شاته

د اوزلوبې دویم پړاو پایلوبې کې کندهار او کندز مساوي شول

د افغانستان د اوزلوبې غوره لیګ دویم پړاو پایلوبې کې د کندهار او کندز لوبډلو سره سیالي وکړه چې دواړو لوبډلو په ټاکل شوي وخت کې درې درې نمرې واخیستلې او لوبه مساوي اعلان شوه.

لوبه نن جمعه مارچ ۱۲ (کب۲۲) د کابل پر وخت د غرمې وروسته درې نیمې بجې پیل شوه. د کندز لوبډلې چاپ اندازانو د اولې پاڼۍ په لومړي بریدونو کې دوه نمرې خپلې کړې. له هغه وروسته د کندهار لوبډلې هم دوه نمرې واخیستې او د لوبې تعادل یې برابر کړ.

پایلوبې کې د نندارچیانو ګدون
پایلوبې کې د نندارچیانو ګدون

په دویمې پاڼۍ کې دواړو لوبډلو یوه یوه نمره خپله کړه خو هېڅ لوبډلې ونکړای شول چې د درې نمرو نه ډېر امتیازونه خپل کړي.

د اوزلوبې دویم پړاو سیالیو کې د افغانستان په کچه ۳۰۰ چاپ اندازانو په ۱۶ لوبډلو کې سره ولوبېدل.

کندز او کندهار پایلوبې کې سره مساوي شول، بلخ دریم او کابل څلورم مقام وګټه.

تېر کال د دغو سیالیو لومړی پړاو د کرونا ویروس د خورېدو له امله په نیمه کې په ټپه وردېده.