شاته

د کرونا وبا چټک خپرېدل؛ "که مرسته و نه کړئ، د یو لوی ناورین شاهدان به یو"

د کرونا وبا درېیمه څپه ورځ تر بلې افغانستان کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. پر دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي، د تېر پرتله زیات د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښمن کړی او یو ځل د خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو ټينګار کوي.

د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی اړ شوي چې تېره شپه کابل کې یو بل روغتون هم پرانېزي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

وحید مجروح د خبرداري په ژبه په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي:"که هېوادوال مرسته و نه کړي، ډېر ژر به د یو لوی ناورین شاهدان و اوسوو."

ښاغلي مجروح اندېښنه ښودلې چې د ناروغانو په زیاتېدو سره ورو-ورو د اکسېجن کمی هم په یوه جدي ستونزه بدلېږي.

د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل، ورځ تر بلې پر کرونا وبا د اخته کېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیاتېږي: "بدبختانه هغه څه چې شمېرې یې ښيي، ارقام په بې‌‌ساري ډول ورځ تر بلې زیاتېږي. که موږ دویمې او یا هم درېیمې سناریو ته ورسېږو او پېښې زموږ له اوسني بسترونو زیاتې شي، بدبختانه چې د اکسېجن کمی به یو له جدي او سختونو ستونزو وي."

پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي

دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت دوه ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره نه دي مخ.

د عامې روغتیا وزارت نن ورځ پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو رسمي شمېرې ۱۱۱۸ تنه ښودلی، تېره ورځ دا ارقام کې ۱۰۴۵ تنه وو.

دغه شان د کرونا وبا له کبله تېره شپه او ورځ کې ۲۷ تنه مړه‌ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن ورځ پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو رسمي شمېرې ۱۱۱۸ تنه ښودلی
د عامې روغتیا وزارت نن ورځ پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو رسمي شمېرې ۱۱۱۸ تنه ښودلی

د اکسېجن کمی د کرونا وبا په لومړۍ څپه کې هم یو ه جدي ستونزه وه.

هغه مهال د عامې روغتیا وزارت د ستونزې د حل په موخه افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د تولید یو دستګاه فعاله کړه چې وروسته له کاره ولوېده، خو دا وزارت اوس‌مهال د اکسیجن د یادې‌ دستګاه د برخلیک په اړه څه نه وایي.

د اکسېجن د کمي ستونزې او تر څنګ یې په سم ډول د قرنطین نه عملي کېدو د ولسي جرګې غړي هم انتقادونو ته اړ کړي دي.

یو شمېر وکیلان وايي، علمي مرکزونه بند شوي، خو هغه چې د کرونا ویروس د خپرېدو اصلي ځایونه دي، لا هم پرانېستي دي.

د اکسېجن کمی هم پر یوې لویې ستونزې د بدلېدو په حال کې دی.

د دې جرګې غړي سید احمد سېلاب وايي: "په یوه اوونۍ کې د اکسېجن د ګازو د یوې ډبې بیه له ۴۰۰ افغانیو تر ۱۴۰۰ افغانیو ته ورسېده. د علم زده‌کړې ټول مرکزونه تړل شوي، ولې د واده سالونونه، نور هوټلونونه، قیلون‌خانې، ورزشي کلپونه او حمامونه او نور چې د کرونا د خپرېدو اصلي مرکزونه دي پرانستې دي او هېڅ ډول تدابیر په کې نه دي نیول شوي. "

د جرګې بل غړی جاوید جیحون بیا وايي: "د روغتیا، بدنې رونې، پوهنې او لوړو زده‌ کړو کمېسیونونو ته دنده سپارل کېږي چې د عامې روغتیا وزارت مسوولان خپلې ګډې غونډې ته را وغواړي او ترې وپوښتي چې ولې یې یوازې علمي مرکزونه قرنطین کړي، جزییات دې یې له خلکو سره شریک شي."

د اکسېجن د کمي سربېره، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د خلاصېدو راپورونه هم خپاره شوي، خو حکومت ژر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي.

وروسته تر دې چې د کرونا وبا درېیمې څپه په افغانستان کې په تیزۍ خپره شوه، حکومت د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنه په ۱۶ ولایتونو کې قرنطین وضع کړ، خو دا محدویت یوازې په علمي مرکزونو پورې محدود دی، د شنبې له ورځې وروسته به بیا په کابل کې د ودونو صالونونه هم وتړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان کې اوس‌مهال په کرونا وبا ۷۵۱۴۴ تنه اخته شوي شوي چې له دې شمېر یې ۳۰۳۴ تنه مړه شوي دي.

خو له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولانو پر دې ناروغۍ د افغانستان د نیمايي نفوس د اخته کېدو خبره هم کړې.