شاته

اردن سره اختلاف؛ اماراتو ته د نتنیاهو تاریخي سفر لغو شو 

عربي متحده اماراتو ته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو تاریخي سفر چې ټاکل شوې وه نن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) وشي د اردن سره د ناهمغږۍ په وجه لغو شو.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه سفر "د اردن د فضایي حریم څخه د الوتنې په همغږۍ کې د ستونزو" له کبله ځنډیدلی دی، خو په اعلامیه کې ددې سفر لپاره بله نیټه نده ذکر شوې.

پدغه اعلامیه کې چې په عبري ژبه لیکل شوې ویل شوي چې په ظاهره د اردن ناهمغږي په بیت المقدس کې د الاقصا جومات ته د اردن د ولیعهد شهزاده حسین د پروګرام شوي سفر د لغو کیدو سره اړیکه لري.

اسرائیل بیت المقدس ته د اردن د شهزاده د سفر مخنیوی کړی و. د اسرائیل د صدارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د شهزاده حسین سفر په سیمه کې د امنیتي تدابیرو پر سر د مناقشې په وجه لغو شوی و. تر اوسه اردني مقاماتو پدې هکله غبرګون ندی ښودلی.

د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو له مخې ټاکل شوې وه چې د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو د عربي متحده امارانو د مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان، سره د ابوظبی په هوایي ډګر کې لیدنه کتنه وکړي او بیا بیت المقدس ته ستون شي.

عربي متحده اماراتو او بحرین تیر کال د امریکا د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ په منځګړیتوب د "ابراهیم موافقو" په لاس لیک کولو اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې. بیا مراکش او سوډان هم د ابراهیم له موافقو سره یوځای شول او د اسرائیل سره یې اړیکې عادي کړې.

ټاکل شوې وه چې صدر اعظم نتنیاهو د فبرورۍ په میاشت کې اماراتو او بحرین ته سفر وکړي، خو دغه سفر وروسته له هغې وځنډیده چې د اسرائیل حکومت د کروناویروس د مخنیوي په خاطر په تګ راتګ بندیزونه ولګول.