اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا د اومیکرون بڼې د تشخیص امکانات نلري
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان لا د کروناویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص امکانات نلري، خو د نورو هیوادونو پرتله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس څپه ورو پرمخ روانه ده.
کابل کې د ښځو لاریون: امریکا دې د افغانستان پانګې ازادې کړي
یو شمېر ښځو نن چهارشنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومې اتمه) په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو خلاصولو غوښتنه وکړه.
خوارځواکي په ۲۰۲۲ کې څه باندې یو میلیون افغان ماشومان ګواښي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې ممکن دغه ناروغۍ راتلوونکی کال د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي.
ازبکستان افغانستان ته په موقتي ډول د خپلې برښنا صادرات نیمايي کم کړي
د افغانستان برښنا شرکت وايي، په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته له دغه هیواده وارداتي برښنا ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
امریکا په میانمار کې د نظامیانو له خوا د ملکي وګړو وژنه غندلې
جګپوړو امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۸ (مرغومني اومه) د میانمار د پوځیانو له خوا د ملکي وګړو وژنه غندلې ده.
برازیل کې سیلابونو ۱۱۶ ښارونه او زرګونه کسان متاثره کړي
برازیلي چارواکو د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۸ (مرغومي اومه) ویلي دي چې د یاد هیواد د باهیا ایالت په ۱۱۶ ښارونو کې د سختو اورښتونو له امله چې سیلابونه هم ورسره مل دي، بیړنی حالت اعلان شوی دی.
د ایران جمهور رئیس روسیې ته سفر کوي
د ایران د حکومت ویاند د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومی اومه) وویل ټاکل شوېده د هغه هیواد جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د خپل روسي سیال ولادمیر پوتین په بلنه، د ۲۰۲۲ کال د جنوري په لومړیو کې مسکو ته ولاړ شي.
د افغانستان د هوایي ډګرونو مدیریت؛ امارات غواړي له قطر او ترکیې سره همکار اوسي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې عربي متحده اماراتو لیوالتیا ښودلې چې دافغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت په برخه کې د قطري او ترکي شرکتونو سره همکار اوسي.
فرانسه کې یو جومات د امام د "افراطي وعظ" په وجه تړل کیږي
فرانسوي مقاماتو ددې هیواد په شمال کې د یو امام د «افراطي» دیني موعظو په خاطر د یو جومات د تړلو امر کړی دی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
طالبان: د افغانستان له پولو څخه د ناامنیو اندېښنې بېځایه دي
د طالبانو حکومت د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین اندېښنې بېځایه وبللې او وايي د سیمې هیوادونو ته له افغانستان څخه هیڅ ګواښ نه دی متوجه.
کابل کې د ښځو لاریون؛ طالبانو یې مخه ونیوله
په کابل ښار کې یو شمېر مېرمنو یو ځل بیا د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره اعتراضیه حرکت وکړ.
د یمن پایتخت ته په موقتي توګه د ملګرو ملتونو پراوزنو ته اجازه ورکړل شوه
په یمن کې حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی نن سه شنبې ډسمبر ۲۸ (مرغومي۷) ویلي چې پایتخت صنعا ته یې په موقتي توګه د ملګرو ملتونو د الوتکو پروازونو ته اجازه ورکړې.
امریکا او روسیه د جنوري په میاشت کې امنیتي غونډه کوي
ټاکل شوې متحده ایالاتو او روسیه د بل کال د جنوري په میاشت کې د اتومي وسلو د کنټرول او نورو جنجالونو په هکله خبرې اتر وکړي. ویل کيږي چې پدې خبرو کې به د اوکراین په سرحد کې هم په جنجالونو بحث وشي.