شاته

د افغانستان د هوایي ډګرونو مدیریت؛ امارات غواړي له قطر او ترکیې سره همکار اوسي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې عربي متحده اماراتو لیوالتیا ښودلې چې دافغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت په برخه کې د قطري او ترکي شرکتونو سره همکار اوسي.

مولود چاووش اوغلو ویلي چې د افغانستان د هوایي ډګرونو په مدیریت کې د اماراتو د مشارکت په موضوع تیره میاشت انقرې ته د ابوظبهي د ولیعهد شیخ محمد بن زاید د سفر په ترڅ کې د ترکي مقاماتو سره خبرې شوې دي.

ښاغلي چاووش اوغلو وویل: "هغوی وویل چې ښایي وکړای شو په درې اړخیزه بڼه [د افغانستان د هوایي ډګرونو] مدیریت وکړو. خو پدې هکله یې کوم غوڅ وړاندیز وړاندې نکړ. مونږ هم هغوی ته کوم وړاندیز ونه کړ. خو د هوایي ډګرونو په مدیریت په اجندا کې په لنډه توګه بحث وشو."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه "د همغږۍ یاداښت" لاس لیک شوی، خو د دواړو هیوادونو مقامات د شرکتونو ددغه سند په اړه جزییات ندي وړاندې کړي.

عربي متحده امارات د افغانستان د پخواني حکومت د پرزیدلو دمخه دافغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت په برخه کې همکاري درلودله، خو د طالبلنو له واکمن کیدو وروسته د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په ترڅ کې قطر فعال رول ترسره کړی دی.

پدې ترڅ کې ترکي او قطري شرکتونو د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو په مدیریت موافقه کړې ده، دوی لا هم د طالبانو وروستۍ پریکړې ته سترکې په لار دي.

د طالبانو د ملکي هوایي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومي ۷) د فرانس پرس اژانس ته وویل چې تر اوسه وروستۍ پریکړه نیول شوی او پدې هکله هیڅ سند ندی لاس لیک شوی.

د قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونو کابل ته سفر کړی چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه د طالبانو سره خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د تخنیکي ټیمونو سفر ته په اشارې وویل: "طبیعي خبره ده چې مختلف هیوادونه پدې بهیر کې چانه وهي...د طالبانو ادارې ویلي د مختلفو هیوادونو څخه یې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي."

که څه هم چې د کابل د هوایي ډګر مدیریت لږې اقتصادي ګټې لري خو هر هیواد چې د هغه مدیریت وکړي دا فرصت ترلاسه کوي چې افغانستان ته د سفر کوونکو کسانو په اړه اطلاعات ترلاسه کړي.