متحده قومونه وايي په ښځینه امدادي کارکونکو دبندیز له امله يې افغانستان کې ځينې کارونه ودرول
متحده قومونو ویلي په ښځینه کارکونکو د طالبانو پابندۍ وروسته يې په افغانستان کې ځینې کارونه په عارضي ډول ودرولي دي او نور کارونه هم ودرېدل کېدی شي.
متحده قومونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وخت په لحاظ د ځینو "حساسو" هلو ځلو د ودرولو اعلان وکړو.
د اقوم متحده د امداد د څانګې مشر مارټن ګرېفېتس او د تنظیم د یو شمېر نورو څانګو مشرانو او د ځینو غیر حکومتي امدادي ادارو په یو مشترکه بیان کې وویل په طالبانو غږ وکړو چې د مېرمنو په کار د بندیز فېصله دې بېرته واخلي او دا چې خلکو ته د امداد په رسوولو کې د ښځو د شرکت په اړه خبرې نه شي کېدلی او پکار ده چې ښځې خپل کار دوامداره وساتي.
په بیان کې وویل شوو چې په بشري امداد کې د ښځو په شرکت د بندیز له امله د ټولو افغانانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کېدلی شي او د ښځو نه بغیر ځینې حساس پروګرامونه په عارضي ډول ځنډول کېږي.
بیان وايي امدادي ادارې د کار په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ شوي دي، د ژوند بچ کولو او ځينې نور د وخت په لحاظ حساسې هلې ځلې به دوام لري او داسې لیدل کېږي چې د ښځینه امدادي کارکونکو نه بغیر به د بشري امداد ځینې نور کارونه هم ودرول شي.
طالبانو د خالي، شنبې، په ورځ په ښځینه امدادي کارکونکو د بندیز اعلان و کړو. د دې نه وړاندې طالبانو د ښځو د یونېورسټۍ په تعلیم پابندي ولګوله او د مارچ په میاشت کې يې د ښځو د هايي سکول په تعلیم بندیز لګولی دی.
اقوام متحده او نورو امدادي ادارو په خپل بیان کې وویل چې هېڅ یو ملک دا خبره نشي برداشت کولی چې د خپلې ابادۍ نیمه برخه ټولنې د خدمت نه بهر کړي. دغه بیان د متحده قومونو د ماشومانو د خېر ښېګړي تنظیم یونېسېف، ورلډ فوډ پروګرام، ورلډ هېلت ارګنایزېشن، یو اېن ډوېلېپمنټ او یو اېن اېچ سي ار دسختط کړی دی.
د يورپين یونین ترڅنګ 12 نورو ملکونو په مشترکه ډول په طالبانو غږ کړی چې د ښځینه امدادي کارکونکو په کار او د جینکو په تعلیم بندیز دې ختم کړي.
د اسټرېلیا، کېنېډې، ډېنمارک، فرانس، جرمني، اټلي، چاپان، ناروی، سوېټزرلېنډ، هالېنډ، برطانيي، امریکې او د يورپین یونین خارجه وزیرانو په مشترکه بیان کې وویل په ښځینه امدادي کارکونکو پابندي د هغو ميلینونو افغانانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کوي چې د بقا دپاره په بشري امداد انحصار کوي.
څلورو نړیوالو امدادي ادارو چې په مېلینونو افغانانو سره امداد کوي د اتوار، یکشنبې، په ورځ یې په افغانستان کې د کار ځنډولو اعلان وکړو او ویې وېل چې د ښځینه کارکونکو نه بغیر خپل پروګرامونه نه شي چلولی.
متحده قومونو په خپل بیان کې وویل په ښځینه کارکونکو په داسې وخت کې بندیز لګول شوی چې د 28 مېلین نه زیات افغانستان امداد ته اړتیا لري ځکه چې افغانستان د قحط خطر، اقتصادي بحران، سخت غربت او د بې رحمه یخنۍ سره مخامخ دی.
د متحده قومونو د مختلفو څانګو ترڅنګ د ورلډ وېژن انټرنېشنل، کېیر انټرنېشنل، سېو دي چېلډرن یو اېس، مرسي کور او انټر اېکشن نومې ادارو وویل چې په ازاده ډول به هغو افغان مېرمنو، ماشومانو او سړو ته د ژوند پچ کولو امداد رسوول دوامداره ساتي چې مرستې ته ضرورت لري.
روېټرز وايي تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده خو ویلي يې وو چې د تېر حکومت برعکس یې او تګلاره کې بدلون راغلی دی. نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي ښځو د تعلیم او روزګار دپاره به د اسلام او افغان ثقافت سره سم حالات برابروي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي