شاته

افغانستان کې کرونا ویروس؛ اخته کسان په ډېرېدو دي، خو واکسین خلاص شوی

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ د پراختیا په حال کې ده.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۶۱۴ کسانو د کرونا ټسټونه کړي چې له ډلې يې ۱،۰۴۵ کسان په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي دغه‌شان په همدې موده کې ۳۳ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې په تېزې سره د پراختیا په حال کې دي، تېره ورځ موږ د کرونا ویروس لوړې ۱،۵۶۶ مثبتې پېښې ثبت کړې، دا د کرونا ویروس له پیله لوړې شمېرې دي."

په همدې حال کې له افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي یو ملیون دوزه واکسین هم خلاص شوي.

کابل کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق May 11, 2021
کابل کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق May 11, 2021

له یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول له هراته راپورونه وايي چې خلکو د یاد واکسین لومړی دوز ترلاسه کړی، خو د دوهم دور لپاره‌يې په مرکزونو کې واکسین نه‌شته.

د هرات اوسېدونکې ستورۍ کریمي وايي: "یو میاشت وړاندې مې واکسین وکړ، خو دا دوه ورځې کېږي چې د دوهم دوز واکسین لپاره مرکز ته ځم، خو راته ویل کېږي چې واکسین ختم شوي دي او د کرونا درېیمه څپه هم ورځ تر بلې خطرناکه کېږي، دا واقعا د اندېښنې وړ ده."

خو په پلازمېنه کابل کې بیا خلک د کرونا ویروس په وړاندې روغتیايي لارښوونو ته پام نه‌کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې فاطمې ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال خلکو روغتیايي لارښوونو ته پام کاوه، خلکو ماسک هم کاراوه، خو اوس‌يې هېڅوک جدي نه‌ګڼي، موږ ګورو چې هره ورځ د دې ویروس له امله خلک مري، خو هېڅوک بیا هم د کرونا ویروس په فکر کې نه‌دي."

په همدې حال کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په راتلونکو دوه ورځو کې دې هېواد ته د چین له لوري د مرسته شویو ۷۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین د رسېدو خبر ورکوي.

د روغتیايي چارواکو په وینا د کرونا ویروس د دوهم دوز واکسین د نه‌ترلاسه کولو په صورت کې د دې ویروس په وړاندې د انسان بدن پوره انتي باډي نه‌جوړوي.

افغان جاپان روغتون کې د کرونا ټسټونو ازموینه
افغان جاپان روغتون کې د کرونا ټسټونو ازموینه

د کرونا ویروس درېیمې څپې په وروستۍ اوونۍ کې په افغانستان کې شدت موندلی او هره ورځ په منځني ډول له زرو ډېر کسان په دغه ویروس اخته کېږي.

د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۴ زرو ته رسېدلی او دغه‌شان ترې تر دې دمه ۳ زره ۷ کسان مړه شوي دي.

خو ښايي غیر رسمي شمېرې تر دې هم لوړې وي.