شاته

کابل کې د ښځو لاریون: امریکا دې د افغانستان پانګې ازادې کړي

یو شمېر ښځو نن چهارشنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومې اتمه) په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو مېرمنو د «افغانستان کنګل شوي پیسې ازادې کړی» او «ماشومان ډوډۍ غواړي، زموږ پیسې ازادي کړی» د شعارونو په ورکولو سره وویل چې د امریکا لخوا د افغانستان د پیسو په کنګل کېدو سره په دغه هیواد کې قحطي او لوږه زیاته شوې ده.

لاریون کوونکو مېرمنو پخپل پرېکړه لیک کې د متحده ایالاتو ددې کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په دغه هیواد کې د قطحۍ او لوږوې دوام به د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د کډوالو زیاتېدو لامل شي.

هغوی وویل: "نړیواله ټولنه باید خپل بشردوستانه شعارونه په عمل کې ثابت کړي او په یو غږ سره د پیسو خلاصولو غوښتونکي شي. امریکا باید د افغانستان کنګل شوي پیسې بېله کوم قید او شرط څخه ازادي کړي، ځکه یادې پيسې د ملت دي او د هیڅ کوم شخص یا دولت شخصي پیسې نه دي."

هغوی همدارنګه له اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او نړیوال بانک څخه وغوښتل چې باید امریکا ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د پیسو کنګل کول د هیڅ کوم چا په ګټه نه دي.

د لاریون کوونکو مېرمنو په پرېکړه لیک کې همدارنګه راغلي: "ملګري ملتونه او نړیوال بانک باید د مسؤلو ارګانونو په توګه د هغه کړکېچ په اړه چې پر افغانانو راغلی حل لاره پیدا کړي او د امریکا متحده ایالات قانع کړي چې د پیسو کنګل کول پر افغانانو ظلم دی او د دغه ظلم خطرونه به ټولو نړیوالو ته ورسیږي."

بلخوا نن تر ماسپښين وروسته هم لسګونو کسانو د کابل ښار په دارالامان سیمه کې لاریون وکړ او د امریکا متحده ایالاتو څخه یې د کنګل شویو پيسو ازادولو غوښتنه وکړه.

د روان کال د اګست په ۱۵ پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو د افغانستان څه دپاسه ۹.۵ میلیارډ ډالر ستمنۍ کنګل کړې او هغه ته یې د طالبانو لاسرسی بند کړ؛ هغه اقدام چې ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت یې خورا خراب کړ.

دا په تیره یوه اونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو خلاصولو په اړه په کابل کې د خلکو دوهم لاریون دی چې تر سره کیږي. دغه لاریون د طالبانو لخوا د کلکو امنیتي تدابیرو په نیولو سره تر سره کیږي.

دا په داسې حال کېده ده چې تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و چې د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارد پانګې ازادولو په اړه د اوس مهال لپاره هیڅ پلان شتون نلري.

په کابل کې اعتراض کوونکي پداسې حال کې له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصون غواړي چې له دې دمخه سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو د ازادولو لپاره چې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د اګست په میاشت کې کنګل شوي هیڅ عاجل پروګرام نلري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي چې دغه پیسې به د مختلفو دلیلونو په وجه کنګل پاته شي. هغې زیاته کړې چې دا یوه ډیره پیچلې موضوع ده او د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره هغه د خپلو متحدینو سره په همغږۍ په دوامداره توګه ارزوي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته په یو پرانیستي لیک کې د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو غوښتنه کړې وه.