د اوزلوبې دویم پړاو پایلوبې کې کندهار او کندز مساوي شول
د افغانستان د اوزلوبې غوره لیګ دویم پړاو پایلوبې کې د کندهار او کندز لوبډلو سره سیالي وکړه چې دواړو لوبډلو په ټاکل شوي وخت کې درې درې نمرې واخیستلې او لوبه مساوي اعلان شوه.
پاکستان کې یو کان کې چاودنې شپږ کسان مړه کړي
په پاکستان کې چارواکي وايي په یو کان کې چاودنې شپږ کان کېندونکي وژلي دي.
ترکیه د افغانستان د سولې د خبرو د کوربتوب چمتوالی نیسي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي پلان لري چې د را روانه میاشت (اپریل) کې د افغانستان د سولې د خبرو کوروبتوب وکړي.
د ۲۰۵ قول اردو یو قومندان طالبانو سره جنګ کې وژل شوی
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال مزمل ساپی د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
آی اف جی افغان حکومت ته: د ښځینه خبریالانو امنیت ټېنګ کړئ
له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې په دغه هیواد کې له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو وتل دوام لري.
ناڅرګندو وسله والو پکتیا کې یو څارنوال وژلی
د پکتیا ولایت د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال څارنیار محمد حسنیار د ناڅرګندو وسله والو برید په کې وژل شوی دی.
په میدان وردګ ولایت کې موټر بم چاودنه شوې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوه مرکز ته نژدې د موټر بم چاودنې خبر ورکړ.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د پاکستان یوې محکمې د ټیک ټاک اپلکیشن د بندولو حکم وکړ
د پاکستان د مخابراتو ادارې د ټیک ټاک اپلکیشن نه کار اخیستل د محکمې د حکم په اساس د "غیر اخلاقي او مبتذلو" محتویاتو د خپرولو په خاطر ممنوع اعلان کړ.
تر سپتمبر پورې به امریکا کې کرونا کابو او حالت نورمال شي - فاوچي
انتوني فاوچي ویلي دي چې په امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق له اوسنۍ کچې بریښي چې هیواد به د اګست د میاشتې تر پایه یا د سپتمبر په لومړیو کې "عادي ژوند" ته وګرځي.
اردن سره اختلاف؛ اماراتو ته د نتنیاهو تاریخي سفر لغو شو
عربي متحده اماراتو ته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو تاریخي سفر چې ټاکل شوې وه نن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) وشي د اردن سره د ناهمغږۍ په وجه لغو شو.
د بریتانیا شهزاده ویلیام: مونږ نژادپالونکي نه یو
د بریتانیا شهزاده ویلیام د خپل کشر ورور د ماندینې میګن له مرکې څو ورځې وروسته د پنجشنبې په ورځ مارچ۱۱ (کب۲۱)وویل چې د بریتانیا شاهي کورنۍ توکم پالونکې نده.
افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې کمې شوي
په افغانستان کې په وروستیو تیرو دوو اونیو کې د کروناویروس د ثبت شویو مثبتو پېښو شمېرې ښيي چې په روانه اونۍ کې د کروناویروس د مثبتو او مشکوکو پېښو شمیر کم شوی دی.
د اوزلوبې دویم پړاو سیالۍ؛ کندهار او کندز پایلوبې ته ووتل
د اوزلوبې دویم پړاو سیالیو په اومه ورځ نن د کندهار او کندز لوبډلو د روان لیګ پایلوبې ته لاره وموندله.
د افغانستان او زمبابوې ټسټ لوبه؛ حشمت شاهدي غبرګې سلیزې وکړې
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو د دویمې ټسټ لوبې په دویمه ورځ افغانستان توپ وهنه پیل کړه چې پیاوړي لوبغاړي حشمت الله شاهدي پکې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.