ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا په یمن کې د بندیانو د تبادلې د موافقې هرکلی وکړ 

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په یمن کې د جنګي ډلو ترمنځ د شاوخوا ۹۰۰ بندیانو د تبادلې د تړون هرکلی کړی دی. 

21.03.2023 امریکا غږ

افغانستان له پاکستان سره د کرکټ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل

د افغانستان کرکټ بورډ نن سه شنبه مارچ ۲۱ (حمل لومړۍ) له پاکستان سره دریو ۲۰ اوریزو سیالیو ته د راشد خان په مشرۍ د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.   په اعلان شویو لوبغاړو کې صدیق اتل لومړي ځل د افغانستان ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو ته انتخاب شوی. دغه ځوان کیڼ لاس توپ وهونکی د ۱۹ کلنو لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې په شپږیزې او نورو داخلي لوبو کې هم لوبېدلی دی.   صدیق اتل، د حضرت الله ځاځي په ځای،‌ چې له څو کالونو راهېسې په لوبډلې کې و، راوستل شوی. ځاځی په دې وروستیو میاشتو کې ښه ځلېدلی نه دی. محمد نبي عسیی خېل چې څه موده مخکې له متحدو عربو اماراتو سره په لوبې کې نه و، له پاکستان سره سیالیو ته غوره کړل شوی دی.  د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي چې « نجات مسعود او ظاهر خان چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تېرو سیالیو کې د لوبډلې برخه ول، د دې سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ رحمت شاه زرمتی هم له لوبډلې کېنول» شوی دی.  په اعلامیې کې د کرکټ بورډ اجرايي مشر نصیب خان هیله ښودلې ده چې افغان لوبغاړي به له پاکستان سره لوبو کې ښه ځلېږي: «زه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي.»  افغان لوبغاړي ‌له څه مودې راهېسې په متحدو عربو اماراتو کې په تمرینونو بوخت دي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان امریکا غږ ته په یوې مرکې کې وویل چې لوبډله یې د پاکستان سره سیالیو ته پوره چمتو ده او هیله یې وښوده چې ښې لوبې به وکړي.  د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا درې شل اوریزې لوبې د مارچ په ۲۴، ۲۶، او۲۸ نېټو باندې د شارجې په لوبغالي کې دي. دا اول ځل دی چې دا دوه هېوادونه د لوبو داسې لړۍ کوي.  د افغانستان اعلان شویو لوبغاړو نوملړ: راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق.  احتیاطي لوبغاړي: نجات مسعود، ننګیال خروټی او ظاهر خان. 

21.03.2023 امریکا غږ

امریکا کې د نوروز مېله کې افغانانو د دغه کلتوري میراث پر ساتلو ټینګار وکړ

د امریکا پایتخت واشنګټن کې د افغان امریکايي ټولنې لخوا د نوي کال په مناسبت جوړې شوې غونډې ته زیاتره امریکا ته نوې راغلې افغانې کورنۍ بلل شوې وې.

21.03.2023 امریکا غږ

د سیاسي‌ کړکیچ په اوج کې د پاکستان د پارلمان فوق العاده غونډه بلل شوې 

د پاکستان پارلمان د چهارشنبه په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۲) یوه ځانګړې ګډه غونډه کړي تر چې د دولتي واک د پلي کولو لپاره "مهمې پریکړې" وکړي. د رسنیو د راپور له مخې دا غونډه پداسې حال کې کیږي چې حکومت د مخکني صدراعظم عمران خان لخوا د اوږدې مودې راهیسې د مخالفتونو سره مخ دی.  

21.03.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې تعلیمي کال پیل شو، خو 'ټولګي تش او درسونه نه' وو 

په افغانستان کې د طالبانو د پوهنې وزارت په رسمي ډول د نوي تعلیمي کال د پیل کېدو اعلان ونه کړ او له همدې کبله تعلیمي کال پيل شو خو ښوونځي تش او زده کوونکي نه وو. یو شمېر ښوونکو فرانس پرس ته ویلي دي چې د طالبانو وزارت د نوي تعلیمي کال د پیل کېدو خبر ښوونځیو ته ورکړی و خو عمومي یې نه و اعلان کړی. په کابل کې د هلکانو د یو ښوونځي ښوونکي محمد عثمان عطايي وايي: «د پوهنې وزارت زموږ مدیر ته یو مکتوب ورکړی و چې نن ښوونځي پرانیزو. عمومي اعلان نه و شوی او له همدې کبله هېڅ زده کوونکی نه و راغلی.» فرانس پرس وايي چې خبریالان یې په کابل کې په یو شمېر ښوونځیو ګرځېدلي او لیدلي دي چې په ځینو ښوونځیو کې د ګوتو په شمېر ښوونکي او زده کوونکي وو خو درسونه نه وو. د راپور په اساس د کندز، غزني، بدخشان او هرات په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې هم ښوونځي پرانیستل شوي وو خو زده کوونکي نه وو. په افغانستان کې سږکال تعلیمي کال له نوروز سره همهاله راغی، تر طالبانو مخکې کلونو کې به په لویه کچه د نوروز جشن نمانځل کېده،‌ خو د طالبانو په حاکمیت کې دا دویم کال دی چې دا جشن نه نمانځل کېږي. دا په داسې حال کې دي چې طالبانو نجونې او ښځې له پوهنتون او عالي لېسو څخه منع کړې. په کابل کې د یولسم ټولګي یوه زده کوونکې صدف حیدري وویل: «طالبانو له موږ څخه هر څه اخیستي دي. زه ډېره غمژنه او په زړه ماته یم.» د نجونو په زده کړو بندیز تېرکال د مارچ په میاشت کې پیل شو. افغانستان یوازینی هېواد دی چې د طالبانو په نظام کې په کې نجونې او ښځې د زده کړو، کار، سیاسي،‌ اقتصادي او اجتماعي مشارکت او د تګ راتګ حق او ازادي نلري.‌ طالبان ادعا کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس نجونو او ښځو ته حقوق ورکوي، خو ملګري ملتونه او یو شمېر اسلامي هېوادونه د طالبانو دا بندیزونه د«اسلامي اصولو خلاف او نه توجیه کېدونکي» بولي. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې بیا واکمن شول او له هاغه وروسته یې په ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول، تر دې دمه کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

21.03.2023 امریکا غږ

پولیس: وسله والو په پاکستان کې د یو سیاستوال په ګډون ۱۱ تنه وژلي

د خیبرپښتونخوا د حویلیان په ښارګوټي کې پولیس وایي وسله والو کسانو تیره شپه په سیمې کې د یو سیمه ایز سیاستوال په موټر ډزې کړي.

21.03.2023 امریکا غږ

امریکا: طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د بشري حقونو بیلا بیلې سرغړاونې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه مارچ ۲۰ (کب ۲۹) د بشري حقونو په کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د میرمنو سره د طالبانو "ځپونکی او توپیري چلند بې رحمانه" و.

21.03.2023 امریکا غږ

د طالبانو حاکمیت کې په افغانستان کې بیا د 'نوروز' جشن ونه نمانځل شو

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سږ ۱۴۰۲ نوي کال «نوروز» لمانځلو په مناسبت کوم رسمي مراسم نه دي نیولي، خو بېلابېلو شخصیتونو او بنسټونو پر خواله رسنیو له افغانانو سره د «نوروز» مبارکي پیغامونه شریک کړي دي.

21.03.2023 امریکا غږ

د پاکستان له 'زندانونو څخه ۱۹۰ نور افغانان' هم ازاد شوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پاکستان سیند ایالت له زندانونو څخه د نژدې ۲۰۰ افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

21.03.2023 امریکا غږ

د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ د اختلاف د پراخېدو امکان

سره له دې چې امریکایان اوس هم د اوکراین د جګړې قوي ملاتړ کوي خو په دې اړه د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو د غړو ترمنځ د نظرونو اختلاف په رابرسېره کېدو دی. 

20.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه د اوبو نړیواله ورځ نمانځي

ټاکل شوې ده چې ملګري ملتونه د ۱۹۷۷ کال ورورسته په لومړي ځل د مارچ په ۲۲مه (وري دوهمه)، د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د اوبو د ستونزې په اړه کنفرانس جوړ کړي.

20.03.2023 امریکا غږ

بایډن: نوروز په بشري کړکیچ کې ګیر پاته افغانانو ته د هیلو جشن دی

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن ټولو هغو خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې چې په متحده ایالاتو او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځي.

20.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

20.03.2023 امریکا غږ

بلینکن: نړۍ باید مسکو ته د چین د سولې په طرحې ونه غولیږي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، نړۍ باید د چین د ولسمشر له خوا روسیې ته د سولې د وړاندیز په اړه نه غولیږي.     د چین ولسمشر شي جین پینګ دا مهال د روسیې په سفر بوخت دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې طرحه وړاندې کړې ده.    ښاغلي بلینکن د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) مسکو ته د چین د سولې د پلان په اړه شک څرګند کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا ممکن د جګړې د ځنډولو لپاره یو "تاکتیک" وي تر څو د اوکراین د جګړې په ډګر کې د روسیې سره مرسته وکړي.    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "نړۍ باید د روسیې په هر ډول تاکتیکي اقدام ونه غولیږي چې د  چین یا بل کوم هیواد په ملاتړ د اوکراین جګړه هغو شرایطو پای ته ورسوي چې روسیه یې وړاندیز کوي."    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه د "عادلانه او تلپاتې سولې" لپاره د ډپلوماسۍ ملاتړ کوي خو پدې اړه یې شک وشود چې چین به د اوکراین "ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا" وساتي. هغه وویل  هغه پلان چې دې حیاتي اصل ته لومړیتوب نه ورکوي غیر عادلانه پایله لري او "رغنده ډیپلوماسۍ" نه ګڼل کیږي.     بلینکن وویل: "د اوربند غوښتنه چې د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو وتل پکې نه وي په مؤثره توګه د روسیې اشغال تاییدوي."    تر دې څرګندونو مخکې، انتوني بلنکن له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستې اعلان وکړ، چې ۳۵۰ میلیونه ډالره ارزښت لري او د هیمارس د راکټي دستګاه، د هاویټزر توپخانې مهمات، د ټانک ضد مهمات او برادلي زغره وال ګاډي په کې شامل دي.    بلینکن په یو بیان کې ویلي: "روسیه همدا نن ورځ یوازې دا جګړه پای ته رسولی شي. تر هغه وخته چې روسیه دا کار کوي، څومره وخت چې ونیسي، موږ به په متحده توګه له اوکراین سره ودریږو."    بلینکن وویل: "په داسې حال کې چې د اوکراین په وړاندې د روسیې په ناحقه او تاوتریخوالی ډکه جګړه کې لا هم انسانان وژل کیږي، موږ یو ځل بیا د اوکراین د خلکو بې حده زړورتیا او ثابته اراده او په نړیواله ټولنه کې د اوکراین لپاره د قوي ملاتړ یادونه کوو."  اوکراین ته د متحده ایالاتو نوې پوځي مرستې په هغو پانګو تمویل کیږي چې دمخه د متحده ایالاتو کانګرس تصویب کړې دي. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، امریکا له اوکراین سره له ۲۴ میلیاردو ډالرو ډېرې پوځي او بشري مرستې کړې دي. 

20.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

20.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more