شاته

د یمن پایتخت ته په موقتي توګه د ملګرو ملتونو پراوزنو ته اجازه ورکړل شوه

په یمن کې حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی نن سه شنبې ډسمبر ۲۸ (مرغومي۷) ویلي چې پایتخت صنعا ته یې په موقتي توګه د ملګرو ملتونو د الوتکو پروازونو ته اجازه ورکړې.

حوثیانو دا پروازونه د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې بند کړي و.

د المسیره ټلویزیون چې یاغیان یې چلوي په یو راپور کې ویلي چې د "ملکي هوایي چلند چارواکو د صنعا هوایي ډګر ته په موقتي توګه د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو پروازونو ته اجازه ورکړې".
په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د یاغیانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ټول پروازونه کولی شي چې د صنعا هوايي ډګر ته ورشي.

حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی په ۲۰۱۴ کال کې یې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه پلازمینه صنعا او د هیواد ګڼ شمیر شمالي سیمې ونیولې.

د جګړې د پیل نه څه کم یو کال وروسته د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ ائتلافي ځواکونو په حوثیانو هوایی بمبارۍ پدې خاطر پیل کړلې چې د جمهور رئیس عبد ربه منصورهادي حکومت بیرته واک ته ورسوي.
د یمن په جګړې کې تر اوسه لسګونه زره خلک وژل شوي او ملګرو ملتونو پدې هیواد کې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین بللی.

د یمن هغو سیمو ته چې د یاغیانو په لاس کې دي، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د الوتکو پروازونه بند کړي او یوازې یې د خیریه مؤسسو الوتکو ته اجازه ورکوله چې خلکو ته ژوند ژغورونکي مواد ورسوي.