آی اف جی افغان حکومت ته: د ښځینه خبریالانو امنیت ټېنګ کړئ
له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې په دغه هیواد کې له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو وتل دوام لري.
ناڅرګندو وسله والو پکتیا کې یو څارنوال وژلی
د پکتیا ولایت د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال څارنیار محمد حسنیار د ناڅرګندو وسله والو برید په کې وژل شوی دی.
په میدان وردګ ولایت کې موټر بم چاودنه شوې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوه مرکز ته نژدې د موټر بم چاودنې خبر ورکړ.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د پاکستان یوې محکمې د ټیک ټاک اپلکیشن د بندولو حکم وکړ
د پاکستان د مخابراتو ادارې د ټیک ټاک اپلکیشن نه کار اخیستل د محکمې د حکم په اساس د "غیر اخلاقي او مبتذلو" محتویاتو د خپرولو په خاطر ممنوع اعلان کړ.
تر سپتمبر پورې به امریکا کې کرونا کابو او حالت نورمال شي - فاوچي
انتوني فاوچي ویلي دي چې په امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق له اوسنۍ کچې بریښي چې هیواد به د اګست د میاشتې تر پایه یا د سپتمبر په لومړیو کې "عادي ژوند" ته وګرځي.
اردن سره اختلاف؛ اماراتو ته د نتنیاهو تاریخي سفر لغو شو
عربي متحده اماراتو ته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو تاریخي سفر چې ټاکل شوې وه نن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) وشي د اردن سره د ناهمغږۍ په وجه لغو شو.
د بریتانیا شهزاده ویلیام: مونږ نژادپالونکي نه یو
د بریتانیا شهزاده ویلیام د خپل کشر ورور د ماندینې میګن له مرکې څو ورځې وروسته د پنجشنبې په ورځ مارچ۱۱ (کب۲۱)وویل چې د بریتانیا شاهي کورنۍ توکم پالونکې نده.
افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې کمې شوي
په افغانستان کې په وروستیو تیرو دوو اونیو کې د کروناویروس د ثبت شویو مثبتو پېښو شمېرې ښيي چې په روانه اونۍ کې د کروناویروس د مثبتو او مشکوکو پېښو شمیر کم شوی دی.
د اوزلوبې دویم پړاو سیالۍ؛ کندهار او کندز پایلوبې ته ووتل
د اوزلوبې دویم پړاو سیالیو په اومه ورځ نن د کندهار او کندز لوبډلو د روان لیګ پایلوبې ته لاره وموندله.
د افغانستان او زمبابوې ټسټ لوبه؛ حشمت شاهدي غبرګې سلیزې وکړې
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو د دویمې ټسټ لوبې په دویمه ورځ افغانستان توپ وهنه پیل کړه چې پیاوړي لوبغاړي حشمت الله شاهدي پکې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
د افغانستان د دفاع وزارت د فاریاب د المار ولسوالۍ سقوط رد کړ
د طالبانو له خوا د فاریاب د المار ولسوالۍ د نیولو په اړه د راپورونو له نشرېدو وروسته د افغانستان دفاع وزارت د دغې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی دی.
ایران سلګونه افغان بندیان افغانستان ته وسپارل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایران ۳۰۶ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې بندیان و افغانستان وسپارل.
کندهار او هلمند کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا
د افغانستان دفاع وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې د افغان ځواکونو په جلا عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.
'د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست طالبانو ته تسلیم شوی'
د فاریاب د پولیسو چارواکي وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست طالبانو ته تسلیم شوی دی.