وژل شوي دي. په دې میاشت کې ۱۴ زره نور اعتراض کوونکي نیول شوي او دوه نارینه مظاهره کوونکي اعدام شوي دي
اسلام اباد ته دتاجکستان دصدر امام علی رحمان دسفر په مهال دواړو هیوادونو ګڼ شمیر لوظنامې کړې دي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف تیره ورځ د تاجک صدر سره د لیدنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وینا کې وویل چې پاکستان او تاجکستان ته پکار ده چې د صنعت او زراعت په شمول په نورو مشترکه اقتصادي منصوبو کښې د همکارۍ زياتولو او د متقابل تجارت د ودې لپاره يو بل سره کار وکړي
سټیټ بینک:تېره میاشت پاکستان ته غیر ملکي ترسیلات زر 14 فیصدي کم شوي دي
پوهان وایي پاکستان دا وخت د غیر ملکي زرمبادلې د کمي سره مخ دی او باید چې په حکومتي کچه دغیر قانوني پیسو د بدلوونکو مخه ونیسي او د ترسیلات زر کمی د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره نوره هم د فشار لاندې راول