شاته

تر سپتمبر پورې به امریکا کې کرونا کابو او حالت نورمال شي - فاوچي

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس لوړپوړی روغتیايي سلاکار انتوني فاوچي ویلي دي چې په امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق له اوسنۍ کچې بریښي چې دا هیواد به د اګست د میاشتې تر پایه یا د سپتمبر په لومړیو کې د وبا د خپریدو دمخه "عادي ژوند" ته وګرځي.

ښاغلي فاوچي په یو مجازي خبري کنفرانس کې د کروناویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د سپینې ماڼۍ د ټیم د کار په اړه وویل چې کتلوي معافیت (ګله‌یي معافیت) هغه وخت ترلاسه کیږي چې د ۷۰نه تر ۸۰فیصدو پورې خلک په متحده ایالاتو کې د کروناویروس پر ضد معافیت ترلاسه کړي.

هغه وویل چې په امریکا کې د کوویډ۱۹ضد واکسین د تطبیق کولو چټکتیا ته په کتنې د دوبي تر پایه کتلوي معافیت ترلاسه کیدای شي. خو ښاغلي فاوچي وویل چې د ورځې له دوو څخه تر دریو میلیون ډوزه واکسین تطبیق په پرله پسې توګه ټولنه مصون کوي.

د سپینې ماڼۍ د روغتیایي چارو سلاکار وویل چې د واکسین د تطبیق په زیاتیدو او په ټولنه کې د ګواښ سره د مخامخ کسانو په مصؤون کولو سره یو لړ محدودیتونه چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره نیول شوي کیدای شي لرې شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنترول او وقایې د مرکز رئیس روشل والنسکي ویلي چې اوسمهال د متحده ایالاتو یواځې لس فیصده جمعیت د کوویډ۱۹ضد واکسین ترلاسه کړی. هغه همداشان وویل چې د واکسین د تطبیق په زیاتیدو سره کولای شو یو لړ محدودیتونه چې فدرال حکومت لګولي راکم کړای شي.

خو بیا هم ښاغلي فاوچي وویل چې د واکسین کولو څخه د پام وړ کچه کسانو د ډډه کولو په وجه په بشپړه توګه د وبا د جړلو ایستل له ځنډ سره مخامخ کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د سپینې ماڼۍ د مقاماتو په وینا د جانسن او جانسن شرکت د خپل یو ډوزه واکسین سل میلونه ډوزه د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت ته برابر کړي دي.