شاته

په سودان کې د جګړو له کبله د بند پاتې شویو افغانانو یوه 'بله ډله هم واېستل' شوه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سودان د ښکیلو خواو ترمنځ په جګړو کې د بند پاتې شویو افغانانو یوه بله ۴۳ کسیزه ډله هم سعودي عربستان ته رسیدلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ مې دوهم (ثور۱۲) ویلي، چې د سعودي عربستان په مرسته د سودان څخه د ایستل شوو افغانانو په دوهمه ډله کې زاړه کسان او ماشومان هم شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سودان څخه ایستل شوي افغانان د جدې په ښار کې په هوټلونو کې په موقت ډول ځای پرځای شوي او ټاکل شوې، چې له هغه ځایه به ژر افغانستان ته انتقال شي.

ښاغلي تکل ویلي: " خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د سودان په جګړو کې د بند پاتې شویو نورو افغانانو د ایستلو لپاره زمونږ هڅې دوام لري او ان شاءلله د هغوی د انتقال لپاره به د ټولو امکاناتو څخه کار واخلو".

د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داګالو تر منځ نښتې د اپريل په ١٥مه نېټه ددې هیواد د سياسي راتلونکي او په پوځ کې د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د ځواکونو د ادغام پر پلان له څو مياشتني کړکیچ وروسته پيل شوې دي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي د خپل ټویټر په پاڼه له سودان څخه په مصون ډول د افغانانو په ایستلو کې د سعودي عربستان له مرستې مننه کړې ده او له دغه هیواد څخه یې د نورې مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اپریل ۲۷ (ثور اووم) دسعودي عربستان جدې ښار ته د سودان په جګړو کې د بند پاتې شویو افغانانو د لومړۍ ډلې د رسیدو خبر ورکړی و. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددغو ایستل شویو افغانانو شمیر نه وښودلې، خو ځینو رسنیو یې شمیر ۶۵ تنه ښودلی و.

تراوسه په سودان کې د افغانانو دقیق شمیر په اړه معلومات نشته، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اپریل ۲۳ ( ثور درییم) د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ددغه هیواد د سیالو ډلو ترمنځ په نښتو کې د بند پاتې شویو افغانانو شمیر لږ تر لږه ۱۲۰ تنه ښودلی و.

مولوي امیرخان متقي ویلي و، چې په سودان کې د بند پاتې شویو افغانانو د ایستلو لپاره هڅې دوام لري. په سودان کې د دوو سیالو پوځي مشرانو د وفادارو ځواکونو تر منځ په سختو نښتو کې تراوسه د لږترلږه ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۰۰۰ کسانو د زخمي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغو دوو ډلو مشرانو د اپریل ۳۰ (ثور۱۰) وویل، چې بشردوستانه اوربند به د ۷۲ ساعتونو لپاره تمدید کړي. ښکیلو ډلو په تیرو دریو اونیو کې څو ځلې اوربند کړی، خو هرځل یې اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

په سودان کې د اوربند تمدید په داسې حال اعلان شوی، چې اکثرو هیوادونو له دغه هیواد څخه خپل اوسیدونکي ایستلي دي. په ورته وخت کې د یکشنبې په ورځ په جنګ کې د ایسارو سودانیانو دپاره د بیړنیو مرستو لومړنۍ جوپه ددغه هېواد بندر ته ورسېده.

د ملګروملتونو د یو تخمین له مخې، د پایتخت خرطوم، دارفور او څو نورو سیمو کې لږترلږه ۷۵ زره خلک د جګړو له امله بی ځایه شوي دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ناارامیو د دوام په صورت کې ښايي ۸۰۰ زره نور سودانیان خپل هېواد پرېږدي.