امریکا په سوریه کې په ایران پلوه اورپکو بریدونه کړي
د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په امر یې په سوریه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو په هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
افغانستان کې تازه د کرونا ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د یوه کس د مړه کېدو خبر کړی دی.
په غور کې د یوه وژل شوي خبریال د کورنۍ درې غړي وژل شوي
د غور امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تیره شپه په یاد ولایت کې د یوه وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق یو ورور او هغه یوه لور او زوی وژلي دي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې
امنیتي چارواکي وايي، یو ځانمرګی کس چې غوښتل یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځانګړو سرتیرو پر یوه عملیاتي مرکز موټر بم برید وکړي د افغان ځواکونو لخوا له منځته تللی دی.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
طالبان وایي هدفي وژنې او دوحې تړون نه سرغړونې یې ندي کړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه نده کړې.
یو جرمنی روسیې ته د جاسوسۍ په تور محاکمه شو
د جرمني څارنوالانو د یو کس د جاسوسۍ قضیه ثبت کړه چې د روسیې استخباراتي ادارې ته یې د جرمني د پارلمان د جوړښت نقشه ورکړې ده.
د ګوند د یووالي لپاره د جمهوري غوښتونکو هڅه
په راتلونکوڅو ورځو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشران به داسې فرصتونه ترلاسه کړي چې د هغوی وحدت او یا هم اختلاف به په ډاګه کړي.
هند او پاکستان په کشمیر کې په سمدستي اوربند موافقه وکړه
هند او پاکستان موافقه کړې چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې سمدستي پوځي دښمنۍ پای ته ورسوي او د ۲۰۰۳ کال د متارکې توافقنامه بیا عملي کړي چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو سیالو ګاونډیانو ترمنځ کړکیچ راکم شي.
د ارمنستان صدراعظم: پوځ زما پر ضد پوځي کودتا کوي
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په هیواد کې د پوځي کودتا د احتمال په هکله وروسته له هغې خبرداری ورکړ چې د ارمنستان پوځ د ښاغلي پاشینیان او د هغه د کابینې د استعفا غوښتنه وکړه.
افغانستان څخه په بیړه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه خبرداری
د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدمتونو د کمیټې رئیس ویلي دي چې جو بایډن باید له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ونه باسي.
د افغانستان نوري فایبر شبکه له پنځو هېوادونو سره نښلول شوې
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد د نوري فایبر ملي شبکه اوسمهال د پاکستان، ایران، ترکمنستان، قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان د نوري فایبر له شبکو سره نښلول شوې ده.
افغانستان کې ۳۹۷۳ کسان په کروناویروس اخته دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په اوس وخت کې ۳۹۷۳ کسه په افغانستان کې په کروناویروس باندې اخته دي.
هرات کې موټربم برید ولسي پاڅونوالو ته مرګژوبله اړولې
د هرات سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د موټربم برید له امله ولسي پاڅونوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
افغان حکومت استاد ګلزمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب ورکړ
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ستاینې او د هغوی له هنر څخه د قدردانۍ په یوه غونډه کې استاد ګلزمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب ورکړ.