شاته

د کابل محمد علي جناح روغتون کې د کرونا ناروغانو لپاره نوې څانګه پرانیستل شوه

افغانستان کې په چټکۍ سره د کرونا وبا د درېیمې څپې خپرېدو، د عامې روغتیا وزارت مجبور کړی چې د ناروغانو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

تازه د دې وزارت چارواکو په کابل کې د محمد علي جناح روغتون یوه برخه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو لپاره پرانیسته.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» د دې روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا مرکز د ظرفیت له اړخه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یو لوی مرکز دی چې اکسیجن هم په‌کې دننه تولیدېږي، داسې مهال چې یو ډېر شمېر نورو روغتونونو ته بیا اکسیجن د ګازو په ډبو کې لېږدول کېږي.

ښاغلی مجروح وايي: "په خوښۍ سره باید ووایم چې زموږ د روغتیايي، اداري او تخنیکي همکارانو په هڅو او د پاکستان د سفارت په همکارۍ، موږ وتوانېدو په کابل کې درې شپې وړاندې د خپلو یو شمېر همکارانو په شونډو خوښي ووینو او د اکسیجن د تولید هغه دستګاه چې پاکستان کلونه وړاندې موږ سره مرسته کړې وه، په واقعي ډول فعاله او په لومړي ګام کې د ۱۴۰ بسترونو او وروسته بیا د ۲۰۰ بسترونو لپاره اکسیجن برابر کړو."

وحید مجروح زیاته کړه، د محمد علي جناح روغتون ۲۰۰ بستره لري چې ۱۰۰یې په کرونا وبا د اخته شویو ناروغانو لپاره ځانګړي شوي او د اړتیا پر مهال به دا بسترونه ۳۰۰ تر ۴۰۰ ته ورسېږي.

د هغه په خبره، له دې وړاندې دې روغتون کې پر 'کووېډ-۱۹' اخته د ۵۰ ناروغانو درملنه کېده.

د عامې روغتیا سرپرست ټینګار کوي چې که څه هم وضعیت‌یې مدیریت کړی، خو بیا هم اندېښنه ښيي چې د اکسیجن له کمي سره مخ دي او که خلک پام ونه‌کړي، ناورین به جوړ شي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر کروبا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر 'کووېډ-۱۹'، ۱،۵۰۹ تنه اخته شوي دي. دغه‌شان د عامې روغتیا وزارت د ۳۴ تنو مړینه هم تأیید کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې په کرونا وبا ۷۶،۶۰۰ تنه اخته شوي چې له دې شمېر ۳ زره او ۶۸ تنه مړه شوي دي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ بېړنۍ غونډه کړې او د یو شمېر نویو بندیزونو د لګولو په اړه‌یې پرېکړه کړې ده.

له دې وړاندې حکومت د دې وزارت په سپارښتنه په ۱۶ ولایتونو کې په علمي مرکزونو محدویت وضع کړی دی.