ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرونا؛ د ننګرهار ځینې زده کوونکي: حکومت دې د 'رخصتۍ' پرېکړه بېرته واخلي

له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده، ورسره د دوه اوونیو لپاره دولتي، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزو مرکزونه د رخصتېدو پرېکړه وشوه، هغه چې په ننګرهار ولایت کې له غبرګونونو سره مخ شول.  د ننګرهار د یو شمېر پوهنتونونو او ښوونځيو محصلان او زده کوونکي شکایت کوي چې د ښوونیزو ادارو په بندېدو سره یې درسي بهیر ځګه له ننګونو سره مخ شوی چې په خبره یې، د انټرنیټي او برېښنایي کمزورتیا له کبله ورته په کور کې زده کړې سختې دي.  د ننګرهار د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی رحمت الله وایي، حکومت دې په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي او یوازې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو بنسټ د کرونا ویروس مخه نه شي ډب کولای.  نوموړی وايي: "دغه رخصت زموږ پر ذهنونو منفي تاثیر کوي، موږ له زده کړو بې برخې کوي، مطالعې سره مو شوق ختموي، نو دغه پرېکړه موږ ته د منلو نه ده."  د ننګرهار د یوه خصوصي انسټیټیوټ د دوهم کال محصل ایمل بیا پر حکومت نیوکه کوي چې ګوندې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې یوازې ښوونیز مرکزونه تړلي او پر نورو عامه ځایونو بندیز نه دی لګول شوی.  دی دغه پرېکړه عادلانه نه بولي او زیاتوي، هر ځل د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تحصیلي او ښوونیز مزکونه تړل کېږي چې له امله یې د دوی کړې خواري بې ځایه کېږي. دی وايي: "د کرونا موضوع یوازې په پوهنتونونو، مکاتبو او ښوونیزو مرکزونو کې نه ده، ولې ښارونه نه تړل کېږي؟ ولې هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي تر دې پرېکړې لاندې نه راځي، پوهنتونونه تړي او رخصتوي یې."  په ورته مهال دې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو مسوولان وایې، د کرونا ویروس په رامنځته کېدو او د ښوونیزو ادارو په تړلو سره زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.  په ختیځ کې د خصوصي پوهنتونو د اتحادې رئیس طارق کمال حکومت له ښوونیزو ادارو سره په توپیري چلند تورنوي او وایي، د پوهنې وزارت یاده پرېکړه په خپل سري ډول کړې چې دوی ته د منلو وړ نه ده.  ښاغلي کمال زیاته کړه: "د ښوونیزو بنسټونو او د پوهنتونونو له اتحاديې سره باید مشوره وشي، بل ځل موږ داسې پرېکړه نه منو چې یوازې دې په کې پر تعلیمي دستګاوو قرنظین وشي، دولت دې تعلیمي بنسټونو ته ډېره پاملرنه وکړي، موږ ډېر حیاتي اهمیت لرو، د دې ټولنې د بقا لپاره."   دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ پوهنې وزات د دوه اونیو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ښوونیزو بنسټونو د رخصت اعلان وکړ.  د یاد وزارت ویاندې نجیبې ارین ویلي، یاده پرېکړه یې د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه او د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه کړې چې له مخې به یې په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې به د جوزا میاشتې له اتمې نېټې تر دوو اوونیو پورې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه رخصت وي.  خو اوس د ننګرهار د یو شمېر ښوونځيو او پوهنتونونو مالکان له حکومته د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د خپلو چارو د پیل غوښتنه کوي او زیاتوي، که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي نو مدني حرکتونه به وکړي.  په ورته مهال د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړې ادارې په توګه یې دغه ستونزې او اندېښنې له مرکز سره شریکې کړي دي.  د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري ښوونځیو ته د پرانېستل کېدو او تړل کېدو پرېکړه د دغه ریاست له صلاحیته پورته ګڼي او ټینګار کوي چې که کومه مرجع له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند سره به مخ شي.  ښاغلي شینواري زیاته کړه: "پوهنې وزارت چې د هېواد ۱۶ ولایتونو ته د دوه اوونۍ رخصتۍ هدایت کړی دی، دا د قانون حیثیت لري، د تطبیق وړ دی،د جوزا له اتمې تر دوو اونیو پورې، استثنا په کې نشته، دولتي او خصوصي به ټول رخصت وي، که څوک سرغړونه کوي ورسره به قانوني چلند کېږي." ننګرهار کې داسې مهال د ښوونیزو ادارو د پرانېستې غوښتنه کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ورځ تر بلې په مرکز کابل او ولایتونو کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.  

05.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا درېیمه څپه؛ روغتیا وزارت: افغانانو! د اکسیجن د تولید ظرفیت محدود دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې ټول ولایتونه د کرونا له کبله اغېزمن شوي، خو څه باندې شل ولایتونه یا د کرونا د درېيمې څپې په اوج کې دي او یا هم د درېمې څپې اوج ته د نږدې کېدو په حال کې دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې د کرونا ویروس په درېيمه څپه کې روغتیایي مرکزونو ته د خلکو مراجعه د دې وبا د لومړۍ څپې پرتله ۵ تر ۷ سلنه زیاته شوې ده. ښاغلي مجروح د کرونا ګواښونو ته په پام خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي: "هېوادوالو په هېواد کې د اکسیجن د تولید ظرفیت محدود دی. موږ درک کړئ، همکاري وکړئ او د امکان تر کچې په کور کې پاتې شئ. ګواښونه او د کرونا د بحران په اړه سپارښتنې جدي ونیسي." د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري هم وایي چې اوس مهال د اکسیجن کموالی تر ټولو جدي ستونزه ده: "په افغانستان کې تر ټولو جدي ستونزه اوس مهال د اکسیجن کموالی دی. ډېره هڅه کېږي چې اکسیجن په سم ډول تامین کړو. زموږ ډېری پېښې اکسیجن ته اړتیا لري." په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې دغه هېواد سره د اکسیجن او نورې عاجلې روغتیایي مرستې وکړي. د دې وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) د سیمې په هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو نه د انلاین کنفرانس له لارې غوښتي چې د بهرنیو روغتیایی مرستو د جلبولو لپاره هڅې وکړي. په همدې حال کې په افغان جاپان روغتون کې ډاکټر عبدالله داوري وایي، په ټولو هغو روغتونونو کې چې د کرونا ناروغان په کې بستر دي د اکسیجن د کموالي ستونزه شته: "یوازې د افغان جاپان روغتون نه بلکې علي جناح، سره میاشت او نور روغتونونه د اکسیجن کموالی لري. نور شخصي روغتونونه هم د اکسیجن کموالی لري. د کرونا ټول ناروغان چې بسترېږي اکسیجن ته اړتیا لري. باید په هره وسیله او له هرې لارې چې کېږي اکسیجن تامین شي." د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي، دولت هڅه کوي د کرونا د معایناتو ظرفیت لوړ کړي، د درملنې لپاره د روغتونونو تجهیزات لا زیات شي او د ولس د عامه ژوند د جریان ترڅنګ د کرونا منفي اغېزې او زیانونه د امکان تر حده په ټیټه کچه کې وساتل شي. افغانستان دا مهال د کرونا ویروس له درېېمې څپې سره مخامخ دی.

05.06.2021 ازادي راډیو

کاناډا دارالمعلمینو ته د افغان مېرمنو د هڅونې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی

کاناډا غواړي د افغانستان په ښوونځیو کې د ښځینه مسلکي ښوونکو ستونزه کمه کړي. په دې مقصد یې په دې وروستیو کې یو کمپاین پیل کړی چې د کاناډا د نړېوالې پراختیايي ادارې له خوا تمویل او افغان ښځو سره د کاناډا د ښځو موسسې په همکارۍ پلې کېږي. د دې کمپاین په ترڅ کې به افغان نجونه او ښځې وهڅول شي چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې په مرکزونو 'دارالمعلمینونو' کې شامل شي او په دې توکه به د نجونو زده کوونکو په شمېر کې هم زیاتوالی راشي. افغان ښځو لپاره د کاناډا د ښځو موسسې د پروګرامونو مسوول محمد منیر ابراهیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه پروګرام د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویل او د پوهنې وزارت په همغږۍ پرمخ بیول کېږي، په څلورو ولایتونو او څلورو مرکزي دارالمعلمینونو  کې لکه کابل، ننګرهار، کندهار او پروان کې به پلي شي، هدف دا دی چې نجونې زده کوونکې وهڅول شي چې د دارالمعلمین له لارې د ښوونکي دنده غوره کړي، څو ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو شمېر ډېر شي." ښاغلي ابراهیمي وویل، د دغه کمپاین لپاره لس ډوله پیغامونه په پښتو او دري ژبو چاپ او د بېنرونو په شان د ښار په واټونو کې ځړول شوي دي. نوموړي وویل، دا کمپاین اوس د څلورو ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ښوونځي له کلونو راهیسې د ښځینه ښوونکو له کموالي سره مخ دي، دغې ستونزې د زده کړو پر کیفیت ناوړه اغېز کړی دی. د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، دغه پروګرام د پوهنې وزارت په همغږۍ پرمخ وړل کېږي. نوموړې زیاته کړه: "افغان ښځو لپاره د کاناډا د ښځو موسسې افغان مېرمنو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی، څو پوهنې ته د ښځینه زده کوونکو لاس رسی ډېر شي، دا پروګرام د پوهنې له وزارت سره په ګډه پرمخ وړل کېږي، هڅه دا ده چې ښوونځیو کې د نجونو شمېر کم نه شي، دا کمپاین په تېرو کلونو کې هم شوی و چې ښه نتیجه یې ورکړې وه. هیله ده د کرونایي ستونزې وروسته په ښوونځیو کې د نجونو کمښت محسوس نه شي." اغلې ارین وویل، اوس د هېواد په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو کچه ۴۲ سلنه ده او تدابیر نیول شوي چې دا سلنه لوړه شي. نوموړې دا هم وویل، اوس د هېواد په ځینو ولایتونو کې داسې ښوونځي شته چې یوه ښځینه ښوونکې هم نه لري. دې وویل ، ناامني او د ټولنې ناوړه دودونه تر ډېره لامل شوي چې ښځې دندې ترسره نه کړي.

05.06.2021 ازادي راډیو

د کابل ښار چاودنه کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون د خبرونو ویانده مینا خیري ووژل شوه

افغانستان کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې مینا خیري د کابل په پرونۍ چاودنه کې ووژل شوه. مینا خیري تېره ورځ پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۴» په یوه چاودنه کې وژل شوې چې نن د افغانستان د عدلي طب له لوري یې د معایناتو پایله او هویت مشخص شو. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دې پېښه کې د اغلې خیري مور هم وژل شوې او د راپورونو پر بنسټ، یوه خور یې سخته ټپي شوې ده. دا پېښه تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهارقلعه چهاردهي سیمه کې رامنځته شوه. د افغانستان د خبریالانو دفاع کمېټه وایي دغه وژل شوې خبریاله په یو ټونس ډوله موټر کې له دفتره د کور په لور روانه وه چې مقناطیسي ماین چاودنه پرې وشوه. د خبریالانو د دفاع کمېټې مسؤل عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل، دوی د خبریالانو د فزیکي امنیت په اړه سخت اندېښمن دي. ښاغلی هاشمي زیاتوي: "د ژورنالېستانو دفاع کمېټه د پخوا په څېر د خبریالانو د فزیکي خوندیتوب په اړه سخته اندېښنه لري، له بده مرغه چې په افغانستان کې هېڅوک خوندي نه‌دي، خو بیا هم سږ کال د رسنیو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک کال دی او د ژورنالېستانو سر او مال خوندي نه‌دي." که څه هم امنیتي بنسټونو د دغه پېښې په اړه تر دې مه څه نه‌دي ویلي، خو ښاغلی هاشمي وایي چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ دا یوه هدفي حمله وه چې له امله‌یې د اریانا ټلوېزیون د خبرونو ویانده او د خپرونو جوړوونکې مینا خیري ووژل شوه. د کابل امنیه قوماندانۍ تېره ورځ وویل چې په یاده چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د اریانا خصوصي ټلوېزیون مشر شریف حسن‌یار هم د اغلې خیري مړینه تأیید کړې ده. نوموړي ویلي مینا خیري په افغانستان کې د بیان د ازادۍ هیله درلوده او دوی به دوام ورکړي. ښاغلی حسن‌یار وايي: "د مینا خیري شهادت نه‌شي کولای چې په افغانستان کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ د فعالیت مخه ونیسي، په داسې حال کې چې موږ هم غمجن یو د اغلې خیري کورنۍ ته تسلیت وایو، دا زموږ د ټولو شریک درد دی، موږ د بیان ازادۍ ته دوام ورکوو او په شا کېږو ترې نه." د اریانا خصوصي ټلوېزیون د مسؤلینو په خبره چې یادې وژل شوې خبریالې له ۲۰۱۷ کال راهیسې له اریانا راډیو سره دنده پیل کړه چې وروسته ټلوېزیون ته هم راغله. دا په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې لومړنۍ ښځینه خبریاله ده چې په یوه چاودنه کې وژل کېږي. له دې وړاندې د تېر ۱۳۹۹ لمریز کال د کب یا حوت په ۲۲مه په جلال‌اباد ښار کې دانعکاس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شوې. دا شان له دې وړاندې د همدې ټلوېزیون ویانده ملاله میوند په جلال‌اباد ښار کې د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې ووژل شوه چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی ویلي چې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او ۸۰ نور د فزیکي او حرفوي تاوتریخوالي سره مخ شوي. د اریانا ټلوېزیون پر ویاندې د تېرې ورځې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو افغان حکومت له دې وړاندې په خبریالانو د حملو مسؤلین وسله‌وال طالبان بللي، خو وسله‌والو طالبانو په ځلونو دغه ډول حملو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

04.06.2021 ازادي راډیو

کابل کې د کرونا له امله د یوه مړه شوي کس خپل خپلوانو ډاکتران وهلي ټکولي

د کابل په محمد علي جناح روغتون کې ځیني ډاکتران د کرونا ناروغۍ له امله د یوه مړه شوي کس د خپلوانو له لوري وهل ټکول شوي او ځیني طبي تجهیزات هم ویجاړ شوي دي. رحیمه حیدري چې د کرونا له امله د یوه مړه شوي کس خپل خپلوانو وهلې ټکولې د کابل د علي جناح روغتون په بېړنۍ خونه کې ډاکتره ده. نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» دوه بجې وروسته له هغې چې د کرونا له امله یو کس مړ شو، خپل خپلوانو یې د روغتون پر کادري او عاجلې خونې برید وکړ، د دغه روغتون خدمه او ډاکتران‌یې ووهل او د روغتون ځیني طبي تجهیزات‌یې هم ویجاړ کړل. اغلې حیدري زیاتوي: "تېره ورځ دوه بجې زموږ یو ناروغ مړ شو، له هغې وروسته د ناروغ پایوازانو زموږ ټول همکاران ووهل، د رېګراټور دستګاه او د سېرم پایه او ټول طبي تجهزات‌یې مات کړل، که څه هم ټول طبي امکانات و او خدمت‌یې هم شوی و، مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی." د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په خپل فېس‌بوک پاڼه د علي جناح په روغتون کې د طبي وسایلو تخریب شویو تجهیزاتو د عکس له خپرېدو سره لیکلي: "هغه څه چې مات او توی شول، بیت‌المال و، هغه چې وهل شوي، هغه څوک و چې تر وروستي بریده‌یې د ناروغ خدمت وکړ، هېوادوالو دغه انصاف نه‌دی." په تېرو دوو اوونیو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د پراخېدو په حال کې ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۳۱۰ تنه په ټول هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي چې له‌منځه یې ۳۶ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي. د افغانستان جمهو رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ناوخته له کلکو محدودیتونو له وضع کېدو سره مخالفت وکړ. ښاغلي غني په دغه پیغام کې ویلي، د کرونا درېیمه څپه د بزګرانو له لوري د فصلونو له اخیستلو سره هم‌مهاله راغلې، د شدید محدودیتونو وضع کول به د ډېری کورنیو روزي قطع کړي. ښاغلی غني وايي: "د افغانستان حکومت غواړي چې د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت لپاره ځیني اقدامات وکړي او ټولنیز محدودیتونه وضع کړي، خو دا چې درېیمه څپه په داسې وخت کې راغله چې زموږ د زیارکښو دهقانانو او باغوانانو حاصلات په رسېدو دي، همدا شان د ولس لویه برخه روزانه نفقه پیدا کوي، د ډېرو شدیدو بندیزونو وضع کول، ولس له ستونزو سره مخ کوي، زموږ هڅه دا ده چې د ولس د عامه ژوند د جریان ترڅنک د کرونا منفي تأثير او زیانونه د امکان تره برید ټیټ وساتو." په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د جون تر وروستیو ۸۰ ملیونه دوزه جوړ کړي واکسین اړمنو هېوادونو ته د مرستې په ډول ورکوي. په افغانستان کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، هېواد یې له افغانستان سره د تلپاتې ګډون ته ژمن دی، په ځانګړې توګه د کرونا درېیمې څپې چې ټوله‌ییزه شوې ده، له دې هېواد سره د کرونا واکسین مرسته کوي. د سپینې ماڼۍ په راپور کې راغلي، له اسیاسي هېوادونو، افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، نیپال او ځینو نورو سره‌یې د ۷ ملیون دوزه واکسین مرسته کړې. ولسمشر غني همدا شان ویلي، هڅه کوي چې د چین په ګډون له هغو هېوادونو سره چې د کرونا واکسین‌یې جوړ کړی، د اړتیا په صورت کې به له ملي بودجې واکسین واخلي. په ورته وخت کې د کرونا له پيل تر اوسه په ټول افغانستان کې ۷۷،۹۶۳ تنه په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۳،۱۰۴ تنه مړه شوي دي.

04.06.2021 ازادي راډیو

افریقا ته د کرونا ضد واکسین لېږل 'تقریباً په ټپه' درېدلي

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) وايي، افریقا ته د کرونا ضد واکسین د لېږلو چارې تقریباً بېخي په ټپه درېدلي، خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې په دې لویه وچه کې د دغه ویروس خپرېدا اوج ته رسېدلې ده. په همدې منځ کې د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې خپل اضافي واکسین به نورو هېوادونو ته ورکړي.  تېره اوونۍ یوازې په جنوبي افریقا هېواد کې د کرونا ویروس پېښې په سلو کې ۶۰ زیاتې شوي او دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د جانسن انډ جانسن واکسین د تطبیق چارې له ستونزو سره مخامخ دي.  دا واکسین یو دوز ورکول کېږي.  د جانسن انډ جانسن تر یو ملیون دوزه ډېر واکسین د جنوبي افریقا د درمل جوړولو په یوه فابریکه کې دې ته منتظر دي چې د امریکا متحده ایالاتو د درملو او خوړو اداره‌یې تأیید کړي چې دا واکسین خوندي دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون په درېیمه یو پلان اعلان کړ چې پر اساس به‌یې دا هېواد خپل 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د نړۍ له نورو هېوادونو سره تر ډېره د ملګروملتو تر څارنې لاندې د نړیوال کوواکس واکسین پروګرام له لارې شریکوي.  سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و، د روان جون تر پایه پورې به نورو هېوادونو ته ۸۰ ملیون دوزه واکسین ورکړي. سپینې ماڼۍ ویلي چې په سلو کې ۲۵ تولید شوي واکسینونه زېرمه کوي چې په بېړنیو حالاتو کې یې خپلو متحدانو ته ورکړي.  بایډن په داسې حال کې له نورو هېوادونو سره د واکسین د مرستې اعلان وکړ چې په متحده ایالاتو کې واکسین ته اړتیا خورا کمه شوې ده ځکه چې د دغه هېواد په سلو کې ۶۳ بالغانو لږترلږه یو دوز واکسین کړی دی. چین وايي چې تېره میاشت‌یې یوازې په ۵ ورځو کې ۱۰۰ ملیون ئوزه خپل واکسین ورکړی او اوس د دغه هېواد ۱،۴۰۰ ملیون وګړو څخه ۶۸۰ ملیونه واکسین شوي دي.  د چین د عامې روغتیا چارواکي هیله لري چې د روان کال تر پایه پورې د دغه هېواد په سلو کې ۸۰ وګړي واکسین شي.

04.06.2021 ازادي راډیو

د کابل محمد علي جناح روغتون کې د کرونا ناروغانو لپاره نوې څانګه پرانیستل شوه

افغانستان کې په چټکۍ سره د کرونا وبا د درېیمې څپې خپرېدو، د عامې روغتیا وزارت مجبور کړی چې د ناروغانو لپاره بېړني ګامونه واخلي. تازه د دې وزارت چارواکو په کابل کې د محمد علي جناح روغتون یوه برخه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو لپاره پرانیسته. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» د دې روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا مرکز د ظرفیت له اړخه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یو لوی مرکز دی چې اکسیجن هم په‌کې دننه تولیدېږي، داسې مهال چې یو ډېر شمېر نورو روغتونونو ته بیا اکسیجن د ګازو په ډبو کې لېږدول کېږي. ښاغلی مجروح وايي: "په خوښۍ سره باید ووایم چې زموږ د روغتیايي، اداري او تخنیکي همکارانو په هڅو او د پاکستان د سفارت په همکارۍ، موږ وتوانېدو په کابل کې درې شپې وړاندې د خپلو یو شمېر همکارانو په شونډو خوښي ووینو او د اکسیجن د تولید هغه دستګاه چې پاکستان کلونه وړاندې موږ سره مرسته کړې وه، په واقعي ډول فعاله او په لومړي ګام کې د ۱۴۰ بسترونو او وروسته بیا د ۲۰۰ بسترونو لپاره اکسیجن برابر کړو." وحید مجروح زیاته کړه، د محمد علي جناح روغتون ۲۰۰ بستره لري چې ۱۰۰یې په کرونا وبا د اخته شویو ناروغانو لپاره ځانګړي شوي او د اړتیا پر مهال به دا بسترونه ۳۰۰ تر ۴۰۰ ته ورسېږي. د هغه په خبره، له دې وړاندې دې روغتون کې پر 'کووېډ-۱۹' اخته د ۵۰ ناروغانو درملنه کېده. د عامې روغتیا سرپرست ټینګار کوي چې که څه هم وضعیت‌یې مدیریت کړی، خو بیا هم اندېښنه ښيي چې د اکسیجن له کمي سره مخ دي او که خلک پام ونه‌کړي، ناورین به جوړ شي. دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر کروبا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر 'کووېډ-۱۹'،  ۱،۵۰۹ تنه اخته شوي دي. دغه‌شان د عامې روغتیا وزارت د ۳۴ تنو مړینه هم تأیید کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې په کرونا وبا ۷۶،۶۰۰ تنه اخته شوي چې له دې شمېر ۳ زره او ۶۸ تنه مړه شوي دي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ بېړنۍ غونډه کړې او د یو شمېر نویو بندیزونو د لګولو په اړه‌یې پرېکړه کړې ده. له دې وړاندې حکومت د دې وزارت په سپارښتنه په ۱۶ ولایتونو کې په علمي مرکزونو محدویت وضع کړی دی.

03.06.2021 ازادي راډیو

هلمند کې تاریخي کنډوالې د کډوالو په سرپناه بدلې شوې

په هلمند کې سلګونه کورنيو بې‌ځایه شويو کډوالو د قلعه کهنه او د بست تاریخي کلا په کنډوالو کې اړولي دي. ځینو له دوی ان د دې تاریخي کلاګانو منځ کې ځان ته د خټو کورونه جوړ کړي. دې کډوالو د جګړو او نا امنیو له کبله له خپلو اصلي سیمو د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه راوړې ده. نور په دې راپور کې.

02.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا وبا چټک خپرېدل؛ "که مرسته و نه کړئ، د یو لوی ناورین شاهدان به یو"

د کرونا وبا درېیمه څپه ورځ تر بلې افغانستان کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. پر دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي، د تېر پرتله زیات د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښمن کړی او یو ځل د خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو ټينګار کوي. د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی اړ شوي چې تېره شپه کابل کې یو بل روغتون هم پرانېزي. وحید مجروح د خبرداري په ژبه په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي:"که هېوادوال مرسته و نه کړي، ډېر ژر به د یو لوی ناورین شاهدان و اوسوو." ښاغلي مجروح اندېښنه ښودلې چې د ناروغانو په زیاتېدو سره ورو-ورو د اکسېجن کمی هم په یوه جدي ستونزه بدلېږي. د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل، ورځ تر بلې پر کرونا وبا د اخته کېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیاتېږي: "بدبختانه هغه څه چې شمېرې یې ښيي، ارقام په بې‌‌ساري ډول ورځ تر بلې زیاتېږي. که موږ دویمې او یا هم درېیمې سناریو ته ورسېږو او پېښې زموږ له اوسني بسترونو زیاتې شي، بدبختانه چې د اکسېجن کمی به یو له جدي او سختونو ستونزو وي." دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت دوه ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره نه دي مخ. د عامې روغتیا وزارت نن ورځ پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو رسمي شمېرې ۱۱۱۸ تنه ښودلی، تېره ورځ دا ارقام کې ۱۰۴۵ تنه وو. دغه شان د کرونا وبا له کبله تېره شپه او ورځ کې ۲۷ تنه مړه‌ شوي دي. د اکسېجن کمی د کرونا وبا په لومړۍ څپه کې هم یو ه جدي ستونزه وه. هغه مهال د عامې روغتیا وزارت د ستونزې د حل په موخه افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د تولید یو دستګاه فعاله کړه چې وروسته له کاره ولوېده، خو دا وزارت اوس‌مهال د اکسیجن د یادې‌ دستګاه د برخلیک په اړه څه نه وایي. د اکسېجن د کمي ستونزې او تر څنګ یې په سم ډول د قرنطین نه عملي کېدو د ولسي جرګې غړي هم انتقادونو ته اړ کړي دي. یو شمېر وکیلان وايي، علمي مرکزونه بند شوي، خو هغه چې د کرونا ویروس د خپرېدو اصلي ځایونه دي، لا هم پرانېستي دي. د دې جرګې غړي سید احمد سېلاب وايي: "په یوه اوونۍ کې د اکسېجن د ګازو د یوې ډبې بیه له ۴۰۰ افغانیو تر ۱۴۰۰ افغانیو ته ورسېده. د علم زده‌کړې ټول مرکزونه تړل شوي، ولې د واده سالونونه، نور هوټلونونه، قیلون‌خانې، ورزشي کلپونه او حمامونه او نور چې د کرونا د خپرېدو اصلي مرکزونه دي پرانستې دي او هېڅ ډول تدابیر په کې نه دي نیول شوي. " د جرګې بل غړی جاوید جیحون بیا وايي: "د روغتیا، بدنې رونې، پوهنې او لوړو زده‌ کړو کمېسیونونو ته دنده سپارل کېږي چې د عامې روغتیا وزارت مسوولان خپلې ګډې غونډې ته را وغواړي او ترې وپوښتي چې ولې یې یوازې علمي مرکزونه قرنطین کړي، جزییات دې یې له خلکو سره شریک شي." د اکسېجن د کمي سربېره، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د خلاصېدو راپورونه هم خپاره شوي، خو حکومت ژر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي. وروسته تر دې چې د کرونا وبا درېیمې څپه په افغانستان کې په تیزۍ خپره شوه، حکومت د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنه په ۱۶ ولایتونو کې قرنطین وضع کړ، خو دا محدویت یوازې په علمي مرکزونو پورې محدود دی، د شنبې له ورځې وروسته به بیا په کابل کې د ودونو صالونونه هم وتړل شي. د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان کې اوس‌مهال په کرونا وبا ۷۵۱۴۴ تنه اخته شوي شوي چې له دې شمېر یې ۳۰۳۴ تنه مړه شوي دي. خو له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولانو پر دې ناروغۍ د افغانستان د نیمايي نفوس د اخته کېدو خبره هم کړې.

02.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا درېیمه څپه؛ رښتیا افغانستان کې وضعیت ډېر خطرناک دی؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا درېیمه څپه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو لوی ناورین به رامنځ ته شي.  ایا په رښتیا وضعیت ډېر خطرناک دی؟ په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د روغتیایي چارو له پوه ډاکټر اکمل سمسور سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې ایا رامنځ ته شوی وضعیت د اندېښنې وړ دی او که دی ناغیړي د چا له خوا شوې؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:   

02.06.2021 ازادي راډیو

د نړۍ څلور لوی سازمانونه د کرونا واکسین وېش کې نابرابري ګواښونکي وبلله

د نړۍ د څلورو لویو ادارو مشرانو پر نړیوالو رهبرانو غږ کړی، څو د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي او ډاډمننه کړي چې مخ پر ودې هېوادونه د کرونا ضد واکسینونو ته لاسرسی ولري او دا نړیواله وبا کنټرول شي. د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو په یوه شریکه تبصره کې ویلي: "دا اوس بیخي روښانه ده چې د کووېډ-۱۹ له کبله راپورته شوي روغتیايي ناورین د ختمولو پرته، د دې ناروغۍ له اغېزو په پراخه کچه رغېدنه ناممکنه ده." د روغتیا د نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پیسو د نړیوالو صندوق او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان مشرانو زیاته کړې چې د واکسینونو نابرابره وېش میلیونونه وګړي د دې ویروس پر وړاندې زیانمنونکي کوي او دې ته لاره برابروي چې د دې ویروس وژونکي بڼې رامنځ ته شي او بېرته نړۍ کې خپرې شي. د دې نړیوالو مشرانو په وینا کله چې د ویروس نوې بڼې خپرېږي، ان هغه هېوادونه چې د واکسین پرمختللي پروګرامونه لري اړ کوي چې د عامه روغتیا د خوندیتوب سخت محدودیتونه او پر سفر بندیزونه ولګوي. دوی زیاته کړې چې روانه نړیواله وبا په اقتصادي پانګو کې بې ثباتي ژوروي چې د ټولو لپاره منفي عواقب لرلی شي. د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو د سې شنبې (د غبرګولي ۱۱مه) په ورځ یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال همدارنګه د اوو بډایو صنعتي هېوادونو له ډلې وغوښتل چې د پنځوس میلیاردو ډالرو یو پلان تمویل کړي او د کرونا د نړیوالې وبا د پای ته رسولو لپاره بې وزلو هېوادونو کې د دې ویروس پرضد واکسینونو ته لاسرسی ممکن کړي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه د دې میاشتې وروستیو کې په بریتانیا کې جوړیږي. د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېدروس ادهانوم ګیبریوسس خبریالانو ته وویل، دا مالي تمویل به دوی سره مرسته وکړي چې د کووېډ-۱۹ د تشخیص، درملنې، اکسیجن، طبي وسایلو او واکسینونو د عادلانه وېش په برخه کې په ډراماتیکه توګه خپل تولید زیات کړي. د روغتیا نړیوال سازمان پرله پسې د بډایو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ د کرونا واکسینونو ته په لاس رسي کې د شته نابرابرۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي. د پیسو نړیوال مالي صندوق د نړیوال مالي صندوق مشرې کریسټالینا ګېورګېوا یادونه وکړه چې د کرونا وبا دا مهال یوازې په نړۍ کې روغتیايي مساله نه ده بلکې اقتصادي مساله هم ده. نوموړې خبریالانو ته وویل چې د نړیوال مالي صندوق معلومات ښيي چې په نژدې راتلونکې کې د نړیوال تولید د زیاتیدو لپاره د کرونا ضد واکسین تر ټولو مؤثره لاره ده. نړیوال بانک د نړیوال بانک رییس ډیوېډ مالپاس په همدې خبري غونډه کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالتونو په زیاته اندازه د کویډ-۱۹ واکسین لاتینې امریکا ته برابر کړي. په دې سیمه کې دا مهال د کرونا ویروس په چټکۍ خپریږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو لوړپوړي کارپوه مایک ریان وویل، په لاتینه امریکا کې د کرونا وضعیت په ناسم لوري د روانیدو په حال کې دی. تر دې خبري غونډه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کوسټاریکا ته د سفر پرمهال وویل، هېواد به یې په راتلونکو دوو اونیو کې اعلان کړي چې د کرونا اتیا میلیونه ډوزه واکسین چې امریکا یې په نړیواله کچه ژمنه کړې څنګه پلوري او ویشي.

02.06.2021 ازادي راډیو

نقشه څه وخت رامنځته شوه؟ 

د ازادي راډیو اوونیز 'ژوند په شېبو' پروګرام د نقشې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې نقشه څه وخت رامنځته شوه؟ او څه ارزښت لري ؟  دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ :  

02.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې کرونا ویروس؛ اخته کسان په ډېرېدو دي، خو واکسین خلاص شوی

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۶۱۴ کسانو د کرونا ټسټونه کړي چې له ډلې يې ۱،۰۴۵ کسان په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي دغه‌شان په همدې موده کې ۳۳ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې په تېزې سره د پراختیا په حال کې دي، تېره ورځ موږ د کرونا ویروس لوړې ۱،۵۶۶ مثبتې پېښې ثبت کړې، دا د کرونا ویروس له پیله لوړې شمېرې دي." په همدې حال کې له افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي یو ملیون دوزه واکسین هم خلاص شوي. له یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول له هراته راپورونه وايي چې خلکو د یاد واکسین لومړی دوز ترلاسه کړی، خو د دوهم دور لپاره‌يې په مرکزونو کې واکسین نه‌شته. د هرات اوسېدونکې ستورۍ کریمي وايي: "یو میاشت وړاندې مې واکسین وکړ، خو دا دوه ورځې کېږي چې د دوهم دوز واکسین لپاره مرکز ته ځم، خو راته ویل کېږي چې واکسین ختم شوي دي او د کرونا درېیمه څپه هم ورځ تر بلې خطرناکه کېږي، دا واقعا د اندېښنې وړ ده." خو په پلازمېنه کابل کې بیا خلک د کرونا ویروس په وړاندې روغتیايي لارښوونو ته پام نه‌کوي. د کابل ښار اوسېدونکې فاطمې ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال خلکو روغتیايي لارښوونو ته پام کاوه، خلکو ماسک هم کاراوه، خو اوس‌يې هېڅوک جدي نه‌ګڼي، موږ ګورو چې هره ورځ د دې ویروس له امله خلک مري، خو هېڅوک بیا هم د کرونا ویروس په فکر کې نه‌دي." په همدې حال کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په راتلونکو دوه ورځو کې دې هېواد ته د چین له لوري د مرسته شویو ۷۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین د رسېدو خبر ورکوي. د روغتیايي چارواکو په وینا د کرونا ویروس د دوهم دوز واکسین د نه‌ترلاسه کولو په صورت کې د دې ویروس په وړاندې د انسان بدن پوره انتي باډي نه‌جوړوي. د کرونا ویروس درېیمې څپې په وروستۍ اوونۍ کې په افغانستان کې شدت موندلی او هره ورځ په منځني ډول له زرو ډېر کسان په دغه ویروس اخته کېږي. د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۴ زرو ته رسېدلی او دغه‌شان ترې تر دې دمه ۳ زره ۷ کسان مړه شوي دي. خو ښايي غیر رسمي شمېرې تر دې هم لوړې وي.

01.06.2021 ازادي راډیو

رومانیا او ایټالیا له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو ته د کرونا ضد واکسین پیلوي

د اروپايي ټولنې اجرایيوي ادارې د مې میاشتې په یودېرشمه نېټه تایید کړه چې تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیان د کووېډ-۱۹ واکسین کولای شي. د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه اوس کولای شي پرېکړه وکړي چې ایا د واکسین کمپاین به تر کوچنیانو وغځوي که نه؟ د رومانیا صدراعظم فلورین سیتو وویل چې دوولس کلن او تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیانو ته به د جون په لومړۍ نېټه چې نن ده، د کووېډ-۱۹ واکسین پیل شي. د ايټالیا حکومت بیا وویل چې د ځوان کوچنیانو لپاره به واکسین ته اجازه ورکړي. ټاکل شوې ده، نور د اروپايي ټولنې هېوادونه هم ورته پرېکړه وکړي، که څه هم یو شمېر هېوادونه ښايي لومړی لویان او هغه کوچنیان واکسین کړي چې له مخکې روغتیايي ستونزې لري. فایزر واکسین له مخکې لا په کاناډا او امریکا کې تر ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو کوچنیانو لپاره تایید شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا او اروپا دواړو کې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې واکسیناسیون روان دی، د مثبتو پېښو شمېر کم شوی او بندیزونه مخ پر لېرې کېدو دي. په امریکا کې نیمایي بالغ کسان واکسین شوي او خلکو بېرته سفرونه پیل کړي دي. د اتلانتیک د دواړو غاړو پرته په نورو ځایونو کې اوس هم کرونا ویروس یو تهدید دی. مالیزیا نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د دوو اوونیو لپاره بشپړه بندیز اعلان کړ، ځکه په وروستیو اوونیو کې د مثبتو پېښو شمېر د پام وړ لوړ شو. په تایوان او ویتنام کې هم د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي. په جنوبي امریکا کې پیرو اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تر څه موده مخکې پرتله دوه چنده زیات شوی دی. په لاتین امریکايي هېوادونو کې برازیل او مکسیکو له دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې مړینې ثبت کړي دي.

01.06.2021 ازادي راډیو

د فورچون مجلې فوزیه کوفي د نړۍ ۵۰ سترو رهبرانو په نوملړ کې راوسته

فورچون امریکایي مجلې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي نوم د نړۍ د ۵۰ سترو رهبرانو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې شامل کړی. فوزیه کوفي وایي، یادې مجلې په افغانستان کې د اړیکو او د نوموړې په اړه له څېړنو وروسته د دې نوم په دې نوملړ کې شامل کړی دی. مېرمن کوفي وویل، دا مهال افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په سیاسي برخه کې ښځو ته د هغوی معنی ورکوونکې ونډه نه‌ورکول دي. له فوزیه کوفي سره د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریالې مرکه کړې او په سر کې د فورچون مجلې او د نړۍ په ۵۰ سترو رهبرانو کې د نوموړې د شاملېدو په اړه پوښتلي دي. دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

01.06.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more