شاته

کابل کې د ښځو لاریون؛ طالبانو یې مخه ونیوله

په کابل ښار کې یو شمېر مېرمنو یو ځل بیا د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره اعتراضیه حرکت وکړ.

دغو مېرمنې چې نن سې شنبه ډسمبر ۲۸ (لېندۍ اوومه) د کابل ښار شهرنو سیمه کې د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت مخته راټولې شوې وې د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول.

د دې اعتراض یوې ګډونوالې وویل: "نن ورځ یې موږ تر فشار یا کنټرول لاندې راوستې یو، زموږ له خالي لاسونو څخه ویریږي، موږ ازادي غواړو، موږ کار غواړو، موږ ډوډۍ غواړو. کار، ډوډۍ ازادي."

د فرانس پرس اژانس رپوټ ورکړی چې طالبان ددغو مظاهرو د خبري پوښښ مخنیوی کړی دی او یو شمیر خبریالان یې د لنډې مودې لپاره نیولي وو او د یو شمیر خبریالانو له کمرو څخه یې د مظاهرو تصویرونه پاک کړل.

اعتراض کوونکو میرمنو همداشان د ښځو په سفر او تګ راتګ باندې د طالبانو له لورې د نویو محدودیتونو ضد شعارونه هم ورکړل او ویل یي "د ښځو حقونه د بشر حقونه دي، مونږ د خپل حق څخه دفاع کوو."

اعتراض کوونکو مېرمنو د دې ترڅنګ د افغانستان په پنجشېر ولایت کې له وروستیو مظاهرو څخه په ملاتړ هم شعارونه ورکول.

د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکو وړمه ورځ په دغه ولایت کې د یو ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې د ولایت مقام مخته راټول شوي وو او د طالبانو پر ضد د شعارونو په ورکولو سره یې د وژل شوي ځوان د قتل په اړه د څېړنو غوښتنه کوله.

طالبانو د پنجشیر په ولایت کې ددې ډلې د افرادو په واسطه ددغه ځوان وژنه تائید کړې او هغه یې "یوه تیروتنه" ګڼلې ده.

په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبریالانو ته د یوې اعلامیې په استولو سره ویلي چې ددې پیښې "مشکوک عاملین" یې نیولي دي.

افغان مېرمنو په ننني اعتراضیه حرکت کې په افغانستان کې د عدالت تامینولو شعارونه ورکول: "عدالت عدالت له جنایت څخه خسته یو. انسانیت انسانیت له جهالت څخه لاس واخلی."

د هدا خموش په نوم د یاد اعتراضیه حرکت یوې ګډونوالې امریکا غږ ته وویل چې طالب سرتیرو له دوی سره د اعتراض پر مهال تاوتریخوالی کړی دی.

په داسې حال کې د طالبانو مشر د تیر حکومت چارواکو او کار کوونکو ته عمومي عفوه کړې، خو یادو مېرمنو ویل چې طالبانو پر یادې ژمنې عمل نه دی کړی.

دغه افغان مېرمنې پر داسې مهال د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره لاریون کوي چې د طالبانو د نوي لارښود له مخې تر دې وروسته موټر چلوونکي له «محرم» پرته نشي کولای ښځې د اوږد واټن لپاره انتقال کړي، د بشري حقونو د څار سازمان مشرې هدر بار د طالبانو دې اقدام ته غبرګون ښودلی او فرانس پرس خبري آژانس ته یې ویلي: " دغه نوی فرمان اساساً... تر ډيره د ښځو د زنداني کولو لپاره دی."

طالبانو تر دا مهاله په کابل ښار کې د یو شمېر افغان مېرمنو د لاریون او له هغوی سره د شوي تاوتریخوالي په اړه څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته څو ځله افغان مېرمنو په کابل ښار او هرات ولایتونو کې د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره مظاهرې کړي دي.

د تیرې اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه هم یو شمېر ښځینه فعالانو د لاریون پر مهال" د کار حق، د زده کړو حق زمونږ د ازدۍ حق دی" شعار ورکول.

دغو فعالانو د افغان ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیاهم انتقاد کوه.

دغو لاریون کوونکو د " د ملګرو ملتونو بې اعتنايي د تاریخ شرم دی". او هم "تاریخ ستاسو پر چوپتیا شرمیږي". شعارونه هم ورکول.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي چې دوی د ښځو حقوقو ته ژمن دي.