په پاکستان کې د بارانونو له کبله پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي
په پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د شنبې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.
د دوحې د غونډې پای؛ ګوتېرش: اوس یې وخت نه دی چې طالبانو سره مخامخ ووینم
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش وايي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د ثبات په اړه اندېښمنه ده. ګوتېرش په دوحه کې د افغانستان د وضعیت اروزنې په اړه د جوړ شوي کنفرانس په پای کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې په افغانستان کې ترهګرۍ، د همه شمول حکومت نشتوالي او مخدره موادو قاچاقو ته اشاره کړې ده. نوموړي نن سه شنبه مۍ دویمه (غوايي۱۳) وویل چې د افغانستان وضعیت په نړۍ کې تر ټولو لوی بشري ناورین دی. د دې خبر پوره جزیات وروسته خپرېږي.
د دوحې د غونډې پای؛ ګوتېرش: اوس یې وخت نه دی چې طالبانو سره مخامخ ووینم
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په دوحه کې د افغانستان د وضعیت اروزنې د غونډې په پای کې ویلي دي چې نغواړي اوس مستقیمآ له طالبانو سره وویني.
ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شول
د هند د کرکټ لوبغاړی ویرات کوهلي او افغان لوبغاړی نوین الحق د هند د غوره لیګ (آی پی ایل) له یوې لوبې وروسته د لفظي شخړې کولو په سر جریمه شوي دي.
دوحې غونډې ته د افغان میرمنو سپارښتنې: د طالبانو په ژمنو ونه غولیږئ
د افغان میرمنو یوې ډلې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په سر د بحث لپاره په دوحه کې د ملګروملتونو په بلنه د روانې غونډې ګډونوالو څخه غوښتي، چې د طالبانو په ژمنو دې ونه غولیږئ اودا ځکه چې ددغو میرمنو د وینا له مخې پر طالبانو باندې باید باور ونشي.
په سودان کې د جګړو له کبله د بند پاتې شویو افغانانو یوه 'بله ډله هم واېستل' شوه
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سودان د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړو کې د بند پاتې شویوافغانانو یوه بله ۴۳ کسیزه ډله هم سعودي عربستان ته رسیدلې ده.
د بودجې پر سر جنجال: امریکا ښایي د جون په لومړۍ د پور په ادا کولو کې پاتې راشي
د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) خبرداری ورکړی که د پور اخیستو اندازه لوړه نشي، دا هیواد ښایي ونشي کړی خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي او د " پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د ناوړه خطر" سره مخ شي.
ذبیح الله مجاهد: د "طالبانو بیرته راتګ" کتاب لیکوال جاسوس دی ؛ طالبان خپلواک دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د "طالبانو بیرته راتګ" په نامه د کتاب لیکوال حسن عباس "استخباراتي مامور" بللی او د طالبانو د خپلواکۍ په هکله د لیکوال ادعاوې یې "بې اساسه او له واقعیتونو لیرې" بللې دي.
ملګرو ملتونو متقي ته د پاکستان او چین د وزیرانو سره د ملاقات لپاره پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) د طالبانو د بهرینو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
امریکا د ترکیې ادعا نه تائیدوي چې په سوریه کې یې د داعش مسر وژلی
سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره ورځ وویل چې استخباراتي ځواکونو یې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وژلی خو متحده ایالاتو د ترکیې دا دعا نده تائید کړې.
ملګرو ملتونو له سودان څخه د ۸۰۰ زرو کسانو د تېښتې خبرداری ورکړی
د سودان په مرکز خرطوم کې په داسې حال کې د دوشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) د تازه نښتو راپورونه خپاره شوي چې ددغه هېواد دوو سیالو پوځي ډلو یوه ورځ وړاندې ژمنه وکړه چې د ۷۲ ساعتونو دپاره د اوربند موده غځوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان کرکټ بورډ دوه نوي هندي روزونکي وګمارل
د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي لوبډلې او داخلي لوبغاړو د صحي روزنې لپاره یې دوه نوي هندي روزونکي مندیپ سینګ او راجېش چوهان ګمارلي دي.
سپینې خبرې
د بشري حقونو د څار ادارې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډې له ګډون کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان کې د بشري حقونو په مسایلو پورې اړوند بحث کې خپل دریځ قوي وساتي. تاسو دغه غونډه څنګه ارزوئ؟
امریکا: په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت خراب دی
په نړۍ کې د مذاهبو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ادیانو او مذاهبو د ازادۍ وضعیت په دوامداره ډول خراب شوی.