ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کابل محمد علي جناح روغتون کې د کرونا ناروغانو لپاره نوې څانګه پرانیستل شوه

افغانستان کې په چټکۍ سره د کرونا وبا د درېیمې څپې خپرېدو، د عامې روغتیا وزارت مجبور کړی چې د ناروغانو لپاره بېړني ګامونه واخلي. تازه د دې وزارت چارواکو په کابل کې د محمد علي جناح روغتون یوه برخه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو لپاره پرانیسته. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» د دې روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا مرکز د ظرفیت له اړخه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یو لوی مرکز دی چې اکسیجن هم په‌کې دننه تولیدېږي، داسې مهال چې یو ډېر شمېر نورو روغتونونو ته بیا اکسیجن د ګازو په ډبو کې لېږدول کېږي. ښاغلی مجروح وايي: "په خوښۍ سره باید ووایم چې زموږ د روغتیايي، اداري او تخنیکي همکارانو په هڅو او د پاکستان د سفارت په همکارۍ، موږ وتوانېدو په کابل کې درې شپې وړاندې د خپلو یو شمېر همکارانو په شونډو خوښي ووینو او د اکسیجن د تولید هغه دستګاه چې پاکستان کلونه وړاندې موږ سره مرسته کړې وه، په واقعي ډول فعاله او په لومړي ګام کې د ۱۴۰ بسترونو او وروسته بیا د ۲۰۰ بسترونو لپاره اکسیجن برابر کړو." وحید مجروح زیاته کړه، د محمد علي جناح روغتون ۲۰۰ بستره لري چې ۱۰۰یې په کرونا وبا د اخته شویو ناروغانو لپاره ځانګړي شوي او د اړتیا پر مهال به دا بسترونه ۳۰۰ تر ۴۰۰ ته ورسېږي. د هغه په خبره، له دې وړاندې دې روغتون کې پر 'کووېډ-۱۹' اخته د ۵۰ ناروغانو درملنه کېده. د عامې روغتیا سرپرست ټینګار کوي چې که څه هم وضعیت‌یې مدیریت کړی، خو بیا هم اندېښنه ښيي چې د اکسیجن له کمي سره مخ دي او که خلک پام ونه‌کړي، ناورین به جوړ شي. دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر کروبا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر 'کووېډ-۱۹'،  ۱،۵۰۹ تنه اخته شوي دي. دغه‌شان د عامې روغتیا وزارت د ۳۴ تنو مړینه هم تأیید کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې په کرونا وبا ۷۶،۶۰۰ تنه اخته شوي چې له دې شمېر ۳ زره او ۶۸ تنه مړه شوي دي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ بېړنۍ غونډه کړې او د یو شمېر نویو بندیزونو د لګولو په اړه‌یې پرېکړه کړې ده. له دې وړاندې حکومت د دې وزارت په سپارښتنه په ۱۶ ولایتونو کې په علمي مرکزونو محدویت وضع کړی دی.

03.06.2021 ازادي راډیو

هلمند کې تاریخي کنډوالې د کډوالو په سرپناه بدلې شوې

په هلمند کې سلګونه کورنيو بې‌ځایه شويو کډوالو د قلعه کهنه او د بست تاریخي کلا په کنډوالو کې اړولي دي. ځینو له دوی ان د دې تاریخي کلاګانو منځ کې ځان ته د خټو کورونه جوړ کړي. دې کډوالو د جګړو او نا امنیو له کبله له خپلو اصلي سیمو د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه راوړې ده. نور په دې راپور کې.

02.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا وبا چټک خپرېدل؛ "که مرسته و نه کړئ، د یو لوی ناورین شاهدان به یو"

د کرونا وبا درېیمه څپه ورځ تر بلې افغانستان کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. پر دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي، د تېر پرتله زیات د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښمن کړی او یو ځل د خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو ټينګار کوي. د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی اړ شوي چې تېره شپه کابل کې یو بل روغتون هم پرانېزي. وحید مجروح د خبرداري په ژبه په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي:"که هېوادوال مرسته و نه کړي، ډېر ژر به د یو لوی ناورین شاهدان و اوسوو." ښاغلي مجروح اندېښنه ښودلې چې د ناروغانو په زیاتېدو سره ورو-ورو د اکسېجن کمی هم په یوه جدي ستونزه بدلېږي. د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل، ورځ تر بلې پر کرونا وبا د اخته کېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیاتېږي: "بدبختانه هغه څه چې شمېرې یې ښيي، ارقام په بې‌‌ساري ډول ورځ تر بلې زیاتېږي. که موږ دویمې او یا هم درېیمې سناریو ته ورسېږو او پېښې زموږ له اوسني بسترونو زیاتې شي، بدبختانه چې د اکسېجن کمی به یو له جدي او سختونو ستونزو وي." دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت دوه ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره نه دي مخ. د عامې روغتیا وزارت نن ورځ پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو رسمي شمېرې ۱۱۱۸ تنه ښودلی، تېره ورځ دا ارقام کې ۱۰۴۵ تنه وو. دغه شان د کرونا وبا له کبله تېره شپه او ورځ کې ۲۷ تنه مړه‌ شوي دي. د اکسېجن کمی د کرونا وبا په لومړۍ څپه کې هم یو ه جدي ستونزه وه. هغه مهال د عامې روغتیا وزارت د ستونزې د حل په موخه افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د تولید یو دستګاه فعاله کړه چې وروسته له کاره ولوېده، خو دا وزارت اوس‌مهال د اکسیجن د یادې‌ دستګاه د برخلیک په اړه څه نه وایي. د اکسېجن د کمي ستونزې او تر څنګ یې په سم ډول د قرنطین نه عملي کېدو د ولسي جرګې غړي هم انتقادونو ته اړ کړي دي. یو شمېر وکیلان وايي، علمي مرکزونه بند شوي، خو هغه چې د کرونا ویروس د خپرېدو اصلي ځایونه دي، لا هم پرانېستي دي. د دې جرګې غړي سید احمد سېلاب وايي: "په یوه اوونۍ کې د اکسېجن د ګازو د یوې ډبې بیه له ۴۰۰ افغانیو تر ۱۴۰۰ افغانیو ته ورسېده. د علم زده‌کړې ټول مرکزونه تړل شوي، ولې د واده سالونونه، نور هوټلونونه، قیلون‌خانې، ورزشي کلپونه او حمامونه او نور چې د کرونا د خپرېدو اصلي مرکزونه دي پرانستې دي او هېڅ ډول تدابیر په کې نه دي نیول شوي. " د جرګې بل غړی جاوید جیحون بیا وايي: "د روغتیا، بدنې رونې، پوهنې او لوړو زده‌ کړو کمېسیونونو ته دنده سپارل کېږي چې د عامې روغتیا وزارت مسوولان خپلې ګډې غونډې ته را وغواړي او ترې وپوښتي چې ولې یې یوازې علمي مرکزونه قرنطین کړي، جزییات دې یې له خلکو سره شریک شي." د اکسېجن د کمي سربېره، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د خلاصېدو راپورونه هم خپاره شوي، خو حکومت ژر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي. وروسته تر دې چې د کرونا وبا درېیمې څپه په افغانستان کې په تیزۍ خپره شوه، حکومت د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنه په ۱۶ ولایتونو کې قرنطین وضع کړ، خو دا محدویت یوازې په علمي مرکزونو پورې محدود دی، د شنبې له ورځې وروسته به بیا په کابل کې د ودونو صالونونه هم وتړل شي. د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان کې اوس‌مهال په کرونا وبا ۷۵۱۴۴ تنه اخته شوي شوي چې له دې شمېر یې ۳۰۳۴ تنه مړه شوي دي. خو له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولانو پر دې ناروغۍ د افغانستان د نیمايي نفوس د اخته کېدو خبره هم کړې.

02.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا درېیمه څپه؛ رښتیا افغانستان کې وضعیت ډېر خطرناک دی؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا درېیمه څپه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو لوی ناورین به رامنځ ته شي.  ایا په رښتیا وضعیت ډېر خطرناک دی؟ په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د روغتیایي چارو له پوه ډاکټر اکمل سمسور سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې ایا رامنځ ته شوی وضعیت د اندېښنې وړ دی او که دی ناغیړي د چا له خوا شوې؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:   

02.06.2021 ازادي راډیو

د نړۍ څلور لوی سازمانونه د کرونا واکسین وېش کې نابرابري ګواښونکي وبلله

د نړۍ د څلورو لویو ادارو مشرانو پر نړیوالو رهبرانو غږ کړی، څو د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي او ډاډمننه کړي چې مخ پر ودې هېوادونه د کرونا ضد واکسینونو ته لاسرسی ولري او دا نړیواله وبا کنټرول شي. د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو په یوه شریکه تبصره کې ویلي: "دا اوس بیخي روښانه ده چې د کووېډ-۱۹ له کبله راپورته شوي روغتیايي ناورین د ختمولو پرته، د دې ناروغۍ له اغېزو په پراخه کچه رغېدنه ناممکنه ده." د روغتیا د نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پیسو د نړیوالو صندوق او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان مشرانو زیاته کړې چې د واکسینونو نابرابره وېش میلیونونه وګړي د دې ویروس پر وړاندې زیانمنونکي کوي او دې ته لاره برابروي چې د دې ویروس وژونکي بڼې رامنځ ته شي او بېرته نړۍ کې خپرې شي. د دې نړیوالو مشرانو په وینا کله چې د ویروس نوې بڼې خپرېږي، ان هغه هېوادونه چې د واکسین پرمختللي پروګرامونه لري اړ کوي چې د عامه روغتیا د خوندیتوب سخت محدودیتونه او پر سفر بندیزونه ولګوي. دوی زیاته کړې چې روانه نړیواله وبا په اقتصادي پانګو کې بې ثباتي ژوروي چې د ټولو لپاره منفي عواقب لرلی شي. د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو د سې شنبې (د غبرګولي ۱۱مه) په ورځ یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال همدارنګه د اوو بډایو صنعتي هېوادونو له ډلې وغوښتل چې د پنځوس میلیاردو ډالرو یو پلان تمویل کړي او د کرونا د نړیوالې وبا د پای ته رسولو لپاره بې وزلو هېوادونو کې د دې ویروس پرضد واکسینونو ته لاسرسی ممکن کړي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه د دې میاشتې وروستیو کې په بریتانیا کې جوړیږي. د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېدروس ادهانوم ګیبریوسس خبریالانو ته وویل، دا مالي تمویل به دوی سره مرسته وکړي چې د کووېډ-۱۹ د تشخیص، درملنې، اکسیجن، طبي وسایلو او واکسینونو د عادلانه وېش په برخه کې په ډراماتیکه توګه خپل تولید زیات کړي. د روغتیا نړیوال سازمان پرله پسې د بډایو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ د کرونا واکسینونو ته په لاس رسي کې د شته نابرابرۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي. د پیسو نړیوال مالي صندوق د نړیوال مالي صندوق مشرې کریسټالینا ګېورګېوا یادونه وکړه چې د کرونا وبا دا مهال یوازې په نړۍ کې روغتیايي مساله نه ده بلکې اقتصادي مساله هم ده. نوموړې خبریالانو ته وویل چې د نړیوال مالي صندوق معلومات ښيي چې په نژدې راتلونکې کې د نړیوال تولید د زیاتیدو لپاره د کرونا ضد واکسین تر ټولو مؤثره لاره ده. نړیوال بانک د نړیوال بانک رییس ډیوېډ مالپاس په همدې خبري غونډه کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالتونو په زیاته اندازه د کویډ-۱۹ واکسین لاتینې امریکا ته برابر کړي. په دې سیمه کې دا مهال د کرونا ویروس په چټکۍ خپریږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو لوړپوړي کارپوه مایک ریان وویل، په لاتینه امریکا کې د کرونا وضعیت په ناسم لوري د روانیدو په حال کې دی. تر دې خبري غونډه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کوسټاریکا ته د سفر پرمهال وویل، هېواد به یې په راتلونکو دوو اونیو کې اعلان کړي چې د کرونا اتیا میلیونه ډوزه واکسین چې امریکا یې په نړیواله کچه ژمنه کړې څنګه پلوري او ویشي.

02.06.2021 ازادي راډیو

نقشه څه وخت رامنځته شوه؟ 

د ازادي راډیو اوونیز 'ژوند په شېبو' پروګرام د نقشې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې نقشه څه وخت رامنځته شوه؟ او څه ارزښت لري ؟  دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ :  

02.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې کرونا ویروس؛ اخته کسان په ډېرېدو دي، خو واکسین خلاص شوی

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۶۱۴ کسانو د کرونا ټسټونه کړي چې له ډلې يې ۱،۰۴۵ کسان په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي دغه‌شان په همدې موده کې ۳۳ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې په تېزې سره د پراختیا په حال کې دي، تېره ورځ موږ د کرونا ویروس لوړې ۱،۵۶۶ مثبتې پېښې ثبت کړې، دا د کرونا ویروس له پیله لوړې شمېرې دي." په همدې حال کې له افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي یو ملیون دوزه واکسین هم خلاص شوي. له یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول له هراته راپورونه وايي چې خلکو د یاد واکسین لومړی دوز ترلاسه کړی، خو د دوهم دور لپاره‌يې په مرکزونو کې واکسین نه‌شته. د هرات اوسېدونکې ستورۍ کریمي وايي: "یو میاشت وړاندې مې واکسین وکړ، خو دا دوه ورځې کېږي چې د دوهم دوز واکسین لپاره مرکز ته ځم، خو راته ویل کېږي چې واکسین ختم شوي دي او د کرونا درېیمه څپه هم ورځ تر بلې خطرناکه کېږي، دا واقعا د اندېښنې وړ ده." خو په پلازمېنه کابل کې بیا خلک د کرونا ویروس په وړاندې روغتیايي لارښوونو ته پام نه‌کوي. د کابل ښار اوسېدونکې فاطمې ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال خلکو روغتیايي لارښوونو ته پام کاوه، خلکو ماسک هم کاراوه، خو اوس‌يې هېڅوک جدي نه‌ګڼي، موږ ګورو چې هره ورځ د دې ویروس له امله خلک مري، خو هېڅوک بیا هم د کرونا ویروس په فکر کې نه‌دي." په همدې حال کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په راتلونکو دوه ورځو کې دې هېواد ته د چین له لوري د مرسته شویو ۷۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین د رسېدو خبر ورکوي. د روغتیايي چارواکو په وینا د کرونا ویروس د دوهم دوز واکسین د نه‌ترلاسه کولو په صورت کې د دې ویروس په وړاندې د انسان بدن پوره انتي باډي نه‌جوړوي. د کرونا ویروس درېیمې څپې په وروستۍ اوونۍ کې په افغانستان کې شدت موندلی او هره ورځ په منځني ډول له زرو ډېر کسان په دغه ویروس اخته کېږي. د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۴ زرو ته رسېدلی او دغه‌شان ترې تر دې دمه ۳ زره ۷ کسان مړه شوي دي. خو ښايي غیر رسمي شمېرې تر دې هم لوړې وي.

01.06.2021 ازادي راډیو

رومانیا او ایټالیا له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو ته د کرونا ضد واکسین پیلوي

د اروپايي ټولنې اجرایيوي ادارې د مې میاشتې په یودېرشمه نېټه تایید کړه چې تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیان د کووېډ-۱۹ واکسین کولای شي. د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه اوس کولای شي پرېکړه وکړي چې ایا د واکسین کمپاین به تر کوچنیانو وغځوي که نه؟ د رومانیا صدراعظم فلورین سیتو وویل چې دوولس کلن او تر دوولسو کلونو لوړ عمر لرونکي کوچنیانو ته به د جون په لومړۍ نېټه چې نن ده، د کووېډ-۱۹ واکسین پیل شي. د ايټالیا حکومت بیا وویل چې د ځوان کوچنیانو لپاره به واکسین ته اجازه ورکړي. ټاکل شوې ده، نور د اروپايي ټولنې هېوادونه هم ورته پرېکړه وکړي، که څه هم یو شمېر هېوادونه ښايي لومړی لویان او هغه کوچنیان واکسین کړي چې له مخکې روغتیايي ستونزې لري. فایزر واکسین له مخکې لا په کاناډا او امریکا کې تر ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکو کوچنیانو لپاره تایید شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا او اروپا دواړو کې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې واکسیناسیون روان دی، د مثبتو پېښو شمېر کم شوی او بندیزونه مخ پر لېرې کېدو دي. په امریکا کې نیمایي بالغ کسان واکسین شوي او خلکو بېرته سفرونه پیل کړي دي. د اتلانتیک د دواړو غاړو پرته په نورو ځایونو کې اوس هم کرونا ویروس یو تهدید دی. مالیزیا نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) د دوو اوونیو لپاره بشپړه بندیز اعلان کړ، ځکه په وروستیو اوونیو کې د مثبتو پېښو شمېر د پام وړ لوړ شو. په تایوان او ویتنام کې هم د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي. په جنوبي امریکا کې پیرو اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تر څه موده مخکې پرتله دوه چنده زیات شوی دی. په لاتین امریکايي هېوادونو کې برازیل او مکسیکو له دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې مړینې ثبت کړي دي.

01.06.2021 ازادي راډیو

د فورچون مجلې فوزیه کوفي د نړۍ ۵۰ سترو رهبرانو په نوملړ کې راوسته

فورچون امریکایي مجلې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي نوم د نړۍ د ۵۰ سترو رهبرانو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې شامل کړی. فوزیه کوفي وایي، یادې مجلې په افغانستان کې د اړیکو او د نوموړې په اړه له څېړنو وروسته د دې نوم په دې نوملړ کې شامل کړی دی. مېرمن کوفي وویل، دا مهال افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په سیاسي برخه کې ښځو ته د هغوی معنی ورکوونکې ونډه نه‌ورکول دي. له فوزیه کوفي سره د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریالې مرکه کړې او په سر کې د فورچون مجلې او د نړۍ په ۵۰ سترو رهبرانو کې د نوموړې د شاملېدو په اړه پوښتلي دي. دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

01.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین او د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې

د کرونا ویروس په بیا ځلې خپرېدا سره نه‌یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په اکثره نورو هېوادونو کې هم د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. د کابل ښار اوسېدونکي وحیدالله او خاموش د دې اندېښنو په اړه وايي: "لکه څنګه چې اورو نور هېوادونه لکه هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، په افغانستان د دې لپاره چې امکانات کم دي، نو د اکسیجن او واکسین کمښت د خلکو لپاره جدي اندېښنه ده." "خبرونه چې موږ ګورو په هندوستان کې کرونا د ډېرو خلکو ژوند واخیست او هره ورځ هلته خلک مري، هلته اکسیجن کم شوی، دلته په افغانستان کې به هم خلک له دې ستونزې سره مخ شي او اکسیجن به ټولو خلکو ته ونه‌رسېږي او ډېر خلک به ومري." دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۶۵۵ کسان په دې ویروس اخته شوي او ۳۰ کسه ترې مړه شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم اکسیجن د دې وزارت لپاره جدي ستونزه ده، خو اوس‌مهال یې له کمښت سره نه‌دي مخ. د دې وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، لا تر اوسه په دې اړه کره شمېر نه‌شته چې په افغانستان کې د اکسیجن څو فابریکې فعالیت لري. ښاغلی طاهري وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د اکسیجن څو ماشینه پېرلي دي، خو لا تر اوسه نه‌دي فعاله شوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ټولو روغتونونو کې د اړتیا وړ اکسیجن لري، موږ د اړتیا دوه برابره اکسیجن لرو، هغه ماشینونه چې په افغان چاپان روغتون کې دي شاخوا ۲۰۰ ناروغانو ته اکسیجن تولیدوي، اوس لپاره د اکسیجن له کمښت سره مخ نه‌یو، په نږدې راتلونکي کې هغه ماشینونه چې یونېسف موږ ته اخیستي له هغې به کار واخلو، تر اوسه د اکسیجن د کمښت له وجې هېڅ ناروغ نه‌دی مړ شوی." په همدې حال کې هغه واکسیونونه چې له افغانستان سره مرسته شوي هغه هم د خلاصېدو په حال کې دي. د ښاغلي طاهري په خبره، تر دا مهاله نږدې یو ملیون دوزه واکسین افغانستان ته وارد شوي چې د اوس لپاره دغه شمېر د خلاصېدو په حال کې دی. دی وايي، کومو کسانو چې لومړی دوز واکسین کړی وي اوس‌یې د دوهم دوز وار دی. له دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ۷۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې خبره کړې وه او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې دغه واکسین به تر یوې اوونۍ افغانستان ته انتقال شي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه شاوخوا ۷۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او له ۲ زرو زیات ترې مړه شوې دي.

31.05.2021 ازادي راډیو

بریتانیا غواړي «G-7» سرمشریزه کې د کرونا ضد واکسین پر پاسپورټونو یوه موافقه وکړي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون غواړي چې اووه پرمختللي صنعتي هېوادونه (G -7) دې په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو او هم د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو پر یوه تړون موافقه وکړي.  ښاغلي جانسون د کاناډا له «CBC» نشراتي شبکې سره په مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوې وویل، د «G-7» د سرمشریزې په سطحه باید په دې اړه چې سفر او پاسپورټونه په څه ډول تنظیم کېدای شي، یو ډول توافق ترلاسه شي.  بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاین‌‌یې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کاروبارونو د بېرته برانیستل کېدو لپاره‌یې زمینه برابره کړې ده. بورېس جانسون وویل، دغې وبا وښوده چې په نړۍ کې همکاري په څه ډول له‌منځه لاړه او هر هېواد په یوازې توګه هڅه کوله چې د دغې وبا په وړاندې د خوندیتوب لپاره ځان ته وسایل او واکسینونه راونیسي. نوموړي زیاته کړه، په عین حال کې هېوادونو په ملي سطحه قرنطینونه او ټولبندونه ولګول او د اکمالاتو نړیوال ځنځیرونه ګډوډ شول. جانسون وویل، د ده په باور اوس موږ ته په‌کار ده چې د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو یو نړیوال تړون ولرو. هغه زیاته کړه موږ دې ته اړتیا لرو چې داسې اصول او مقررات رامنځته کړو چې د پولو ترمنځ د اکمالاتو بهیر مختل نه‌شي او په دې توګه د هغو شیانو لپاره چې موږ په راتلونکي کې پورې تړلي یو، د انتقال ځنځیرونه ډاډمن کړو. د بریتانیا صدراعظم همدارنګه وویل چې دا مهمه ده چې پرمختللي هېوادونه له لږ عاید لرونکو هېوادونو سره واکسین شریک کړي. هغه زیاته کړه تر هغو هېڅوک نه‌شي خوندي کېدای چې ټول خوندي شوي نه‌وي. په پام کې ده، د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشران د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې پورې په انګلستان کې سره راغونډ شي.  د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو په ډله کې د بریتانیا ترڅنګ د امریکا متحده ایالات، کاناډا، جاپان، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.

31.05.2021 ازادي راډیو

د روزنیزو مرکزونو تړلو په اړه د عامې روغتیا وزارت پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه

د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د دوو اوونیو لپاره د روزنیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له غبرګون سره مخ شوه. د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنه د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه یو اړخیز او غیر مسؤلانه ګڼي او ټینګار کوي چې عملي به‌یې نه‌کړي. د دغې ټولنې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۹» په یوې اعتراضیه ناسته کې وویل، که دولت ته د خلکو او ټولنې سلامتیا مهمه وي، نو په دې تړاو یې باید سیاست جامع وي نه د یوې ځانګړې څانګې لپاره. د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د ټولنې رئیس سنجر خالد وویل، د ځینو ښوونیزو مرکزونو تړل او د ځینو خلاص پرېښودل، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي مؤثره لاره نه‌ده. ښاغلی خالد زیاتوي: "ښوونیز مرکزونه د روغتیايي تدابیرو، روغتیایي سپارښتنو، د ماسکونو او عفوني ضد موادو د کارولو، ټولنیز واټن او ګڼې ګوڼې د نه‌جوړولو د مواردو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او په هېڅ ډول نه‌تړل کېږي. ښوونیز مرکزونه په دې برخه کې نور له تبعیضه ډک سیاستونه نه‌شي زغملی او که بیاهم دغه کرنلاړه ادامه ومومي دوی به په هر ډول مدني فعالیتونو لاس پورې کړي." بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویلي دغه پرېکړه یو اړخیز او تبعیضي نه، بلکې اړتیا ته په کتو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو د وزارتونو په مشوره شوې ده. د دغه وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وايي: "دغه پرېکړه خپله د وزارت په همغږۍ نیول شوې او که کومه ستونزه په‌کې وي، له ښوونیزو مرکزونو او د لوړو زده‌کړو له وزارت سره‌یې باید مطرح او حل‌یې کړي او که احیاناً بیا کتنه پرې کېږي نو د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د دوی په توافق به کېږي، خو اوس د ۱۶ ولایتونو د لوړو زده‌کړو په مرکزونو او ښوونځیو کې قرنطین اعلان شوی دی." په ورته وخت کې د پوهنې د وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، ټول خصوصي او دولتي ښوونیز مرکزونه باید اعلان شوې پرېکړه عملي کړي. اغلې ارین زیاتوي: "ټول خصوصي او دولتي ښوونیز مرکزونه چې پوهنې وزارت پورې اړه لري، د جوزا له اتمې نه تر دوو اوونیو پورې رخصت دي چې لامل‌یې روغتیایي مسایل او د خلکو خوندیتوب دی. د پوهنې وزارت اړوند هر بنسټ که د دغه تصمیم پر خلاف اقدام وکړي، د دغه وزارت له قانوني چلند سره به مخ شي." دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ سره مخ په خپرېدو ده. د عامې روغتیا وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د یکشنبې په ورځ د 'کووېډ-۱۹' د درملنې په خاطر د قصبې روغتون هم پرانیست. د عامې روغتیا وزارت مخکې له دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د جوزا له اتمې نه تر دوو اوونیو پورې په ۱۶ ولایتونو کې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه تعطیل کړي دي. دغه‌شان کابل ښاروالۍ هم تر دوو اوونیو لپاره د ودونو د سالونونو په ریزرفولو بندیز لګولی دی.

30.05.2021 ازادي راډیو

۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه تړل کیږي؛ زده کوونکي څه نظر لري؟

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي اعلان کړل. ‎د دغه وزارت چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د کرونا ویروس د نوې څپې د پراختیا د مخنیوي لپاره کړې ده. ‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره يوې ګډې خبرې غونډې ته وویل: "موږ ته ویل کېږي چې تاسو درک نه لرئ، اقتصادي نظام او د ټولنې وضعیت له ستونزو سره مخ کوئ، خو ټولنیز واټن حد اقل تر شپېتو یا اویا سلنې خلک خوندي ساتي، دا یو اصل دی، نیوکه کېږي چې تاسو پیغام نه دی بدل کړی، خو کله چې یو ګواښ دی او د حل لاره یې هم هماغه شان ده، موږ څنګه کولای شو چې په دې اړه بې غوره واوسو؟." ‎روغتیا وزارت په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو کې د دې پرېکړې د پلي کېدو خبره کړې ده. ‎دغه وزارت په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس وضعیت جدي او د اندېښنې وړ بللی دی. ‎د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکو او د ازموینو ملي ادارې د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه منلې او ویلي یې دي چې د غبرګولي له اتمې نېټې به د دوه اونیو لپاره په یاد شپاړلس ولایتونو کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي وي. د لوړو زده کړو وزارت دا هم ویلي چې د کابل د کانکور ازموینې ګډوانوال دې بایومتریک پروسې د ترسره کولو لپاره دې تر بل اعلانه په تمه شي. ‎په دې خبري کنفرانس کې د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدي او د لوړو زده کړو وزیر بصیر عباس هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو. ‎مېرمن حمیدي وویل: "دا د ژوند او مرګ مساله ده، زه د پوهنې د مسوولې په توګه چې په میلیونونو زده کوونکي او ښوونکي مو ښوونځیو ته راځي، دنده مې ده چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ومنو او همکاري ورسره وکړو." ‎د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر بیا ټینګار وکړ چې په پاتې نورو ولایتونو کې دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې روغتیایي تدابیر جدي ‌‌‌‌‌‌ډول ونیول شي. نوموړي زیاته کړه: "موږ د لوړو زده کړو وزارت اړونده ټولو ادارو، پوهنتنونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لارښونې کړې چې د روغتیا وزارت د لارښوونو پر بنسټ ټولې وقایوي سپارښتنې مراعت کړي." ‎خو په کابل کې یو شمېر زده کوونکي او محصلین اندېښمن دي چې بیا به یې درسي سیستم ګډوډ او دوی به اغېزمن شي. ‎د غازي عالي لېسې زده کوونکي میلاد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیوته وویل: "که څه هم اوس په هېواد کې د کرونا ویروس وضعیت جدي دی، خو تېرکال هم په قرنطین کې زموږ وخت ضایع شو، اوس هم فکر نه کوم چې په دې دوه اونیو به دوی د کرونا ویروس وضعیت کنټرول کړي، نو بیا به هم زموږ د درسونو وخت ضایع کېږي." ‎د کابل ښار بل اوسېدونکی او د یو خصوصي پوهنتون محصل نثار احمد صافی هم ورته نظر لري: "د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه زه ښه نه ګڼم، ځکه چې محصلین او زده کوونکي ماسکونه وکاروي او نورې لارښوونې مراعت کړي، دا ښه پرېکړه نه ده چې اوس رخصتي شي، ځکه د محصلینو او زده کوونکو د درسونو نور وخت هم ضایع کېږي." د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې کابل ښاروالۍ د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د دوه اوونیو لپاره د ودونو د سالونونو په رېزرف هم بندیز بندیز لګولی و. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې وخت کې دا پرېکړه اعلانوي چې د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د ۳۸۰۰ مشکوکو کسانو ټیسټونه شوي وو چې له دې شمېر د۹۷۷ ټېسټونه مثبت تشخیص شوي. د دغه وزارت د مسوولینو په خبره دا په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تردې دمه د پېښو تر ټولو د ثبت لپاره لوړه کچه ښيي. ‎د دغه وزارت د چارواکو په خبره، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه له ۷۰زرو زیات کسان په دغه ویروس اخته شوي او تر ۲۸۰۰ پورې کسان یې له امله مړه شوي دي.

29.05.2021 ازادي راډیو

هند د کرونا واکسین برخه کې ستونزو سره مخ دی؛ ډیلي او واشنګټن ګډ کار ته ژمن دي

په داسې حال کې چې هند د خپلو ۱۳ سوه میلیونو وګړو د واکسینولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی، د امریکا متحدو ایالاتونو او هند ژمنه وکړه چې په ګډه به د کووېډ-۱۹ وبا پرضد کار کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه(د غبرګولي ۷مه) وویل، واشنګټن غواړي ډاډه شي چې هند له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرستې ته اړتیا لري. بلېنکن چې د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره یوځای خبرې کولې، وویل، د کووېډ-۱۹په لومړیو ورځو کې هند د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مرستې ته چمتو و، اوس موږ غواړو چې ډاډ ورکړو چې له هند سره مرستې ته حاضر یوو. د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر چې له یوې اوونۍ راهیسې په امریکا کې دی، هڅه کوي په خپل هېواد کې د کرونا وبا د دوهمې څپې په ترڅ کې د امریکا مرسته ترلاسه کړي. جې شنکر وویل، هند په اوسنیو سختو شېبو کې د امریکا له مرستو، کلک ملاتړ او پیوستون څخه خوشاله دی. د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په هند کې د کرونا ویروس تر ۲۷ میلیونه زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي او تر ۳ لکه ۱۸ زره ډېر نور مړه شوي دي. په هند کې له امریکا وروسته تر ټولو ډېر کسان په کرونا وبا مړه شوي دي، خو په هند کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو او ورڅخه د مړینو د شمېر په اړه ویل کېږي چې ښايي تر دې ډېر وي. په امریکا کې تر نیمايي زیات بالغان د کرونا ویروس پر ضد واکسین شوي او له همدې کبله په دغه هېواد کې وضعیت عادي شوی دی. په همدې منځ کې بریتانیا پرون د کرونا پرضد یوه بل واکسین ته د تطبیق اجازه ورکړه. په بریتانیا کې دې واکسین ته په داسې وخت کې اجازه ورکړل شوه چې د کرونا د نوېو بڼو په اړه؛ په تېره بیا د هغې یوې چې په هند کې خپره شوې ده، اندېښنې زیاتې شوې دي. د بریتانیا په سلو کې ۵۸ وګړو تراوسه پورې د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین کړی دی، خو په سلو کې ۳۵ وګړو یې دوه ډوزه یا بشپړ واکسین کړی دی. هغه واکسین چې پرون په بریتانیا کې د تطبیق اجازه ورکړل شوه، د جانس اېنډ جانس واکسین دی چې یو ډوز دی.

29.05.2021 ازادي راډیو

د کرونا وبا؛ ۱۶ ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د ۲ اونیو په مخه بند شول

سر له نننه د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د دوو اونیو په مخه بند شول. د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې دا هڅه د کرونا وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره کېږي. د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره او د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، نیمروز او کندوز کې سر له نننه د دوو اونیو په مخه پوهنتونونه، ښوونځي او د روزنې کوروسونه بند شول. د عامې روغتیا وزرات وروسته تردې دا اعلامیه خپره کړه چې پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په افغانستان کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې تر بل هر وخت د کووېد- ۱۹ ناروغۍ د ډېرو مثبت پېښو راپور ورکړل شو. د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي د دې شمېرو په اړه وایي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس د درې زره اته سوه مشکوکو پېښو له ازموینې وروسته چې په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې وشول، څرګنده شوه چې په ټول افغانستان کې مثبتې پېښې نهه سوه اووه اویا دي او اتلس تنه هم له بده مرغه تلفات لرو." له دې سره تر پرون پورې په افغانستان د کرونا وبا له پیله تر اوسه د مثبتو پېښو شمېره تر اویا زره واوښته. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتې دي چې د امکان ترحده په کور دننه پاتې شي، ټولنیز واټن مراعات کړي، ماسک وکاروي او لاسونه په پاکو اوبو او صابون ووینځي. د افغانستان د عامه روغتیا وزارت اندېښنه ښیي چې ښایي د دوو اونیو په ترڅ کې د کرونا درېیمه څپه اوج ته ورسېږي. کابل ښاروالۍ اعلان کړی دی، د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روانه اوونۍ د ودنو تالارونه بندوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې ښایي دغه اوس خپره شوې وبا هندي کرونا وي او که داسې وي د دې لپاره کیټونه نه لري او تمه ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د دې بڼې کرونا لپاره کیټونه ترلاسه کړي.

29.05.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more