د بودجې پر سر جنجال: امریکا ښایي د جون په لومړۍ د پور په ادا کولو کې پاتې راشي
د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) خبرداری ورکړی که د پور اخیستو اندازه لوړه نشي، دا هیواد ښایي ونشي کړی خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي او د " پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د ناوړه خطر" سره مخ شي.
ذبیح الله مجاهد: د "طالبانو بیرته راتګ" کتاب لیکوال جاسوس دی ؛ طالبان خپلواک دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د "طالبانو بیرته راتګ" په نامه د کتاب لیکوال حسن عباس "استخباراتي مامور" بللی او د طالبانو د خپلواکۍ په هکله د لیکوال ادعاوې یې "بې اساسه او له واقعیتونو لیرې" بللې دي.
ملګرو ملتونو متقي ته د پاکستان او چین د وزیرانو سره د ملاقات لپاره پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) د طالبانو د بهرینو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
امریکا د ترکیې ادعا نه تائیدوي چې په سوریه کې یې د داعش مسر وژلی
سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره ورځ وویل چې استخباراتي ځواکونو یې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وژلی خو متحده ایالاتو د ترکیې دا دعا نده تائید کړې.
ملګرو ملتونو له سودان څخه د ۸۰۰ زرو کسانو د تېښتې خبرداری ورکړی
د سودان په مرکز خرطوم کې په داسې حال کې د دوشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) د تازه نښتو راپورونه خپاره شوي چې ددغه هېواد دوو سیالو پوځي ډلو یوه ورځ وړاندې ژمنه وکړه چې د ۷۲ ساعتونو دپاره د اوربند موده غځوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان کرکټ بورډ دوه نوي هندي روزونکي وګمارل
د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي لوبډلې او داخلي لوبغاړو د صحي روزنې لپاره یې دوه نوي هندي روزونکي مندیپ سینګ او راجېش چوهان ګمارلي دي.
سپینې خبرې
د بشري حقونو د څار ادارې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډې له ګډون کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان کې د بشري حقونو په مسایلو پورې اړوند بحث کې خپل دریځ قوي وساتي. تاسو دغه غونډه څنګه ارزوئ؟
امریکا: په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت خراب دی
په نړۍ کې د مذاهبو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ادیانو او مذاهبو د ازادۍ وضعیت په دوامداره ډول خراب شوی.
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
په قطر کې نن او سبا د افغانستان د وضعیت د ارزولو دپاره نړیواله غونډه راسپړو. بل پلو سودان ته طبي لمړنۍ نړیوالې مرستې ورسېدې. ددې هیواد جګړې د زرګونو ملکي خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړی چې پکې خوارځواکه سوډاني ماشومان هم شامل دي. افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ۱۷سلنه زیاتوالی څیړو خو دغه هیواد ته بیا د افغانستان صادرات ډېر نه دي. علت یې څه دی؟ دا به په رپوټ کی وګورئ.
امریکا کې د موندل شويو ډیناسورانو اسکلیټ په شپږ میلیون ډالرو وپلورل شو
د امریکا د متحدو ایالتونو د مونټانا او وایومنګ په ایالتونو کې د موندل شویو دریو ډیناسورانو له هډوکو جوړ اسکلیټ په سویس کې په ۶.۱ میلیون ډالرو وپلورل شو.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
اوزبیکستان په ټولپوښتنې کې د ولسمشر د واک او کاري مودې زیاتول تائید کړل
په اوزبیکستان کې په قاطع اکثریت سره د ولسمشر شوکت میرضیایوف د واک د غځولو لپاره د اساسي قانون تعدیل تائید شو.
د کرکټ لوبغاړی جېسوال له بې کورۍ څخه د آی پي ایل تر اتلولۍ څنګه ورسېد؟
ياشاسوي جېسوال یو وخت په خیمه کې ژوند کاوه او په لاس ګاډي کې یې خواړه پلورل خو اوس د هند غوره ليګ سياليو (ای پي ایل) تکړه لوبغاړی دی.
ملګري ملتونه: د مرستو په رسولو کې د ښځو موجودیت اړین دی
د ملګروملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ مرستیالې میرمن جیلیان تریګز، افغانستان ته د سفر پر مهال د مرستو رسونې په چارو کې د ښځو په ونډې باندې ټینګار کړی دی.