ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ایران حکومت غواړي نور مظاهره کوونکي هم اعدام کړي

د حکومت ضد یو مظاهره کوونکي له اعدام وروسته، د ایران دولتي رسنیو ویلي چې ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو حکومتي چارواکو ژمنه کړې چې په یاد هیواد کې به د نارامیو ځپلو ته دوام ورکړي.

10.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

10.12.2022 امریکا غږ

د ایران او روسیې د پوځي مشارکت په هکله د امریکا خبرداری

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) د ایران او روسیې ترمنځ د "بشپړ دفاعي مشارکت" په اړه خبرداری ورکړ او هغه یې اوکراین، د ایران ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته زیان رامنځ ته کوونکی وباله.

10.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

10.12.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو او نړيوالو په طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

واشنګټن- د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د مشر خصوصي استازي روزا اوتنبايوا د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع په افغان طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو د نړيوال قانون سره دې سم چلن وکړي او د افغانانو بنيادي بشري حقونو ته دې درناوی وښايي. افغانستان د بشري حقونو په نړيوال قانون د منلو په هغه هېوادونو کې دی چې ياد دستاويز يې لاسليک کړی. روزا اوتنبايوا ويلي “ټول انسانان ازاد پيدا دي او په حقونو او احترام موندلو کې يو شان دي. هغه څوک چې ګڼي دوی انتظام چلونکي دي له پکاره ده د خپلو ذمه وارو احساس ولري او د هر سړي، ښځې او ماشوم خيال وساتي”. طالبانو دې ته او د يو شمېر نورو حکومتي چارواکو او د بشري حقونو د تنظيمونو غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ويلی خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په يو بيان کې د طالبانو لخوا ښځو سړو ته د سزاګانو ورکولو د عمل نه يواځې دفاع کړې بلکې په دې اړه يې نړيوال غبرګون رد کړی. مجاهد ويلي “د بد بختۍ نه ځينې هېوادونه او ادارې د افغانستان په حال پوره خبر نه دي. افغانستان يو اسلامي هېواد دی چې 99% ابادي يې مسلمانه ده او د اسلامي نظام د نفاذ د پاره يې ډېرې قربانۍ ورکړي”. په افغانستان کې د امريکا استازي کيرن ډيکر ويلي نننۍ ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلولو نړيواله ورځ ده او دا يو داسې دستاويز دی چې ټول انسانان برابر او د احترام وړ مني. “دا دستاويز د هر چا ذمه واري ګڼي چې ټول ښځې نر د يو بل قدر وکړي او د بشري حقونو ته احترام وکړي”. استازي وويل “امريکا به د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خونديتوب غوښتنه کوي او په دې کې به د ښځې نر فرق نه ساتي. مونږ پرون د افغان د بشري حقونو د دفاع کونکو سره وليدل. دا زما په پېژندلو خلکو کې د ټولو زړه ور خلک دی. دوی تعليم ته لاس رسی غواړي، د روزګار حق غواړي او په افغانستان کې بې له کوم توپيره خوندي حقونه غواړي. زه په قندهاري مشرتابه غږ کوم چې د دې خلکو مرسته وکړي او د نړيوالې ټولنې برخه دې جوړ شي چې انساني درنښت او ازادي ومني او انصاف وکړي”. ايمنيسټي انټرنيشنل د ورځې په مناسبت ويلي د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو نه سر غړونه کوي او دې ته پاملرنه پکار ده چې خلک په يو دوامدار بدحال کې ژوند کوي. “راځئ چې په ګډه د زړه ور افغانانو سره ودرېږو”. د افغانستان د پاره د امريکا خصوصي استازې راينا اميري ويلي د کلونو راهسې طالبانو د افغان ولس او نړۍ سره ژمنې کولې چې دوی به خپلې تېرې خطاګانې نه تکراروي خو طالبان په بربنډه توګه د نولس سوه نوي د لسيزې ظلمونه کوي او د دې چلن اغېزې به د افغانستان د پولو دننه پاتې نه شي. تېره ورځ د افغان طالبانو لخوا په ولسي غونډه کې د مرګ په بدل کې د مرګ سزا ورکولو نړيوال غبرګون راپارولی او دا عمل يې د بشري حقونو او د ژوند خلاف ګام بللی. سزا شوی تن د فرح صوبې په يو لوبغالي کې د سلګونو خلکو په مخ کې په ډزو وژل شوی او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ټويټ کې د طالبانو د حکومت د فيصلې دفاع کړې او ويلي يې دي چې سزا شوي تن يو بل کس په چاکو وهلی او وژلی و. مجاهد ويلي سزا شوي تن خپل جرم منلی و او قاتل د وژل شوي تن پلار په ډزو ويشتلی. ‎د افغانستان په فراه ولايت کې دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوې چې يواځې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په سرښار کابل او نورو ولايتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او غلا په شان جرمونو کې د دُرو سزاګانې هم ورکړې دي. ځيني رپورټونه دا هم وايي چې 1996 نه 2001م پورې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د دُرو او خلک په عامو غونډو کې د اعدام کولو سزاګانې عام وې. ‎بي بي سي ليکلي نن د دسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې پنځه اویا کاله پوره شول او دا ورځ په پراخه کچه په نړۍ کې نمانځل کېږي. ‎دغه دېرش ماده ای نړیواله اعلامیه چې ټول بشر د انساني کرامت او حقونو له مخې سره برابر ګڼي، د انساني تاریخ له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي. د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر له لسمې چې دغه اعلامیه پکې نړیواله شوې هر کال دغه ارزښتونه په ځانګړو شعارونو یادېږي. د سږ کال شعار يې ټولو ته بشري کرامت، آزادي او عدالت غوره شوی. ‎ياده خبري اداره ليکي دغې ورځې په درشل کې په جېنېوا کې په نړیواله کچه د بشري حقونو پر وړاندې د ننګونو په تړاو یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر والکر تورک د یوکرايين جګړې ته په اشارې وویل چې جګړه د داسې وحشي کړنو لامل کېږي چې د بشر وجدان لړزوي. ‎هغه د افغانستان په ګډون داسې ځایونه یاد کړل چې جدي اغيزې لري او تر یوه بریده هېر شوي او په سرلیکونو کې نه راځي. هغه په افغانستان کې له د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسۍ د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو سیستماتیک محوه کول وبلل. ‎''په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو او نجونو بشپړ محرومول دوام لري او دا په دې نړۍ کې بل هېڅ ځای نشته. دا د ښځو او نجونو له مهمې ونډې اخیستنې ټول هېواد بې برخې کوي. زه هلته د بدني شکنجې او مرګ سزاګانو پر دوام هم خپل سخت مخالفت څرګندوم، چې په دې کې تېره میاشت په عام محضر کې د دورو وهلو او قصاص سزاګانې هم راځي. دا د بشري حقونو له ژمنو د افغانستان ماتونکې سرغړونه ده. زه له واکمنو چارواکو غواړم چې ژر دې د اعدامونو لړۍ ودروي او په راتلونکي کې دې د مرګ سزا له منځه یوسي. ''    

10.12.2022 ډیوه

د امریکا د سفارت شارژدافیره: له کندهاري مشرانو غواړم افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د دسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي. 

10.12.2022 امریکا غږ

هند پاکستان سره د مذاکراتو اؤ کرکټ سیالیو امکان رد کړی، وایي پاکستان هند کې ترهګرۍ ته وده ورکوي

د هند خارجه وزير ايس جی شنکر تکرار کړې ده چې پاکستان په هند کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او هغه د پاکستان سره دوه اړخيزه  مذاکرات او د کرکټ ايشيا کپ سيالو لپاره د هند کرکټ ټيم پاکستان ته دلېږلو امکان هم رد کړى دى. څېړونکي د کشمير او ترهګرى د شخړو پسر نور دواړه خيزه اړيکي تړل بدمرغي او د دواړو هيوادونو د غريب ولس د ګټو په ضد بولي. دهندي ټي وي سره مرکه کې ايس جی شنکر دپاکستان او هند ترمنځ د مذاکراتو بحالي پيچلې معامله ګرځولې او تور یې لګولی چې پاکستان هر وخت هند ته وسله راړوې وي نو داسې حالاتو کې مذاکرات څنګه کيداى شي؟ ايس جی شنکر پاکستان ته په اشاره وبلي يو هيواد څنګه ترهګرۍ ته وده ورکول خپل حق ګڼلی شي؟ دښاغلي شنکر په خبره د پاکستان دغه کردار ناجايزه ګرځولو لپاره د هند په قيادت کې نړيوال فشار پکار دى ځکه چې د پاکستان د ترهګرۍ نه هند تر ټولو زيات اغيزمن دى. دې پوښتنې ته ځواب کې چې که کرکټ د خپل منځي شخړو نه جلا وساتل شي؟ هندي خارجه وزير ويلي د کرکټ سيالى به کيږي را کيږي خو چې پاکستان دترهګرو د ملاتړ نه لاس وانه خلي تر هغې دوه اړخیزه اړيکې پځاى کيداى نه شي. هند پاکستان کې کيدونکو د ايشيا کپ کرکټ سيالو لپاره دخپل ټيم راليږلو نه انکار هم کړى دى. دهندي خارجه وزير دې تورونو ته لا د پاکستان د حکومت غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو پاکستان د اړي ګړي ښکار بلوچستان صوبه او د هيواد نورو برخو کې هم د ترهګرۍ او بدامنۍ د پېښو پړه په هند اچوي. دپاکستان دريځ دى چې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ پاکستاني قوم ورکړې دي. هم تيره ورځ  يو بهرني  ټى وي سره خبرو کې خارجه وزير بلاول بوټو زرداري په نړۍ د پاکستان په هکله فکر کې د بدلون راوستو غږ کړى و. داګست مياشت کال ٢٠١٩ کې د هند له خوا د خپل واک لاندې دکشمير دځانګړى دستوري حيثيت ختمولو  پسر  پاکستان د هند سره تجارتي اړيکې ختمې کړې وې او د دواړو ګاونډي روايتي حريفانو ترمنځ دا اړيکې تر اوسه ترينګلې دي. وتلى خبريال او د سويلي ايشيايي هيوادونو تنظيم سارک د خبريالانو سازمان  سيفما عمومي سيکتر امتياز  عالم دا حالات د دواړه هيوادونو د غريب اولس بدمرغي بولي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که د کشمير او ترهګرۍ په لانجو څه پرمختګ نه کیږي نو ددې زور د کرکټ سيالیو دوه اړخیزه تجارت او نورو داسې چارو ته ولې ورکول کيږي چې د دواړه هيوادونو د ولس په ګټه دي. امتياز عالم په په دې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان د پوځي جرنيلانو له خوا يو بل ته ګواښونو باندې هم نيوکې وکړې او ويره یې څرګنده کړه چې داسي بيانونه د کشمير لانجمنه پوله باندې دواړه غاړو ته دمیشت ولس په ژوند کې راغلي امن ته زيان رسولى شي.

10.12.2022 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

10.12.2022 امریکا غږ

پي ټي ايم:رياست مو د ظلم پرضد د مبارزې مخې ته خنډان راولاړوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د دوي تنظيم په پښتنه خاوره د خلکو سره  دکيدونکو ظلمونو مخنيوي د پاره غږ پورته کوي، خو رياست يې په لارو کې خنډان جوړوي۔ قانون پوهان وايي پي ټي ايم د بشري حقونو د پاره کار کوي او د دوي خلاف رياستي ګامونه د پاکستان په ايين کې د ورکړل شوړ حقونو سرغړونه ده،  د پي ټي ايم فعال غړي عالمزيب محسود ډيوه ته وويل پې ټي ايم په پښتنه سيمه کې د جګړو،د ترهګرۍ خلاف،د لادرکه خلکو، د ماينونو او د پښتنو د وسايلو د پاره غږ پورته کوي. خو هغه وايي د رياستي ادارو لخوا د دوي غړي نيول کيږي، د غدارۍ او دهشتګردۍ مقدمې پرې درج کيږي،دړکې ورکړل کيږي، په جلسو جلسونو او د تګ راتګ قدغنونه پرې لګول کيږي. "مونږ ته په مومندو، باجوړ،کرمې، بونېر، بلوچستان او نورو هغه سيمو ته په تګ راتګ بنديزونه لګول کيږي چرته چې کومه پېښه وشي، کله چې جاني خېل جلسه وه نو د صوبې بېلا بېلو برخو کې د دوي غړې نيول شوي وو" عالمزيب محسود وويل د علي وزير په ګډون يې دغورځنګ درې غړي اوس هم په جېلونو کې دي، او ديرش مقدمې داسې دي چې اوياو پورې غړې يې پکې نومول شوي او عدالتونو کې تاريخونه کوي. هغه وايي په نهو مقدمو کې يې د غورځنګ غړي بري شوي دي، اته غړې داسې دي چې هغه په شېډول ۴ کې دي چې د هغوي په تګ راتګ بنديز وي او د حکومتي څار لاندې وي۔  نوموړي وويل د دوي خلاف زياتې مقدمې د بغاوت اوغدارۍ جوړول کيږي۔  د اسلام اباد هايي کورټ وکيل رحيم محسود ډيوه ته وويل په پي ټي ايم جوړې مقدمې بې بنياده دي،د رياست لخوا جوړې مقدمې بيا په عدالتونو کې دوي نه شي ثابتولى او هغه بيا ختمې کړى شي،  "د پاکستان ايين هر وګړي ته د تقرير، تحرير او تګ راتګ حق ورکوي،خو د پي ټي ايم په غړو د دې بنيادي بشري حقونو د اييني تحفظ باوجود هم مقدمې جوړول کيږي" دپاکستان اوسني حکومت او پوځ د پي ټي اېم په اړوند کوم ښکاره بيان نه دی ورکړی. خو وړاندې د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی و چې پي ټي اېم ته د بهرنيو هېوادونو څخه پېسې ورکول کيږي. هغه تور پورې کړی و چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي. خو د پي ټي ايم مشر منظور پښتین تل دغه تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شول نو هرې سزا ته تيار دي. پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون دلاندې پرامنه مبارزه کوي.

10.12.2022 ډیوه

دبشري حقونو نړيواله ورځ:څېړونکي وايي پاکستان کې دانساني حقونو لپاره غږ پورته کوونکي تري تم کيږي

نن د دسمبر په لسمه په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو خوندي کولو نړيواله ورځ نمانځل کېږي خو په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان او قانوني پوهان وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې اوس هم دوام لري او کوم فعالان چې د دې پرضد غږ پورته کوي نو په هغوی د غدارۍ تورونه لګول کېږي او خلاف يې مقدمې جوړېږي۔   دوی وايي چې د بشري حقونو دفعال ادريس خټک او دپښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير پرضد مقدمه بې بنياده ده او غوښتنه کوي چې په سمدستي توګه دې خوشې کړل شي۔ په دې هکله سياستواله او د بشري حقونو فعاله بشره ګوهر وي او ای ډيوه ته وايي که څه هم په ايين کې د هېواد وګړو ته بشري حقونه ورکړل شوي خو د هغې سرغړونې لا هم دوام لري او کوم خلک چې د دې پرضد اواز پورته کوي نو هغوی ځورول کېږي۔ هغې ډيوه سره خبرو کې ويلي: " دا عجيبه خبره ده چې په ايين کې د بشري حقونو خبره کېږي او چې څوک د هغه اييني حقونو خبره کوي نو هغه يا اوچت کړل شي،  يا پرې د غدارۍ تور پورې شي او يا ورباندې جعلي کېسونه جوړ شي او يا يې  مړ کړي" بشره ګوهر وايي چې د بشري حقونو د فعال ادريس خټک او د پي ټي ايم دمخکښ او د قامي اسمبلۍ دغړي علي وزير پرضد مقدمې بې بنياده دي او په فوري توګه دې ختمې کړل شي۔ د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د صوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه تنانو تښتولی و خو د پېښې وروسته په پېښور هايي کورټ کې په نړيواله کچه د هغه د خوشې کولو د غوښتنې وروسته د د فاع وزارت وويل چې نوموړی د پوځ په ولقه کې دى۔  ادريس خټک باندې تور دى چې ده د ملکي سلامتۍ پرضد حساس مالومات د برطانوي استخباراتي ادارې يو تن ته ورکړي دي. هغه ته پوځي محکمې تېر کال د دسمبر په مياشت کې د 14 کالو د بند سزا اورولې وه۔ په لاهور هايي کورټ کې د ادريس خټک وکيل انعام الرحيم اېډوکېټ د ادريس خټک پرضد په پوځي عدالت کې مقدمه چلېدل غېر قانوني بولي او وايي چې دې عدالت سره دا اختيار نشته چې په سوېلين يا عام وګړي مقدمه وچلوي۔ نوموړي ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " يوه مياشت وشوه چې هايي کورټ دوی ته هدايات جاري کړي چې په دې کېس کې دې کورټ اف اپيل يا د اورېدنې لپاره عدالت ولګوي خو تر اوسه د آرمي چارواکو له اړخه مونږه ته څه نه دي ويلې شوي چې کله د هغه اپيل داير کوي" هغه وايي يو عام وګړی څنګه وتښتول شو، څنګه په هغه غېر قانوني مقدمه وچلول شوه او د مقدمې په اړه ورته مالومات ور نه کړل شول، دا ټول د انساني حقونو بدترينه خلاف ورزي ده،ک. "مونږه به په هايي کورټ کې د توهين عدالت درخواست جمع کوو چې دوی د عدالت په حکم عمل درامد ولې نه دى کړى" د پي ټي ايم دمخکښ مشر او د شمالي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ دغړي علي وزير خلاف په کراچۍ کې د دسمبر په شپږمه نېټه د پي ټي اېم د جلسې وروسته اېف ايي ار شوی و او په ايف ايي ار کې دعوه شوې چې د پي ټي اېم جلسې ته يي د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه ځکه يې پرضد مقدمه درج شوې ده۔ علي وزير په کال 2020 کې د پېښور پوليسو ګرفتار کړى او د سند پولېسو ته يي سپارلى و چې اوس هم دکراچۍ زندان کې بندي دى.  په کراچۍ کې د علي وزير وکيل، قادر خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل چې په کوم کېس کې علي وزير نېول شوی و په هغې کې بري شوی خو په سند او پښتونخوا کې نورې مقدمې پرې درج کړل شوي او  هغو کې د ځينو اورېدنې دوام لري۔  ډيوه سره خبرو کې د قادر خان وېنا وه " علي وزير چې  يې کله 2020 کې ونيولو او کراچۍ ته يې راوستلو نو هغه وخت ده باندې په کراچۍ يو کېس و او په هغې کې دی باعزته بري شوی دی" د قادر خان په وينا "دهغې نه علاوه بيا دوی پرې وخت په وخت  ضسره کېسونه اچول نو په کراچۍ کې پرې درې نور کېسونه پنډنګ يا پاتې دي او دوه پرې په پښتونخوا کې داير شوي دي خو داسې ويل کېږي چې په پښتونخوا کې پرې پټ کېسونه نور هم شته" د تحریک انصاف د تير حکومت د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري ویلي وو په زوره لا درکه کول قانوني جرم دی او په دغه لړ کې د قومي اسمبلۍ نه د قانوني مسودې منظورېدو هم ويل شوي وو خو وروسته بيا مزاري ویلي دغه قانوني مسوده سېنېټ ته لېږل شوې خو هلته لادرکه شوې ده۔ موجوده وفاقي حکومت د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د قانون د مرکزي وزیر په مشرۍ کې د کابينې په غړو ګډه کمېټي جوړه کړې خو د يو څو غونډو وروسته د دې کمېټۍ په کار کې هم د کوم پرمختګ خبر مخې ته نه دی راغلی۔

10.12.2022 ډیوه

د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین د اودیسا ښار بریښنا قطع کړې  

اوکرایني مقامات وایي، د اوکراین جنوبي ښار اودیسا د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۱۹) د روسیې د "کامیکاز ډرون" د شپني بریدونو په نتیجه کې له بریښنا څخه بې برخې شوی دی.

10.12.2022 امریکا غږ

جبري لادرکۍ پاکستان کې دبشري حقونو په اړه تر ټولو لويه ستونزه کڼل کيږي

پاکستان کې د بشري حقونو فعالينو او قانون پوهانو د هېواد دننه د خلکو په جبري توګه لا درکه کول په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو تر ټولو ستره ستونزه ګرځولې ده. د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى په دې وروستیو کې د خلکو په جبري توګه لا درکې جرم ګرځولو لپاره د کال 2022 قانون باندې هم خپل تحفظات څرګند کړي او دا قانون يې د نيمګړتياو څخه ډک قانون بللى دى. په پاکستان کې د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د راپورونه ترمخه دې هېواد کې هرکال د زرو څخه زياتې ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي.  د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جارى کړي خپل پېغام کې ويلي، مونږ له د عدم مساوات او بې انصافۍ څخه د پاکې ټولنې لپاره په ګډه کار کول پکار دي. وزیر اعظم په خپل پيغام کې ويلي دي مونږ ته د پاکستان د باني هغه نظر نه دي هېرول پکار چې وايي غوښتل ېې داسې ازاد هېواد غواړي چرته چې هر وګړي ته يو برابر حقوق ترلاسه وي.  وي او اى ډيوه سره خبرو کې د بشري حقونو د څار دخپلواکه غېر دولتي کمېشن پخوانۍ مشرې او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ويلي پاکستان کې که څه هم د بشري حقونو بلها ستونزې دي خو په دې کې د خلکو په جبر لا درکه کول تر ټولو لويه ستونزه ده. د مېرمن ذهره يوسف په قول وزیر اعظم شهباز شريف ددې ستونزې د بشپړ هواري هوډ څرګنده کړى او يوه کمېټي يې جوړه کړې ده ولې بيا هم خلک په جبري توګه لا درکه کېږي. مېرمن ذهره يوسف وايي ددې هر څه باوجود هم دا نه ختمېږي، او ددې مسلې د هواري لپاره چې د پاکستان حکومت کوم قانون جوړ کړى هغه هم له نيمګړتياو ډک دى. د پاکستان حکومت کال 2022م کې د خلکو په جبري توګه لا درکه کول د قانون د لارې جرم ګرځولى دى خو قانون پوهان وايي په دغه قانون کې دا هم ويلى شوي که څوک په رياستي ادارو  چا د لا درکۍ تور ولګوي او ثابت يې نه کړي نو بيا به هغه شکایت کونکي ته سزا ورکول کېږي. په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو د هواري حکومتي کمېشن په هېواد کې د لا درکه تنانو شمیر 5000 ښايي خو د لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو مبارزين دا شمېر له دې زيات يادوي. په اسلام اباد په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو پېروي کوونکى وکيل کرنل ر انعام الرحيم ډيوه ته وايي د پاکستان پوځ خلک اغوا کوي او بيا پرې خفيه مقدمې چلوي. وايي په دې کې د ادريس خټک او نورو ګڼ شمېر کسانو مقدمې شاملې دي. پوځ په هغوي خپل حراست کې په خفيه ډول مقدمې چلولې دي او د لسو لسوکالو دبند سزاګانې يې ورکړي دي. نوموړي وويل پوځ په سولېن کسانو د مقدمو چلولو قانوني اختيار او حق نه  لري او داعمل هېواد کې د بشري حقونو لويه الميه ده. د پاکستان پوځ د خلکو په جبري توګه لا درکيو کې د خپلې ککړتیا تورونه ردوي. پاکستان کې نه يوازې دا چې دخلکو په جبري توګه لا درکه کول لويه ستونزه ده بلکې په دې هېواد کې د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو حقونه هم تر پښو لاندې کېږي. په مطبوعاتي رپورټونو کې د حکومتي چارواکو له خولې ويل شوي چې تېر کال په پاکستان نزدې 470 ښځې د غېرت په نامه وژل شوي دي خو د بشري حقونو خپلواک غېر دولتي کمېشن دا شمېرې د زرو څخه زياتې ښايي. په پاکستان کې د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي چې د امریکا حکومت د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړې په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په فهرست کې اچولى دى. تېره میاشت د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاده هم قوي اسمبلۍ ته خپله وېنا کې منلې وه چې د پاکستان ادارې لږکیو او عام ولس ته د تحفظ ورکولو برعکس د دوي په ځورونو کې ککړې دي.

10.12.2022 ډیوه

یونیسف: افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، اوس مهال په افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

10.12.2022 امریکا غږ

بره جنوبي وزیرستان: ماين چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی بل ژوبل

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع بره جنوبي وزيرستان کې په یوه ماين چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی چې عمرونه یې نزدې اته او لس کاله دي.

10.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more