شاته

طالبان: د افغانستان له پولو څخه د ناامنیو اندېښنې بېځایه دي

د طالبانو حکومت د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین اندېښنې بېځایه وبللې او وویل چې د سیمې هیوادونو ته له افغانستان څخه هیڅ ګواښ نه دی متوجه.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن سې شنبه ډسمبر ۲۸ (مرغومې اوومه) خبریالانو ته د یو غږیږ پیغام په لېږلو سره ویلي چې له افغانستان څخه د سیمې هیوادونو ته هیڅ «باالفعل او بل القوه) ګواښ نه دی متوجه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې امنیتي ضعیت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي پوتین د تاجکستان ولسمشر ته په خطاب کې ویلي: "زموږ د توافق له مخې، د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د پياوړتیا لپاره یو شمېر وسلې او تجهیزات ورکړل شول، تر څو تاجکستان وکولای شي په ګټوره توګه له هر ډول ګواښ سره مقابله وکړي چې له بهر څخه ستاسو هیواد ته متوجه دی."

خو د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت... لکه څنګه چې یې په کور دننه امنیت ټینګ کړی دی، له خپلو پولو څخه هم ساتنه او څارنه کوي، کومې اندېښنې چې په دې اړه ښودل کیږي بېځایه دي."

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې چې تر دا مهاله له افغانستان څخه د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته هیڅ ګواښ نه دی متوجه شوی او دوی د خپلو پولو امنیت ته ژمن دي.

تاجکستان چې له افغانستان سره ۱۳۵۷ کیلومتره پوله لري، څو ځله یې په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو له امله د خپل هیواد د امنیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته روسي سرتیرو په تاجکستان کې پوځي تمرینونه تر سره کړل او خپل پوځي مرکزونه یې پیاوړي کړل.

روسیې په روانه میاشت کې اعلان وکړ چې په تاجکستان کې خپل پوځي اډه په ۳۰ ټانکونو سره پیاوړې کوي او سرتیرو د هوايي دفاع په میزاییلو سره پوځي تمرینات کړي دي.