شاته

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي د سيند صوبې په جېلونو کې 1568 افغانان بندي دي

د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، دا وخت د کراچۍ او حېدر اباد په جېلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 1568 افغانان بندي دي.

په پاکستان او ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو نيولو، بندي کولو او نه خوشي کولو په موضوع په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې هم ټویټ کړی او ویلي دي په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې "په پاکستان کې د میشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداندي کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده، د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نلري. پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي".

د پاکستان حکومت په سمدستي ډول دغه بيان ته کوم ځواب نه دی ویلی، خو د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې".

په کابل کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان په پولو چمن او کورمه کې ځينې پېښې هم شوي مرګ ژوبلې پکې اوښتي او دغه پولې تړل شوي هم وې.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل سید عبدالجبار وي او اې ډیوه ته وويل، دا وخت چې په سيند صوبه کې ټول 1568 افغانان په جېلونو کې دي، په دوی کې 321 د حېدر اباد په جېلونو کې او نور د کراچۍ په جېلونو کې بندي دي.

هغه زياته کړه د جون د میاشتې راهسې په سيند صوبه کې د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ پېل شوې ده.

هغه وويل دا وخت د حېدر اباد نه د 190 او کراچۍ نه د 176 کسانو بيرته افغانستان ته د لېږلو امر شوی دی، هغه زياته کړه په بندي کسانو کې د کراچۍ په جېل کې 192 ښځې او 247 ماشومان دي او 508 سړي دي، د حېدر اباد په جېل کې 177 سړي، 65 ښځې او ماشومان 79 دي.

عبدالجبار وايي د پاکستان او سيند صوبې د چارواکو سره يې د افغانانو نيولو او بندي کولو په موضوع خبرې کړي او ورته يې ويلي چې که په سیند کې افغانان نيول کيږي پکار ده چې په پوله منع کړی شي چې بیا وروسته نه ځورول کيږي.

هغه دا هم وويل په نيول شوو او بندي افغانانو کې زيات ناروغان وي په قانوني اسنادو راځي، په دوی کې دوه مړه شوی د يو جسد بيرته لېږل شوی او بل اوس هم په مرده خانه کې پروت دی.

وي او اې ډيوه د سیند صوبې د چارواکو سره په دغه موضوع د نظر معلومولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

خو له دې وړاندې په سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په اړه د صوبايي حکومت وياند مرتضا وهاب وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې يواځې په غېر قانونه توګه راتلونکي افغانان نيول کيږي او بيرته ستنول کيږي.

هغه او په کراچۍ کې د پوليس چارواکو ويلي وو دوی يواځې د غېر قانونه افغانانو پرضد عمليات کوي، نيسي يې نه بيرته يې ليږي خو د بندي افغانانو وکيلان وايي څوک چې ونيول شي پوره قانوني چلند ورسره کيږي او د عدالت د امر وروسته بيرته لېږل کيږي که په دې موده کې دوی هر څومره وخت په جېل کې وساتل شو.

په پاکستان او ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په اړه په وروستيو کې په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي وي اواې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، اداره يې د پاکستان د حکومت سره خبرې کوي چې د نوو راغلو افغانانو دپاره دلته برابرتيا وشي ځکه چې په دوی کې ځينې داسې کسان هم دي چې بيرته افغانستان ته په تلو د مسلو سره مخ کېدی شي.

عبدالجبار وايي، په پاکستان کې د جون د میاشتې راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې خو د ستمبر په مياشت کې په ايشیا کرکټ کپ کې د پاکستان او افغانستان د سيالۍ وروسته دا لړۍ سېوا شوې ده.

پاکستاني چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لری او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00